۱۳۹۲ مهر ۸, دوشنبه

هلمند:په سرحدي سیموکي وسلوال طالبان اوقاچاق وړونکوپه ګډه دی ولایت ته ناامني راوړي ده


راپور-۳۰-۹-۲۰۱۳ 
دهلمندولایت په سرحدي سیموکي وسلوال طالبان اوقاچاق وړونکوپه ګډه دی ولایت ته ناامني راوړي ده .
دهلمندولایت دشپږم سرحدي زون چارواکي وآيي دهمدي دواړوډلودلمنځه تلويه موخه يي دهلمندپه ګرمسیراوخانشین ولسوالي کي چاڼیزعملیات په لاره اچولي ووچي ددوشنبي په ورځ پایته ورسیدل .
دوي داهم وايي پدي عملیاتوکي یه داولس وسلوالودوژل کیدوسربیره لسګونه کړي ماینونه هم شنډکړي دي نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندولایت کي دشپږم سرحدي زون دارکان ریس سمونوال حمیدالله صدیقي وايی دهلمندپه جنوب کي دپرتودوولسوالیوګرمسیر. اوخانشین په اړونده سیموکي دوسلواالوطالبانواوقاچاق وړونکودلمنځه تلوپه موخه يي شل ورځني عملیات په لاره اچولی ووچي په پایله کي یه دیادوولسوالیوډیری سیمي ددوي دشتون څخه پاکي کړي دي
دصدیقي په خبره په دي عملیاتوکي ۱۱ وسلوال وژل سوي شپږنورټپيان او۸۰ کړي کاینونه هم دسرحدي پولیسولخواپه سیمه کي شنډکړل سوي دي .

دنوموړي په ونیاچي په سرحد ي سیموکي وسله والوطالبانواوقاچق وړونکوي په ګډه دناامنیولپاره پوره هڅي کوي دده په خبره چي په سیمه کي یه پراخ تبلیغات هم په کاراچولي چي ګواکي افغان ځواکونه ددوي دکړنودمخنیوي لپاره هیڅ ډول توانايي نلري .
صدیقي زیاته وي په دغه عملیاتوکي دوي ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي خوهغه وايي دسیمي خلک ورسره دوسلوالوطالبانودپټنځایونواودماینونوپه ښودلوکي اتیاسلنه مرسته کړي ده .


۱۳۹۲ مهر ۷, یکشنبه

دهلمند :په مارجي ولسوالۍ كې ځانمرګي بريد پوليسواوملكي وګړوته مرګ ژوبله واړوله

خبر۲۰۱۳_۹_۲۹
دهلمند په مارجي ولسوالۍ كې ځان وژونكې بريد پوليسو او ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
دهلمند دوالي وياند عمرځواك وايې پيښه ديكشنبي په ورځ له غرمي مخكې لس نيم بجي دمارجي ولسولۍ دامنيه قوماندانۍ ته څيرمه ځان وژونكى بريد له امله رامځته  سوه.
دده  په خبره ځان وژونكى پلي روان او غوښتل يې چې امنيه قوماندانۍ ته  ځان ورسوي خو پوليس پري خبر او نوموړي ځآن پوري تړلي چاودونكوتوكو ته چاودنه وكړ چې په ترڅ كې يې يو پوليسو افسر دكاكي په نوم  چې دمركزي مامورين  مشر و ووژل سو او دوه  نور ملكي وګړي يې  ټپيان  سول.
دامنيه قوماندانۍ دهمغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتك وايې په  پيښه كې يو تن ملكې وګړۍ وژل سوى دى.
دسمي اوسيدونكې وايې يو تن  ملكي وګړى  هم  په دي پيښه کي وژل سوي دي او دري نور ملكي وګړي ټپيان  دي چې يو ښوونكى هم  پكې سامل دى.
دا په داسي حال كې دوه شپي وړاندي په  لښكرګاه كې ديوه موټربم  ځان وژونكې بريد په ترڅ كې هم يو پوليس  ووژل سو او ديوه  پوليسو په ګډون څلور ملكي وګړي ټپيان سول.
تيره ورځ   ددې ولايت دملي امنيت  رياست ديوه موټر بم او نورو چاوديدونكو توكو دنيولو خبر وركى.


۱۳۹۲ مهر ۶, شنبه

د هلمند په سنگين ولسوالۍ كې درواني جګړي سره د ناروغيوكچه ورځ تربلي زیاتیږي

راپور-۲۸-۹-۲۰۱۳
د هلمند په سنگين ولسوالۍ كې درواني جګړي سره د ناروغيوكچه ورځ تربلي زیاتیږي .
دیادي ولسوالي اوسیدونکي وايي په دي ورستیوکي دتیري جګړي له امله یوډول تنفسي نارغیوکچه لوړه سوي ده چي ددي ولسوالي اوسیدونکي یه له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي .
دوي زیاته وي که يي مخه ونه نیول سي لري نه ده چي دغه ناروغي په یوه ناورین بدله سي .
په ورته وخت کي چاواکي هم دغه ستونزه مني اولامل يي دجګړي له امله دخلکوبیځایه کول بولي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دسنګین ولسوالي اوسیدونکي وايي ددوامداره جګړي په دي ولسوالي کي خلکوته په پراخه کچه ستونزي رامنځته کړي دي . ددوي په خبره اوس مهال پدي ولسوالي کي دباروتودبوي دتنفس کولوله امله يي په سیمه کي دتنفسي .جلدي .عصبي .اوروحي ناروغۍ زیاتي سوي دي
ددوي په خبره په سیمه کي درواني جګړي له مله زیات شمیرڅاروي هم مړه سوي چي دخوساکیدوله امله يي په خلکوکي تنفسي ناروغي خپره کړي ده .

دسیمي اوسیدونکي ویره لري که ددغي ناروغۍ مخه وه نیول سي ښايي خلک له جدي ګواښونوسره مخ سي .
بل پلودهلمندوالي محمدنعیم هم پدي ولسوالي کي دناروغیوزیات والي مني اووايي چي سیمي ته روغتیايي کارکوونکي استولي ترڅوددي نارغیودمخنیوي لپاره پوره هڅه وکړي .

دوالي په خبره سیمي ته يي دروغتیايي کسانوسره درمل هم لیږلي دي څو ناروغوکسانوته یي په ویاړتوګه ووي شي .

دا په داسې حال كې ده چې د سنگين ولسوالۍ د ساروان كلا سيمه د تيرې يوې مياشتې راپه ديخوا د دولت اووسله والوطالبانوترمنځ د درنوجگړوشاهده وه.

ملي امنیت دجمعي په ورځ ناوخته یوموټربم نیولي دي

 ملي امنیت تیره ورځ یوموټربم نیولي دي .
دهلمنددوالي ویاندعمرځواک وايي ملي امنیت دخپلومعلوماتوپربنسټ دجمعي په ورځ په لښکرګاه ښارکي هغه ټونس موټرنیولي دي چي دچاودني په موخه ښارته راویستل سوي وو.
دځواک په خبره پدي موټرکي پنځه دځان وژونکوواسکټونه . پنځه میله کلاشنکوف . نولس داني لاسي بمونه . اودیرش شاجورونه هم نیول سوي دي .
ځواک زیاته وي چي په تړاوي څوک ندي نیول سوي خوپه اړه يي جدي پلټني پیل سوي د ي.



۱۳۹۲ مهر ۴, پنجشنبه

هلمند:دنشه يي توکو درياست لپاره نوي ودانۍ جوړيږي

راپور٢٠١٣_٩_٢٧
دهلمند په مرکز لښکرګا کې دنشه  يي توکو درياست لپاره نوي ودانۍ جوړيږي.
دغه ودانۍ چې دپنجشنبي په ورځ  يې دبنسټ ډبره کښيښودل سوه لګښت ېې دملګرو ملتونو دنشه يي توکو او جرمونو دمخنيوي اداره ورکوي او په راتلونکو پنځومياشتوکې به يې دجوړېدو چاري بشپړي سي.
چارواکي وايي چې وړاندي تر دې یه دنشه يي توکودمبارزي رياست لپاره  ودانۍ نه وه  چې له امله  يې په کارونوکې خورازیاتي ستونزي وي چپي په جوړیدوسره به يي پرتي ستونزي حل سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي
دهلمند والي محمد نعيم په سيمه کې خبريالانو ته وويل چې دغه ودانۍ په دوهمه اداري ساحه کې جوړيږي چې له بشپړېدو سره به  يې ددې رياست مخکنۍ ستونزي هواري او په کارونوکې به  يې دپخوا په پرتله  څوبرابره ښه والى راسي.
والي وايي هڅه کوي چي پدي ولایت دټولوریاستونولپاره دودانیوپه جوړیدوکي به پوره هڅه وکړي څوکارکوونکي دځاي دنه شتون دستونزوڅخه په امن کي وي .

دغه راز  په هلمند کې دنيشه يې توكو په وړاند دمبارزي ريېس سيد احمد ورور وايي ددې ودانۍ مالي لګښت ۳۹۷ زره  امريكايي ډالره كيږي چي دملګرو ملتونو دنشه  يې توكو او جرمونو دمخنيوي اداري لخوا وركول كيږي.
ورور زياته  کړه دغه ودانۍ په يو جريب ځمكه كې جوړیږي چي دپنځو مياشتو په موده كې به چاري بشپړي سي .هغه وايي داحاطي دديوال ترڅنګ،يودغونډو تالار،څلور اداري خوني، تفريحي پارك،دموټرو تم ځاى، او نور ټول ملحقات ورته  په  پام كې نيول سوي دي.


بایدوویل سي چي دچهارشنبي په ورځ هم ۹۷۰۰۰ ارمریکايي ډالروپه ارزښت دنادعلي ولسوالي دنورزوپه کلي کي دیوه ښوونځۍ دودانۍ دبنسټ ډبره کښیښودل سوه 

هلمند:موټربم چاودني پنځوتنوته مرګ ژوبله واړوله

موټربم چاودني پنځوتنوته مرګ ژوبله واړوله .
تیرشپه ناوخته لښکرګاه ښاته پرداخیلدونکي دروازه کي یوموټربم چاودنه شوه چي په پایله کي یه دیوه پولیس په ګډون دري ملکي کسان ټپي کړه اوخپله ځانمرګي بریدګرچي په موټرکي ووموټرته چاودنه ورکړه اوخپل ووژل سو
دهلممندولایت دامنیه قوماندانۍ دمطبوعاتي دفترمرستیال شاه محموداشناوايي پولیس کله چي دتلاشي لپاره هغه ددرلوامروکړچاودنه رامنځته سوه
داشناپه خبره هغه غوښته چي ښارته داخل اوپه ګڼه ګوڼه کي موټربم چاودنه وکړي چي پولیسوله لوري یه مخه ونیول سول .
هغه زیاته وي چي نورکوم چاته زایان نه دي اوښتی 
خوتراوسه پدي اړه کومي ډلي هم څه نه دي ویلي .


هلمند: دسنګین ولسوالي جګړي دپوهني بهیرته سخته ضربه ورکړي ده


راپور-۲۵-۹-۲۰۱۳
د هلمند په سنگين ولسوالى كې روانوجگړود پوهنې بهيرته سخته ضربه ورکړي ده .
په دغه ولسوالي کي چارواکي اودپوهني مسولین وايي دامهال په دي ولسوالي کي دري ښوونځي تړل سوي اودیونورښوونځیوچاري هم  ټكنى سوې دي.
په ورته وخت کي ددي ولسوالي اوسیدونکي وايي چي ښوونکي دوسلوالوطالبانوله جدي ګواښ سره مخ دوي زیاته وي که دغه لړۍ دوامداره سي دډيرۍ شمیرښوونځیودروزي به وتړل سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
د سنگين ولسوالى د پوهنې مسؤلين اوچارواكي وايي چې تيرې يوې مياشتينى جگړې نه يوازې په دې ولسوالى كې د دريوښوونځيودروازې د زده كوونكوپرمخ تړلې سوي دي اود نورو۱۴ ښوونځيوښوونكي هم د وسله والومخالفينوله گواښونوسره مخ دي چې له امله يې په دې ولسوالى كې د پوهنې په برخه کي زیاتي ستونزي رامنځته کړي دي .
د نوموړې ولسوالى د پوهنې مدیرحاجي احمد وايي چې په دې ولسوالى كې ۱۷ ښوونځي فعاله درلودي چې دمګړي یه يې ۱۴ ښوونځي په خوراستونزمنوحالاتوكې د زده كوونكوپرمخ پرانيستي دي.

په همدې حال كې د سنگين ولسوال حبيب الله شملانى هم په دې ولسوالۍ كې يادې سوې ستونزې مني اووايي چې د امنيت له ټينگښت وروسته به د ښوونځيوپه پرانيستلواواوپدي برخه کي دهرډول مرستي دهمکاري خبرورکوي .

نوموړى هم مني چې څه موده وړاندې په دې ولسوالۍ كې د وسله والوطالبانولخوا په دې نامه یوښوونكي ټپي اود بل دوه اولادونه د ماين په چاودنه کي ووژل چي ښوونکی دی .
که څه هم دهلمندولایت د پوهنې رئيس عبدالمتين جعفرپدی ولایت کي دپوهني په برخه کي پرتي ستونزي مني خوزیاته وي چي دحل کولولپاره به يي جدي ګامونه پورته کړي .


دګرمسیرولسوال ایوب دماین دچاودني څخه روغ رمټ وتلي

دګرمسیرولسوال ایوب عمرعمري دیوه ماین دچادني څخه روغ رمټ وتلي دي .
دګرمسیرولسوال ایوب عمرعمري شمشاتلویزیون ته دټلیفون پرکرښه وويل تیره شپه ناوخته کله چي دګرمسیرولسوالي څخه لښکرګاه ښارته پرلاره وو په ناوي ولسوالي کي دسړک غاړي غورځونکي ماین پري چاودنه کړي چي ولسوال ته کوم زیان ندي رسیدلي خودهغه دوه تنه ساتونکي سرسري ټپي سوي دي .

پیښه تیره شپه دناوي ولسوالي دسرخودوزپه سیمه کي رامنځته سوي ده .

هلمند:۸ تنووسلوالوطالبانوته مرګ ژوبله واوښته .

اته تنووسلوالوطالبانوته مرګ ژوبله واوښته .
دهلمندولایت دشپږم سرحدي زون قوماندان سمونوال سلطان محمودمحمودوايي تیره ورځ وروسته له غرمي دخانشین ولسوالي دتاغزاوملخان په سیمه کي ددوهم کنډک پولیسودیوي ګزمي پرمهال دوسلوالوطالبانودیوه بریدلاندي راغله چي په پایله کي دویه پاکستاني قوماندان په ګډون څلورتنه ووژل سول اوڅلورنوهم ټپي سوي دي .
دقوماندان په خبره جګړي یوساعت دوام درلودچي دپولیسولاسته یوه اندازه وسلي اوچاودیدونکي توکي هم ورغلي دي
هغه وايي پدي جګړه کي پولیسوته کوم زیان ندي اوښتی
خوتراوسه پدي اړه وسلوالوطالبانوڅه نه دي ویلي .



۱۳۹۲ شهریور ۲۳, شنبه

چارواکي: وسله وال طالبان دسنګین ولسوالي څخه دتیښتي به حال کي دي

راپور۲۰۱۳-۹-۱۴
چارواکي: وسله وال طالبان دسنګین ولسوالي څخه دتیښتي به حال کي دي .
دچارواکوپه ویناپه یاده ولسوالي که یه پروسلوالوطالبانولاري بندي کړي اودوي نسي کولای چی جنګي امکانات په لاس راوړي نوځکه اوس دتیښتي هڅي کوي .
په نوموړې ولسوالى كې د شاوخوا تيرودريواونيوراپه ديخوا وسله وال طالبان اودولتي ځواكونه په جگړه كې بوخت دي چی یوبل ته ددرني مرګ ژوبلي خبرونه هم ورکول سوي دي .
سردارمحمد سروري یه په اړه نورحال راکوي  .
په هلمندکي ۲۱۵ میوندقول اردوقوماندان تورن جنرال سیدملوک دسنګین ولسوالي په جګړه کي یه دتیرودریوورځوپه اوږدوکي تر ۵۰ تنوزیات وسلوال طالبان وژلي دي اوپه هم دغه شمیريي وسلوال ټپي کړي هم دي .
هغه خپل لوريته هم دمرګ ژوبلي ادعاکوي خوزیاته وي چي همري هم نه ده لکه وسلوال طالبان چی یادونه کوي .

د۲۱۵ میوندقول اردوقوماندان وایي دهلمندامنیتي ځواکونه پیاوړي سوي دي اوډیری سیمي یه هم دوسلوالودشتون څخه پاکي کړي دي اوپه سیمه کي امنیتي پوستي ځاي پرځاي سوي دي .
په ورته وخت کي دهلمندولایت دامنیه قوماندانئ دامنیت امرپاسوال جمعه ګل همت وايي دسنګین ولسوالي په جګړه کي یی وسلوال طالبان له ماتي سره مخ کړي دي .
دهمت په خبره دیوه امنیتي پلان لمخي به دسنګین ولسوالي دګرماب . ساروان کلا. اواذان په سیموکي به هم عملیات په لاره واچوي .

په هلمندکي امنیتي مسولین وايي وسلوال طالبان ځکه په سنګین ولسوالي کي دجګړي لپاره پوره هڅي کوي چي ددي لاري څخه دافغانستان دشمالي سیموته دنشه يي توکودقاچاق لپاره لاره هواره کړي .


۱۳۹۲ شهریور ۱۷, یکشنبه

هلمند:پرلښکرګاښاريانو دوه اونۍ کيږي چې بريښنا په تپه بنده سوي ده.


راپور٢٠١٣_٩_٨
دسنګين ولسوالي دجګړي له امله پرلښکرګاښاريانو دوه اونۍ کيږي چې  بريښنا په تپه بنده سوي ده.
ددې ولايت دبريښنا درياست مسسئولين که  څه هم وايې چې دبريښنا مزي دجګړي له امله  پري سوي دي خولښكرګاه ښاريان بيا وايې چې په سنګين او کجکي ولسواليو کې  په ډيری سيموکې وسله والو طالبانو مزي قصدً پري کړي دي او دولت يې په رغولوکي پاته راغلي دي .
دلښکرګاه ښاراوسیدونکي وايي چې بريښنا د وسله والوطالبانوپه واك كې ده اودولت په دې نه دى توانيدلۍ چې په تيرولسوكلونوكې ددې لوي يي غميزې مخه ونيسي.هغه ځکه چي بریښناریاست دولتي مسولینوته ډیزلي بریښناورکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي
دهلمند له کجکي ولسوالۍ څخه پر لښکرګا او کندهار ښارونو دبريښنا بنديدل که  څه هم نوي خبره نده تر دي وړاندي وسله والو طالبانو دخپلو غوښتنو دپوره کيدو په غبرګون بريښنا ډيرځلي بنده کړي ده ، خو داځل بيا په سنګين ولسوالۍ کې ددولت او ددولت دوسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه پلمه کيږي چي شا اخو دوه نۍ له  رواني جګړي سره سمه  بريښنا هم بنده سوي ده .
د هلمند د بريښنا رياست عملياتي مرستيال انجنيرنصرالله قانع وايي چې د تيرودوو اونيوراپه ديخوا د سنگين په ساروان كلا كې جگړه پيل سوې چې د همدې جگړې له امله د بريښنا مزي شليدلي اوځينې پايې هم نړيدلې دي .

که څه هم  دبريښنا مسئولين وايې چې په  لښکرګا کې بريښنا نسته خو عام ښاريان بيا ادعا کوي  چې په  لښکرګا ښار کې دولتي مسئولينو ته دبريښنا درياست له  لوري په ځانګړيو مزيو کې دجنراتورنو بريښنا ورکول کیږي نو له دې امله  په سنګين کې دبريښنا دستونزي په هواريدوکې چارواکي کوټلي ګامونه نه پوره ته کوي.
ددوي په خبره د كجكي د بريښنا ډيرواك د وسله والوطالبانوپه ولکه کي دي

دوي زياته وي چې د بريښنا د نشتوالي له امله ډيرى ستونزي ملكي وگړوته اوړي په داسې حال كې چې چارواكي اوس هم په شخصي توګه له پوره بريښنا څخه برخمن دي.
كه څه هم دكجكي د بريښنا فابريكه اوس مهال ۳۲ ميگاواټه بريښنا توليدوي خود چارواكوپه وينا د دې بريښنا ډيرمحصول وسله وال طالبان ترلاسه كوي.


۱۳۹۲ شهریور ۱۶, شنبه

هلمند:يونيم ټن کيلوګرامه چاوديدونکې توکي ونيول سول .

راپور٢٠١٣_٩_٧
 دهلمند امنتي مسئولينوديونيم ټن کيلوګرامه چاوديدونکې توکودنيول كيدوخبروركړ.
په دې ولايت کې دشپږم سرحدي زون چارواكي وايي دجمعي په ورځ  يې دپاکستان پولي ته څيرمه  په خانشين ولسوالۍ کې دخپلوپټو معلوماتو پربنسټ په يوه موټرکې ځاى پرځاى سوى هغه مواد نيولي دي چې په ماينونو اونورو بمي چاودنوكي کارول کيږي.
دهلمندولايت څخه زموږهمكارسردارمحمد سروري نورحال راكوي 
په هلمندکې دشپږم دسرحدي زون دپوليسو ددوهم کنډک قوماندان سمونمل علي جان دشنبي په ورځ خبريالانو ته وويل تيره ورځ يې دترلاسه سوي راپورونو لمخي دګاونډي هيواد دپاکستان پولي ته  څيرمه دخانشين په ولسوالۍ کې عمليات کړي چې په ترڅ کې يې ١٣٧۵ کيلو ګرامه هغه مواد په يوه موټرکې له  يو تن سره ونيول چې وسله وال طالبان يې په  ماينونو،موټربمونو او ځآن وژونکو بريدونوکې کار وي.

دده  په خبره چې نيول سوي کس په دې اعتراف کړى دى چې ياد مواد يې له پاکستان څخه  دفراه ولايت دبکوا سيمي ته ليږدول او بيا له  هغه ځاى څخه يې  وسله والو طالبانو نورو سيمو ته دماينو دجوړيدو په موخه تيري كاراخلي .
علي جان زياته کړه  چې اوسمهال ددولت وسله وال  مخالفين  له دوى سره مخامخ جګړه نه سي کولى همدا چاودني او ځان وژونکې بريدونه دي چې هغه هم  ډيرى وخت دملکي وګړو دمرګ ژوبلي سبب ګرځي
نوموړي ټولي هغه كشفي اداري په نه همكاري تورني كړي اوغوښتنه كوي چي پدي برخه كي دي دولت ورسره پوره مرسته وکړي ترڅو په بشپړه توګه ددغه ډول موادو دليږد مخه ونيول سي.



۱۳۹۲ شهریور ۱۴, پنجشنبه

هلمند:د لسگونه مليونه افغانى په لگښت پروژې پلې كيږي

د هلمند د كليوپراختيا اوبيارغونې رياست له لوري د لسگونه مليونه افغانى په لگښت پروژې پلې كيږي
كليوپراختياررياستچارواكي وايي دا مهال د يوشميرپروژوچارې عملا روانې دي اود پلان له مخې به د گڼونورو پروژوچارې په راتلونكوكي پيل كړي.
ديادو پروژومالي لگښت د ملگروملتونود پرمختيايي پروگرام،ماليې اوكليوپراختيا وزارتونولخوا وركول كيږي.
نورحال دهلمندولايت څخه زموږهمكارسردارمحمد سروري راكوي.
د هلمند د كليوپراختيا اوبيا رغونې رياست د اوبورسولود چارومسؤل احمد جان د پنجشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته كې وويل چې د ۵۸۰ زره امريكايي ډالروپه لگښت ۱۲ پروژې دا مهال په بيلابيلوولسواليوكې تركارلاندې دي.
دده په وينا چې يادي پروژې د پولچكونودجوړه ولو،دكانالونوپاكولواود څښاك اوبود ژوروڅاگانود كيندلوپه برخه كې اوس مهال ددې ولايت په ناوې،گرمسير،گرشك اومارجې ولسواليوكې تركارلاندې دي چې د راتلونكوشپږومياشتوپه موده كي به يي چارې بشپړې سي.

هغه وايي په نږدي وخت كي به دهلمندپه نا دعلي،گرمسير،موسى كلا،مارجې،سنگين اوگرشك ولسواليوكې د ۷۳ مليونه افغانيوپه لگښت چې د ماليې اوكليوپراختيا وزارت لخوا په گډه وركول كيږي يوشميرنورې ديته ورته پروژې به هم پلي كړي.
احمد جان زياته وي په دې پروژوكې د ملي پيوستون پروگرام هم شامل دى چې په ۷ ولسواليوكې ترسره كيږي چې تردې مهاله يې ۱۹۳ شوراگانې جوړې سوې اود ۱۲۳۵ شوراگانوپه جوړيدوسره به يې كارونه پيل سي.
ديادونې وړده چي دكليوپراخيتاروزارت دم ګړي د هلمندپه ۱۱ ولسواليوكي په بيلابيلوبرخوكي پروژي لري چي ځينې يه بشپړاودځينوكارونه لاهم دوام لري