۱۳۹۰ مرداد ۵, چهارشنبه

دهلمند ولايت دمارجى ولسوالى دسيستانى دسيمى دمحلى پوليسو قوماندان نورعلى خان تيره ماښام په لښکرګاه ښار کى وژل سوى دى


دهلمند ولايت دمارجى ولسوالى دسيستانى دسيمى دمحلى پوليسو قوماندان نورعلى خان تيره ماښام په لښکرګاه ښار کى وژل سوى دى
دهلمند دوالى وىاند داود احمدى واىى نورعلى او دهغه زوۍ دواړه وسلوالو کسانو دلښکرګاه ښآر دچهلمترى په سىمه کى وژلى دى خو ىادونه ىى وکړه چى دپىښى کره ډول مالوم نه دى چى جىناىى اوكه سىاسى اړخ لرى
دلښكركاه دښاردامينت دانتقال دپروسي دسپارولوسره سم دالومړي ځل دي دښارپه زړه كي يوقومي مشراودمحلي پوليسوقوماندان اودخپل يوه تنكي ځوان زوي سره دخپل كورپه دروازه كي ديووسلوال بريدلاندي راغلي اوبيلاخيره ووژل سول .
دوسلوالوطالبانووياندقاري يوسف احمدي رسنيوته وويل چي دمارجي ولسوالي دسيستانى دسيمي قومي مشراودمحلي پوليسوقوماندان وژل كيدل ددوي لپاره يوه لاسته راوړنه ده اوددي پيښي پړه يې په خپله غاړه واخيسته

۱۳۹۰ مرداد ۴, سه‌شنبه

ملي امنيت په هلمند کې يوه اندازه مهمات اووسلې نيولې دي




ملي امنيت په هلمند کې يوه اندازه مهمات اووسلې نيولې دي
هغه عمليات چې د يوې اونى په اوږدوکې د ملي امنيت د منسوبينولخوا د هلمند د مارجې،نادعلي اوناوې ولسواليوکې ترسره سوي په ترڅ کې يې پنځه حلقې لاسي بمونه،يوه د راکټ اويوه د ٨٢ملي متري توپ گولى،څلورميله کلاشينکوف،دوه ميله تومانچې،يوميل کره بين ټوپک،يومير٣٠٣بر،يوه پايه دوربين،درى شاجورونه،زردانې د پيکا اوکلاشينکوف مرمى،٢٤دانې د ماينونوپټاکى،١٥متره ثانيه سوز،يوه پايه مخابره،زرمتره مزى او اوه حلقې د ټانگ ضد ماينونه نيول سوي دي.
له دې توکوسره د تړاوپه تورڅوک نه دي نيول شوي اوپلټنې روانې دي.







۱۳۹۰ مرداد ۳, دوشنبه

په هلمند کې د عامه نظم پوليسوپنځم لمبرلوا رسما پرانيستل سوه






دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ کې چې پکې د کورنيوچارو وزيرسترجنرال بسم الله محمدي،د عامه نظم د پوليسولوى رئيس مل پاسوال زمري پيکان ،د هلمند والي محمد گلاب منگل اويوشميرنورلوړپوړوچارواکوگډون درلود رسما د پټى په پريکولوسره پرانيستل سوه.
ددې مراسموپرمهال د عامه نظم د پوليسولوى رئيس زمري پيکان وويل چې د عامه نظم رياست په هيواد کې د ښه امنيت د ټينگښت په موخه په ١٣٨٦کال کې رامنځ ته شوچې دا مهال ٢٢ کنډکونه لري اود هيواد په يوشميرولايتونوکې دندې ترسره کوي.
د نوموړي په وينا چې په هلمند کې پنځم لمبرلواد پنځه کنډکونه لري چې له وړاندې يې د هلمند په ځينوسيموکې د امنيت د ټينگښټ په برخه کې دنده ترسره کوله اوپه پام کې ده چې ددې ولايت په ځينونورسيموکې به هم ځاى پرځاى سي اودا لوا د اړتيا له مخې د کورنيوچارووزارت ترمنظورى وروسته په دې ولايت کې رامنځ ته سوه.
ورپسې د هلمند والي محمد ګلاب منگل د خپلې وينا پرمهال وويل چې کورنيوچارووزارت هلمند ولايت ته ځانگړې پاملرنه کړې چې همدا لامل دى چې په هلمند کې د کميت اووړتيا له پلوه ترډيره په پوليسوکې ښه والى راغلى اوهمدا د پوليسواونوروامنيتي ځواکونوښه وړتيا ددې سبب سوه چې څوورځې وړاندې د لښکرگاه د امنيتي چارومسؤليت رسما افغان ځواکونوته وسپارل سو.
نوموړي وويل چې په هلمند کې د عامه نظم د پوليسود لوا رامنځ ته کيدل د پرمختگ اود امنيت د لا ټينگښټ په لوريوبل گام دى.
وروسته د کورنيوچارووزيرسترجنرال بسم الله محمدي د خپلې وينا پرمهال له پوليسووغوښتل چې نورهم په خپل چلند کې ښه والى راولي اولا د خلکوباوراواعتماد ترلاسه کړي اوددې ترڅنگ د نيشي توکوپه وړاندې کلکه مبارزه وکړي اوټينگ هود وکړي چې پخپله هم نيشي توکي استعمال نه کړي.
نوموړي وويل چې وړاندې په هلمند کې د عامه نظم پوليسود کنډوکونوپه ډول خپلې دندې پرمخ بيولې خوله دې وروسته به د لوا په چوکاټ کې د خپلوخدمت کوي.
د يادونې وړده چې په هلمند کې دامهال دعامه نظم لوا ٢١٧٠سرتيري لري چې په مارجې،نادعلي،سنگين ولسواليوکې ميشت په نږدې راتلونکي کې به په گرشک ولسوالى كي هم دنده پيل اويوشميرنوريې د سنگين اوگرشک ولسوالى ترمنځ د لويې لارې ساتنه کوي.

۱۳۹۰ مرداد ۲, یکشنبه

دهلمندبريښنابه څوپرابره زياته سي





دهلمندبريښنابه څوپرابره زياته سي
داخبره داوبواوبريښناوزيرمحمداسماعيل دخپل يوه سفرپرمهال چي هلمندته يې درلودپه يوه خبري ناسته كي خبريالانوته روښانه كړ
هغه وايې دځينوستونزوله امله اوس هم ددوي دكارونوپروړاندي خورازياتي ننګوني شتون لري خوپه وينايې دوي به خپل كارونه ګړندي كوي
په ورته وخت كي دهلمندوالي وايې دامنيتي ستونزوترڅنګ دوزارت دنه پاملرنې له امله ددي ولايت بريښناخلګوسمه نه ده رسيدلي اوخلګ بي برخي پاته دي
دكجكي دبريښنابندچي په هپوادكي يودستروهغه بندونوڅخه دي چي په زياته كچه بريښناتوليده وي خوددولت دنه پاملرني له امله اوس مهال يوازي ياددبريښنابنددلښكرګاه ښارته كافي بريښنانسي وركولي
داوبواوبريښناسرپرست وزيرمحمداسماعيل هلمندته ديوه سفرپرمهال ددي ولايت دچارواكوسره ژمنه وكړه چي ډيرژربه دكجكي دبندچاري ګړندي كوي اوهغه ستونزي چي دبريښناپه برخه كي مووجودي وي هغه هم حل كړل سي ،
داوبواوبريښناوزيروايې دوي به دهلمندكندهارترمنځ دغځيدلي لين دترميمه ولولپاره هڅي كړي اواياده شبكه به هم نوي كوي څوپرتي ستونزي چي كله ناكله رامنځته كيږي هم حل كړل سي
هغه وايې وزارت به دلښكرګاه دښاردبريښنالپاره دډيزلي جنراتورونوپه مرسته هم ښاريانوته بريښناوره سوي
په ورته وخت كي دهلمندوالي محمدګلاب منګل په خبري ناسته كي خبريالانوته وويل چي دامهال په شمالي هلمندكي دامنيتي ستونزوله كبله دوي نه دي توانيدلي چي دكجكي دبريښنادبنددرغولوچاري بشپړي كړي
هغه وايې ځيني امنيتي ستونزي دي خودوزارت نه پاملرنه هم ددي جوګه سوي چي خلګوته لازمه بريښناورسول سي ،
هلمندوالي زياته وي كه دكجكي دبريښناددريم توربين چي دامهال ليږدول سوي كارپيل نسي ټول موادبه لمنځه تللي وي اودكاركولوتوان نلري .
دكجكي دبريښنادبرق دفابريكي دبيارغولوخبره چارواكي پداسي حال كي كوي چي دوكاله وړاندي ديادي فابريكي ديوه تروبين دانتقال پرمهال شاوخوادوپنځوس تنه ووزل سول خوليږدول سوى توربين اوس مهال دلمردتيزووړانګوخوراك ګرځيدلي دي

۱۳۹۰ تیر ۲۹, چهارشنبه

اداري فساداوقاچاق هغه سترلاميلونه دي چي دليږدپروسه به دځيني ستونزوسره مخ كړي







اداري فساداوقاچاق هغه سترلاميلونه دي چي دليږدپروسه به دځيني ستونزوسره مخ كړي
داخبري دامنيت دانتقال پروسي مشر ډاكټراشرف غني احمدزي دلښګرګاه ښاردامنيت دسپارولوپه جوړه سوي غونډه كي وكړي
هغه وايې ددي ددي دواړولاميلونوستره منبعه نشيي توكي دي
اشرف غني احمدزي داهم وويل چي دهلمندولايت دامنيتي ځواكونوپرتجهزاوروزنه به اوه سوه پنځه شپيته ميليونه امريكايې ډالره وله ګول سي ،
دلښكرګاه دښاردامنيت دسپارلوپه موخه دملي دفاع وزيردكرني كليوپراختيادوزيرانوترڅنګ دځينووزارتومرستيالااوداساف عمومي قوماندا جان آلن هم ورغلي وو
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي
ادارفساداودنشيي توكوقاچاق هغه لوي لاميلونه دي چي دولت يې پروړاندي ټنګه مبارزه كوي خوترڅنګ ډيرۍ كارونه ده همدي دوولاميلونوپه وجه پاته راغلي
دانتقال دپروسي مشرډاكټراشرف غني احمدزي وايې دولت بايدلومړي دنشيي توكواوقاچاق پروړاندي ګړندي ګامونه پورته كړي چي اوس مهال دنړي په كچه هلمنددنشيي توكويوسترتوليده وونكي مركزبلل كيږي
هغه وايې كه څه هم دانتقال پروسه پيله ووخوپروړاندي مودنشيي توكوسره مبارزه هغه څه دي چي ياده پورسه به هم دستونزوسره مخ كړي
اشرغني احمدزي وويل دهلمندولايت سره به اوه سوه پنځه شپيته ميليونه امريكايې ډالره مرسته كوي اودامرسته به دځواكوپرروزلواودهغويولپاره دتجهزاتوپه برابره ولوولګول سي .

اشرف غني غوښتنه وکړه چي خلک دي له دولت سره مرسته وکړي او له دولت نه يي غوښتنه وکړه چي خلک راخپل کړي.
دلښكرګاه دښارامنيتي چاري پداسي حال كي داساف ځواكونوڅخه افغان حواكونه سپارل كيږي چي يوه ورځ وړاندي دلښكرګاه دښاردسركارپه سيمه كي دلوي لاري پرسرديوامنيتي پوستي اوه تنه پوليس په خپله پوسته كي دوسلوالوطالبانولخواپه مرموزډول سره ووژل سول

۱۳۹۰ تیر ۲۳, پنجشنبه

احمدولي كرزي اي ايس اي وژلي دي



احمدولي كرزي اي ايس اي وژلي دي
داخبره په هلمندكي داحمدولي كرزي دلومړي فاتحي دمراسيموپرمهال دين عالم مولوي مهردل روښانه كړه
هغه وايې پاكستان تل دافغانستان په كورني كارونوكي دلاس وهني ترڅنګ يې په سرحدي سيموكي دبيګناانسانانوويني يه دخپلوراكيټوحملوپه ترسره كولوكي توي كړي هم دي

دپاكستان اي ايس يې ډله تل دافغانانوپه وژنه خونداخلي
داخبري په هلمندكي دولسمشردناسكه وروراودكندهاردولايتي شورارئيس احمدولي كرزي د لومړي فاتحي دمراسيموپرمهال ديني عالم ومولوي مهردل روښانه كړ
هغه وايې پاكستان هميشه دافغانانوترمنځ دشخړواويوبل ته دمرګ ژوبلي لاري چاري لټوي اوداكاريوازي داي ايس اي ډله پرمخ وړي
ديني عالم زياته كړه چي كه دپاكستان ددي ناوړه كارونومخه ونه نيول سي ديته ورته نوري داپيښي به هم رامنځته سي چي جبران كول به يې ګرانه خبره وي
هغه چي دفاتحي ګډون كوونكوته خبري كولي دخلګوڅخه يې په خپلوكي ديوالي كيدواودهرهغه چاپرضدچي افغانانوته نفاق راوړي دژراقدام كولوغوښتنه وكړله

۱۳۹۰ تیر ۲۲, چهارشنبه

هلمندوالي محمدګلاب منګل ديوي چاوندي څخه روغ رمټ وتلې



د کند هار په ميوند ولسوالى کې د هلمند د والي په کاروان د ماين په چاودنه کې دوه سرتيري سرسري ټپيان سوي دي.
د چهارشنبې په ورځ سهارشپږبجې د هلمند والي محمد گلاب منگل،د ملي امنيت رئيس کند هارته د شهيد احمد ولي کرزي د جنازې مراسموته د گډون په موخه په لارې ووچې په ميوند ولسوالى کې د دوى په کاروان ريموډ کنټرول چاودنه رامنځ ته سوې چې په پايله کې يې د ملي امنيت د ځانگړې قطعې دوه سرتيري سرسري ټپيان سوي اوپه چاودنه کې نورچاته زيان نه دى اوښتى.

د كندهار د ولايتي شورا ريس احمدولي كرزى د عبدالحد خان كرزي زوى او د مرحوم خيرمحمدخان لمسى وو .









د كندهار د ولايتي شورا ريس احمدولي كرزى د عبدالحد خان كرزي زوى او د مرحوم خيرمحمدخان لمسى وو .
نوموړي پوره ۴۸ كاله مخكي په ۱۳۴۱ هجري شمسي كال په خپله پلرنۍ مېنه كرز كي وزيږد .
احمدولي كرزى ماشوم وو چي د خپل پلار او كورنۍ سره پلازميني كابل ته ولاړ او هلته يي هستوګنه غوره كړ زده كړي يي د كابل په حبيبيه ليسه كي تر سره او د همدي ليسي فارغه سو .
وروسته يي د كانكور ازموينه وركړه چي د اقتصاد پوهنځۍ ته بريالى سو .
احمدولي كرزي د كابل پوهنتون په اقتصاد پوهنځۍ كي د دوهم كال محصل وو چي سرو لـښكرو پر افغانستان يرغل وكړ او د نورو ميليونونو افغانانو سره يو ځاى يي احمدولي كرزى هم د زده كړو څخه محروم او د خپل پلار سره پاكستان هيواد ستون سو .
هلته د څه مودي مهاجرت څخه وروسته امريكا ته ستون او د خپل ژوند لس كاله يي په امريكا كي تير كړه .
تر څه مودي وروسته د پاكستان هيواد په كويټي ښار كي هستوګن سو او د خپل پلار او اوسني جمهور ريس حامد كرزي سره يو ځاى د خپل هيواد حالات د نژدي وڅارل .
هغه وخت چي حامد كرزى د افغانستان دپاره د ولس مشر په توګه وټاكل سو نو احمدولي كرزى په ولس كي د شته بلديت له امله د كندهار د ولايتي شورا ريس وټاكل سو .
احمدولي كرزى تير كال د حج د مقدسي فريضي دپاره بيت الله شريفي ته ولاړ .
د احمد ولي كرزي څخه دا مهال پنځه ماشومان او يوه ميرمن پاتي دي چي په اولادونو كي يي دوه زامن او دري يي لوڼي دي .
پر احمدولي كرزي باندي تر دي مخكي هم څو څو ځلي بريدونه سوي وه خو نوموړى تري روغ ووت .
هغه وو چي د روان كال د رواني مياشتي پر يويشتمه نيټه د سه شنبي په ورځ هغه ته نژدي كس سردارمحمد په نښه او ويي واژه .

۱۳۹۰ تیر ۱۶, پنجشنبه

كه دپوليسوناسم سلوك دوام پيداكړي دلښكرګاه ښاراوسيدونكي به په خورازياتوستونزوكي راشكيل سي



په هلمندكي دامنيتي چاروترسپارلووروسته دملكي ادارو پرپياوړتياكار راون دي .
دغه ټكي دهلمندوالي محمدګلاب منګل دهلمنداونيمروز ولايتونوله امنيتي چارواكوسره په يوورځيني كنفرانس كي څرګندكړ.
چارواكي وايي دوي پوره چمتوالي نيولي اودبيړنيوپيښودمخنيوي لپاره يي ځانګړي قطعي دپوليسواوملي امنيت په چوكاټ كي جوړي كړي دي .
خوبلخوادلښكرګاه ښاراوسيدونكي دپوليسودناسم چلندڅخه سرټكوي ددوي په وينادپوليسوكړني دخلګوسره دپخواپه پرتله ډيرخرابي سوي چي داكارددي جوګه سوڅوخلګ پرخپل دولت بي اعتماده كړي
ټاكل سوي چي دچنګاښ دمياشتي تر وروستيوپوري دلښكرګاه ښارمنځني اوشاوخواسيمي له بهرنيوځواكونوڅخه كورنيوځواكونووسپارل سي .

دهلمندوالي محمدګلاب منګل دهلمنداونيمروز ولايتونوله امنيتي چارواكوسره په يو ورځني كنفرانس كي له مرسته كوونكوادارو ملاتړوغوښتي ترڅوتر راتلوونكي ۲۰۱۴كال پوري له بهرنيوځواكونوڅخه كورنيوځواكونودامنيتي چارو ترسپارلووړاندي ملكي اداري پياوړي سي .
هلمندوالي وويل په ملكي ادارو كي دمسلكي كسانونه ګمارل،دزده كړوكمښت ،اوپه دولتي ادارو كي دځوانانونه علاقمندي هغه ستونزي دي چي له امله يي ملكي خدمات په سم ډول نه وړاندي كيږي .
هغه زياتوي چي په مركزي اداروكي ستونزي نه لري يواځي په ولسواليوپه ملكي ادارو كي څودندي يوكس ترسره كوي چي له همدي كارنه اداري فسادهم وده كړي ده
هلمندوالي وايي كه ملكي اداره په اوسني كمزوري حالت كي وي دوي نسي كولاي چي دامنيتي چارو سپارلوته تابياونيسي .
دهلمندوالي په داسي حال دلښكرګاه دامنيتي چارو سپارلواودملكي ادارو دپياوړي كولوخبر وركوي چي دلښكرګاه اوسيدونكي دپوليسوله چنلدڅخه شكايت كوي .
دغه اوسيدونكي وايي چي پوليس په ډيري وختونوكي دپيسوغوښتنه ځيني كوي اوكه يي ورنه كړي وهل ټكول اوسپكي خبري ورته كوي .

دلښكرګاه ښاردغه اوسيدونكي چي په احتجاجي ډول راټول سوي وويل يي كه دپوليسودغه اوسني چلندوي دلښكرګاه ښارامنيتي چاري به خرابي سي .

په افغانستان کې د ناټوملکي استازي په هلمند کې دافغان ځواکونوپه روزلوټينگاروکړ




په افغانستان کې د ناټوملکي استازي په هلمند کې دافغان ځواکونوپه روزلوټينگاروکړ
د ناټوياد لوړپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ دې ولايت ته د خپل سفرپه ترڅ کې د هلمند له والي محمد گلاب منگل سره د کتنې پرمهال له بهرنيوځواکونوڅخه افغانوځواکونوته د لښکرگاه د امنيتي مسؤليتونود ليږد،په دې برخه کې په ننگونواوتر٢٠١٤ميلادي کال پورې د افغان ځواکونود روزلواوپياوړي کيدوپه اړه خبرې وکړې.
تردې ليدنې وروسته د هلمند والي محمد گلاب منگل وويل چې په افغانستان کې د ناټود ملکي استازي سايمن گيس د سفرموخه دې ولايت ته د امنيتي مسؤليتونود ليږد د پروسې ارزونه وه اوژمنه يې وکړه چې تر٢٠١٤ميلادي کال وروسته به هم دوى په بيلابيلوبرخوکې خپلومرستوته دوام ورکوي اوافغانستان به يوازې نه پريږدي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټوملکي استازي سايمن گيس په تيرودريوکلونوکې د ځايي ادارې لاس ته راوړنې وستايلې او په ډاگه کړه چې د امنيتي مسؤليتونود انتقال لړى به په افغانستان کې لومړى له لښکرگاه څخه پيل سي او دوى به د امنيتي مسؤليتونوله ليږد وروسته هم خپلومرستوته دوام ورکوي ،د امنيت اواقتصادي برخوکې به خپلې مرستې جاري وساتي.




۱۳۹۰ تیر ۱۲, یکشنبه

ددوتنوقاچاق وړونكوڅخه ۱۸۰ كليوګرامه پاخه تارياك دهلمنددناوي ولسوالي پوليسوديوه كمين دنيولوپرمهال په لاس راوړي







دوه تنه قاچاق كوونكي د۱۸۰ كيلوګرامه پاخه تارياك سره چي په دووموټرانوكي په خورامهارت سره ځاي پرځاي سوي وه ونيول سول
دهلمنددامنيه قومانداني چارواكي وايې يادنيول سوي كسان يې دناوي ولسوالي دګودري باراني په نوم سيمه كي نيولي
ددوي په خبره چي نيول سووقاچاق كوونكوغوښته يادنشي توكي دبارام چي په نوم چي وړاندي تردي دقاچاق سترمركزبلل كيده انتقال كړي چي مخه يې ونيول سوه
ددوتنوقاچاق وړونكوڅخه ۱۸۰ كليوګرامه پاخه تارياك دهلمنددناوي ولسوالي پوليسوديوه كمين دنيولوپرمهال په لاس راوړي
چارواكي وايې دوي ته خبرراغلي څودګاونډي هيوادپاكستان څخه دموټرونوپه وسيله ماينونه اوچاوديدونكي توكي راوړل كيده دوي ددي پلټني په موخه دناوي ولسوالي دګودري بارني سيمه چي ريګونه دي كمين كړه اوپه نتيجه كي ورته قاچاق وړونكي په لاس ورغلل .
دهلمنددامنيه قومانداني سرپرست سمونوال محمدزي رسنيوته وويل چي دوي به هروخت دقاچاق وړونكواوهغه كسانوچي وراني رامنځته كوي دنيولو هڅه كوي
دده په خبره چي قاچاق وړونكو نشيي توكي دسنګين اوغورك ولسوالي څخه غوښته څودلښكرګاه ښارڅخه تيراوروسته يې دپارام چي سيمي ته انتقال كړي