۱۳۹۴ آبان ۱۸, دوشنبه

اخندزاده :عام خلک اماده دي ترڅودخپلوامنیتي ځواکونوسره یوځای دوسله والوپروړاندي وجنګیږي


راپور—۲۰۱۵—۱۱—۱۰—
سناتورملاشیرمحمداخندزاده وایې ددوی دراتګ سره سم ډيری عام خلک اماده سوې ترڅودخپلوامنیتي ځواکونوسره یوځای دوسله والوپروړاندي وجنګیږي .
هغه وایې دوی لیستونه اماده کړې دي اودولتي چارواکوته هم سپارلي ترڅودغه کسان په وسلوسمبال اودخپلوامنیتي ځواکونوسره یوځای دوسله والوپه ځپلوکې ترې استفاده وکړي ،اخندزاده وایې دوامداره جګړوپه هلمندکې شته ډیری امنیتي ځواکونه ستړي کړي اړینه ده چې پرځای یې نوي تازه دمه سرتیري دجنګ کروښوته ولیږل سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند د ولسي  مشرانوجرګې استازواو جهادي مشرانودامنیتي ځواکونوسره ددوی دلیکودپیاوړي کولوپه موخه دخپلوکسانولیستونه دولتي چارواکوته سپارلي ترڅودغه کسان په وسلوسمبال اودامنیتي ځواکونوسره یوځای دوسله والوپرضد وجنګیږي .سناتورملاشیرمحمداخندزاده وایې ده خپله د۱۵۰ کسانولیست ورکړی اودغه چارې به ډيری مشران ترسره کړي ، هغه وایې که امنیتي ځواکونه سره همږغي سي دوسله والوهرډول پلانونه به له ماتي سره مخ سي  .

ملاشیرمحمد اخندزاده وایې دوی ددي ترڅنګ دامنیتي ځواکونوپرهمږغۍ هم کارکړی ترڅودجنګ په لومړۍ کرښه کې ت ریوي قوماندي لاندي کاروکړي اوهغه ستړامنیتي ځواکونوچې ډيری ورځي دجګړې په لومړۍ کرښه کې دي ځای به یې نوي تازه دمه سرتیري ونیسي  .

هغه  داخبره په کلکه رده کړه چې دوی به دامنیتي ځواکونوسره دمرستي په نوم شخصي ملیشې جوړي وي ،نوموړی وایې ددوی هدف یوازي دخپلوامنیتي ځواکونوسره مرسته ده ،پرهلمند دسختو اودرنوجګړووروسته له هغه دولسي مشرانوجرګې داستازوترڅنګ جهادي مشران هم اړه کړه چې دجګړې په کابوکوولوکې مرسته وکړې اوس راغلي مشران خپل پلويان دامنیتي ځواکونوسره دمرستي په دوام په وسلوسمباله وي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر