۱۳۹۲ دی ۱۰, سه‌شنبه

هلمند: د۴۰ میلیونه افغانیوپه ارزښت دیوي پروژي چاري پیل سوي .

راپور-۳۱-۱۲-۲۰۱۳
په هلمند كې ددیني مدرسي لپاره د ليليې د ودانۍ دجوړیدود بنسټ ډبره كښيښودل سوه .
چارواكي وايي دغه ودانۍ د ډنمارك هیوادپه مالي مرسته چې لگښت يې څه باندې ۴۰ مليونه افغانيوته رسيږي چي په پاخه اواساسي توګه جوړيږي .
پرهمدي مهال ددي ولایت دپوهني دریاست مسولین وايي په دې ودانۍ سره به د حافظانوهغه پرتي ستونزي هوارې سي چې اوس مهال د ليليې د نشتوالي په برخه كې ورسره لاس اوگريوان دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري .
دغه ودانۍ چي د سه شنبې په ورځ د لښكرگاه ښارد مختارپه سيمه كې یه دجوړیدوچاري يي پيل سوې پرمهال يې د هلمند والي محمد نعيم خبريالانوته وويل یاده ودانۍ چې څلويښت خونې اوټولې آسانتياوې يې په پام كې نيول سوې د يوكال په موده كې به يی چاري بشپړي چي د ډنمارك هيواد په مالي مرسته د څه باندې ۴۰ مليونه افغانيوپه لگښت جوړيږي.
والي وايي دغه ودانۍ به پريوه وخت د ۳۰۰ زده كوونكود ځايولودوړتيا تر څنگ  د خوړلو لپاره دځاي امكانات هم په پام كې نيول سوي دي . 

نوموړي ژمنه وکړه چي ددې دارالحفاظ لپاره ځانگړې سوې ساحه لږده خوهڅه به وکړي چي پدغه برخه کي پرتي ستونزي هم لمنځه یوسي .
په ورته وخت کي د هلمند د پوهنې رئيس عبدالمتين جعفروايي وړاندې تردي د ليليې په برخه كې د دارالحفاظ زده كوونكوډيرې ستونزې درلودې اوان داچي یوشمیرزده كوونكوپه ښاركې د اوسيدولپاره ځایونه په کرایه نیولي وو.

دپوهني دریس په خبره دمارجې اونادعلي ولسواليوكې هم پلان لري چې د ديني مدرسولپاره ودانۍ جوړدي کړي .

بایدوویل سي په هلمند كې دا مهال ۱۱ ديني مدرسې شتون لري دچارواکوپه خبره چې پكښې شاوخوا ۴ زره زده كوونكي ديني زده كړې كوي.

۱۳۹۲ دی ۹, دوشنبه

هلمند: د مارجې اوسيدونكي وايي د سيمه ايزوپوليسويوقوماندان دولتي ځمكوكې په زوره غصب وي


راپور-۳۰-۱۲-۲۰۱۳
د هلمند د مارجې ولسوالۍ لسگونه اوسيدونكي د سيمه ايزوپوليسويوقوماندان د دولتي ځمكوكې په غصب تورنه وي .
ددي ولایت دمارجي ولسوالۍ د۹بلاک لسګونه  اوسیدونکوددوشنبي په ورځ دولایت مخي ته داحتجاج په ډول سره راټول سوي ووخبريالانوته وويل چې ياد سوى قوماندان غواړي شاوخوا ۱۰۰۰ جريبه دولتي ځمكه په زوره لاندي اوبیايي پرنوروخلكوباندې وپلوري.
خودمارجي ولسوالۍ دسیمه ییزوپولیسودغه قوماندان پرخپل ځان لګول سوي تورونه ټوله رده وي
اووايي چې دى اوس مهال په پوليسوكې دنده نه لري اودده په وړاندې يوه دسيسه جوړه سوې ده.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دمارجي ولسوالۍ د۹ بلاک اوسیدونکي دسیمه ییزه پولیسوپرقوماندان اصف خان تورلګوي چي دخپل دولتي زورنه په ګټه اخستلوشاوخوا۱۰۰۰ جریبه هغه دولتي ځمکه چې ۷۰کلونه دوي پري استوګن دي تري واخلي اودپیسوپه بدل کي یه پرنوروکسانووه پلوري .
چې اوس مهال دوي دنوموړي قوماندان له لوري په زوره سره دخپلوکورونوڅخه ایستل کیدوته اړسوي دي .

دوي ګواښ کوي که يي ولایت غم ونه خوري دوي به ان ترولسمشره هم خپل دغه ستونزي  ورسوي .
خوبلخواسیمه ییزوپولیسوقوماندان آصف خان د خلكودغه ادعانه مني ووايي چې اوس مهال دی په سيمه ايزوپوليسوكې هیڅ دنده نه لري اوځان يې راتلونكې ولايتي شورا ته نوماندکړي .
په خبره يي یوشمیرسیاسي  كړى غواړي دده په وړاندې یوډول دسيسې جوړې اودی بدنام كړي.

بل پلودهلمنددوالي ویاندعمرځواک هم دغه ستونزه مني خوزیاته وي ددې موضوع د حل لپاره يې دولسوال په مشري يوپلاوى ټاكلى چې ترڅيړنووروسته دغه ستونزه مشخصه او یوه د حل لاره چاره به ورته ولټوي .




۱۳۹۲ دی ۷, شنبه

دهلمند: د ترانسپورت رياست عوايد دنوروکلونوپه پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه زیات سوي

راپور۲۸-۱۲-۲۰۱۳
په هلمند كې د ترانسپورت رياست عوايد دنوروکلونوپه پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه زیات سوي .
د ترانسپورت ریاست چارواكي وايي په اداره كې يې دنيمگړتياود له منځه تلوله امله د دوى په عوايدوكې دپام وړلوړوالى راغلى دى .
خوزیاته وي په ځينوبرخوكې اوس له ځینو ستونزوسره مخ دي اوكه يي پرتي ستونزې يې هوارې سي كلني عوايد به يې نورهم لوړسي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمدسروري راکوي .
د هلمند د ترانسپوررئيس حاجي عبدالغفورتوخى وايي د روان كال په جریان کي دوى ټول څه باندې ۷ مليونه عوايد په لاس راوړي چې داد تيركال په پرتله ۴۴ سلنه لوړسوي .
هغه وايي دعوایدولوړوالي يي په اداره كې د آزادو سياليوله لارې بيلابيل مامورين چې مسلكي وړتياوې لري په دندوگمارلي

دنوموړي په ویناله دې سره سره چي په عوایدوکي یه زیات والي راغلي خود تشكيل له مخې كافي پرسونل اوله بلې خوا د رياست لپاره مناسبه ودانۍ هم نه لري په خبره يي که دغه پرتي ستونزي هوارې سي ښايي په راتلونكي كې يې په عوايدوكې د پام وړزياتوالى راسي .
توخي زیاته وي د تشكيل په برخه كې څلورتنه دوزارت له لوري منظورسوي چې په نږدې وخت کي به يي پوستونه آزادو سياليوته وړاندې کړي .

د يادونې وړده چې هلمندله کندهار.فرا. اونيمروز،ولايتونوسره په گاونډ اوله پاكستان سره په گډه پوله کي  پروت سرحدي ولايت دى چې له همدې لاروڅخه دوى خپل ترانسپورتي عوايد په لاس رلاوړي .

۱۳۹۲ دی ۵, پنجشنبه

په هلمند كې د اورلګیدني له امله د يوې كورنۍ شپږغړي وژل سوي دي .

راپور-۲۶-۱۲-۲۰۱۳
په هلمند كې د اورلګیدني له امله د يوې كورنۍ شپږغړي وژل سوي دي .
په دې ولايت كې د بست روغتون مسؤلين وايي چې ياده سوې اورلګیدنه د پنجشنبې په شپه د لښكرگاه اړوند په بست كلا سيمه كې په يوكوركې رامنځ ته سوې چې له امله يې ددې كورنۍ شپږوغړوخپل ژوند له لاسه وركړى اويوماشوم چې روغتيايي حالت يې ډیرنازك دى ژوندى پاتې سوى دى.
په همدې حال كې د نوموړې كورنۍ گاونډی عیني شاهدوايي دغه اورلگيدنه د پترولوله امله چې د اوسيدوپه خونه كې يې لنگۍ پريوله رامنځ ته سوې ده.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې د بست روغتون رئيس ډاكترنثاراحمد بارك وايي دغه اورلگيدنه د نوموړې كورنۍ د اوسيدوپه خونه كې هغه مهال رامنځ ته سوې كله چې يوې ميرمنې لنگۍ په پترولوپريوله چې په همدې مهال د ګازي بخارۍ هم لگيدله چې لومړى پترولواوراخيستى چي وروسته ټوله خونه کي داورلمبي خوري سوي  .
هغه وايي چې په دې اورلگيدنه كې ددې كورنۍ درى غړي ځاى پرځاى وژل سوي اوڅلورنوريې د شپې ناوخته روغتون ته رسولي چې له جملي څخه يي دريوتنوچې ښځې اوماشومان ووپه روغتون كې ساه وركړې ده.

دده په خبره له دغي كورنۍ څخه يوه ماشومه ژوندۍ پاتې سوې چي روغتیايي حالت يی ډیر نازك دي اودا مهال په نوموړي روغتون كې تردرملنې لاندې دى.
په همدې حال كې دیادي كورنۍ يوتن گاونډى اوعیني شاهدوايي چې سوځيدلي كسان ټول په يوه خونه كې راټول سوي وو اوكله چې دوى د هغوى نارې اوداورلمبي وليدلې ورته راغلل اود كلكين له لارې یه سوځول سوي کسان راويستل .

دا په داسې حال كې ده چې د بست روغتون مسؤلين وايي چې د ژمي په رارسيدوسره ددغه ډول پیښوکچه خورالوړه ځي چي دوى ورته له وړاندې د ښې درملنې په موخه پوره تیاري هم نیول ي ډي .

خوزیاته وي چي په روا ن کال کي ۲۴۴ نوري پیښي هم داورسوځیدوراغلي دي چي دنوروکلونوپه پرتله يي کچه لوړه ده .

۱۳۹۲ دی ۳, سه‌شنبه

هلمند: دکارکوپه ازموینه کي یوازي ۶۰ سلنه زده كوونكوګډون کړي .

 
راپور-۲۴-۱۲-۲۰۱۳
په هلمند كې دکارکوپه ازموینه کي یوازي ۶۰ سلنه زده كوونكوګډون کړي .
د هلمند پوهنتون مسؤلين وايي دوى هڅه كوله دغه شميره ۸۰ سلنې ته لوړه كړي خود ځينوتخنيكي اوموسمي ستونزوله امله په دې برخه كې ډیركمى راغلى دى.
د كانكورد آزموينې دغه بهيرد سه شنبې په ورځ دلښكرگاه  ښاردعالي دارالمعلمين په انگړكې چې سلگونونارينه اوښځينه زده كوونكوپكې گډون درلود ترسره سو.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي
د هلمند د پوهنتون رئيس پوهنيارسورگل سنډه خيل د آزموينې  پرمهال خبريالانوته وويل په دې ولايت كې له ۱۲ موټولگيوڅخه د تيرښوونيزكال په لړكې ټول شاوخوا ۲۵۰۰ تنه نارينه اوښځينه زده كوونكي فارغ سوي اوهڅه موداوه چې له دې شميرې څخه شاوخوا ۲۳۰۰ تنه كانكورته لاره پيدا كړي خود كانكورد كميټې لخوا يوازې ۱۶۶۹ تنوته د آزموينې پاڼې ورکول سوي دي .

هغه وايي په تيروكلونوكې هم ځينې زده كوونكي تورليست ته لويدلي خوا دا ستونزه بايد د لوړوزده كړو وزارت حل كړي.
په همدې حال كې له لوړوزده كړووزارت څخه د كانكورد كميټې استازى عبدالغياث صافى وايي چې دا مهال دوى يوازې شاوخوا ۱۶۰۰ كسانوته د آزموينې پاڼې ورکړي  اوپاتې سوي زده كوونكي بايد د پوهنې اولوړوزده كړو وزارتونه دغه ستونزي ته ژردحل لاره پیداکړي .

هغه وايي دزده كوونكولپاره يې په پښتواودري ژبوپاڼې ويشلې اوكافي وخت يې هم وركړى ترڅوپه پوره توگه اوپه آرامه فضا كې د كانكورآزموينه وركړي.
دا په داسې حال كې ده چې تيركال هم په دې ولايت كې د كانكورآزموينه ترسره سوه چې په پايله كې يې شاوخوا ته سوه زده كوونكود هيواد لوړوتحصيلي مؤسسوته لاره پيدا كړه.


۱۳۹۲ دی ۲, دوشنبه

د هلمند ;د مارجې ولسوالۍ يوشميراوسيدونكي د پوليسوله ناوړه چلند څخه ترپوزي رسیدلي دي .

راپور-۲۳-۱۲-۲۰۱۳
د هلمند د مارجې ولسوالۍ يوشميراوسيدونكي د پوليسوله ناوړه چلند څخه ترپوزي رسیدلي دي .
دغه اوسيدونكي وايي بيله دې چې د دوى جرم په گوته سي ملي پوليس يې كورته ورغلي اود يوې كورنۍ ټول غړي يې وهلي ډبولي اودکروځیني سمانونه يي هم تري نه وړي دي .
په همدې حال كې ددې ولسوالۍ چارواكي ددې كسانووهل ډبول مني خووايي په دې اړه به څيړنې وكړي اومجري مین به  د قانون منگولوته وسپاري.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردامحمد سروري راکوي .
دمارجي ولسوالي په تریخ ناورسیمه کي دیوه کوروهل سوي کسان چي په ټپونوباندې يې پټۍ لگول سوي  وې دخپل حق دغوښتلوپه موخه دولايت ودانۍ مخې ته راغلي ووادعا كوله چې د شنبې په ورځ د مارجې ولسوالۍ په تريخ ناورسيمه كې د دوى كورته پوليس ورغلي اوبيله دې چې د دوى جرم په گوته كړي سم دلاسه يي ددوى په وهلواوډبه ولولاس پورې كړ.

د دوى په وينا چې نه يوازې يې ترې ټيلفونونه وړي بلكې د تيروڅوكلونوراپه ديخوا يې داستګوني په کورکي یه امنيتي پوسته ځاى پرځاى سوې اوله ډيروهلوځلوسره سره بيا هم د دوى له كورڅخه نه دي وتلي.
په ورته وخت کي د مارجې ولسوال ډاكتراحمد شفيع سوله مل ددې كسانووهل اوټكول مني اووايي چې اوس هم په ياده سيمه كې چاڼيزعمليات روان دي اودوى په ددې پیښي په اړه  څيړنې پيل كړې .

دده په وينا چې ترڅيړنووروسته به هغه كسان چې په دې ناوړه عمل كې ښكيل وي دقانون له مخي به ورته سزاورکړي .

د يادونې وړده چې دمارجې ولسوالۍ یوشمیراوسيدونكي له سيمه ايزوپوليسوله چال چلندڅخه ترپوزي رسیدلي اوغوښتنه كوي چې دولت بايد ددې ستونزي په مخنيوي كې پوره هڅي وکړي .

۱۳۹۲ دی ۱, یکشنبه

په هلمند كې له سلگونوبيځايه سويوكورنيوسره د ژمنيوتوكود مرستې دویش لړۍ پيل سوه

راپور-۲۲-۱۲-۲۰۱۳
په هلمند كې له سلگونوبيځايه سويوكورنيوسره د ژمنيوتوكود مرستې دویش لړۍ پيل سوه
چارواكي وايي چې يادې سوې مرستې ددې ولايت د كډوالوچارورياست په هڅواود ملگروملتونود كډوالوچارود ادارې په مرسته چمتوسوې چې په سلگونوبيځايه سويوكورنيوته به وویشل سي .
دوي همداراززیاته وي چي په ډیرلږوخت کي به دهلمندپه دریوولسوالیوكې هم زرگونو كورنيوته د ورته مرستود ويش لړۍ وه غځوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند ولايت مقام د دفتررئيس نقيب الله سكندري دمرستودویش پرمهال رسنیوته وویل دغه مرستې چې د سونگ توكي اوژمنۍ البسه پکښي شامله ده په لښكرگاه ښاركې ۱۵۰۰ هغه كورنيوته وركول سول چې د طبيعي اونوروپيښوله امله بيځايه سوي وه.

په ورته وخت کي دهلمند د كډوالوچارورئيس غلام فاروق نورزی وايي دا مهال په دې ولايت كې شاوخوا شپږزره بيځايه سوې كورنۍ چې د بيلابيلولامیلونوله امله بيځايه سوي دي ژوند كوي هغه وايي دوي پلان لري چي په نږدې راتلونكي كې په نوزاد،واشيراوموسى كلا ولسواليوكې هم شاوخوا دوه زره كورنيوته د ورته مرستود ويش لړۍ پيل كړي.
هغه وايي چې د يادوكورنيود سروې پروسه بشپړه سوې اودا مهال د مرستود رارسيدوپه تمه دي.
په همدې حال كې مرسته اخیستونکي کورنۍ خوښي ښيي خووايي چې دژمى سختي ورځي شپي په وړاندي لري اودوى دې ته ورته نورومرستوته هم پوره اړتيالري.


دا په داسې حال كې ده چې څه موده وړاندې په دې ولايت كې د كډوالودریاست په هلوځلودکډوالولپاره دبست په ونوم د يوه ښارگوټي د جوړولوچارې هم پيل سوې چارواكي وايي زرگونه كډوالې كورنۍ به په یادښارګوټي کي ځاى پرځاى کړي 

۱۳۹۲ آذر ۱۷, یکشنبه

دهلمندواوسیدونکي : د ژمي په رارسيدوسره د سونگ دتوكوبيې ډیري لوړې سوې دي

 
راپور-۹-۱۲-۲۰۱۳
په هلمند كې هم د ژمي په رارسيدوسره د سونگ دتوكوبيې ډیري لوړې سوې دي
ددې ولايت یوشیمراوسیدونکي پرښاروالۍ تورلګوي چي ددوي دنه پاملرنې له امله د سونگ توكوبيې لوړې سوې اوپه دې برخه كې ښاروالۍ کوم منظم پلانونه نلري .
خود لښكرگاه ښاروالۍ مسؤلين د خلكودا ادعا نه مني چي ګواګي ښاروالۍ دي پدي برخه کي پاته راغلي وي خوزیاته وي د ژمي په رارسيدوسره د هيواد د نوروولايتونوپه څيرپه هلمند كې هم دسونګ د توكوبيې لوړې سوې دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت اوسیدونکي پرښاروالۍ تورلګوي چي سودا گروته دسونګ توکوپه هکله منظم نرخونه نه وركوي چي ياد سوداگرپخپله خوښه د توكوبيې ټاكي چې له همدې امله دا مهال عام خلك له خورازیاتوستونزوسره مخ دي .
د دوى په وينا كه ښاروالي په دې برخه كې كوټلي گامونه پورته نه كړي ښايي دا بيې نورې هم لوړې اوپه ژمي كې ډيرى كورنۍ دیوډول ستونزوسره مخ سي .

هغوى وايي چې څه موده وړاندې د يوكيلوگرام اوبلن گازبيه ۴۰ افغانۍ وه خواوس مهال ۷۰ افغانيوته لوړه سوې اوهمدا رازد لرگيوپه بيوكې هم ۴۰ سلنه لوړوالى راغلى دى.

خوپه دې اړه د لښكرگاه ښاروالۍ د دفترآمراحمد مسعود سيلاب وايي چې دوى په هرو۱۵ ورځوكې په ټول ښاركې د توكوبيې كنټرولوي خود سونگ توكود بيود لوړوالي لامل له يوې خوا د هوا سړيدل اوله بلې خوا له گاونډي هیوادونوڅخه اوبلن گازپه لوړه بيه راوړل كيږي.

د نوموړي په وينا د بريښنا كموالى هم یوه لویه ستونزه بولي چي د بيوپه لوړوالي كې مهم رول لري خو دوى د هغه هټيوالوسره قانوني چلند كوي چې د ښاروالۍ له نرخ پاڼې سرغړونه وكړي.