۱۳۸۹ خرداد ۵, چهارشنبه

دولايت دمقام اواطلاعات كلتوردرياست لخودبيلابيلوولايتونواوهلمندي شاعرانوباندي ډالي دولايت دمقام په ميلمستون كي ديولړمراسيموپرمهال پداسي حال كي وويشل س

دولايت دمقام اواطلاعات كلتوردرياست لخودبيلابيلوولايتونواوهلمندي شاعرانوباندي ډالي دولايت دمقام په ميلمستون كي ديولړمراسيموپرمهال پداسي حال كي وويشل سوي چي دهلمندوالي ترڅنګ ددولتي اداروځينومسئولينوهم ګډون درلود.
دهلمندڅپاندسيندمشاعري په دوهمه شپه دولايت دمقام په ميلمستون كي دهيواددبيلابيلوولايتونواوهلمندي شاعرانوباندي ډالي ديولړمراسيموپرمهال وويشل سوي پدي مراسيموكي هلمندپه ۱۳۸۸ كال كي مستندفلم اودهيواددنامتوسندرغاړي حيات ګرديزي ترڅنګ ګلاب كټوازي هم په خپلوسندروسره دخلګوپه زيهنوكي يونوي سباوون راپيل كړ،
په دغومراسيموكي د پي ار ټي يوتن امريكايي غړي هم سندري وويلي
دهلمندڅپاندسيندمشاعري په دوهمه شپه ناستوراغلوټولوخلګوپرتندي دخوشحالي اوخنداڅرك له ورايه ښكاريده اودهرچاپرشونډونرمه موسكاراخوره وه ،
په مراسيموكي دګڼوشاعرانومسئولينوترڅنګ دهلمند دپي ار ټي يوشميربهرنيوغړوهم برخه لرله ،
پدي سندريزه شپه كي دهلمندفرهنګ پال والي محمدګلاب منګل دهيواددبيلابيلوولايتوڅخه راغلوشاعرانودادب اوقلم مينه والوته وويل چي هلمنداوس دتيرپه شانه بلكي هلمنداوس دتمدن ځانګواودسولي كوردي ،
ښاغلي منګل داسي مجالس ديوه ولايت لپاه دتل پاتي سولي اوامن زيږنده وبلل ،
هلمندوالي دهلمندڅپاندسيندمشاعري په جوړيدوكي ديوشميردولتي اوغيري دولتي اداروڅخه په منني سره وويل چي په هلمندكي دتلپاتى سوله يوازي په چنګ نه بلكي په فرهنګي اوادبي هڅوتامينيداي سي
ددي سندريزي شپي په جريان كي هلمندپه ۱۳۸۸ هجري لمريزكال كي مستندفلم هم ننداري ته وړاندي سووچي دتيركال هغه لاسته راوړني اوپرمختګونه پكښي انځورسيوي وه ،
دهيواددنامتوسندرغاړي حيات ګرديزي ګلاب كټوازي اونوروسندرغاړولخواښي اوپه زړه پوري سندري وويل سوي .
چي ناستوځوانانوهم په ډيري ليولتياسره دافغاني دودسره سم په ډيرمينه اتڼوڼه ترسره كړل ،
ورسته دولايت دمقام دمرستيال عبدالستارميرزكوال لخوادهيوادبيلابيلوولايتونو اوهلمندشاعرانوباندي ډالي هم ووي شل سوي ،
دغومراسيمودشپي تردوبجودوام وكړ


.

۱۳۸۹-۳-۵

دهلمندڅپانده سينددوديزه مشاعره دلښكرګاښارپه كرزي لوبغالي كي دشاندارومراسموپه ترڅ كي پداسي حال كي جوړه سوه چي دلراوبرپښتونخواوتلي شاعرانواودادب مينه


دهلمندڅپانده سينددوديزه مشاعره دلښكرګاښارپه كرزي لوبغالي كي دشاندارومراسموپه ترڅ كي پداسي حال كي جوړه سوه چي دلراوبرپښتونخواوتلي شاعرانواودادب مينه والوپكي ګډون كړي وو.
دهلمندڅپانده سيند كلني مشاعره دلښكرګاښارپه كرزي لوبغالي كي دښكلواوشاندارومراسيموپه ترڅ كي جوړه سوه
پدغه مشاعره كي دهيوادتكړه ليكوال حبيب الله رفيع اودسيمييزومعلوماتوڅيړونكي عبدالغفورليوال او نامتوشاعرشفيع الله بابرزي ترڅنګ دلراوبرپښتونخواشاعرانوګډون كړي وو
دهلمندڅپاندسيندمشاعره دقرانكريم دمباركواياتونوتر تلاوت ورسته دبست ليسي دزده كونكوله خوادتراني په ويلوسره پيل سوه
دهلمندوالي محمدګلاب منګل دهيواددجمهوريس ښاغلي حامدكرزي پيغام دمشاعري ګډونوالوته ولوستي دهيوادجمهوريس دهلمندټول فرهنګپال اودادب دمينه والوهڅي ستايلي اوپه هلمندكي يي دكلتوري ودي پرمختګ ته لاهم فرهنګپال وهڅول
ښاغلي منګل دتيريوه كال راپديخواپه هلمندكي دږغيزي انځوريز اوچاپي رسنيوپرمختګونو يادونه وكړه دده په ويناچي دتيروڅوكلونورادپديخوايي په هلمندكي دادبي ټولني همږغي كول مشاعري جوړولواو ژورناليستانواوفرهنګپالانوته ګڼي اسانتياوي برابرول هغه څه دي چي دولايت داداري په هڅورامنځ ته سوي ښاغلي منګل دټولورسنيوڅخه غوښتنه وكړه چي لاهم پدي لاره كي خپلوهڅوته دوام وركړي ښاغلي منګل ټولي هغه ګونګسي چي ګواكي دهلمندازادي رسني يوازي ددولت په ګټه خبرونه خپروي په كلكه ردكړي اودرسنيوازادي يي دهغوي حق وباله دده په خبر ه چي دهلمندژورناليستان په ريښتني ډول هغه څه خپاره كړي چي دهلمنددخلګودردونه اودهلمندپرمختګونه يي درسنيوله لاري نړي ترګوټ ګوټ پوري رسولي دهلمندوالي وويل چي دفرهنګي فعاليتونوپه لړكي دلمړي ځل لپاره دموسيقئ دګروپونوفعاليتونه تنظيم شوي.
دتمثيل برخه هم راڅرګنده شوې چي دهلمنداوشملې ننداروپه چوكاټونوكي دځوانوممثلينوراټولېدل او ددووفلمونوتوليدهغه ګامونه دي چي دمسلكي تمثيل اوسېنماپه لور يوپه بل پسې اخيستل كيږي.
دچاپي رسنيوپه لړكي دبګړئ شملې، پويا ، اوروغتياپلوشې دمجلوترڅنګ دهلمندادبي بهيرلخواد (صفار ) مجلې له چاپه راوتل يوښه ګام دى چي دتاريخي نومونودژوندي كولوپه برخه كي اخيستل شويدي، همداراز دتيريوه كال په اوږدوكي دبُست ، هلمند اوسيستان ترڅنګ دلښكرګاه ،هيلي ، اوځوانانوجريدو چاپېدل هم دقوي چاپي رسنيودرامنځ ته كېدوپه لور ښه اغېزمن پيل شوى حركت دى.
ښاغلي عليشامظلوميارداطلاعاتواوكلتوردوزير پيغام دغونډي گډون والوته وړاندي كړښاغي مخدوم رهين دمشاعري جوړول دهيواددكلتوردبډايني لپاره يوه ستره وسيله بللي اوپه هلمندكي يي دټولوفرهينګيانوهڅي ستايلي اوهغوي لاهم خپلوكارونوته وهڅول
ورپسي دهيوادتكړه ليكوال اوتاريخ پوه حبيب اله رفيع وويل چي هلمنددپښتوادب ځآنګواودپښتودادب دپيل لومړني حماسه له همدي سيمي نه پيل سوي اودپښتوژبي لومړني شاعراميركروړاودپښتوزبي لومړي ژباړن هاشم سراواني دهمدي تاريخي سيمي په غيږ كي رالوي سوي دي
دسيميزومعلوماتوڅيړونكي عبدالغفورليوال وويل چي شاعري ددي هيوادپه وګړوكي له زرګلونوكلنوراپديخورواج سو ي ښآغلي ليوال دهلمنددمست سيندڅپوته په اشاري سره وويل چي كه دهلمنداوبه يوازي په هلمندكي تږي ځمكي اوبه كړي نويوځل بيابه دتيركلونوپه شان هلمنددغلي ګدام سي
دشعرويلودبرخي پيل دهلمندتكړه شاعرشامحمددرويش په شعرسره پيل سوه
ورپسي دهلمندنه بهردنورولاياتوشاعرانوخپل ترتيب سوي شعرونه دغونډي ګډونوالوته وړاندي كړه چي دگڼ شميرننداره چيانوله خوپه تودوچكوچكوسره بدرګه كيدل په مشاعره كي ده لښكرګا ښاراوړونده ولسواليو سيموگڼ شميردشعراوادب مينه والوپه خوراشوق اوزوق سره گډون كړي وو
دهلمنددڅپانده سيندپه مشاعر ه كي نه يوازي شعرونه وړاندي سول بلكه دهيوادتكړه سندرغاړي حيات ګرديزي اوګلاب كټوازي اونوروسندرغاړوله خواخوږي اومستي سندري ګډونوالوته وړاندي سوي
ديادوني وړده چي دغه مشاعره دمازديګردپنځوبجوڅخه پيل دشپي تردروبجوپوري وغزيدل

سروري هلمندلښكرګاه

۱۳۸۹ خرداد ۳, دوشنبه

په هلمندكي دښوونكي ورځ ديوې پراخي غونډي په ترڅ كي ولمانځل سوه اودغونډي پرمهال ښوونكوته ديوي نومري ځمكي اسنادونه هم وركول سوه

په هلمندكي دښوونكي ورځ ديوې پراخي غونډي په ترڅ كي ولمانځل سوه اودغونډي پرمهال ښوونكوته ديوي نومري ځمكي اسنادونه هم وركول سوه
په جوړه سوي غونډه كي دهلمندوالي دپوهني وزارت تدريسي مرستيال دولتي مسولين اوگڼ شميرښوونكواوزده كونكوبرخه لرله.
په هلمندكي ددوشنبي په ورځ ديوي پراخي غونډي په ترڅ كي پداسي حال كي چي دهلمندوالي محمدګلاب منګل دپوهني وزارت تدريسي مرستيال صديق الله پتمن دادارومسولينواوګڼ شميرښوونكواوزده كونكوهم برخه لرله .
غونډه دزده كونكوله خوادملي سرودپه ويلوسره پرانيستل سوه چي په پيل كي دهلمندوالي محمدګلاب منګل پخپلوخبروكي وويل چي نني نړي يوازي دښوونكي په وسيله اباده سوي اولاهم دپرمختګ په لورروانه ده ښاغلي منګل وويل په كومه ټولنه كي چي دښوونكي قدرنه وي هغه ټولنه يوه وروسته پاتي ټولنه ګڼل كيږي
دهلمندوالي دخوښي په څرګندولوسره وويل چي دتيروكلونوپه پرتله دزده كونكواوښوونځي په شميركي زياتوالي ددي ښكارندوي دي چي په هلمندكي دعلم اوپوهي ډيوه درڼايي په لورروانه ده
دپوهني وزارت تدريسي مرستيال ښاغلي پتمن دهلمندپرټولوخلګوږغ وكړي چي دښوونځيوورونه دخپلوبچيانوپروړاندي پرانيزي اوراتلونكي بچيان دپوهي په ګاڼه سنبال كړي ترڅوچي دديرشي كلن ناورين توري تياري دپوهي په ډيوه رڼاكړل سي
دهلمندوالي محمدګلاب منګل اودپوهني وزارت تدريسي مرستيال صديق الله پتمن اوديوشيمراداروريسانوله خواگڼ شميرښوونكوته دژوندكولولپاره ديوي يوي نمري ځمكي اسنادونه وركول سوه

۱۳۸۹-۳-۳

۱۳۸۹ خرداد ۲, یکشنبه

دلښكرګاه ښارشهيد غلطان په سميه كي ديك شنبي په ورځ دوهمه ناحيه ديوي پټي په پريكولوسره دهلمنداوالي له لوري پداسي حال كي پرانستله چي ددولتي اداروځينومس

دلښكرګاه ښارشهيد غلطان په سميه كي ديك شنبي په ورځ دوهمه ناحيه ديوي پټي په پريكولوسره دهلمنداوالي له لوري پداسي حال كي پرانستله چي ددولتي اداروځينومسئولينوهم گډون درلود،

دلښكرګاه ښاردشهيدغلطان په سيمه كي دښاروالي اړونده دوهمه ناحيه ديك شنبي په ورځ ديوي پټي په پريكولوسره پداسي حال كي پرانستل سوه چي دهلمندوالي محمدګلاب منګل ، دلښكرګاه ښاروال محمد داودترڅنګ ددولتي اداروځينومسئولين وهم ګډون درلود ،
دوهمه ناحيه چي دشيدي غلتان په سيمه كي ګټي اخيستني ته وسپارل سوه نه يوازي ددي سيمي بلكي دتورټانګ طالبانونمري اوداسي نږدي شاخواسيمي خلګ به نورددي ناحيي دمسئولينوسره د خپلي سيمي شته ستونزي حل كړي ،
دلښكرګاه ښاروال محمد داود ديوي مركي په ترڅ كي هلمندراډيوتلويزون ته وويل دوهمه ناحيه اته اداري خوني لري چي ددريوميليونوافغانيوپه مالي لګښت جوړه سوي ده اويادي پيسي دلښكرګاه ښاروالي داپرمختيايي پروژي څخه وركول كيږئ ،
دلښكرګاه ښاروال وايي چي په روان كال كي به دريمه اوڅلورمه ناحيه هم دلښكرګاه ښاريانولپاره جوړي كړي ترڅوددي ښارداوسيدونكوستونزي حل سي ،
ښاروال همدارازوويل چي ديادوناحييومسئولين واك لري ترڅوپه خپله سيمه كي دهري ستونزي لپاره دحل لاره ولټوي ،
ديادوني وړده چي دلښكرګاه ښاروالي پدي ورستيوكي دښارپه پاك ساتلو اويولړنوراړين دپرمختګ كارونه پلي كړي اوياهم ترلاس لاندي لري ترڅودښاريانوستونزي په هربرخه كي چي وي حل سي ،

۱۳۸۹-۳۲-
سروري

۱۳۸۹ خرداد ۱, شنبه

دهلمندامنيه قوماندان دشنبي په ورځ دهلمندپه جنوب كي پرتي ناوي ولسوالي ته سفروكړ










دهلمندامنيه قوماندان دشنبي په ورځ دهلمندپه جنوب كي پرتي ناوي ولسوالي ته سفروكړ اوددي ولسوالي د امنيه قومانداني په انګړكي يي د دي ولسوالي دقومي سپين ږيروسره يي ديوي غونډي پرمهال وكتل
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګاردشنبي په ورځ دهلمندپه جنوب كي پرتي ناوي ولسوالي ته دمځكني يوسفرْپرمهال يي
ددي ولسوالي دقومي سپين ږيروسرْه يي په غونډه كي ګډون وكړ ،
ددي سفرموخه ناوي ولسوالي ته دلاښه امنيت دراويستلوترڅنګ خلګوته ديوسوكاله ژوندتيريدل ښودل سوٰۍ وو،
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګارددي ولسوالي دقومي سپين ږيروداتحاداو ورورولي څخه مننه وكړه چي دخپلي ولسوالي داوسيدونكولپاره يي هڅي كړي ترڅودناوي ولسوالي شريف اولس په يوسوله ايزامنيت كي خپل ژوندبيرته دسره پيل كړي ،
خوده همدارازدقومي سپين ږيروڅخه دلانوروهمكاريوغوښتنه هم وكړه چي دناوي ولسوالي اوسيدونكي نورپه ډاراوظلم كي ورځي شپي تيري نه كړي اوپه دي ولسوالي كي دامن اوسولي فضارامنځ ته سي ،
هلمندامينه قوماندان دناوي ولسوالي اوسيدونكي ته ډاډوړكړچي پوليس به هميشه ستاسوپه خدمت كي خپلي هڅي ونه سپمه وي ولي چي دپوليسودنده همداده چي دخپلوخلګوپه خدمت نه ستړي كيدونكي هلي ځلي ترسره ،
دناوي ولسوالي دټولينزي شورارئيس جمعه خان په خپلوخبروكي دهلمندامينه قوماندان ته ډاډوركړچي ټولنيزه شورابه تل دخپل دولته سره پوره همكاري كوي ترڅونورهم پدي ولسوالي كي دامن اوسولي فضارامنځ ته سي ،
جمعه خان ددي ولسوالي دامنيه قومانداني دټولوپوليسوڅخه خوښي وښوده چي دناوي ولسوالي دخلګولپاره يي دخپل سرپه ښيندلواوقرباني سره دښه ژوندكولوزمينه برابركړي ،
قومي مشرشاولي خان دهلمندامنيه قوماندان څخه په ناوي ولسوالي كي دمكتبوكلينكونواويولړنورواړينوپروژوغوښتونكي سووترڅوددي ولسوالي دځوانانولپاره دكاركولوزمينه هم برابره سي ،
شاولي خان همدارازپه ناوي ولسوالي كي دقانون دپوره حاكيميت غوښتونكي سوو،
قومي مشرحميدالله خان دپوليسودتقوي كيدوغوښتنه وكړه وويل چي دناوي ولسوالي پوليسوهميشه ددي ولسوالي دخلګولپاره پوره هڅي كړي ترڅوپدي ولسوالي كي نوردهرنګه ستونزومخه په كلكه ونيول سي ،
وروسته په غونډه كي دناوي ولسوالي امنيه قوماندان سرڅارن نفس خان دملي اوردوقوماندان ډګرمن ګل احمدمومين ، دمرين ځواكونومشركرنل اوڅوتنوقومي سپين ږيرو په وارسره خبري وكړي اودناوي ولسوالي اوسيدونكوته يي ډاډوركړچي موږتل هڅه كووترڅونورپدي ولسوالي كي دهرنګه ظلمونومخه ونيوسواوددي ولسوالي خلګوته يودسولي اومن څخه ډك ژوندزمينه برابره كړو،
دوي همدارازدناوي ولسوالي دخلګوڅخه دلازياتوهمكاريوغوښتنه وكړه ترڅوخپلي همكاري اوهلي ځلي نوري هم ګړندي كړي اودناوي ولسوالي خلګوته ديوښه امنيت دراويستلوجوګه وګرځي ،
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګاردلښكرګاه اوناوي ولسوالي ترمنځ پرغځيدلي لوي لاري دامنيتي پوستوڅخه هم ليدنه وكړه اودهغيودزياراوكوښښونوستايني دترڅنګ يي هغيوته سپارښتنه وكړه ترڅونورهم پوليس په خپلوامنيتي چاروكي نورهم رغنده رول ولوبه وي

۱۳۸۹-۳-۲
سروري

هلمند:وسلوالوطالبانودبهرنيو ځواكونو يوه الوتكه ويشتلې ده

هلمند:وسلوالوطالبانودبهرنيو ځواكونو يوه الوتكه ويشتلې ده
د هلمند ولايت چارواكي وايي، چې وسلوالو كسانو د بهرنيو ځواكونو يوه څرخي الوتكه ويشتلې او دوه تنه يې په كي ژوبل كړي دي.
د هلمند د والي وياند محمد داود احمدي وويل، چي دغه الوتكه پرون ناوخته په ډزو ويشتل شوې او بېړنۍ ناسته يې كړې ده.
نوموړي وويل، الوتكې د خپل هدف په ځاى كې ناسته كړې او نور هيڅ زيان نه لري.
خو د وسلوالو طالبانو يو وياند قاري يوسف احمد رسنيو ته ادعا كړې، چې الوتكه يې په بشپړه توګه ويجاړه كړې او په الوتكه كې سپاره شپږ دريش تنه يې وژلي دي.
سيمه ايزو چارواكو دا ادعا رد كړې او بهرنيو ځواكونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
سروري هلمندلښكرګاه

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبه

د يوي خصوصي کمپنۍ ساتونکو ته په خپل منځې شخړه کي مرګ ژوبله واوښته.

د يوي خصوصي کمپنۍ ساتونکو ته په خپل منځې شخړه کي مرګ ژوبله واوښته.
دهلمند په مرکز لښکرګاه کي ديو خصوصي امنتې کمپنۍ د ساتونکو په خپل منځې شخړه کې دري مړه او دري ټپيان شوى دى .
دغه پيښه نن دمی په 19 مه څه باندي لس بجې دلښکرګاه اړونده دکندهار په دروازه لښکرې بازار کې په سيمه کې رامنځه شوې ده .
ددغه کمپنۍ يو تن ساتونکې او عينې شايد خيرالله وويل چې ددوى ساتونکې په ياده سيمه کي سره راټول شوې وه چې يوه ساتونکې لخوا ناڅاپه دکلاشنکوف ډزې پيل شوي .
دده په وينا چې ډزو لږ وخت ونيوه خو دوه تنه ساتونکې يې ووژل او څلور نور ټپيان شوه چې په همدې حال کې بريدوکونکى هم ديو بل ساتونکې لخوا ووژل شوو.
دخير الله په وينا چې يا دساتونکى يوه مياشت وړاندې يادې کمپنۍ ده راغلى و ه او دموسى کلا ولسوالۍ اوسيدونکى دى .
يو بل عينې شاهد بلوڅ چې ټپيان يې بست روغتون ته راوړې وه وايې چې دبريد کوونکې په ګډون دوه تنه وژل شوي او څلور تنه ټپيان دى.
نوموړې وويل بريدکونکى نوى ځوان ياد ې کمپنې ته تازه راغلى وه .
دهلمند امينه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم انګار ودپيښي دتائيد ترڅنګ وايې چې دوه تنه دکمنۍ ساتونکې وژل شوي او يو ساتونکى ټپي شوى دى .
نوموړى وويل چې داد هغه کمپنۍ ساتونکې دې دبهرنيانو لوجستيکې کاروانونو ساتنه کوې او په خپل منځ کې يې شخړه شوي ده خو دشخړې لامل يې تر دي دمه معلوم ندي .
خو دهلمندوالي وياندمحمد داود بيا وايې چې په ياده پيښه کې دري مړه او دري ټپيان دې .
په بسُت روغتون کې يو تن ډاکتر چې دنوم له ښودلو څخه يې ډډه کوله وويل چي دوى ته ددوه تنو وژل شوې جسدونه او څلور ټپيان راوړل شوي دي
سروري هلمند لښكرګاه ۱۳۸۹-۲-۲۹

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۸, سه‌شنبه

دهلمندولايت په ګريشك ولسوالي كي نن غرمه دولس نيمي بجي ديوه ماين دچاودني له امله يوپوليس ټپي سوي

دهلمندولايت په ګريشك ولسوالي كي نن غرمه دولس نيمي بجي ديوه ماين دچاودني له امله يوپوليس ټپي سوي

دهلمندولايت په ګريشك ولسوالي كي ديوه ماين دچاودني له امله يوپوليس ټپي سوي ،
دګريشك ولسوالي امنيه قوماندان زمري دپيښي پخلي كوي خوواي چي ياده چاودنه دګريشك ولسوالي دفابريكي مخ ته دشورمانوسره هغه مهال رامنځ ته سوه چي دپوليسورنجرموټردسيمي څخه دتيردوپه حال كوو،
قوماندان زياته وي چي يادماين په يوه لاسي ګاډي كي داي ار ډي دموسسي دكاركونكولپاره ځاي پرځاي سوي وو،
داپيښه پداسي حال كي رامنځ ته سوي چي د اي ار ډي دموسسي لخوادګريشك ولسوالي كرونده ګروته داصلاح سووتخمونوترڅنګ كيماوي سري هم وركولي كيده چي ياده چاودنه رامنځ ته سوه
اي ار ډي موسسه په هلمندكي دكرهڼي دپرمختګ اوودي لپاره كاركوي ترڅوه هلمندي بزګردخپلومځكوڅخه ښه حاصلات ترلاسه كړي ،

۱۳۸۹-۲-۲۸
سروري هلمندلښكرګاه

دهلمندولاىت ىوشمىرکرونده ګرپه کښتونوکى دىوه نوى افت خبرورکړاوله اړونده اداروڅخه غوښتنه کوى ددى افت په ورکولوکى ورسره مرسته وکړى

دهلمندولاىت ىوشمىرکرونده ګرپه کښتونوکى دىوه نوى افت خبرورکړاوله اړونده اداروڅخه غوښتنه کوى ددى افت په ورکولوکى ورسره مرسته وکړى
دهلمندکرهڼى اومالدارى رىس په کښتونوکى په خاص ډول په کوکناروکى دىوه نوى افت خپرىدل منى او زىاتوى چى مرکزى ادارى ته ىى خبرورکړى دى.
دهلمندولاىت چى ىوکرهنىزولاىت دى اوپکښى بىلابىل مىوه لروونکى غىرى مىوه لرونکى مىوى کرل کىږى .
دهلمندولاىت پنځه شپىته سلنه اوسىدونکى خپلى اقتصادى چارى له خپلوځمکوڅخه برابروى اوترډىره حده ىى ځمکى ښه حاصلات ورکوى .
په دى وروستىوکى هلمندى کرونده ګرپه کښتونوکى په خاص ډول دکوکناروپه کښتونوکى دىوه نوى افت خبرورکوى .
دغه كرونده ګر زىاتوى څوکلونه وړاندى ىى هم په کښتونوکى دغه ډول مرضونه پىداسوى وه خوهغه وخت دغه مرض دومره خطرناک نه وو.
كرونده ګر واىى وړاندى ىى ځمکوښه حاصلات ورکول اوسږکال ىى له ډىرو مصرفونوسره سره کښتونودحاصل ترکچى ورسىدل چى ىوځل له وچىدوسره مخ سوه.
دوى زىاتوى که اړونده ادارى په خاص ډول کرهڼى رىاست ددوى په کښتونوکى ددى افت په لمنځه وړلوکى پاته راسى نوښاىى داپه ىوناورىن واوړى .
په همدى وخت کى دهلمنددکرهڼى اومالدارى رىس انجىنرعبدالله احمدزى ددغه افت ډىروالى په کښتونوکى ىوه لوىه ستونزه بولى دى واىى په دي اړه ورته څوورځى وړاندى کرونده ګروشکاىت کړوه چى ددوى درىاست له لورى سىمى ته ىوهىئت لىږلى وو چى هغه هىئت په نتىجه کى هم په بىلابىلوکښتونوکى دغه افت نښى نښانى معلومى سوى دي .
دى زىاتوى دغه افت نه ىواځى دکوکناروکښتونوته زىان اړولى دى بلکى په نورحبوبات کى يي هم نښى نښانى ترسترګوسوى دى .
دکرهڼى کارپوهان واىى که چىرى په ىوه کال کى په ىوه ځمکه کى ددى افت نښى معلومى سوى وى کىداى سى په راتلوونکى کال کى هم په کرل سوى کښت راپورته سى .
دځىنى کرونده كرونده ګرو په اندچى ددى حشرى پىداکىدل دىوه ډول پاکستانى کىمىاوى سري څخه دى .
په حاصلخىزوځمکوکى دغه ډول افت څوکاله وړاندى په فرانسه هىوادکى هم لىدل سوى وه خوهغه وخت ددى هىوادکرونده ګرودڅوکلونولپاره په ځمکوکى دکرنى مخه ونىول ترڅو ددى افت څخه خلاص سى اوترډىرى حده هغه پرمختللى هىوادونودبىلابىلوکرهڼى ضدمرضونو درمل هم وکارول چي لاىى هم مخه ونه نىول سول .
سروري هلمندلښكرګاه
۱۳۸۹-۲-۲۸

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۷, دوشنبه

دكرهڼي اومالداري درياست دكوپراتيفونوپه مديريت كي دكوپراتيفونودغړولپاره دعامه پوهاوي په هكله څلورورځني وركشاپ پيل سوو،

دكرهڼي اومالداري درياست دكوپراتيفونوپه مديريت كي دكوپراتيفونودغړولپاره دعامه پوهاوي په هكله څلورورځني وركشاپ پيل سوو،
خبر................. سرروي
دكرهڼي اومالداري درياست دكوپراتفونوپه مديريت كي دكوپراتيفونودغړودعامه پوهاوي په هكله څلورورځني وركشاپ دكرهڼي اومالداري درئيس انجينرعبدالله احمدزي لخواپيل سوو،
پدي څلورورځني وركشاپ كي به دكوپراتيفونوغړوته په خپلومځكوكي دكروندودښه حاصلاتوپه لاسته راوړلوكي پوره زده كړي وركول سي ترڅوكرونده ګردخپلومځكوڅخه دپوره حاصلاتودلاسته راوړلوترڅنګ به ديادوكرونده ګرواقتصادي حالات دوبرابره زيات سي ،
دكرهڼي اومالداري رئيس انجينرعبدالله احمدزي دكرونده ګروڅخه وغوښتل ترڅويوديوبل سره دپوره همكاري ترڅنګ خپلي تجريبي هم شريكي كړي چي په راتلونكي كي بياكرونده ګردهرنګه ستونزوڅخه وژغورل سي ،
ښاغلي احمدزي ديادوركشاپ دګډونكونكوڅخه جدي غوښتونكي سوترڅوددي لارڅخه دخپلوحاصلاتولپاره ډيرڅه زده كړي خواحمدزي وويل كچيري كوم كرونده ګردجوړسوي وركشاپ څخه څه زده نكړي هغه كس به دكوپراتيف دغړيوڅخه ايستل كيږي اوپرځايي به بل كس دكوپراتيف دغړي كيدوچانس ترلاسه كړي ،
بايدوويل سي چي يادڅلورورځني وركشاپ په هلمندكي داي ار ډي دموسسي لخوادهلمندولايت كروندګروته دعامه پوهاوي په هكله په له لاره اچول سوي دي ترڅوددي لاري څخه كروندګردخپلومځكودحاصلاتوپه زياتولوكي پوره پوهاوي ترلاسه كړي ،

۱۳۹۸-۲-۲۸

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۴, جمعه

د هلمند په سنګىن ولسوالى کښى دطالبانو ىو لوړپوړى قوماندان ونىول شو


د هلمند په سنګىن ولسوالى کښى دطالبانو ىو لوړپوړى قوماندان ونىول شو
دهلمندولايت دمطبوتي عاتي دفتره څخه په يوه خبرپاڼه كي ويل سوي چي دهلمندولايت په ټولوولسواليو کى دامنىت دتامىن، ددښمن او قاچاق وړونکو دنىولو او ځپلو لپاره دګډو ځواکونو لخواه دځانګړو اقداماتو او عملىاتو په لړکى دپنج شنبى دشپى ىوه بجه دسنګىن ولسوالى دمالموند سىمى دپىرقدم کارىز په کلى کى ددښمن مشهور قوماندان مولوى محمد حسن ژوندى نىول شوى او دده لس تنه ملګرى له منځه تللى.
مولوى محمد حسن دفاروقىه ګروپ مشر اودهلمند په شمالى ولسوالىوکى دناامنىو درامنځ ته کولو دنده په غاړه درلوده.
خوپدي اړه لاتردي دمه وسلوالوطالبانولخوا ددي پيښي په اړه څه نه دي ويل سوي

. sarwrai .helmand

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبه

ددي بلاګ دچلونكي مسئول سردارمحمد سروري ژوند ليك دخبريال سايټ له لاري اوهمدارنګه په خپله پاڼه كي هم دسروري ژوندليك كتلي سي



شاعر او ژورناليست سردار محمد (سروري )




وتلې څېره


د ښاغلي سردار محمد ( سروري ) ژوند لیک
سردارمحمدد۱۳۶۳ هجري لمريز كال دجوزا يا غبرګولي دمياشتي په ۱۸ نيټه دګاونډي هيواد پاكستان دبلوچيستان صوبي په زارو عمرشاه سيمه كي په يوه دينداره اوغيرتي كورني كي دې دنیا ته سترګي غړولي .نوموړي اوس مهال دهلمندولايت په مركز لښكرګاه ښآركي دصافيانو په نوم كلي كي اوسيږي .

د ښاغلي سردار محمد (سروري ) ژوند لیک
سردارمحمد (سروري) دحاجي معلم عبدالصمد خان زوي دحاجي نظرمحمدخان لمسي او دحاجي محمدكريم خان كړوسي په قوم نورزي چي دهستوګني اصلي ځاي يي دهلمند ولايت دګرمسيرو لسوالي دهزارجفت سفلي كلي دي . نوموړي اوس مهال دهلمندولايت په مركز لښكرګاه ښآركي دصافيانو په نوم كلي كي اوسيږي .سردارمحمدد۱۳۶۳ هجري لمريز كال دجوزا يا غبرګولي دمياشتي په ۱۸ نيټه دګاونډي هيواد پاكستان دبلوچيستان صوبي په زارو عمرشاه سيمه كي په يوه دينداره اوغيرتي كورني كي دې دينا ته سترګي غړولي .سروري : لومړني زده كړي دمسجدڅخه پيل كړي نوموړي اوه كاله په هم هغه هېواد كي خپل ديني زده كړي ترسره او كله چي په خپل هيواد كي ورته دژوند كولو زمينه برابره سوه نودسروري دقبله ګاه صاحب هم خپل وطن يعني دهلمند ولايت ګرمسيرولسوالي ته زړه سوواو خپله كډه يي راستنه كړل.ګرمسيرولسوالي ته درارسيدو سره سم سروري په ياده ولسوالي كي خپلي عصري زده كړي په ښوونځي كي دڅلورم ټولګي څخه پيل كړي .نوموړي په هغه ولسوالي كي تر ۹ ټولګي پوري ترزده كړو وروسته دخپلونورو زده كړو لپاره په كډه دهلمندمركزلښكرګاه ښارته راستانه شول . اودكرهڼئ دمسلكي ليسي د ۱۲ ټولګي څخه فارغ شوي . دزده كړو تر لاسه كولو وروسته سروري د يونما دفتر سره دنده ترلاسه كړه او شپږمياشتي يي ترسره كړه ښاغلي سروري وروسته دالفي غيردولتي يوي بهرني موسسي سره ديو اس ، اي ، ډي په برخه كي دنده اشغال كړه .چي د څلورومياشتووروسته يي په هغه كاركي هم دخپله ځانه وړتياوښوده اوددي موسسي دمشري اغلي مارګريټي لخوا ورته دښه كارپه ترسره كولوكي داسي يوستاينليك هم وركول سوچي اوس مهال ددي موسسي استازي ده ته دكاركولوزمينه په ډيره ښه توګه برابره وي ،نوموړي دكوچنوالي څخه دژورناليزم ددندي سره زياته مينه درلوده چي داوس مهال لپاره هم دټول هلمندولايت رسمي اوغيري رسمي غونډوويندويي هم وردغاړي ده داسي كومه غونډه به نه وي چي په هغه كي سروري دويندويي چاري په غاړه ونلري ددي ترڅنګ سروري په هلمندكي دكلتوري ټولنوسره هم زياته علاقه لري چي اوس مهال هم دهلمندادبي كلتوري ټولني سره ديوه فعاله غړي په توګه كاركوي اوپدي ټولنه كي دهلمندپه نوم يوه مجله هم چاپيږي چي ددي مجلي مشري هم دسروري په غاړه ده خولاتردامهاله دامجله دچاپه نه ده راوتلي انشاالله ډيرژربه دچاپه راووزي نودرحمان بابا دهغه بيت سره سم چي وايي : چي غوټي پسي وهي په لاس به درسي . چا ويل چي په درياب كښي ګوهر نشته :خپل ارمان ته ورسيدي او دامهال په هلمند راديو تلويزيو ن كښي يوځلانده ، پرمختللي ، او وتلي ژورناليست دي چي دخلكو اوازونه ، غوښتني ، او فريادونه ، تردولت او لوړپوړو چارواكو پوري رسوي . سروري دژورناليزم په برخه كي د هلمندولايت ترڅنګ دهيواد په مركزكابل او يوشميرنوروولايتونوكي زيات شمير كورسونه هم ويلي او په دي برخه كي زياته تجربه ترلاسه كړي .سروري د اي ډبليو پي ار چي دجنګ اوسولي دخبردوركولوانستيتوت دمسئولينوپه غوښتنه ديوي اوني لپاره دلاښه اونورو زده كړو په موخه كابل ته بللي ووچي نوموړي هغه كورس هم تعقيب كړچي ورسته تردي كورس دتعقيبولو د اي ډبليو پي ار ددفتردمسئولينولخوا ورته يوځانګړي ستاينليك هم وركول سوو،سردارمحمد سروري چي اوس مهال دهلمندولايت په لښكرګاه ښاركي دسيمه يزه راډيوتلويزيون سره كاركوي خولاتردي مهاله يي په كومه ازاده رسني كي دخپل ځان لپاره دكاركولوهڅه نه ده كړي ولي ځينورسنيوپه هلمندكي دكاركولوغوښتنه ورځندي كړي وه چي دهغه دجملي څخه يوازي شمشادتلويزيون اويوبهرني رسني ده چي ديولړستونزوله مخي يي دكاركولوڅخه ډډه و كړه ،سروري هغه مهال لانورهم ښه وځليدي كوم چي ده خپل په شعراوشاعري خپل مينه وال خبركړه خوښاغلي سروري شعراوشاعري ته دڅوكلوراهيسي مخه كړي ده چي تردامهاله يي تقريبا په سلګونه شعرونه ليكلي دي چي دځينورسنيوله لاري چاپ سوي هم دي خوسروري لاتردي مهاله كوم كتاب نه دي دچاپه رايستلي خوهوډلري چي پدي راتلونكي كي يوه شعري مجموعه هم چاپ كړي ،سردارمحمد سروري چي دپلارمشرزوي دي اوترځان شپږنوركشري وړونه هم لري چي هغه دامهال په خپلوزدكړوبوخت دي خودكوردټولوچاروسمبالول هم دسروري دي دولاسوته سترګي په لاره داسي چمتوچوپه خوله پاته دي ،داخويوسروري دي چي ددي ټولوستونزسره سره بياهم دخپل كوردوګړودښه ژوندانه دپوره كولواوهغيوته ديوښه ژوندكولودزميني دبرابرولوترڅنګ هغه خپله نازنينه اوپه زړه پوري هغه دنده چي ده يي په ژوندكي تربل هروخت زيات ارمان درلود چي عبارت دژورناليزم څخه دي هغه سرته رسوي دتعجوب وړخبرخولاداده چي ددي ټولوكارونوترڅنګ ښاغلي سروري شعراوشاعريته هم يوځانګړي وخت وركړي چي اوس مهال هم كله ناكله په شعرليكلوخپل ستړي ديماغ نورهم ستړي كوي ترڅوخپلومينه والوته پزړه پوري شعرونه هم وړاندي كړي ،سروري په خپل ژوندكي ډيرښه پزړه پوري خويونه هم لري دي هيڅ كله دچاپه خفه كيدو نه خوشحاليږي اونه هم دچاسره ترمطلبه ملګري كوي دچم اوچمبازي خويونه خوبيخي دسروري سره په اوجودكي شتون نه لري ازادخياله خوش اخلاقه اويوډيرښه انسان دي ،دسروري داهميشني خنداچي تل دده پرشونډوخوره وي زه يي ستاينه نسم كولاي اونه هغه الفاززماسره شتون لري كوم چي زه داسي يوڅوك پكښي وستايم لكه سردارمحمد سروري چي دي ،سردارمحمد سروري يونازك خياله شاعردي اودده شعرونه ترډيره ځايه عشقي بڼه لري خودوطن دميني په اړه هم سروري ترډيره ځايه دخپلي خاوري ستاينه په ډيروښوالفازوسره كوي داچي دسروري دعشقي او وطني ميني په اړه نورهم دشعرپه ژبه پوه سووتاسوته يي ددواړواړخونوپه هكله ښه مثال لرو
داښائسته اودغه ښـــــــكلي ښـــــــكليد
سړي سترګــــــــونه خوبونه بيـــــــــايي
كه يي دخپــــــلوشونډوڅـــــــكه راكړه
بياپـــــــه ولارانه غمـــــــونه بيايــــــــي
مينه ده جګي كــــــــه ټيټي ښـــــــــــه ده
بــــــــــــــس كه وفاكوي دردونه بيايي

خوښاغلي سروري دهلمندولايت سره اودوطني ميني پراساس چي هلمندته دي څنګه نسبت كوي اودخپل وطن څيزونه په كوموالفازوسره ستايي راسي چي داځل
يي دوطني ميني په اړه هم نورښه پوه سوو،
ټوله جهان لوي احمـــــــــــدشاه پيژني
هم دي خټك هم دي نازوته ســـــــــلام
چي ئي زمـــــــوږپرژبه يادپـــــــاته دي
دګران پښتون درنوقـــوموته ســــــلام
نه دلنــــدن نه دپارس كباب خــــــــورم
هلمنده ستايخوشلومبوته ســــــــلام
سردارمحمد سروري اوس ځانته يوشخصي وبلاګ هم لري چي كله ناكله دهلمندولايت اوسيمي خبرونه لاسته راوړني ، اويو لړنورټولنيزي ، اوكلتوري ، هڅي هم پكښي رانغاړي خوكچيري تاسوغواړي چي دسروري وه وبلاګ ته مراجعه وكړي اودهغه دوبلاګ له لاري دهلمندولايت په تازه اوتودوپيښوخبرسي نوهمدادسروري وبلاګ دي چي ستاسوسره تربل هروخت زيات كاراوهمكاري كولاي سي ، تاسوپه همدي پته كولاي سي چي ډيرڅه لاسته راوړي garamsir.blogspot.com اوكه غواړي چي دسروري سره په مستقيمه توګه خبري وكړي اوياهم هغه ته ليكلي پيغام واسته وي نودهمدي لاري تاسوكولاي سي ، داړيكوشميري
۰۷۰۷۷۵۰۷۵۸
۰۷۹۸۲۷۳۵۸۵
۰۷۹۵۵۸۱۰۴۸
اوكچيري تاسوانټرنيټ ته لاس رسي لري نوتاسودبريښناليك په واسته هم كولايي سي چي دسروري سره تماس ونيسي دهغه دبريښناليك پته ده sardarm.sarwrai@gmail.com

په هلمندكي ۴۰ تنه طالبان نيول شوي دي

ځايي چارواكوپه هلمندكې دڅلويښتووسلوالوطالبانودنيولوخبروركړ.
دهلمنددوالي وياندمحمدداوداحمدي وايي چې دچهارشنبې په ورځ دنوزادولسوالى دبرنوزادپه سيمه كې دامريكادسمندري ځواكونو،ملي اردواوملي پوليسولخواځانگړي عمليات ترسره شول چې په پايله كې يې څلويښت وسلوال طالبان له يوڅلويښت ميله سپكووسلوسره يوځاى نيول شوي دي.
دده په ويناچې په همدې مهال ددې ولسوالى دسلام بازارپه سيمه كې هم عمليات ترسره شوي چې په پايله كې يې څلورراكټ،پنځه عرادې موټرسيكلونه او۸۰كيلوگرامه تارياك دگډوځواكونولاس ته ورغلي دي.
خووسلوالوطالبانوپه دې اړه څه نه دي ويلي اوادعاكوي چې په همدې ورځ يې په موسى كلاولسوالى كې دبهرنيوځواكونودوه ټانكونه له منځه وړي اوگڼ شميرسرتيري يې وژلي دي

سروري هلمندلښكرګاه

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

دهلمندپه جنوب ۶۵كيلومتري كي پرتي ولسوالي ګرمسيرلپاره نوي سرپرست ولسوال وټاكل سوو

دهلمندپه جنوب ۶۵كيلومتري كي پرتي ولسوالي ګرمسيرلپاره نوي سرپرست ولسوال دولايت دمقام ددفتردرئيس لخوادپنجشني په ورځ ددي ولسوالي مسئولينواوددي ولسوالي قومي سپين ږيروته دورپينژندولوورسته دولسوالي پرچوكي كښينول سوو،
خبر.................. سرروي دهلمندولايت په ۶۵كيلومتري كي پرتي ګرمسيرولسوالي لپاره نوي سرپرست ولسوال دولايت دمقام ددفتردرئيس ښاغلي محمدلعل احمدي لخواددي ولسوالي ومسئولينوته دورپنژندلووروسته د ولسوالي پرچوكي كښينول سوو،
دپنجشنبي په ورځ دولايت دمقام څخه پوه ځانګړي پلاوي دي ولسوالي ته ديوسفرپرمهال ددي ولسوالي لپاره دنوي سرپرست ولسوال دټاكلولپاره دي ولسوالي ته ولاړ ،
لومړي يادپلاوي دګرمسيرولسوالي په ډي ار ټي ياولايتي بيارغاوني دټيم سره په ډي ارټي كي ترلنډي كتني ورسته دولسوالي په انګړكي په هغه پراخه غونډه كي برخه واخيسته چي ددي ولسوالي دقومي سپين ږيروترڅنګ په سلګونوخلګوهم ګډون درلود،
دغونډي په پيل كي دولايت دمقام ددفترريٰئس محمدلعل احمدي ددي ولسوالي قومي سپين ږيرواوددي ولسوالي ټول اولس ته دهلمندوالي محمدګلاب منګل سلامونه وړاندي كړل ،
دولايت دمقام ددفتررئيس دتيرولسوال عبدالله جان دكارونواوددي ولسوالي دخلګولپاره دښه ژوندكولودزميني دبرابرولولپاره يي دده هڅي اوكوښښونه يي وستايل ،
خوده په دولت كي بدولون راويستل دسيمي داصلاح لپاره وه باله زياته كړه چي دولايت اداره تل هڅه كوي ترڅودټولوخلګولپاره دښه ژوندكولوزمينه برابره كړي ،
ښاغلي احمدي دګرمسيردولسوالي دخلګوڅخه وغوښتل ترڅودنوي ولسوال سره پوره همكاري وكړي ولي چي ديوي سيمي لپاره ددولت اوخلګوترمنځ پوره هماهنګي اړينه خبره ده اوخلګ بايدددي ولسوال سره تربل هروخت زياته همكاري وكړي ،
محمدلعل احمدي دغونډي برخوالوته ددي ولسوالي دارزښتونواوددي ولسوالي داوسيدونكولپاره دښه ژوندكولودزميني پربرابرولوباندي ټنګاركاوكړاوددي ولسوالي دټولنيزي شورادغړوڅخه غوښتنه وكړه چي ددي ولسوالي لپاره تربل هروخت خپل كارونه ګړندي اودخلګولپاره دښه ژوندكولوزمينه هم برابره كړي ،
ښاغلي احمدي وويل هغه كسان چي ماين ښخوي اوياهم دتوريرستي ډلوسره اړيكي ساتي هغه ددي هيواداوددي ولسوالي دعاموخلګودوښمنان وبلل ،
ولي چي توريريستي ډلي هميشه دخپلوهيوادوالوخوږژوندنا ارامه وي اودهغيولپاره دښه ژوندكولودزميني د برابرولوهيڅ غوښتونكي نه دي ،
احمدي همدارازدګرمسيردولسوالي دټولوامنيتي مسئولينونه غوښتنه وكړه چي دنوي ولسوال سره خپلوګډوهمكاريوته دوام وركړي ترڅوددي ولسوالي خلګ دهرنګه ستونزوڅخه خلاص او وژغورل سي ،
دګرمسيردولسوالي لپاره نوي سرپرست ولسوال محمدفهيم دګرمسيرولسوالي خلګوته ډاډوركړچي دخپلوټولوامكاناتوڅخه به كاراخلم ترڅوددي ولسوالي دخلګولپاره ديوښه ژوندكولوزمينه برابره كړم ،
خوداهمدارازددولت پرضددمخاليفينوڅخه وغوښتل ترڅودخپل دولت سره يوځاي داساسي قانون ترسيوري لاندي خپل ژوندته ادامه وركړي ،
ولسوال وويل چي زه به ددي ولسوالي دوګړولپاره دپوهني ، روغتيا، او يولړنوري اړيني دبيارغوني پروژي هم پلي كم ترڅوددي ولسوالي خلګ دهرنګه ستونزوڅخه وژغورل سي ،
ددي ولسوالي دټولنيزي شورارئيس حبيب الله او دوتنو قومي مشراميرعبدلقيوم ،اوقومي مشربازمحمدخان دپخواني ولسوال حاجي عبدالله جان دكارنامواودده دهڅوڅخه په ډيروښوالفازوسره ستاينه وكړه اودنوي سرپرست ولسوال څخه يي هم دلاډيروښوخدمتونوهيله وكړه ،
وروسته په غونډه كي دګرمسيردولسوالي دمرين ځواكونومشرمكدنين اوددي ولسوالي دملي اوردومشرډګرمن حزب الله دګرمسيرولسوالي نوي امنيه قوماندان عمرجان په وارسره دخپلوخبروپرمهال يي دپخواني ولسوال عبدالله جان دښوخدمتونوستاينه وكړه چي دده په وخت كي دګرمسيرولسوالي بازارپه پاخه اواساسي ډول دسره څخه رغول سوي دي ،اوهمدارنګه ټولنيزه شورااويولړنوهغه دبيارغاوني كارونه چي عبدالله جان دواكمني پرمهال ترسره سوي ستايواودنوي سرپرست ولسوال څخه يي هم دلاښه كارونودبرياووهيله وكړه اواتمنان يي وكړچي موږبه هميشه ستاسره اوږه پراوږه ددي ولسوالي دپرمختګ اوترقي په لاروچاوركي خپلي هڅي ونه سپمه وو،
يادپلاوي دپنجشنبي په ماپښين دګرمسيردولسوالي دبازارددي ولسوالي دامنيه قومانداني اودمحبس دبنديانوڅخه هم ليدنه وكړه اودهغيوداحوال داخيستلوسره سره يي هغيوته اتمينان وركړ چي ډيرژربه ددوي پردوسويودسره غوره اوڅيړنه وكړي ،

سروري هلمندلښكرګاه