۱۳۸۹ فروردین ۹, دوشنبه

په هلمندكي دځوانانونوي مديرد اداري ټولوكاركونكوته ورپيژندل سواوپه رسمي توګه يي په دنده پيل وكړ.


په هلمندكي دځوانانونوي مديرد اداري ټولوكاركونكوته ورپيژندل سواوپه رسمي توګه يي په دنده پيل وكړ.
دنوي مديردپيژندني پرمهال دولايت دمقام ددفترريس داطلاعاتواوكلتورريس اوديادمديريت يوشمير كاركونكي اوځوانان هم حاضروه

په هلمندكي دځوانانونوي مديرغلام غوث داوري چي څه موده وړاندي دسپورت اوورزش دامرپه توګه هم دنده ترسره كړي يوځل بياپه هلمندكي دځوانانودمديرپه توګه دهمدي اداري ټولوكاركونكوته ورپيژندل سواوپه رسمي توګه يي په دنده پيل وكړ
پرهمدي مهال دولايت دمقام ددفترريس محمدلعل احمدي وويل چي زموږ ځوانان مسوليت لري چي دنړي دځوانانوپه شان پخپل خاوره كي خدمت وكړي اوهيواد دپرمختګ په لوري وخوځوي ده دنوي ټاكل سوي مديرڅخه وغوښتل ترڅودځوانانوستونزوپه حلولوكي اودهغوي دوړتيادلوړيدوپه موخه كاروكړو.
داطلاعاتواوكلتورريس عليشامظلومياردپخواني مديردكارونوستاينه وكړه اوهيله وښوده چي غلام غوث داوري به لاهم دهلمندي ځوانانولپاره ښه خدمتونه وكړي دده په وينا چي داوري دورزش په برخه كي ډيري لاس ته راوړني درلودلي ښاغلي مظلوميارغوښتنه وكړه چي دهلمندي
دځوانانودمديريت نوي مديرغلام غوث داوري وويل چي دكارلومړي پيل يي ديوي پراخي وداني اوداداري لپاره دامكاناتوبرابرول وي دده په ويناچي په هلمندكي به دځوانانودستونزودحلولواودهغوي دوړتياوودلوړيدولوپه موخه ډيركاروكړي
ښاغلي داوري داهم وويل چي دځوانانودهمږغي اودهغوي دستونزودحل په موخه ګټورپلانونه په لاس كي لري
غلام غوث داوري دولايت دمقام دريس محمدلعل احمدي اواطلاعات اوكلتوردريس عليشامظلوميار له لوري دځوانانودمديريت داداري ټولوكاركونكوته وروپيژندل سواوپه رسمي توګه يي په دنده پيل وكړ
داپه داسي حال كي ده چي ده هلمندكي يوشميرځوانان دټول هيواپه سطحه ځليدلي اوهلمندته يي په بيلابيلوبرخوكي وياړونه راوړي

۱۳۸۹-۱-۹
سروري هلمند

دمارجي ولسوال وايي نن په هغه ولسوالي كي ددولتي حاكميت پنځه څلويښتمه ورځ پوره سوي خو تراوسه يوه ښوونځۍ هم نه ده پرانستل سوي


دمارجي ولسوال وايي نن په هغه ولسوالي كي ددولتي حاكميت پنځه څلويښتمه ورځ پوره سوي خو تراوسه يوه ښوونځۍ هم نه ده پرانستل سوي
دمارجي ولسوال حاجي ظاهرخان ويلي دي ډيرى سكتوري رياستونه په مارجي كي دكاركولو لپاره زړه نه ښه كوي
ده ويلي دي چي په مارجي كي امنيت ښه سو ى دى او دورځي په تيريدو دخلګو غوښتني له دولت نه ډيريږي مګر

دمارجي ولسوال حاجي محمد ظاهر نن په يوه خبري ناسته كي خبريالانوته وويل تراوسه په مارجي كي ديوه سكتوري رياست استازوهم كار نه دى پيل كړى ،
حاجي ظاهر وويل نن په مارجه كي دمشترك يا دګډو عملياتو پنځه څلويښت ورځي كيږي خو لا دمارجي خلګو ته دډيرو عامه خدمتونو ترڅنګ دښووني اوروزني درياست اړونده يوه اداره هم نه ده خلاصه سوي
دمارجي ولسوال حاجي ظاهر شكايت وكړ چي په ډيرو ويلو يي ژبي وښتيان كړي دي مګر تراوسه يوه سكتوري رياست مارجي ته خپل استازي نه دي استولي
هغه وويل تيره ورځ يي په مارجه كي دخلګو له يوې پراخي غونډي پرمهال زياتو ولسي خلګو دخپلو ماشومانو پراينده تشويش وكړ او ددولت نه يي دښوونځي غوښتنه وكړه ،
دمارجي ولسوال وويل دده دمالوماتو له مخي تر اتيا زيات معليمان په داسي حال كي خپل مياشتنۍ معاش اخلي چي حاضر نه دي چي زده كوونكو ته زده كړه وركړي
په عين حال كي دمارجي خلګ هم له دولتي خدمتونو نه راضي نه دي دوي وايي څنګه چي اټكل كيدى هغه سي يي هيلي نه سوي پوره
دمارجي خلګ وايي يوه نيمه مياشت كيږي چي مارجه دولت ونيول ، خوامنيت نه دى ټنك سوى دبيارغوني څرك نه ترسترګوكيږي او په ډيروسيمو كي لا دماينونو ويره سته خو دمارجي ولسوال وايي تراوسه لا په مارجه كي ددوي په وړاندي ننګوني سته ،هغه وايي دمارجي ډير كورنه تصفيي ته اړتيا لري ،
او لا دوي وخت نور هم لري چي دكورنو تصفيه پيل كړي هغه وويل دمارجي ډير خلګ له جنګ نه ستړي دي خو ددولت پراخو مرستو ته اړتيالري
دمارجي ولسوال حاجي محمد ظاهر وويل كه څه هم په لنډو ورځو كي پلان لرو چي دري نوي ښوونځي جوړي كړواو څلور يي ترميم كړو خو دده په خبره چي دښوونكو پوره كاري ټيم ته اړتيا سته چي دخلګو زامنوته درس وركړي
دمارجي ولسوال په كلكه وويل كه چيري هغه ښوونكي چي دولتي معاش اخلي اودندي ته نه حاضريږي مارجي ته رانسي او ماشومانو ته درس ورنكړي نو بله لاره يي پيداكړى ده چي اجيرو ښوونكو ته معاش وركړ ي او په مارجه كي ښوونځي پرانيزي
ولسوال وويل تراوسه يوازي شپيته زده كوونكي لري او هغوي هم په يوه كنډواله كي روزمره زده كړه كوي
دهيره ولو نه ده چي دافغان دولت ډيرو لوړ پوړو چارواكو دمارجي دعملياتو دپيل سره جوخت هلمندته پرلپسي سفرونه وكړه او دمارجي دګلي ګلزار جوړولو كلكي ژمني يي وكړي
خو تراوسه په مارجه كي امنيت نسته ،ښوونځي نه دي خلاص سوي او پرلارو كرل سوي ماينونه لاهم تر ډيره نه دي پاك سوي او خلګ له دولتي خدمتونونه ناراضه دي

۱۳۸۹-۱-۹
سروري هلمند

۱۳۸۹ فروردین ۸, یکشنبه

سمونوال اسداالله شېرزاد دزابل دامنيه قومندان په توګه وټاكل سو.


سمونوال اسداالله شېرزاد دزابل دامنيه قومندان په توګه وټاكل سو.
ديكشنبي په ورځ دهلمندامنيه قوماندان درخصتيدوپه موخه يوه پراخه غونډه جوړه سوه چي پكښي دهلمندوالي ،دولايتي شوراوكيلانو،ددولتي ادارومسولينوپه سلګونوقومي مشرانواوزيات شميرژورناليستانواوپوليسوګډون كړي و.
دهلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزادچي دڅه مودي راپه ديخوايي په هلمندكي دامنيه قوماندان په توګه دنده ترسره كړي ترډيره بريده يي دامنيت په كابوكولوكي مثبت رول لوبولي اوپه دي لاره كي يي كوټلي ګامونه پورته كړي وه
هغه مراسيم چي ديكشنبي په ورځ دامنيه قومانداني دجلساتوپه تالاركي نيول سوه امنيتي مسولينواوقومي مشرانودښاغلي اسدالله شيرزادهڅي وستايلي چي په پوره توان يي ددي ولايت داوسيدونكودژونددهوسايني اوخدمت په لاره كي ترسره كړي وي .
دامنيه قومانداني كشفي مرستيال عبدالكريم وويل دكومي مودي راپه ديخواچي ښاغلي شيرزادپه دي ولايت كي دامنيه قومانداني مسوليت په غاړه اخيستي دپوليسوليكي پياوړي سوي امنيتي ساحه پراخه سوي اوډيري سيمي ددولت دمخالفينودشتون څخه پاكي سويدي ..
هلمندوالي محمدګلاب منګل زياته كړه دسمونوال اسدالله شيرزاددواكمني پرمهال پوليس په مسلكي زده كړوسمبال اودپوليسولپاره ښوونيزمركزونه جوړسوي چي اوسمهال هم پكښي پوليسوته زده كړه وركول كيږي
دده په وينادمګړي دپوليسواوخلكوترمنځ په بشپړه توګه داعتماداوباورفضاموجودده چي په زياته اندازه دجرايمومخه نيول سوي اودخلكوستونزوته دپاي ټكي ايښودل سويدي
والي همدارازسمونوال اسدالله شيرزاديومنلي شخصيت وباله اوزياته يي كړه چي ده دخپلي كاري وړتياله مخي په هلمندكي دامنيتي چارو په سمون كي مثبت اوبنسټيزګامونه پورته كړيدي ...
دملي امنيت ريس بريدجنرال محمدنعيم مومن اودولايتي شوراريس محمدانورپخپلوخبروكي داسدالله شيرزادميړانه وستايل چي دهيواداوخلكودمال اوعزت په خوندي ساتلوكي نه ستړي كيدونكي هلي ځلي ترسره كړيدي اوټول ولس يي دترسره سوخدمتونونه منندويه دي
وروسته دايساف اومرين ځواكومشرانوخبري وكړي اودده ترسره سوكړونه په هكله يي معلومات وړاندي كړه .
ښاغلي شيرزاد دټولودولتي مسولينواوخلكونه مننه وكړه چي دده سره يي دكارونوپه ترسره كولوكي مرسته اوهمكاري كړي ده اوداټول پرمختګونه اولاسته راوړني يي دخلكونيغه همكار اوننګه وبلله

دغونډي په ورستيوشيبوكي سمونوال اسدالله شيرزادته دهغه دښه كاري وړتياله مخي دغونډي ټولوګډونوالوستاينليكونه اوتحفي وركړي اوورته يي په راتلوونكي دنده كي دلابرياليتوب هيله وكړه.

۱۳۸۹-۱-۸
سرووي هلمند

۱۳۸۹ فروردین ۶, جمعه

لوړپوړوچارواكودمارجي ولسوالي ته سفروكړ







دافغاستان داسلامي جمهوريت دسيمه ئيزواورګانودخپلواكي ادري رئيس دبيلابيلووزارتونواستازودهلمندوالي دملي امنيت رئيس دهلمندامنيه قوماندان اوديولړنورودولتي ادارومسئولينودپنجشنبي په ورځ مارجي ولسوالي ته سفروكړددي سفراصلي موخه په سيمه كي دښي دولت داري ترڅنګ خلګوته دښه ژوندكولودزميني دبرابرولولپاره ښودل سوي وو،
خبر................................... سروري
دافغانستان داسلامي جمهوريت دسيمه ئيزوارګانودخپلواكي اداري لوي رئس غلام جيلاني پوپل دپوهني دوزارت دسوادزدكړي دبرخي مسـول الله باز جم دهيواد دبيلابيلووزارتونوداستازترڅرنګ دهلمندوالي محمدګلاب منګل دملي امنيت رئيس بريدجنرال محمدنعيم مومين دهلمندامينه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزادداستاف محكمي لوي رئيس نجيب الله غفوري او ددولتي اداروځينومسئولينودپنجشنبي په ورځ مارجي ولسوالي ته سفروكړ ،
ددي ګډپلاوي دسفرموخه په مارجي ولسوالي كي دښي دولت داري ترڅنګ دمارجي ولسوالي خلګوته ديولړنوروهغه پروژوپيل كيدل ښودل سوي وه كوم چي دمارجي ولسوالي عام اولس ورته اړتيادرلودل ،
سيمي ته په رسيدوسرسم دمارجي ولسوالي په انګړكي ددي سيمي دبيلابيلوقومونودسپين ږيروترڅنګ ددي ولسوالي ځوانانوديوغونډي پرمهال ديادګډپلاوي سره دخپلوسيمودستونزدحل كولوپه موخه وكتل ،
دمارجي دسيمي دوتنوقومي سپين ږيرودټولوراټولوسوكسانوپه نمائنده ګي په وارسره دخپلوخبروپرمهال دورپيښوسووستونزوپه اړه دي لوړپوړي پلاوي ته په بيلابيلوبرخوكي معلومات وړاندي كړل ،
وويل چي موږپه مارجي ولسوالي كي ديولړډيروسختوستونزوسره مخامخ يولكه دصحي كلينوكونودمكتبونودلويولارودويالوياكانالونودسره رغول دااويولړنوري ستونزي ددوي پروړاندي پرتي وي چي دديسمي دخلګوخبري دي ګډپلاوي په ډيرغوراودقت سره واوريدي خوخلګوددي ټولوستونزوسره سره بياهم امينت ترټولواړين ديوسيمي لپاره وه باله اووويل چي ترڅوموږته پوره امينت رانسي موږته داسي كارونه چي هغه دبيارغاوني وي هيڅ ډول كومه ګټه نلري ترڅوپوره امينت تئمين نسي ،
دقومي سپين ږيروترخبروورسته دهلمندوالي محمدګلاب منګل په خپلوخبروكي دمارجي ولسوالي ټول شريف اولس ته ډاډوركړچي ډيرژربه په ټول ولسوالي كي پوره امنيت تئمين سي ولي داوس لپاره په سلوكي نه وي سلنه سيمه ددولت تركنټرول لاندي ده خودورځوپه تيريدوسره به ټول ولسوالي ددولتي كسانوپه ولكه كي راسي چي بيابه ددي سره دخلګوهررازستونزي حل سي ،
نه به كومه بيره بيااوجودولري اونه به هم خلګ دداسي ستونزوسره مخامخ كيږي ،
ښاغلي منګل دتيرپشان بياهم ددولت پرضددمخاليفيونوڅخه وغوښتل چي نوردجنګ جګړي څخه لاس واخلي اودخپل اسلامي جمهوري دولت سره داساسي قانون ترسوري لاندي خپل ژوندته په ښه اوارام ډول ادامه وركړي خووالي همدارازدهرهغه طالب ديوځاي كيدوپه سورت كي چي دخپل دولته سره يوځاي كيږي دهغه لپاره دښه ژوندكولودزميني دبرابروسره سره دهغه سراومال به په ډيره ښه توګه ساتل كيږي اودوي دي دهيڅ ډول بيري څخه كوم تشويش نه كوي
د هلمندوالي محمدګلاب منګل دقومي سپين ږيروڅخه وغوښتل چي خپل بچي دملي اوردوملي اوملي پوليسوپه ليكوكي شامل كړي ترڅودمارجي ولسوالي خلګ دخپلي ولسوالي لپاره امنيت راولي اوخپل خلګ يي په سوله كي ژوندپيل كړي ،
والي همدارازددي ولسوالي دخلګوسره دظلم خبره هم ياده كړه وويل چي ددي سيمي دخلګوسره نه يوازي طالبانوبلكي دولتي كسانوهم دهغيوسره ظلم كړي خوښاغلي منګل ژمنه وكړه چي پدي ولسوالي كي به ملي اوردوملي پوليس اوددي ولسوالي لپاره اولسوال به ستاسوپه څوښه ټاكل كيږي ولي چي بيادتيرپشان ددي قدرمن اولس سره ظلمونه بيادسره تكرارنسي ،
په غوڼده كي دافغانستان داسلامي جمهوريت دسيمه ئيزواورګانونودخپلواكي اداري لوي رئيس غلام جيلاني پوپل خلګوته دهيواددجمهوررئيس ښاغلي حامدكرزي دسلامونودوه يلوسره سره يي هغيوته ډاډوركړچي دافغانستان اسلامي دولت نورهغه كسانوته په خپله خاوره كي ځاي نه وركوي كوم چي هغه ددي خاوري ابادول او ددي خاوري دبچيانوښه ژوندكول نه غواړي ،
ښاغلي پوپل دخلګوهمكاري ترټولوخبرواړينه وبلل وويل چي خلګ دخپل دولته سره همكاري ونكړي نه يوازي داسيمه بلكي په ټول هيوادكي سوله راويستل نامومكينه خبره ده ،
پوپل همدارازدخلګوڅخه وغوښتل چي نوربه دپرديوپه لمسون نه غوليږواوخپله خاوره به اباده ووخوده دپاكستان لاسوهنه دافغانستان په چاروكي مستقيمه وبلل ،
په سيمه كي مي دافغانستان داسلامي جمهوريت دسيمه ئيزواوركانونودخپلواكي اداري دلوي رئيس غلام جيلاني پوپل څخه دده دسفرپه اړه چي مارجي ولسوالي ته ئي كړي وه پوښتل ده راته دخپل سفراصلي موخه داسي بيان كړه وويل چي څه مودي مخكي دهيوادجمهوررئيس ښاغلي حامدكرزي چي كوم سفرمارجي ولسوالي ته كړي ووهغه دمارجي ولسوالي دخلګوسره ژمنه كړي وه ،
هغه ځواكونه چي ددوي په مكاتيبواوياهم دهستوګني په ځايونوكي ځاپرځاي سوي دي ووزي ،
اويولړنوري موهيمي دبيارغاوني هغه پروژي چي دمارجي ولسوالي دپاره تربل هركاراړيني دي هغه ترسره كړو خوكله چي مي ورځندي وه پوښته چي اياكوم هغه دبيارغاوني كارونه دي چي تاسوورته دمارجي ولسوالي لپاره دلومړي توب حق وركوي ښاغلي پوپل راته داسي وويل .....
وروسته ترغونډي دهيواددسيمه ئيزواورګانونودخپلواكي ادري رئيس غلام جيلاني پوپل دهلمندوالي محمدګلاب منګل اودمارجي ولسوالي ولسوال ظاهرخان ددي ولسوالي دټولودفترونوڅخه ليدنه وكړه اوددي ولسوالي ولسوال ته يي دنده وسپارله ټرڅوډيرژردولسوالي لپاره كومه وداني چه ده هغه دسره څخه ورغوي اوكومي هغه شعبي چي دولسوالي په اداري پوري مربوطوي هغه جوړكړي ترڅونوركاركونوكوته كومه ستونزه اونه هم ددي ولسوالي خلګوته دخپلومشكلاتودحلولولپاره بياهيڅ نوعه ستونزه رامنځته نسي ،

۱۳۸۹-۱-۶
سروري هلمند





دهلمنددمركزلښكرګاه او اړونده ولسواليو په سلګونو قومي مشرانو او عاموخلكو دامنيه قوماندان دكارونو ستاينه وكړه او ددولت دلوپړو چارواكو څخه يي وغوښتل ترڅو




دهلمنددمركزلښكرګاه او اړونده ولسواليو په سلګونو قومي مشرانو او عاموخلكو دامنيه قوماندان دكارونو ستاينه وكړه او ددولت دلوپړو چارواكو څخه يي وغوښتل ترڅو نوموړي نورهم په دي ولايت كي خپلي دندي ته ادامه وركړي .
خبر................................................. سرروي
دمركز لښكرګاه او اړونده ولسواليو په سلګونو قومي مشرانو او عاموخلكو دپنجشنبي په ماښام دولايت د مقام په ميلمستونه كي دافغانستان داسلامي جمهوريت دسيمه ايزو ارګانونو دخپلواكي ادارې دريس غلام جيلاني پوپل سره په داسي حال كي وكتل چي دهلمندوالي محمدګلاب منګل ترڅنګ دولايت دمقام مرستيال او يوشمير نوردولتي مسئولين هم حاضروه ..
دكتني پرمهال راغلو قومي مشرانو او عامو خلكو دښاغلي پوپل څخه وغوښتل ترڅو دهلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد دي دخپل دندي څخه بل ولايت ته نه تبديلوي . ددوي په وينا ښاغلى شيرزاد په دي ولايت كي لومړني قوماندان دي چي دامنيت چاري يي كابو كړي او خلكو ته يي دهوسا ژوند كولو زمينه برابره كړي ده .
راغلو قومي مشرانو اوسپين ږيرو دامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد نه ستړي كيدونكي هڅي وستايلي چي ددې ولايت دخلكو دامنيت او سوكالي په برخه كي يي ترسره كړي او خلكو ته يي په ښار او سيمو كي دامن فضا رامنځته كړي .
دوي روښانه كړه چي دهلمند ډيري هغه ولسوالي چي ددولت دوسله والو مخالفينو په لاس كي وي دښاغلي شيرزاد ددندي پرمهال ددولت ترولكي لاندي راغلي او په كي امنيت رامنځته سوي .
ددوي په وينا شيرزاد ددې ولايت دخلكو په كلتور پوه شخصيت دي او دوي ورڅخه راضي دي ځكه دښاغلي پوپل څخه غوښتنه كوي چي امنيه قواندان دي په همدي ولايت كي خپلي دندي ته ادامه وركړي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دسيمه يئزه اورګانونودخپلواكي ادراي ريئس غلام جيلاني پوپل دډيري خوښي ترڅنګ يي دداسي غونډوراټولول ددي دولت دپياوړوكيدواصلي عوامل په گوته كوي ،
ده همدارازوويل چي دخوشحالي خبره خولاداهم ده چي دهلمندولايت اوبيلابيلوولسواليوخلګ ديودولتي كس په تبديلي كي چي هغه ديوبل ولايت دلاښه امينت په راوسيتلوكي ښه رول ولوبه وي خوددي ولايت خلګ بياغوښتنه كوي چي امينه قوماندان دي په همدي ولايت كي پاته وي ،
ښاغلي پوپل چي دهلمنددامينه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد دحپل ځان ډيريونږدي ملګري هم وه باله خودهغه هڅي اوكوښه ښونه يي هم وه ستايل ،
اوراغلوخلګوته يي ژمنه وركړه چي به خپل هغه وس هم په كارواچوم كوم چي زماسره اوجودولري ولي چي دافغانستان اسلامي دولت هم هلي ځلي كوي ترڅوپه ټول هيوادكي سوله تئيمن سي داچي شيرزادددي ولايت خلګوته يوداسي امينت راويستلي دي نوموږهم خوشحاله يوچي دهلمندولايت پشان په ټول هيوادكي د ټولودولتي كسانوڅخه خلګ راضي وه ساتو،
پوپل همدارازرغلوخلګوته پوره اتمنان وركړچي زه به ستاسوداخبري ټكي پټكي دهيواد جمهورريئس ښاغلي حامدكرزي ته اوهمدارنګه دهيواد دكورنيوچارودوزيرښاغلي محمدحنيف اتمرسره شريك وم ترڅودهلمندامينه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزادپه همدي ولايت كي پاته وي ،

۱۳۸۹-۱-۶

۱۳۸۹ فروردین ۴, چهارشنبه

دځوان سندرغاړي حبيب الله شباب ده راتګ هلمندولايت ته خبر ويونكي سروري

دځوان سندرغاړي حبيب الله شباب تودهركلي ترسره سوو

دهلمندپه بست ملكي هوائي ډګركي دځوان سندرغاړي حبيب الله شباب هركلي په ښومراسيموسره ترسره سوو خوددي بلاګ چلوونكي ګران شباب اودهغه ټولي كورني اوهلمنديانواوپه خاص ډول ټولوهيوادوالوته دزړه له تله مباركي وړاندي كوي
مننه په درنښت سروري














په هلمندكي دځوان سندرغاړي حبيب الله شباب تودهركلي ددولتي چارواك ترڅنګ دسلګونوهلمندي ځوانانواوعاموخلګولخواوسوو

په هلمندكي دځوان سندرغاړي حبيب الله شباب تودهركلي ددولتي چارواك ترڅنګ دسلګونوهلمندي ځوانانواوعاموخلګولخواوسوو،
حبيب الله شباب چي دافغان ستوري په يروسه كي يي دهيوادپه كچه دوهم مقام خپل كړدچهارشنبي په ورځ دهلمندولايت دبست ملكي هوائي په ډګركي يي په ښوشانداره مراسيموسره هركلي ترسره سوو،

دهلمندځوان سندرغاړي حبيب الله شباب هلمندولايت ته راورسيدي دي ځوان سندرغاړي چي دافغان ستوري په پروسه كي يي چي ټول دوه زره اته سوه كسان وه خودي ځوان سندرغاړي دهيواد په كچه دوهم مقام خپل كړچي داافتخارات يي هلمنديانوته ورپه برخه كړ،
دچهارشنبي په ورځي يي په بست ملكي هوايي ډګركي يي دكورني دغړوترڅنګ دهلمندولايت داطلاعات اوكلتوررئيس عليشامظلومياردمخابراتواوتكنالوژي رئيس محمدفاضل صافي دځوانانوعمومي مديرعلاولدين سلطاني ترڅنګ دهلمندولايت په سلګونوځوانانودادب اوهنرمينه والوهغه ته دتواده هركلي په منځوردهغه په غاړه كي دګلونوهاورنه ورواچول او دده څخه ډيرخوښ وه چي حبيب الله شباب دهنرپه ډګركي دټول هيوادپه كچه دوهم مقام دهلمنديانو په برخه كړ ،
ځوان سندرغاړي حبيب الله شباب دهلمندپه بست ملكي هوايي ډګركي هلمندراډيوتلويزيون ته دخپل مقام دلاسته راوړلواوددي مقام اوخوشحالي په اړه داسي وويل ،
دهلمندځوان سندرغاړي حبيب الله شباب دبست ملكي هوايي ډګرڅخه بياتردولتي مطبعي پوري په خوراښواوشانداره مراسيموسره بدرګه سوو،
دهلمندولايت په دولتي مطبعي كي داطلاعات اوكلتوررئيس عليشاومظلوميار دخپلوخبروپرمهال يي د ډيري خوښي ترڅنګ دحبيب الله شباب ددي مقام لاسته راوړل يي نه يوازي دده لپاره بلكي ټولوهلمندوالولپاره يي دايوبل دپرمختګ يوګام وه باله ،
ده همدارازوويل چي هلمنداوس دترقي په حال كي دي اوس هغه هلمندنه دي كوم چي دتيرپشان وو،
په جوړه سوي غونډه كي دځوانانوعمومي مديرعلاولدين سلطان هم دهلمنمدي ځوانانوهڅي اودهغيولاسته راوړي مقامونه چي پدي ورستيوكي هلمندته راوړي ستاينه وكړه ،
خوښاغلي سلطاني ددي خوشحالي دمراسيموترڅنګ يي خواشيني هم څرګنده كړه چي ګواكي دهلمندولايت اجتماعي اوكلتوري ټولنوته يي خبروركړي ترڅوورسره پدي دخوشالي په مراسيموكي برخه واخلي خودسلطاني په خبره چي پدي خوشحالي كه نه هم اجتماعي اونه هم دكلتوري ټولنواستازوبرخه درلوده ،
په غونډه كي درسنيودمركزمسئول احمدشاه پاڅون هم دځوان سندرغاړي حبيب الله شباب ددي لاسته راوړني ستاينه وكړه وويل چي دالومړي ځل نه دي چي هلمندولايت دداسي پرمختګونوجوګه ګرځي ،
دغونډي وروسته ځوان سندرغاړي حبيب الله شباب ترخپله كوره په ډيروښومراسيموسره بدرګه سوو،
ديادوني وړده چي يوه اوني وړاندي هم دټول هيوادپه كچه د سراج المنيرپه نوم د قران كريم په سياليوكي دهلمندځوان قاري محمدعلي خسروي لومړي مقام خپل كړي وو چي داځل حبيب الله شباب دافغان ستوري په پروسه كي دوهم مقام خپل كړ

۱۳۸۹-۱-۴
سروري هلمند

۱۳۸۹ فروردین ۲, دوشنبه

دموسي كلا ولسوال ملاسلام وايي دموسي كلا دشاه كاريز سيمه دمركزي دولت دنه توجه په خاطردوسلوالو طالبانو په لاس كي وليويده

دموسي كلا ولسوال ملاسلام وايي دموسي كلا دشاه كاريز سيمه دمركزي دولت دنه توجه په خاطردوسلوالو طالبانو په لاس كي وليويده
دموسي كلا ولسوال وايي دشاه كاريز نيول دټولي موسي كلا نيول دي او داسيمه دموسي كلا لپاره ډيره مهيمه ده
ولسوال ويلي دي چي په شاه كاريز كي اوه اوني دطالبانو او پوليسوترمنځ جنګ كي اوه كسه پوليس وژل سوي دي او اولس تنه هم ټپيان سوي دي

دموسي كلا ولسوالي شاه كاريز سيمه وروسته تراوږدي جګړي دولسوالو طالبانو په لاس كي وليويده ،دموسي كلا ولسوال وايي دشاه كاريز دپوليسوا و طالبانو ترمنځ دڅلوركلونو راهسي سختي نښتي او شخړي رامنځته سوي دي
چي په تيره اونۍ كي يي دخپل نوبت ستره دوره تيره كړه او بلاخره هغه سيمه ددولت دمخاليفينو په لاس كښيوته
په شاه كاريز كي اوه كسه دولتي پوليس ووژل سوه او تر اولس زيات نور ټپيان سوه چي دولسوال په خبره داكثرو وژل سوو پوليسو كورني هم په شاه كاريز كي بندي پاته دي
شاه كاريز چي يووخت دكجكي ولسوالي دلوي علاقه داري په نوم مشهوره وه دموسي كلا ،سنګين ،او كجكي ولسواليو لپاره ډير مهيم اهميت لري
دموسي كلا ولسوال وايي دمركزي دولت دنه توجه ترڅنګ دبهرنيو ځواكونو نه ملاتړ دده پوليس ديته اړ ايسته چي سيمه پريږدي او موسي كلا ته راسي
ملاسلام وايي وړاندي تر دي دهرډول نښتو مخه په شاه كاريز كي نيول كيده چي وروسته تر دي به داټولي ستونزي دموسي كلا مركزي سيمو ته نفوذ وكړي
دموسي كلا ولسوال وايي دتيرو دوه نيم كالو راهسي هلته پنځه شپته تنه پوليس وژل سو يدي او لسګونه نور يي هم ټپيان سوي دي
ولسوال ددې پړه پرمركزي دولت ورواچول چي دده په خبره ګواكي سره له دي چي بار بار يي خبر وركړمګر بيا يي هم چامرسته ونه كړه
ملاسلام وويل په موسي كلا كي د هغه پوليسو نه چي دكورنيو چارو وزارت له لوري دشاه كاريز سيمي دساتلو په خاطر وركول سوي وه اوه كسه وژل سوي دي او اتلس تنه يي ټپيان سوي دي
ديادوني وړ ده چي دموسي كلا ولسوالي په شاه كاريز سيمه كي دپوليسواو طالبانو ترمنځ څومياشتي وړاندي ديوې اوږدي نښتي پرمهال يوشت تنه پوليس ووژل سوه او ګڼي پوستي ددولت دمخاليفنيو په لاس ورغلي
دموسي كلا ولسوال وايي داځل يي دوسلوالوطالبانو پنځوس تنه وژلي دي او ګڼي وسلي يي هم په لاس ورغلي دي
خو دطالبانو وياندقاري يوسف احمدي دانه مني وايي يوازي دوه طالبان دشاه كاريز په سيمه كي وژل سوي دي
قاري يوسف احمدي وايي په شاه كاريزي كي يي ټولي پوستي او سيمه نيولي ده او ددريو رنجر موټرونو ترڅنګ يي يوه كرولا هم نيولي ده
قاري يوسف وايي پنځه ويشت تنه پوليس يي وژلي دي او دوه تنه طالبان هم په دي نښتو كي وژل سوي دي

سروري هلمند

۱۳۸۹ فروردین ۱, یکشنبه

دهلمندپه گرشك ولسوالى كې ځانمرگي بريدولسي وگړوته مرگ ژوبله واړوله.

دهلمندپه گرشك ولسوالى كې ځانمرگي بريدولسي وگړوته مرگ ژوبله واړوله.
ځايي چارواكي وايي چې بريددزرنج په نوم ديوه موټرسيكل په وسيله ترسره شوى اوموخه يې دملي اردوموټروچې هغه ترې تيرشوى دى.
ددې بريدپړه تردې مهاله چاپرغاړه نه دی اخيستى.

دهلمنددوالي وياندمحمدداوداحمدي ديكشنبې په ورځ په تيلفوني اړيكه كې وويل چې بريدديوې بجې په شاوخواكې ديادې ولسوالى په بازاركې دكندهارهرات دلويې لارې په اوږدوكې دپله پرسر ديوه موټرسيكل په وسيله ترسره شوى چې په پايله كې يې لس ولسي وگړي وژل شوي اواوه نورټپيان شوي دي.
دنوموړي په ويناچې كيداى شي دمړواوټپيانوشميره نوره هم لوړه شي ځكه چې ويل كيږي چې ځينې مړي اوټپيان دلويې بغرااوبوله ځان سره وړي دي.
بل پلودگرشك ولسوال عبدالاحدخان وايي چې نوموړي پله ته دسيدتاجدارآغاپه نوم زيارت نږدې دى اودهركال په لومړى ورځ ورباندې جنډه پورته كيږي چې په نوموړې سيمه كې دخلكوگڼه گوڼه زياته وه ،
ددې بريدپړه تردې مهاله چاپرغاړه نه ده اخيستې.
داپه داسې حال كې ده چې دنوي كال درارسيدوپه مناسبت دنوروزدلمانځنې لپاره دهيوادپه گوټ گوټ كې كلك امنيتي تدابيرنيول شوي دي اوپه نوی کال کی کی په هلمند ولايت کی دالمړی ځانمرګی بريددی چی ترسره کيږی چی قربانيان يی هم ټول ولسی وګړی دی.

سروري هلمند

ستا ينليك

ددريزپرشاوخوادشاعرانوانځور
دمشاعري يوبله څنډه

درويش صاحب دشعرويلوپرمهال
دمشاعري يوه څنډه

په هلمندكي ولايت كي هم دهيواددنوروولاياتوپشان دنوي كال لومړي ورځ په ډيرجوش اوخورش سره دهمندوالولخوا وه لمانځل سول خوددي ورځي په مازديګردهلمندولايت دځوانانودمديريت لخوادهلمندولايت په ميلمستون كي يوه ډيره ښه اوپه زړه پوري مشاره اوټنګ ټكورهم دهلمندي ځوانانودخوشحالتيالپاره جوړسوي ووپدي جوړسوومراسيموكي دځوانانودمديريت لخوا هغه ځوانانوته ستاينليكونه هم وركول سوه كوم چي يي هلمندته ښه خدمت ترسره كړي دي خوددي مديريت لخوايوخاص ستاينليك سردارمحمد سرروي ته دهلمندولايت دتيري ولايتي شورادمرستيال ښاغلي روزګاني لخواپه تودوچكچكودبدرګه كولوسره يوځايي وركول سوو






۱۳۸۸ اسفند ۲۹, شنبه

خوږملګري

داځوان عبدالقديم نوميږي تخلص يي نورزايي دي دهلمندولايت دواشيرولسوالي اوسيدونكي دي كچيري يي دښيګڼودښه اخلاق ايولړهغه ښوخوصيصياتوپه اړه ومعلومات وړاندي كړم تاسوبه ډيرهك پك هيران سي ولي چي زه ورسره روزمره ژوندكوم تاسوته يي دښواخلاقوپه اړه څه نه معلوميږي خيرپه هرحال نوريي صفت ځكه نكوم چي ځيني كسان نظرلري بيايي راڅخه لري كوي زه نه غواړم چي دداسي ملګروڅخه يوازي ژوندوكم اودده سره په ژوندتيره ولوكي خورازياته خوشحالي وي
دګران ملګري مي دروه پيژندي خوكه ستاسوپه ژوندكي هم داسي يوخوږملګري وي اوغواړي چي ددي لاره څخه دهغه ستاينه وكړي نوتاسوراته هم دخپل ملګري په اړه معلومات اودهغه يوه دانه عكس هم راوليږه
مننه په درنښت ستاسودوست سروري

۱۳۸۸ اسفند ۲۸, جمعه

په هلمندكې دقاري محمدعلي خسروي تودهرکلي دسلگونواوسيدونكولخوا وسوو.

قاري محمدعلي خسروي دپلار نوم شيخ سلمان علي دلښكرګاه ښار دكارته لګان دسيمي اوسيدونكي

































































په هلمندكې دقاري محمدعلي خسروي تودهرکلي دسلگونواوسيدونكولخوا وسوو.
قاري محمدعلي خسروي چې په دې وروستيوكې يې دسراج المنيرپه نوم دقرآن كريم سيالى چې دبيات بنيادلخواپه كابل كې جوړې سوې وې لومړى مقام خپل كړ
قاري محمدعلي خسروي چې دجمعې په ورځ هلمندته راورسيد دځايي مسولينوترڅنگ دهلمنددسلگونواوسيدونكولخواله هوايي ډگرڅخه بياترمركزي جامع جومات پورې بدرگه سواوپه هغه غونډه كې يې هم گډون وكړچې دلښكرگاه په مركزي جامع جومات كې دده دبرياپه موخه جوړه سوې وه.
په غونډه كې ويناوالودبيات بنياددغه اقدام وستايه اوله نوروبنيادونوڅخه يې هم غوښتنه وكړه چې په دې برخه كې خپلې هڅې ونه سپموي.
په دې غونډه كې دهلمند مرستيال والي عبدالستارميرزكوال وويل چې محمدعلي خسروي هغه څوك دى چې نه يوازې يې ځان بلكې ټول هلمندته يې وياړوروبخښه
ده زياته کړه دهلمندډيري هغه ځوانانونه اسلامي لاره ورکه ده چي په نشه يي توکو روږدي ،
ده وويل دهلمنددځوانانولپاره به دزده کړي پوره زمينه برابروي چي دديني علوموترڅنګ به زموږ ځوانان عصري علوموته هم پوره لاس رسي ولري .
دښاغلي ميرزكوال په ويناچې ځايي اداره نوره هم هڅه كوي چې دښوونې اوروزنې په برخه كې خپلې هڅې زياتې اودهلمندپه هره سيمه كې دديني اوعصري زده كړولپاره زمينه برابره كړي.
ښاغلي ميرزکوال وويل دهلمندوالي محمدګلاب منګل له لوري قاري علي محمدخسروي ته يوه داوسيدو ريحايشي نمره اويوستاينليک هم ورکړل سوي دي
ديني عالم شيخ تقدسي وويل محمدعلي خسروي دهلمندنه بلکي دټول افغانستان وياړدي
ده وويل ټولوځوانانوته پکار ده چي خپل راتلوونکي ته پاملرنه وکړي ترځوهرځوان مووياړلي وي
ده په همدي وخت په هلمندولايت کي ټولوکرونده ګروڅخه غوښتنه وکړه چي له دي ولايت څخه دنشه يي توکوکراوکيله ورکه کړي
ده وويل زموږډيري ځوانانو دهمدي نشه يي توکوله امله خپل شرين ژوندله لاسه ورکړي دي .
شيخ تقدسي دقاري خسروي دستايني ترڅنګ له مسولينوڅخه غوښتنه وکړه چي په دي ولايت کي دقرانکريم دزده کړي يومرکزجوړکړي ترڅوهرځوان وکولاي سي چي په ډيري اساني سره دغه ډول وياړهلمندولايت ته له ځانه سره راوړي .
دغونډي په ورستيوي کي دهلمندعلماشورا ريس مولوي خداينظر ديني عالم عبدالغفورخسروي اودځوانانواړيکواومعلوماتومرکزمشرمحراب الدين پژواک ددي سياليوپه لاره اچول يونيک کام وباله اوله مسولينوڅخه يي غوښتنه وکړه چي دغه ډول سيالي نوري هم دځوانانوترمنځ په لاره واچوي .
ديادونې وړده چې د دغو سياليو لومړى مقام له هلمند ولايت څخه قاري محمد علي او دوهم مقام د مزار شريف څخه قاري بشير او دريم مقام ، د هرات ښار اوسيدونکي قاري مسعود تر لاسه کړاو د بيات بنياد د دغو سياليو د لومړي مقام ګټونکي ته پنځه سوه زره ، د دويم مقام ګتونکي ته دوه سوه زره او د دريم مقام ګټونکي ته سل زره افغانۍ نغدي جايزې هم ورکړي.

۱۳۸۸-۱۲-۲۸ سروري هلمند

۱۳۸۸ اسفند ۲۷, پنجشنبه

دهلمندراډيوتلويزيون همكاراني لينار حيمي اوسهيلاعرضو


ښه انسان هغه څوك دي چي دچابدونه غواړي

دهلمندراډيوتلويزيون راپورتران كيمره مي نان اوتخنيكاران دسروري سره په يوه انځوركي دهلمندراډيوتلويزيون په انګړكي


كچير څوك هميشه يوموټي وه اوسي نوستاسوپشان به كاميابه وي



خداموهميشه داسي مينه ناكه ولره


هلمنده ته خودشملواودبګړيوكوريي



ښه ځوانان هميشه يوتربل جاريږي




څمري ښه خوندكوي دملګروپه منځ كي ژوندكول





مينه دزورخبره نه ده






كه زړه دي نوي نوردي نه مجبوره ومه






ښه اوخوشحاله ژوندكول خوهميشه يوالي او ورورولي راولي















ځوانانويوتربل جاريږي








هميش به نوي ښه ژوندون اومجلسونه








ښه ژوند هروخت ښه خوندكوي كنه تاسويي په يوه ښه انځوركي مشاهيده كوي








۱۳۸۸ اسفند ۲۶, چهارشنبه

دهلمند ولايت په مركزلښكرګاه ښار كي دوه تنه ځانمرګي بريدكوونكي وروسته ترهغه ووژل سوه چي يوې بهرني موسيسي ته ورننوتل

دهلمند ولايت په مركزلښكرګاه ښار كي دوه تنه ځانمرګي بريدكوونكي وروسته ترهغه ووژل سوه چي يوې بهرني موسيسي ته ورننوتل
ځانمرګو بريد كوونكو په ښځينه چادريو كي درخشه موټرسيكل څه په استفاده لښكرګاه ته ننوتي وه
دغه بريد كوونكي د اى ار ډې په نوم ديوې زراعتي موسيسي انګړته پرډيرو سترو ديوالونو ور واوښتل ،

كه څه هم دبريدكوونكو او دولتي پوليسو ترمنځ څو دقيقي ډزي تبادله كيدى خو دهلمند دامينه قوماندانۍ پوليسو وكولى سوه چي دغه بريد په يوازي لسو دقيقو كي خاموشه كړي
دهلمند دوالي مرستيال عبدالستارميزكوال څو دقيقي وروسته دپيښي په ځاى كي رسينو ته وويل
دوي وړاندي تر دي د بريد كوونكوپه اړه مالومات درلوده ،ميرزكوال وويل پوليسو وكولى سوه چي دبريد مخه دتصور سو ى وخت نه لاهم په چټكى سره ونيسي هغه وويل دواړه ځانمرګي بريد كوونكي ووژل سوه او دموسيسي يو تن بهرني كاركوونكي يوازي په سر ډير معمولي لګيدلى دى
كه څه هم وړاندي ديته ورته بريدونه وسلوالو طالبانو ترسره كړي دي خو تراوسه لاددي پيښي په اړه كومي ډلي په غاړه نه ده اخستى
په لښكرګاه كي دعاجلو پيښو دروغتون يو تن نرس وويل داى ار ډي دزراعتي موسيسي يوه ښځينه كاركوونكي هم په دي بريد كي ټپي سوه ده چي دده په خبره حالت يي نازك دى
خو په دي بريد كي ولسي وګړو ته هيڅ ډول زيان نه دى رسيدلي
ديوه بل خبرله مخي دهلمند دامينه قوماندان سمونوال اسدلله شيرزاد وايي دګرشك په ولسوالي كي ديوه ملكي كس په كور كي چاودنه سوي ده چي دكور غړو ته زيان نه دى رسيدلي خو دقوماندان په خبره ددوي پلتڼي ښېې چي هلته يوه كس دځانمرګي بريدكوونكي واسكټ په غاړه كوي چي پري چاودلي دي او يوازي ددغه كس سر په سيمه كي پروت دى
په دي اړه نور مالومات نسته خو دپوليسو په خبره چي پلټني يي رواني دي
ديادوني وړ ده چي دلښكرګاه نني بريد ته ورته يوه مياشت وړاندي هم شپږ تنه ځانمرګي بريدكوونكي له ګڼو وسلو سره په يوه ملكي ودانۍ ننوتل او تر مازديګره يي مقاومت وكړ چي وروسته دپوليسوا وملي اوردو له لوري ووژل سول
سردارمحمد سروري دهلمند نه

۱۳۸۸ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

دصفارپه نوم ديوې مجلي لومړي ګڼه دچاپه راووه ته

دصفارپه نوم ديوې مجلي لومړي ګڼه دچاپه راووه ته داګڼه چي په پنڅه شپيته موخونوكي په ښه كاغذاوښومطاليبوسره دهلمندادبي بهير په هڅوچاپ سوي پكښي دادبي مطاليبوترڅنګ دهلمندبيارغاوني اويولړنورپرمختګونوپه اړه يي هم توكي چاپ كړي دي
دصفارپه نوم لومړي ګڼه مجله دچاپه څخه راووه ته
داګڼه چي دهلمندادبي بهيرپه هڅواوزيارايستلوله مخي لومړي ځل دي چي چاپيږي
دصفارپه نوم خپلواكه ناپيلي ادبي كلتوري مهالني مجله ده چي دهلمندادبي بهيردګډوشاعرانواوليكوالانوپه مالي لګښت چاپيږي ،
خوددي لومړي ګڼي دچاپه ولومالي لګښتي دهلمندفرهنګپال والي محمدګلاب منګل لخواوركول سوي دي ،
دهلمندادبي بهيرمشرشاه محمددرويش خوندي ددي مجلي دښه كيفيت په اړه وايي چي په هلمند كي يي دډيرو ادبي هڅو سره جوخت دامجله هم دادب دلوري دپراخوالي او عامه ذهن دروښانتيا په خاطر چاپ كړي ده
ديادوني وړده چي ددي مجلي ترڅنګ نوري بيلابيلي مجلي اوجريدي هم په هلمندولايت كي چاپيږي چي دپام وړمطالب خپروي ،
چي ترډيره بريده اوس په هلمندكي دادب اوكلتورلپاره تربل هروخت زيات كارسوي اودلوستونكوپام ئي ځان ته راړولي ،

۱۳۸۸-۱۲-۲۵
هلمند سردارمحمد سروري

دهلمنددموسى كلاولسوالي به امريكايي ځواكونوته وسپارل شي.

دهلمنددموسى كلاولسوالي به امريكايي ځواكونوته وسپارل شي.
ځايي چارواكي وايي چې دغه گام په دې ولسوالى كې داوږدمهالي امنيت،بيارغونې اوښې حكومت دارى په موخه پورته كيږي.
دغه ولسوالي چې دلښكرگاه په شمال شاوخوا۹۰كيلومترى كې پرته ده دتيرودريوكلونوراپه ديخواپكې دافغان ځواكونوترڅنگ بريتانوي سرتيري ميشت دي چې كله كله دنښتواوماين چاودنوهم شاهده وي.
دهلمنددوالي وياندمحمدداوداحمدي وايي چې دبهرنيوځواكونومشران له افغان دولت سره په گډه پلان لري چې موسى كلاولسوالي امريكايي ځواكونوته وسپاري ترڅوهلته هم اوږدمهالى امنيت ټينگ ،بيارغونه چټكه اوښه اداره رامنځ ته شي.
داحمدي په ويناچې ستونزه داوه چې په دې ولسوالى كې بيارغونه ټكنى اوامنيت هم ډاډمن نه دى نولوړپوړوكورنيواوبهرنيوچارواكوداپتيلې ده چې ياده ولسوالي به امريكايي سرتيروته وسپاري.
ديادونې وړده چې وړاندې تردې دهلمنددگرمسيرولسوالي هم دافغان ځواكونوترڅنگ دبرطانوي ځواكونوپه لاس كې وه چې دروان زيږديزكال په لومړيوكې امريكايي سمندري ځواكونوته وسپارل شوه.
داپه داسې حال كې ده چې دزرگونوكورنيواوامريكايي سرتيروترڅنگ په هلمندكې شاوخوالس زره برطانوي سرتيري دامنيت په ټينګولواوله وسلوالوطالبانوسره په جگړه كې ښكيل دي.

سروري هلمند
۱۳۸۸-۱۲-۲۵

۱۳۸۸ اسفند ۲۲, شنبه

دهلمندامنيه قوماندان دشنبي په ورځ دنادعلي ولسوالي دګروپي شش په سيمه كي دعاموخلګوپه هغه پراخه غونډه كي برخه واخيسته كوم چي ددي ولسوالي دولسوال ترمشري ل

دهلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاددنادعلي ولسوالي دنظم عامي دپوليسودليواقوماندان سمونوال غلام محي الدين په هلمندكي دايساف ځواكونواستازوهم ګډون درلود دشنبي په ورځ دنادعلي ولسوالي دګروپي شش يه سيمه كي يه په هغه پرخه غونډه كي برخه واخيسته كوم چي ددي ولسوالي دولسوال حبيب الله شملان ترمشري لاندي جوړه سوي وه ،
ددي غونډي اصلي موخه دنادعلي ولسوالي اواړونده سيموكي دپوره امنيت دراويستلوسره سره ددي سيمي خلګوته ديوښه ژوندكولودزميني دبرابرولولپاره ښودل سوي وو،
په پيل كي دنادعلي ولسوالي ولسوال حبيب الله شملان دهلمندامنيه قوماندان اوورسره پلاوي ته دښه راغلاستي په ويلوسره يي هغه ته دنادعلي ولسوالي دامنيتي حالاتوپه اړه هم په بيلابيلوبرخوكي معلومات وړاندي كړل ،
دنادعلي ولسوالي ولسوال حبيب الله شملان دګروپي شش دسيمي اوسيدونكوته ديوښه او ارام ژوندپه ترسره كولوسره وويل چي تاسوبايدنوربيده پاته نسي اودخپل ځان اودخپلوبچودتعليم اودهغيولپاره ديومناسب ژونددبيرته پيلولولپاره كلكه مباريزه وكړي ترڅوستاسوبچي نوردتعليم دبرخي څخه نااوميده پاته نسي ،
ښاغلي شملان همدارازدسيمي داوسيدونكوڅخه وغوښتل ترڅوراسي دخپلومځكولپاره دكيمياوي سري ترڅنګ دبيلابيلوسبزي جاتوتخمونه هم ترلاسه كړي ،
په غونډه كي دهلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاددغونډي برخوالوته دخبروپرمهال وويل چي ستاسولپاره ديوښه امنيت راويستل زموږ دنده ده خوداپه يوازيني سرنسي كيدلي ترڅودسيمي خلګ دپوليسوسره همكارنسي ،
ښاغلي شيرزادهمدارازديوسيمي لپاره دپوره امنيت راويستل دخلګوپه همكاري پوري پوره پوره تړادرلودل وه بلل ،
دهلمندامنيه قوماندان دخپلوخبروپرمهال دسيموخلګوته وويل چي پدي ورستيوكي دماين په بيلابيلوپيښوكي دملكي وګړوددژني شميره ديرش تنوته رسيدلي خوښاغلي شيرزادغوښتنه وكړه چي تاسودپوليسوسره همكاره وسوترڅونورملكي وګړودمرګ ژوبلي مخه په كلكه وه نيول سي ،
دهمدارازدسيمي اوسيدونكي ته وويل چي كچيري تاسودپوليسودناسم سلوك سره اوياهم دمخاليفونودكوم ګواښ سره مخامخ كيږي تاسوبايدديوسل اولس شميري سره په تماس كي وه اوسي ترڅوهغه پيښي ته ژرترژره رسيده ګي وسي اوتاسوددي شره څخه وژغورل سي ،
دنادعلي ولسوالي دنظم عامي دپوليسودليواقوماندان سمونوال غلام محي الدين هم دغونډي ګډونكونكوته دهرراز امنيت دراويستلواوتاسوته ديوښه او ارام ژونددزميني په برابره ولوسره دخپل ځان مسئوليت وه باله خوغوښتنه يي وكړه چي
دنادعلي ولسوالي دګروپي شش دسيمي قومي سپن ږيروپه وارسره دهلمنددامنيه قوماندان څخه غوښتنه چي پوليس بايددخلګوسره ښه ژوندترسره كړي ترڅوخلګ دخپلوپوليسوڅخه نارازه نسي ،
دغوڼدي په ورستيوكي ددي سيمي دڅوتنوقومي سپين ږيروسره سره دايساف ځواكونومشركرنل هم ددي سيمي دامنيت دلاښه ټنګښت په اړه ددي ولسوالي خلګوته پوره اتمنان وركړ،
وروسته ترغونډي دهلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاددنظم عامي دپوليسوقوماندان په نادعلي ولسوالي كي دشهيد چهارايي ، زابر ،ګروپي شش ، قاري ، دولسم ، ديارلسم نمبر ، دري ګزي ،اوهم دارنګه ديولړنوروهغه پوستوڅخه هم ليدنه وكړه چي ددي سيمي داوسيدونكودښه ژوندكولولپاره ځا يي پرځي سوي وي اودهري پوستي قوماندانان يي په نقدي مكاقاتوسره وستايل ،سروري هلمند

۱۳۸۸-۱۲-۲۳

۱۳۸۸ اسفند ۲۰, پنجشنبه

ځمكني ماينونودهلمندډيرى اوسيدونكي انديښمن كړي دي. دهلمنداوسيدونكي وايي چې هره ورځ په ولسي وگړودماين چاودنې رامنځ ته كيږي چې په لسگونوولسي وگړوته پكې م


.

دغه اوسيدونكي وايي چې دامهال په هلمندكې دولسي وگړوپه وړاندې لويه ننگونه هغه ځمكني ماينونه دي چې دوسلوالوطالبانولخواپه لويولارواوسړكونوځاى پرځاى شوي چې ډيرى وخت پكې ولسي وگړوته مرگ ژوبله اوړي.
ددوى په ويناچې يوازې په تيرودوواونيوكې دهلمندپه بيلابيلوسيموكې لسگونه ولسي وگړي دهمدې ځمكني ماينونودچاودنو له امله وژل شوي اوټپيان شوي دي.
دخلكوواكس پاپ......
۱- ماينونه ټول ملكي خلك وژني موږبزگري كوله مسكينان خلك يو،۲- دمازديگرلمونځ مووكړوروسته په جومات كې راباندې دماين چاودنه وشوه اوه نفره يې زخميان كړل،۳- زه دجومات ملايم په جومات كې يې ماين راته ايښى وشاوخاشل كسانوته پكې مرګ ژوبله واوښته دمازديگرلمونځ مووكړوروسته چاودنه وشوه چې زمادواړه پښې يې پرې كړې دي.
دغه اوسيدونكي په ښكيلوخواوغږكوي چې دولسي وگړوژوندته دځانگړې پاملرنه وكړي.
بل پلوځايي چارواكي هم مني چې دامهال ځمكني ماينونودولسي وگړوژوندله گواښ سره مخ كړى دى.
دهلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزادوايي چې يوازې په تيرودوورځوكې يې دلښكرگاه اړونددباباجي اونادعلي ولسوالى كې ۲۷ماينونه كشف اوشنډي كړي اوپه تړاويې دوه كسان نيولي دي.
دقوماندان كليپ.........
زموږسره دزموږوطنوال همكاري وكړي هرځاى چې ماينونه اوښودل شوي دي ياددښمنانولخواايښودل كيږي له بده مرغه چې زموږډيرى وطنوال هره ورځ دماين په وسطه له منځه ځي نه يوازې دپوځيانوژونديې له گواښ سره مخ كړى بلكې ډيرى ملكي كسان وژل كيږي.
نوموړى دسيمې له اوسيدونكو غوښتنه كوي چې په شكمنوحالاتوكې پوليس په جريان كې واچوي ترڅودناوړه پيښومخنيوى شوى وي.

۱۳۸۸-۱۲-۲۱
هلمند سروري

په هلمندکٰى دپوليسوله روزنيزمرکزڅخه يوسل پنځوس تنه پولسوته وروسته له دوه مٰىاشتومسلکٰى زده کړوڅخه دفراغت سندونه په داسٰى حال کٰى ورکړل سوه چٰى دهلمندو


دهلمنددپولٰىسوپه روزنٰىزمرکزکٰى پس له دوه مٰىاشتوڅخه پولٰىسومسلکٰى زده کړٰى ترلاسه کړٰى .
دپنجشنبٰى په ورځ دپولٰىسوپه روزنٰىزمرکزکٰى په همدٰى اړه ٰىولړمراسم جوړسوٰى وه چٰى په دٰى مراسموکٰى دهلمندوالٰى محمدګلاب منګل په کابل کٰى برتانٰىاهٰىوادسفارت مرستٰىال ټام وٰىل ډوډامنٰىه قوماندان سموال اسدالله شٰىرزاداوځٰىنٰى نورودولتٰى ادارواستازواومسولٰىنوګډون کړٰى وه
هلمندوالٰى محمدګلاب منګل پولٰىسوته په خپله خبروکٰى ووٰىل په دٰى وروستٰىوکٰى په هلمندکٰى پولٰىسودخلکوپه منځوکٰى محبوبٰىت ترلاسه کړٰى دٰى اودهلمندپولٰىس اوس هغه دپخواپولٰىس نه دٰى چٰى خلک ځٰىنٰى ناراضه وه
اوله دٰى سره چٰى په دٰى ولاٰىت کٰى پولٰىسوته مسلکٰى زده کړٰى ورکړل سٰى نوربه هم په پولٰىسودخلکواعتمادزٰىات سٰى
کابل ګٰى برتانٰىاهٰىوادسفارت مرستٰىال ټام وٰىل ډوډدهلمندٰى پولٰىسومٰىړانه وستاٰىل اوله خپله هٰىوادله لورٰى ٰىٰى پرکړوژمنوټٰىنګاروکړاو وٰىٰى وٰىل چٰى هلمندولاٰىت ته به پنځوس تنه نورمسلکٰى پولٰىسودروزنٰى استادان رالٰىږٰى ترڅوهلمندٰى پولٰىس نورهم وکولاٰى سٰى چٰى ښه روزنه ترلاسه کړٰى
دهلمندامنٰىه قوماندان سمنوال اسدالله شٰىرزادووٰىل مخکٰى به دهلمندپولٰىس ګاونډٰىو ولاٰىتونو اونوروسٰىموته دنظامٰى زده کړولپاره تلل او اوس په هلمندکٰى دپولٰىسولپاره دزده کړٰى زمٰىنه برابره سوٰى دٰى
ده له ټولوخلکوڅخه وغوښتل چٰى دپولٰىسولٰىکوخپل سالم بچٰىان شامل کړٰى ترڅوورته پوره معاش اوښه تربٰىه ورکړل سٰى
په وروستٰىوکٰى دهلمندملٰى امنٰىت اوولاٰىتٰى شورا رٰىسانودپه هلمندولاٰىت کٰى دپولٰىسوله کړونوڅخه خوښٰى وښوده اوزٰىاته ٰىٰى کړه چٰى پولٰىسوکٰى ډٰىرٰى هغه نمګړتٰىاوٰى چٰى وړاندٰى موجودٰى وٰى هغه هوارٰى سوٰى دٰى
په وروستوکٰى په هلمندفارغ سوو پولٰىسوته دمسولٰىنوله لورٰى دفراغت سندونه ورکړل سوه .
دٰىادونٰى وړده چٰى پولٰىسولپاره دامهال په هلمندولاٰىت کٰى دوه ښوونٰىزمرکزونه جوړ سوٰى دٰى چٰى هره ورځ پکښٰى بهرنٰى اوکورنٰىواستادانوله خواورته ښوونه اوروزنه ورکول کٰىږٰى .
سروري هلمند
۱۳۸۸-۱۲-۲۰

دهلمندامنيه قومانداني د تروريزم اوولايت دمقام امنيتي پوليسوپه ګډه دلښکرګاه ښاردصافيانوپه سيمه کي تيره شپه لس بجي په يوه کورکي چاوديدونکي توکي اويوماين

تيره شپه ناوخته لس بجي دامنيه قومانداني دتروريزم مديريت پوليسودولايت مقام له پوليسوسره يوځاي دلښکرګاه ښاردصافيانوپه سيمه كي ديوه كوردتلاشي پرمهال دسپکوواودرنووسلو مرمي په داسي حال کي موندلي چي دښځينه ووپه جاموکي يي ځاي پرځاي کړي وي .
دامنيه قومانداني دتروريزم مديرسمنوال خان الماس په سيمه کي خبريالانو ته وويل چي ددقيقومعلوماتوله مخي يي دصافيانود سيمي په يوه کورکي چاوديدونکي توکي نيولي اوهمدارنګه د همدي کورمخي ته يوځاي پرځاي سوي ماين كشف اوله منځه يه يوړي
ده وويل پوليسويي هغه ماين هم خنثي کړي چي مخالفينوديوه سرك په سرځاي پرځاي كړي وو.
ديادوني وړده چي په دي ورستيوکي په هلمندکي کشفي امنيتي ارګانونودسيمي داوسيدنکوپه مرسته ډيرى هغه دسيسي خنثي کړي دي .
كوم چي دپيښي په رامنځته كيدو سره به زيات شمير بيګناه ښاريان دمرګ ژوبلي سره مخ سوي واي .
۲۰/ ۱۲/ ۸۸

دمركزلښكرګاه اړوند دباباجي په سيمه كي پريوه ملكي كرولا موټر باندي دماين دچاودني له امله پنځه ملكي كسانو ته مرګ ژوبله واوښته .

دهلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد دپنجشنبي په ورځ خبريالانو ته وويل چي دباباجي په سيمه كي داپيښه هغه وخت رامنځته سوه كله چي يوه شخصي كرولا موټر ځاي پرځاي سوي ماين باندي ولګيد .
دده په وينا په ياده چاودنه كي دوه ملكي كسان شهيدان او دري تنه نور يي ټپيان سوي دي .
ښاغلي شيرزاد زياته كړه چي دتيرو څو ورځو په اوږدو كي يي پوليسو ددې ولايت په بيلابيلو ولسواليو او سيمو كي وه ويشت حلقي ماينونه نيولي .
دده په وينا ديادو پيښو دتور په تړاو يي دوه تنه هم نيولي چي دامهال ورڅخه پوښتني ګرويږني رواني دي .
امنيه قوماندان دټولو هلمندوالو څخه غوښتنه وكړه چي دناوړه ا عمالو په مخه نيولو كي دپوليسو سره پوره همكاري وكړي ترڅو په سيمه كي د بيګناه خلكو دمرګ ژوبلي مخه نيول سوي وي .
ديادوني وړده چي تيره ورځ هم دمارجي ولسوالي دخليفه محمد شاه چاراهي په سيمه كي يوشخصي ټونيس موټر هم پريوځاي پرځاي سوي ماين ولګيد چي له امله يي يوشمير ملكي كسانو ته مرګ ژوبله واوښته .
۲۰/ ۱۲/ ۸۸

۱۳۸۸ اسفند ۱۹, چهارشنبه

دافعانستان دپوهني وزارت دهلمند ښوونكو ته دښه كاري وړتيا په موخه ستاين ليكونو او دسروزرو ميډالونه ديوي غونډي پرمهال پداسي حال وركول سول چي دمركز څخ

د چهارشنبي په ورځ دغه پروګرام دهلمند دپوهني رياست دمجلسونو په تالاركي په داسي حال كي جوړسو چي پكښي دمركز څخه دپوهني په برخه كي دراغلي پلاوي مشرالله باز جم دهلمند دپوهني ريس شيراقا صافي په ولسي جرگه كي دهلمندد خلكوښځينه استازي نسيمه نيازي او ګڼ شمير ښوونكو برخه لرله دپروګرام په لومړي سركي دهلمندد پوهني ريس شيراقاصافي په خپلو خبروكي زياته كړه چي ښوونكي دخپل هيواد اولادونو دپوهي په زيور روښانه كوي ده وويل چي دپوهني وزارت دهلمندهغه ښوونكو ته چي دخپل كارپه مودي كي ښه وړتيا ښودلي وه ستاينليكونو اودسروزرو ميډالونه وركوي ترڅو په دي برخه كي نورهم پرمختك وكړي صافي روښانه كړه چي سږكال هم دافغانستان دپوهني وزارت دهلمند ۱۵۶ پنځوس ښوونكي په ستاينليكونو اودسروزروپه ميډالونه وستايله ده له ښوونكو څخه غوښتنه وكړه چي نور هم په دي سپيڅلي وظيفي كي كوښښ وكړي تر څو ددي
بيا دمركزڅخه دراغلي پلاوي مشر الله باز جم په خپلو خبروكي وويل چي په افغانستان كي ديرش كاله جنگ اوجگړه تير سوي چي د دي جگړي پرمهال دافغانستان معارف هم بي برخي نه دي پاته سوي او درنه ځينوورته اوښتي خوده نه هيلي ښه ونه بلله اودهلمند پرښوونكو يي ږغ وكړه چي په دي برخه كي نه ستړي كيدونكو هلي ځلي تر سره كړي
جم دا هم وويل چي هلمند دپخوا پرتله دپوهني په برخه كي ښه لاسته راوړني لري او ډيري هلمندي ځوانان ښوونځيو ته ددرس وويل په موخه ځي ده په خپلو خبروكي روښانه كړه چي په افغانستان كي دپوهني په برخه كي څه نه څه ستونزي موجودي چي په نيږدي راتلونكي به ورته دحل لاري چاري وموندل سي
ورپسي په ولسي جرگه كي دهلمند دخلكوښځينه استازي نسيمه نيازي ويناو كړه او وويل چي په هلمند ولايت او ولسواليو كي زده كوونكو ته ښوونځي جوړسوي او ځوانان كولاسي چي په ښه توگه خپلي زده كړي تر سره كړي دي وويل چي په مركز كي ډيري ځوانان دهلمنددي چي په پوهتون كي زده كړي كوي
ښوونكو دمركز څخه دراغلي پلاوي د مشرتابه څخه غوښتنه وكړه چي دميډالونه اوستاينليكونو سره سره دي ورته د ريشي نمرو غم هم وخوري
دپرواګرام په ورستيو كي پرښوونكو باندي شپږ ه د ميرمسجدي خان ميډالونه او ستاينليكونو ددمركزڅخه دراغلي پلاوي اود هلمند دپوهني دمسولينو له لوري وركول سوه
سروري
۱۳۸۸-۱۲-۱۹

دهملنددمركزاو بيلابيلو ولسواليو ديوشميرشهيدانواوټپيانودکورنيوسره دهيواد دجمهورريس ښاغلي حامدكرزي دحکمونو سر ه سم نقدي مرسته د هلمندوالي له خوا ترسره

دهلمنددمركزاوبيلابيلوولسوالي ديوشميرهغه شهيدانو اوټپيانودکورنيوسره مرسته پداسي حال كي ترسره سوه چي دهلمندوالي محمدګلاب منګل ترڅنګ دهلمندمستوفي محمدعظيم احمدزي دولايتي شورارئيس محمدانوردهلمندامنيه قومانداني مرستيال محمدايوب انصاري دحج او اوقافورئيس قاري مختاراحمدحقاني هم حاضروو،
دا چي په هلمندكي دبيلابيلوعملياتوپرمهال دجلاجلاپيښو په ترڅ کي شهيدان او يايي هم خپل دبدن غړي دلاسه ورکړي وه دهيواددجمهورريس ښاغلي حامدکرزي دځانګړيو حکمونو سره سم دهرشهيدکورني ته سل زره اودهرزخمي کورني ته پنځوس زره افغاني ورکول سوي.
د هلمندوالي محمدګلاب منګل دپيسو دورکولو پر مهال شهيدانو ته دالله ج ددربارڅخه دجنت الفردوس ، ټپيانوته دعاجلي شفاع او دکورني پاته سوونورو کسانوته يي دجميل صبر غوښتنې وکړې ،
ښاغلي منګل روښانه کړه چي دافغانستان اسلامي جمهوريت تل دخپل وطنوالو سره په هر راز ستو نځو کي مرستي تر سره کوي ترڅوهيوادوال دهيڅ نوعه مشكل سره مخامخ نسي

۱۳۸۸-۱۲-۱۹

۱۳۸۸ اسفند ۱۸, سه‌شنبه

دمارچ اتمه يادښځونړيواله ورځ ديولړشانداره مراسيموپرمهال دولايتي شوراپه تارلاركي پداسي حال كي ولمانځل سوه چي دهلمندوالي دښځورچارورئيسه په ولسي جرګه كي

دمارچ اتمه يادښځونړي واله ورځ ديولړشانداره مراسيموپرمهال دهلمنددولايتي شوراپه تالاركي پداسي حال كي ولمانځل سول چي دهلمندوالي محمدګلاب منګل په پارلمانكي دهلمنددخلګواستازي اغلي نسيمه نيازي دښځوچارورئيسه اغلي فوزيه علومي دولايتي شورا رئس محمدانوراووكيلانوددولتي اداروځينومسئولينوپه سلګونوښځوهم ګډن كړي وو ،
په پيل كي دښځوچاروريئسي اغلي فوزي علومي دخپلوخبروپرمهال دښځودحقونواودښځوپرواړاندي ديولړستونزوڅخه يادونه وكړه وويل چي دښځولپاره بايديولړنورموهم هغه كارونه چي ښځي يي په خپل ټولنه كي ترسره كوي هغه ورته اماده سي ترڅوښځي هم وكولاي سي دخپلووړونوسره اوږه پراوږه كاروكړي
په غونډه كي دهلمندوالي محمدګلاب منګل دمارچ اتمه يادښځودنړيوالي ورځي دمباركي په وړانديكولوسره يي وويل چي دښځونړيواله ورځ بايدنه يوازي موږ په غونډ اومجاليسوسره ولمانځودويته بايدموږدصحي خدمتونوسره سره هغيوته داړتيالپاره پوره پوره همكاري ترسره كړو،
ده همدارازدټولودولتي مسئولينوڅخه په كلكه وغوښتل چي دښځوپروړاندي تربل هروخت زيات كوښښ وكړي ترڅوښځي دهررازستونزوڅخه وژغورل سي ،
ښاغلي منګل دښځودنړيوالي ورځ په غونډه كي دښځودحقونوپه وركولوكي جدي غوښتونكي سووويل چي زموږهڅي به تربل هروخت ګړندي وي ترڅوخپلوميندواوخويندوته چي لازم وي همري اسانتياوي رامنځ ته كړو،
دهلمندوالي محمدګلاب منګل دخپلوخبروپرمهال دښځوپروړاندي دستونزوراولاړه ول اويادښځودحقونولمنځه وړل يوازي اويوازي يي دمخدره موادوهم وبلل خوښاغلي منګل غوښتنه وكړه چي ښځي بايدزموږسره پدي لاره كي هم خپل هڅي ونه سپمه وي اودښځوونډه يي دپوليسوپه ليكوكي ښه وارزول اوددي څخه يي دلازياتوهمكاري ژمنه هم وكړه ،
په ولسي جرګه كي دهلمنددخلګواستازي اغلي نسيمي نيازي په جوړه سوي غونډه كي دخپلوخبروپرمهال دهلمندي ښځوڅخه وغوښتل چي راسي نوردخپل هلمندپه بياجوړه ولوكي ددولت اودخپلوهلمندي وړنوسره اوږه پراوږه كاروكړي ،
اغلي نيازي دهلمندي ښځودغيرت اوميړاني ستاينه هم كړه ،
په ياده غونډه كي دحج او اوقافورئيس قاري مختاراحمدحقاني دتيري ولايتي شوراوكيلي اغلي ريزه ګل جاني دهلمندد پي ار ټي مشري اغلي لينډي كيمرون په وارسره ددي ورځي دمباركي په وړاندي كولوسره يي دښځوپروړاندي ديولړناخوالواوددوي دحقونوڅخه ددفاع په اړه هم هراړخيزي خبري وكړي ،
دغونډي په ورستيوكي دولايت دمقام لخوا هغه ښځوته چي دهلمندولايت په بياجوړولوكي يي دخپل ځانه څخه وړتياښودلي وه په تقديرنامواوتحفوسره وه ستايلي ،

۱۳۸۸-۱۲-۱۷

دهيواددمركزڅخه دښووني اوروزني دوزارت دسوادي اموزي دبخش مسئول ديوه گډپلاوي په مشري هلمندولايت ته سفروكړ .

دهيواد دپلازميني كابل څخه دښووني اوروزني دوزارت دسوادي اموزي دبخش مسئول الله بازجم ديوگډپلاوي په مشري هلمندولايت ته ديوسفرپرمهال يي دهلمنددښووني اوروزني درئيس شيراغا صافي سره دهغه دكارپه دفتركي پداسي حال كي وكتل چي ددي رياست ځينومسئولينوهم ګډون درلود،
په كتنه كي دواړوغاړودهلمندولايت دپوهني دودي پرپياوړي كيدوباندي پريولړاړينومضوعاتوبحث اوخبري وكړي ،
دښووني اوروزني دوزارت څخه دسوادي اموزي دڅانګي مسئول الله باز جم دخپل سفراصلي موخه هلمندولايت ته ددي ولايت دپوهني دودي اوپه دي ولايت كي دټولومرسته كوونكوادارواودپوهني درياست ترمنځ دپوره همږغي راويستل وه بلل
دپوهني دوزارت دسوادي اموزي دڅانكي مشرالله بازجم راته دخپل سفرپه اړه چي هلمندولايت ته يي ترسره كړوويل چي دافغانستان داسلامي جمهوريت دښووني اوروزني دوزيرښاغلي غلام فاروق وردګ په هيدايت دي ولايت ته سفركړي ترڅوپدي ولايت كي دښووني اوروزني بهيرله نږدي وګوري اوپه دي ولايت كي دښووني اوروزني په برخه كي دهررازستونزومخه ونيول سي ،
ښاغلي جم ژمنه وكړه چي دهلمندولايت دښوني اوروزني درياست سره به په هره بركي چي وي مرسته كوي ترڅوپه دي ولايت كي ديادرياست پروړاندي دهررازستونزولپاره دحل لارپيدا اوورته دپايي ټكي كښيږدي ،

۱۳۸۸-۱۲-۱۹

۱۳۸۸ اسفند ۱۷, دوشنبه

دمارچ اتمه يادښځونړيواله ورځ ديولړشانداره مراسيموپرمهال دولايتي شوراپه تارلاركي پداسي حال كي ولمانځل سوه چي دهلمندوالي دښځورچارورئيسه په ولسي جرګه كي

دمارچ اتمه يادښځونړي واله ورځ ديولړشانداره مراسيموپرمهال دهلمنددولايتي شوراپه تالاركي پداسي حال كي ولمانځل سول چي دهلمندوالي محمدګلاب منګل په پارلمانكي دهلمنددخلګواستازي اغلي نسيمه نيازي دښځوچارورئيسه اغلي فوزيه علومي دولايتي شورا رئس محمدانوراووكيلانوددولتي اداروځينومسئولينوپه سلګونوښځوهم ګډن كړي وو ،
په پيل كي دښځوچاروريئسي اغلي فوزي علومي دخپلوخبروپرمهال دښځودحقونواودښځوپرواړاندي ديولړستونزوڅخه يادونه وكړه وويل چي دښځولپاره بايديولړنورموهم هغه كارونه چي ښځي يي په خپل ټولنه كي ترسره كوي هغه ورته اماده سي ترڅوښځي هم وكولاي سي دخپلووړونوسره اوږه پراوږه كاروكړي
په غونډه كي دهلمندوالي محمدګلاب منګل دمارچ اتمه يادښځودنړيوالي ورځي دمباركي په وړانديكولوسره يي وويل چي دښځونړيواله ورځ بايدنه يوازي موږ په غونډ اومجاليسوسره ولمانځودويته بايدموږدصحي خدمتونوسره سره هغيوته داړتيالپاره پوره پوره همكاري ترسره كړو،
ده همدارازدټولودولتي مسئولينوڅخه په كلكه وغوښتل چي دښځوپروړاندي تربل هروخت زيات كوښښ وكړي ترڅوښځي دهررازستونزوڅخه وژغورل سي ،
ښاغلي منګل دښځودنړيوالي ورځ په غونډه كي دښځودحقونوپه وركولوكي جدي غوښتونكي سووويل چي زموږهڅي به تربل هروخت ګړندي وي ترڅوخپلوميندواوخويندوته چي لازم وي همري اسانتياوي رامنځ ته كړو،
دهلمندوالي محمدګلاب منګل دخپلوخبروپرمهال دښځوپروړاندي دستونزوراولاړه ول اويادښځودحقونولمنځه وړل يوازي اويوازي يي دمخدره موادوهم وبلل خوښاغلي منګل غوښتنه وكړه چي ښځي بايدزموږسره پدي لاره كي هم خپل هڅي ونه سپمه وي اودښځوونډه يي دپوليسوپه ليكوكي ښه وارزول اوددي څخه يي دلازياتوهمكاري ژمنه هم وكړه ،
په ولسي جرګه كي دهلمنددخلګواستازي اغلي نسيمي نيازي په جوړه سوي غونډه كي دخپلوخبروپرمهال دهلمندي ښځوڅخه وغوښتل چي راسي نوردخپل هلمندپه بياجوړه ولوكي ددولت اودخپلوهلمندي وړنوسره اوږه پراوږه كاروكړي ،
اغلي نيازي دهلمندي ښځودغيرت اوميړاني ستاينه هم كړه ،
په ياده غونډه كي دحج او اوقافورئيس قاري مختاراحمدحقاني دتيري ولايتي شوراوكيلي اغلي ريزه ګل جاني دهلمندد پي ار ټي مشري اغلي لينډي كيمرون په وارسره ددي ورځي دمباركي په وړاندي كولوسره يي دښځوپروړاندي ديولړناخوالواوددوي دحقونوڅخه ددفاع په اړه هم هراړخيزي خبري وكړي ،
دغونډي په ورستيوكي دولايت دمقام لخوا هغه ښځوته چي دهلمندولايت په بياجوړولوكي يي دخپل ځانه څخه وړتياښودلي وه په تقديرنامواوتحفوسره وه ستايلي ،

۱۳۸۸-۱۲-۱۷

۱۳۸۸ اسفند ۱۶, یکشنبه

دهلمندپه جنوب كي پرتي ناوي ولسوالي په انګړكي دشنبي په ورځ ددي ولسوالي دولسوال په مشري يوه پراخه غونډه دقومونوديوالي كيدوپه منظورپداسي حال كي جوړه سو



دهلمندولايت په پنځه ويشت كيلومتري كي دپرتي ناوي ولسوالي په انګړكي دقومونوديوالي

اوپدي ولسوالي كي دټولواتباووديوالي كيدو په موخه يوه پراڅه غونډه دشنبي په ورځ دناوي دولسوالي دولسوال عبدالمناف خان په مسري جوړه سوه
په غونډه كي دناوي ولسوالي لپاره دملي قوماندان ډګروال علي احمد مفكرددي ولسوالي لپاره دامريكا دمتحده ايالاتودمرين ځواكونومشركرنل بيكراويولړنورومخه ور روسپين ږيرهم كډون كړي وو،
ددي غونډي اصلي هدف اوموخه پدي ولسوالي كي دټولوخلګوترمنځ يوالي اتفاق اوددي ولسوالي دلاپرمختګ لپاره ښودل سوي وو،
په غونډه كي لومړي قومي سپين ږيرودخپلوسيموپه اړه دناوي ولسوالي وه مسئولينوته په بيلابيلوبرخوكي معلومات وړاندي كړل ،
حميدالله خان چي دناوي ولسوالي يوقومي مشرووده په خپلوخبروكي دناوي ولسوالي دخلګوپه استازيتوب وويل چي دناوي ولسوالي ټول خلګ نورجنګ اوجګړه نه غواړي اونه هم هغه چاته ځاي وركوي ترڅوبيادتيرپشان دناوي ولسوالي خلګ نا ارمه كړي ،
ده همدارازدمسئولينوڅخه وغوښتل چي مرين ځواكونه بايدپه ويه سيمه كي پرخپل سرعمليات ترسره نكړي ولي دو ي بايددملي اوردوملي پوليسواوقومي سپين ږيروسره په تپاهوم ديوي سيمي دعملياتواوياهم دچاپي لپاره ولاړسي ترڅودعاموخلګوسره كوم زهني تشويشات پيدانسي ،
ده همدارنګه دناوي ولسوالي لپاره دلاښه امنيت ترغوښتلوسره سره دملي اوردودهڅوستاينه په ډيروښوالفازوسره وكړه ،
دناوي ولسوالي قومي مشرحيات الله خان دناوي ولسوالي پرقومي سپين ږيرواوعاموخلګوږ غ وكړترڅوراسي ټول په ګډه سره دناوي ولسوالي دبياجوړولولپاره نه ستړي كيدونكي هلي ځلي ترسره كړي ،
ده وويل چي دتيروناخوالوراتلل ناوي ولسوالي ته يوازي اويوازي دناوي ولسوالي دقومي مشرانونه همغږيتوب وه باله ،
خوغوښتنه يي وكړه چي نورراسي په ګډه سره دخپل كورپه بيا جوړه ولوكي يوبل ته لاسونه سره وركړو اودناوي ولسوالي څخه يوځل بياداسي ولسوالي جوړه كړوچي دهرچالپاره دښه او ارام ژوندكولوزمينه برابره سي دقومي سپين ږيروترخبرو وروسته دناوي ولسوالي ولسوال عبدالمناف خان ټولوقومي سپين ږيروته ډاډوركړچي دهلمندولايت اداره په پوره اتمنان ستاسوترشاولاړه ده ترڅودناوي ولسوالي اوسيدونكي يوښه اورام ژوند خاوندان او وسي ،
ناوي ولسوال په خپلوخبروكي دتارياكو وه كروندوته هم ايشاره وكړه وويل چي تاسوبايدپه خپلوسيموكي نوردي بدبوټي ته چي هميشه موږ اوتاسوته بيله غمه نورڅه نه راوړي ځاي مه وركوي ،
ښاغلي مناف خان پرقومي سپين ږيروږغ وكړ چي راسي دخپل اسلامي دولت سره يوځاي دناوي ولسوالي په بياجوړولوكي پوره پوره همكاري وكړي ترڅونوردناوي ولسوالي شريف اولس دهر راځ ناخوالوڅخه وه ژغورل سي ،
دناوي ولسوالي ولسوال دريشوت اوبډي اخيستني په اړه هم دټولوخلګوڅخه وغوښتل چي زماسره ددي ناروا اعمال په لمنځه وړولوكي پوره پوره همكاري وكړي ترڅوددي بدعمل مخه هم په كلكه ونيسو،
ده همدارازدناوي ولسوالي پرځايي طالبانوهم ږغ وكړترڅووسله پرمځكه كښيږدي اودخپل دولت سره داساسي قانون ترسوري لاندي خپل ژوندته ادامه وركړي ،
په ناوي ولسوالي كي دملي اوردوقوماندان ډګروال علي احمد مفكر دټولوخبروسره سره يي ديوسيمي لپاره يي دخلګوترمنځ يوالي اويومټي كيدل ترټولوخبرواړين وه بلل ،
ده همدارازدناوي ولسوالي اوسيدونكوته دلاښه امنيت په راويستلوكي ددي ولسوالي اوسيدونكوته دپوره پوره همكاري اتمنان هم وركړ ،
بايدوويل سي چي دناوي ولسوالي يوه دهغه ولسوالي دجملي څخه ده چي پدي ورستيوكي يي د دولتي حاكميت تربل هروخت ټنګ سوي اوخلګ يي ډيرخوښ اورازي وه

۱۳۸۸-۱۲-۱۶

۱۳۸۸ اسفند ۱۲, چهارشنبه

دبريتانياهيواد دبهرنيوچارودوزارت دنشيي توكوپروړاندي ددمباريزي نمائنده دچهارشنبي په ورځ دهلمند والي سره دد ه دكارپه دفتركي وكتل

دبريتانياهيواددبهرنيوچارودوزارت دنشي توكوپروړاندي ددمباريزي نمائنده ګرهڼ زبيدي دچهارشنبي په ورځ يي دهلمندوالي سره دده دكارپه دفتركي وكتل ،
په كتنه كي دواړوغاړوددي ولايت دامنيت ترڅنګ يي دكوكنارودكښتنوپه لمنځه وړلوكي پريولړاړينوموضوعاتوهم بحث اوخبري وكړي ،
ترڅوپه دي ولايت كي نوردكوكناروددي بدبوټي څخه هلمندوال وژغورل سي دوي دكوكنارودكښتنوڅخه لاس واخلي اوددي پرځايي نوروحلالوتخمونوته مخه كړي ،
په كتنه كي دهلمنددودي دپوره امنيت په راويستلواو يولړنوروپرمختيايي كارونودګړندي كيدوپه لاروچاروهم اړيني خبري ترسره سوي ،
دكتني په جريان كي دولايت دمقام لخواپرترحه سوي پروګرام چي دفوډزون ياحصلخيزوسيموترنامه لاندي دي يادونه هم وسوله چي پدي پروګرام كي كرونده ګروته دغنمودتخمونوبرسيره دكيمياوي سري اوهمدارنګه دباغداري برخه ده چي پدي سره به زموږدكرونده ګرودمځكوحاصلات زيات سي اوهمدرانګه به دوي دتارياكوددي ناروا بد بوټي څخه لاس په سراونوروحلالوكښتونوته مخه كړي دغونډي په ورستيوكي د هلمندوالي محمدګلاب منګل لخو دهلمنددحجاري اونجاري په فابريكه كي دډبري څخه جوړه سوي تحفه هم دډالي په توګه دبريتانياهيواددبهرنيوچارودوزارت دنشي توكوسره دمباريزي وه نمائنده ګرهڼ زبيدي ته وركول سوه ،

۱۳۸۸-۱۲-۱۲a

۱۳۸۸ اسفند ۱۱, سه‌شنبه

تيره اوني دلښکرګا په ښارکي يوه پنځه پوړيزه وداني پداسي حال کي راولويده چي دملي اوردودوه تنه سرتيري هم پکي موجودوه

څه موده وړاندي دلښکرګاپه ښآرکي دحاجي عزيزالله دمارکيټ پنځه پوړيزه وداني دکاردکم کيفيت له امله راولويده چي په بشپړه توګه ويجاړه سوه دغه وداني په داسي حال کي راولويده چي دملي اورودوڅوتنه سرتيري پکي دامنيت په موخه ځاي پرځاي سوي چي دوه تنه يي ترخاوري لاندي سوه چي دسي شنبي په ورځ يي دمړوجسدونه له خاوروڅخه راوکښل سوه اوخپلوکورنيوته چي يوهم دجلال اباداوبل هم دلغمان اوسيدونکي وووليږدول سوه
پرهمدي مهال دملي اوردويوتن قوماندان وويل چي دغه دوه تنه يي دښاروالي اودولايتي بيارغاوني دډلي په مرسته له خاوروراويستل اوخپلوکورنيوته يي وليږدول
پرهمدي مهال دلښکرګا ښآروال محمدداود وويل چي وروسته ترډيروهڅوپدي وتوانيدوترڅودشهيدسووسرتيروجسدونه پيداکړوچي دادي نن به يي دهواله لاري خپلوکورنيوته وليږدول سي
ديادوني وړده چي تيره اوني دسه شنبي په شپه په اتوبجو دغه پنځه پوړيزه وداني راولويده چي انجنران يي درالويدولامل يوازي دکارکمفيت ارزوي اووايي چي دغيرمسلکي انجنيرانوپه وسيله ددغه وداني بنسټ ايښودل سوي وه . ۱۳۸۸-۱۲-۱۱

دهلمندامنيه قوماندان وايي ددي ولايت په اړونده سيمواودنادعلي په ولسوالي كي په لسګونه ډول ډول وسلي اوپه زياته اندازه چاوديدونكي توكي نيول سويدي

دهلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاددسه شنبي په ورځ خبريالانوته وويل ددي ولايت په اړونده سيمواودنادعلي په ولسوالي كي دبيلابيلوعملياتوپرمهال ګڼي وسلي اوپه زياته اندازه چاوديدونكي توكي نيول سويدي
ښاغلي شيرزادوويل دنشه يي توكوپرضددمبارزي كميسون چي دنادعلي ولسوالي ته تللي وددولت دمخالفينودمقاومت سره مخ سوچي په پايله كي دمخالفينو دري تنه ووژل سوه اوپه زياته اندازه چاوديدونكي توكي اووسلي دامنيتي ځواكونولاسته ورغلي
دقوماندان په وينا تردمهاله دامنيه قومانداني دنشه يي توكوپه وړاندي دمبارزي پوليسوپه زرګونه هكتاره ځمكه دكوكنارودناوړه كښتونوڅخه پاكه كړي اولاملين يي دقانون منګلوته سپارلي دي .
امنيه قوماندان ديوي پوښتني په ځواب كي وويل دامنيتي ځواكونوپه پياوړتياسره يي ترزياته بريده دغيرقانوني كړونومخه نيولي اوپوليسودخلكوپه بشپړه همكاري سره گڼ شمير غله چي دخلكومالونه يي غلاكول نيولي اودقانون منګلوته يي سپارلي دي
هيره دي نه وي چي دنشه يي توكوپه وړاندي دمبارزي پوليسوتيره ورځ هم دهلمندپه ګرشك ولسوالي كي په زياته اندازه اوبلن كمياوي مواد اوپنځه شپيته كيلوګرامه مايع تارياك ديوه تورن كس سره يوځاي نيولي وه .
-۱۳۸۸-۱۲-۱۱

دګرشک ولسوالي ته لس عرادي تراکترونه پدي موخه ورکول سوه ترڅوپه ګرشک اونهرسراج کي دفوډزون دريمه مرحله چي دقانون پلي کول دي هم ترسره کړي

په هلمندکي دفوډزون دپروګرام له لاري څلويښت زروکرونده ګروته کيمياوي سري اواصلاح سوي تخمونه پدي موخه ورکول سوه ترڅوکرونده ګرپخپلوسيموکي دکوکنارودکرکيلي په ځاي ګټوروحبوباتوکرلو ته مخه کړي همدارازدهلمنددولايت دکرونده ګرولپاره دعامه پوهاوي گڼ شميرپروګرامونه هم په لاره واچول سوه ترڅوخلګوته ددي بدبوټي په اړه پوره پوهاوي ورکول سي
خودادي اوس دفوډزون دريمه مرحله پيل سوي ده چي دقانون پلي کول دي هغه کرونده ګرچي بياهم پخپلوځمکوکي کوکنارکروندي ته دوام ورکوي کوکناربه يي ددولت له لوري دتراکتوران په وسيله اړول کيږي .
چي په همدي موخه دګرشک ولسوالي ته لس عرادي تراکتوران ورکول سوه
دتراکتوران دورکولوپرمهال دولايت دمقام اجراييه ريس عبدالرحمن طارق وويل چي دګرشک ولسوالي کي له ګڼ شميرکرونده ګروسره دکيمياوي سري اواصلاح سوي تخمونومرستي کړي چي پدي سره ترډيره حده دکوکنارپه کرکيله کمښت راغلي دده په وينا چي اوس هم گڼ شميرکرونده ګرو دکوکناروپه کښت لاس پوري کړي دده په خبره چي ددي تراکتورانو په وسيله به يي کښتونه واړول سي
ښاغلي طارق داهم وويل چي دکرونده ګروسره دباغ جوړولوپه برخه کي هم دولت ډيري مرستي ترسره کړي
دده په خبره چي ددي ولايت د٢٧٠٠٠کرونده ګروسره يي دپاليزونوپه جوړولوکي ډول ډول مرستي کړي
ديادوني وړده چي دقانون دپلي کولودغه پروسه څه موده وړاندي پيل سوي چي تردامهاله په زرګونوجريبي ځمکي دکوکناروله کښت څخه پاکي کړي اودکوکنارودکرکيلي داړولو

۱۳۸۸-۱۲-۱۱

دلښكرګاه ښاراوسېدونكي دهغه ډرېورانو څخه سرټكي دي چي بې لېسنسه په ښاركي موټرونه چلوي

دهلمند دښار ډيرى او سېدونكي په ښار كي دګړنديو موټرانو څخه ډېر نا ارامه دي دوى واي دښار په هره برخه كي داسي ډرېوران تر سترګوكيږي چي تر دې مهاله يې ترافيكي قوانين او مقررات نه دي پېژندلي.
خلګو په دې كي دملي اردو ځواكونه هم پړوګڼل چي ډېرى مهال دګڼي ګوڼي پر وخت خپل رنجر موټرونه په ډېري چټكتيا سره ګرځوي
چي له امله يې ډيري وژني او پيښي رامنځته سويدي
دترافيكي اصولو او قانوني تګلاري پر بنياد دباربري او لو يو موټرانو تګ راتګ په ښاركي منعه دى خوبياهم په لښكركاه كي لو ى او واړه موټران دملي اردو سرتيرو دګاډو سره يو ځاى ګرځي راګرځي .
دبې لېسنسه ډرېورانودجملې څخه يوشمېر دشتمنو او تجارانو زامن هم دي چي بې ځايه په ښاركي موټرونه په ډېر سرعت سره چلوي
دښار او سېدونكو دداسي كسان شتون په ښار كي غيري قانوني وبلي او دخپلو ستونځو دحلولو په موخه يې راته وويل:
كه څه هم يو شمېر خلګ دموټرانو دچټكتيا په خاطر پر پوليسو او ملي اردو تورلګوي په هم دې باب مو دښار په يوه برخه كي دسيمي دمسول څخه ددې خبرو په اړه وپوښتل هغه داخبره تايدكړه او راته وويل:
كليپ چارواكي

دهمدې ستونځو دحلولو په موخه دهلمند دترافيكو په مديريت كي يو پنځلس ورځنى وركشاپ جوړ سو چي پكښي دولتي ډرېورانو ته زده كړه وركول كيږي
دلېسنس امير حاجي عطامحمد چي خپله يې ډرېورانو ته زده وركوله وويل: په دې سره به دهغه ډرېورانو ستونځي حل سي چي ترافيكي قوانين او مقررات نه پېژني ده وويل داوركشاپ دداسي كسانو لپاره ډېر مهم دى عطامحمد زموږ دپوښتنو ځوابونه داسي راته راكړل
په وركشاپ كي يوه ډ رېور چي خپله يې هم زده كړه كوله هلمند ټلويزون ته وويل:
ديادولو وړده چي څه موده وړاندي په لښكرګاه ښاركي دملي اردو ځواكونو له خوا يوه زده كونكې په داسي حال كي په موټر زخمي سوه چي نوموړي ځواكونه په ډيري چټكتياسره په لاره روان و

۱۱_۱۲_۱۳۸۸

دسنګين ولسوالي لپاره نوي دولتي اداره وټاكل سوه.

دهلمند د سنګين ولسوا لي دامنيت دلا ټينكښت د بيا ر غو ني دكارونودپلي كولو ،روغتيايي اوكرهڼيزوچاروته دپراختياوركولوپه موخه محمد شريف د ولسوال ،عمر خان د امنيه قو مند ان، سيد مو سي اغا د ملي امنيت د مدير ، محمد رسول د اجرائيه مدير،او عبد العليم د پو هني د مدير په تو ګه ديادي ولسوالي او سيد و نكو ته د ولا يت د مقام ددفتر د ريس محمد لعل احمدي لخوا دولايت دحكم د لو ستلو سره سم وروپيژندل سول
د ولايت ددفتر رئيس د مخكنيو مسو لينو د كا رو نو ستا ينه وكړه چي په خپلو كا رو نو كي يي ښه وړ تيا ښو دلي وه ده وويل په دو لت كي ادلون اوبدلون حتمي دي اواداري ته تغيروركول دكارونودښه والي اوپرمختګ لامل ګرځي
ده همدا راز د يا دو مسولينو څخه غو ښتنه وكړه چي خپل ورسپارل سوي دندي په صداقت اوايمانداري سره سرته ورسوي ترڅوموددي ولسوالي داوسيدونكوستونزوته دحل لاري چاري لټولي وي
ښاغلي احمدي زيا ته كړه لكه څنكه چي پو ليس د ټو لني خدمت ګا را ن دي نو با يد شپه او ورځ د خپلو وطنوانو په خدمت كي نه ستړي كدونكي هلي ځلي تر سره كړي تر څو د خلګو او دو لت تر منځ دفاصلي په راكمولوسره دسولي اوامن څخه برخمن سو
ددفترريس وويل ډير ژربۀ په سنګين ولسوالي كي د هلمند دنو روولسواليو په څير دخلكودژوندانه داسانتيالپاره پراخ چاڼيزعمليات پيل سي اودخلكوته به يي دښووني اوروزني ترودي وركولوورسته ګڼ شميرنورګټورپروګرامونه هم په لاره واچول سي
ددسنګين ولسوالي د او سيدو نكو څخه وغو ښتل چي خپل سالم ځوا نان د ملي او ردو او پو ليسو ليكو ته شا مل كړي او خپل ماشو مان زدكړي ته وهڅو ي تر څو مو هيواد وال د معلم په زريعه دتو ر تم د تياررو څخه د رو ښنا يي لو رته راووځي ده په هيواد كي د نا امنيو لامل د تعلم نه شتو ن وباله
د سنګين و لسوالي نوي ولسوال، امنيه قو مندان د ملي امنيت مدير، اجراييه مدير او د پو هني مدير ژمنه وكړه چي تر خپل توان پو ري به د سنكين ولسوالي د او سيدو نكو لپاره دډاډ من امنيت او ښه ژوند كولو زمينه برابروي خوپه دي برخه كي يي دولس همكاري اړينه وبلله
دسنګين ولسوالي لپاره نوي مسولين دولايت ددفتردريس له خواپرڅوكيوكښينول سوه او ور ته يي دښواوصادقانه كارونودسرته رسولوهيله وكړه
ورو سته د ولا يت دمقام ددفتر ريس نوي ټا كل سوي مسولين په دي ولسولي كي ديوي غو نډي پر مهال د ايساف ځوا كو نو مسولينوته هم ور وپيژندل او همدار نګه يي د ملي او ردو، ملي پو ليسو او ايساف ځوا كو نو څخه د ګډي همكاري غو ښتنه وكړه.
-۱۳۸۸-۱۲-۱۱

دباباجي په سيمه کي به ډيرژرپرمختيايي پروژي په لاره واچول سي ترڅو دسيمي خلکوته دکارکولوزمينه برابره سي .

هلمندوالي محمدګلاب منګل ،ملي امنيت ريس بريدجنرال محمدنعيم مومن اودهلمندامنيه قوماندان سمنوال اسدالله شيرزاد لښکرګاه اړونده دباباجي په سيمه کي ددي سيمي له قومي مشرانو سپين ږيروديني عالمانواودسيمي دخلکوپه يوه غونډه کي برخه واخيسته .
هلمندوالي محمدګلاب منګل په دي سيمي کي دخلکوپه غونډه وويل
ډيرژربه دباباجي په سيمه کي ګڼي پرمختيايي پروژي په لاره واچوي ترڅو دسيمي خلکو ته دکارکولوپوره زمينه برابره سي
هلمندوالي وويل دباباجي دسيمي دځوانانواوماشومانولپاره دښوونځيودروازي خلاصوي.ترڅودهيواد راتلوونکي نسل له ښووني اوروزني څخه بي برخي پاته نه سي
اوپه دي سيمه کي به روغتيايي مرکزونه خلاصوي ترڅودباباجي اوسيدونکي ټولوروغتيايي اسانتياوو ته پوره لاس رسي ولري .
هلمندوالي زياته کړه ډيرژربه دهلمندمرکزلښکرګاه اوباباجي ترمنځ غزيدلي سړک په پاخه اواساسي جوړولوچاري پيل سي
ده وويل دباباجي خلک ډيرځوريدلي دي او اوس ترهرڅه نه وړاندي سولي اوملي يووالي ته زياته اړتيالري ده وويل که په سيمه پخپله اوسيدونکي سولي ته زمينه مساعده نه کړي نوسوله دامينتي ځواکونو په ډيروالي سره نه سي راتلاي
ښاغلي منګل په هلمندوالوږغ وکړچي له خپل اسلامي دولت سره يوځاي سي اود قومي ځواک څخه په کار اخيستني سره له سيمي څخه ترهګروريښي له منځه يوسي .
دهلمندامنيه قوماندان سمنوال اسدالله شيرزاد دباباجي له خلکوڅخه وغوښتل چي خپل سالم بچيان دپوليسوليکوکي شامل کړي
امنيه قوماندان وويل دسيمي دخلکوپه غوښتنه يي دباباجي سيمي ته يي روزل سوي پوليس ليږلي
ترڅوپه سيمه کي له بهرنيوځواکونوسره يوځاي دامنيت ټينګ ګړي
شيرزاد وويل دباباجي په سيمه به ټولي هغه کروندي له منځه وړي چي پکښي دکوکنارو کرکيله پکښي سوي وي
ده وويل همداکوکناراونشه يي توکي دي چي په سيمه کي ناارامي رامنځ ته کوي اوله دي څخه ترهګرخپلي چاري سمبالوي .
دهلمندملي امنيت ريس بريدجنرال محمدنعيم مومن له افغان طالبانوڅخه غوښتل چي هيوادله ويجاړي څخه لاس واخلي او دسولي له پروګرام سره يوځاي دهيوادپه ابادولوکي دافغانستان له اسلامي دولت سره يوځاي کاروکړي
ده وويل په دي وروستيوکي ددولت مخالفينو له بيلابيلولاروڅخه داسلام اوپښتنولي په نامه تبلغات وکړل چي ټولي هڅي يي امنيتي اوکشفي ارګانونوپه خپل وخت خنثي اوعاملين يي دقانون منګلوته وسپارل .
ده وويل له دي نه وروسته په باباجي اونوروسيموکي دتروريستانوپه ضدخپلي هڅي نوري هم ګړندي کوي اوهيچاته به اجازه نه ورکوي چي زموږ دبيګناهيوادوالوژوند نا ارامه کړي
په ولايتي شوراکي دباباجي دخلکواستازي عبدالله جان دباباجي دخلکوپه استازيتوب له دولت څخه مننه وکړه چي دباباجي سيمه يي دتروريستانوله منګلوڅخه خلاصه کړي دي.
دباباجي قومي مشرحاجي داورخان له مسولينوڅخه وغوښتل چي ورته په سيمه دښووني روزني اوروغتيايي اسانتياوي برابري کړي اوله امنيت سره يوځاي په باباجي بيارغوني کارونه پيل کړي ترڅوبيکارځوانانوته دکارزمينه برابره سي .
ديادوني وړده چي څه موده وړاندي په باباجي اواوړنده سيموکي دوسله والومخالفينوپه ضد چانيزعمليات پيل سوي وه چي دامهال دباباجي اواوړنده سيمي ددولت وسله والومخالفينوڅخه په پوره ډول خلاصي سوي دي .

۱۳۸۸-۱۲-۱۱

۱۳۸۸ اسفند ۱۰, دوشنبه

دافغانستان دجمهورريس دويم مرستيال اوورسره پلاوي هلمندته دخپل سفرپرمهال ددي ولايت په مارجي ولسوالي كي ددولتي مسولينو،اودسلګونوخلكوسره په يوه جوړه سوي غ

دهيواد دجمهورريس دويم مرستيال محمدكريم خليلي اوو رسره پلاوي هلمندته دخپل سفرمهال په يوه جوړه سوي غونډه كي تربرخه اخيستووروسته دمارجي په ولسوالي كي دځاي يي دولتي اداري اودمارجي ولسوالي دسلګونوخلكوسره ديوي غونډي پرمهال وكتل .
دجمهورريس مرستيال دكابل څخه راغلي پلاوي اوهلمندوالي لومړي په مارجه ولسوالي كي دهغه تنكي ځوان سره وليدل چي ددولت دمخالفينوله لوري دسړك غاړي دماين دچاودني له امله زخمي سوي واوهغه ته يي دلوي خداي ج دسپيڅلي دربارڅخه دعاجلي روغتياغوښتنه وكړه
نوموړي په مارجه بازاركي دخلكوسره ترليدني وروسته په يوه جوړه سوي غونډه كي برخه واخيسته چي پكښي دمارجي ديني عالمانو،قومي سپين ږيرو،ځوانانواوپه سلګونوتنوعامووګړوګډون كړي و
هلمندوالي محمدګلاب منګل دهيواددجمهورريس دمرستيال اوورسره لوړپوړي پلاوي راتګ هلمندته دسولي ثبات دټينګښت اوپه دي ولايت كي دپرمختګ زيږنده بولي ښاغلي منګل غونډي دخبروپرمهال وويل دافغانستان اسلامي دولت ژمن دي هغه سيمي چي دوسله والومخالفينودشتون څخه پاكيږي پكښي به دامنيت دټينګښت سره جوخت دخلكولپاره بنسټيزپروګرامونه په لاره واچول سي ده وويل له دي وروسته به دهيواد دښمنانوته وخت نه وركول كيږي چي بيرته خپل شومواهدافوته ورسيږي
اوامنيتي ځواكونه به سيمه كي دامنيت دخوندي ساتلوپه موخه پاتيږي .
همدرانګه هلمندوالي پرټولووسله مخالفينوږغ وكړچي نوره وسله پرځمكه كښيږدي اودهيوادپه جوړولوكي ددولت سره خپله بشپړه همكاري په ډاګه
دهيواددجمهورريس دويم مرستيال محمدكريم خليلي وويل په ټول هيوادكي دامنيت تامين ددولت دلومړيتوبونوڅخه شميرل كيږي اوهدف موادادي چي افغانان په سوله ايزه اوارامه فضاكي خپل ژوندكولوته ادامه وركړي .
ښاغلي خليلي دمارجي ولس ته ډاډوركړچي په دي ولسوالي به يوه داسي ريښتني اداره جوړه كړي چي په كاركولوسره به ستاسوستونزوته دحل لاري
همدرانګه دجمهورريس مرستيال دمارجي پرخلكوږ غ وكړچي ددولت سره په همږغيتوب دهيواددښمنانانوپه له منځه وړولواونوروپرمختايي اوبنسټيزوپروګرامونه په پلي كولوكي مرسته وكړي ترڅوموپه هيوادكي ددايمي سولي اوثبات ټغرغوړيدلي وي .

-۱۳۸۸-۱۲-۱۰

دلښكرګاه ښاروالي اړوند دبشران او سپيني كوټي دسپين ږيرو دملي اردو دسرتيرو سره ديوي غونډي پرمهال وكتل :

دملي اردو دراپور په اساس تيره ورځ دمركزلښكرګاه دبشران او سپيني كوټي سپينږيرو دملي اردو دسرتيرو سره ديوي غونډي پرمهال وكتل :
په غونډه كي دملي اردو دثقيله شپږم كنډك ددوهمي لوا قوماندان دمارجي دسيمي دروانو عملياتو او تارياكو دكښتونو اړولو په اړه دسيمي خلكو ته معلومات وړاندي كړه .
ده وويل ملي اردو دڅه مودي څخه دخلكو لپاره په سيمه كي دڅښاك دپاكو اوبوڅوبرمي جو ړي كړي او هم يي دځينو پلونو په جوړولو كي ورسره مرستي كړي دي .
ده زياته كړه چي دملي اردو ځواكونو ددغه سيمي دخلكو سره په مسجدونو كي د لوډسپيكرونو او فرشونو مرستي هم كړي دي .
وروسته په غونډه كي دسيمي يوشمير مشرانو په وار سره خپلي ستونزي دملي اردو قوماندان او ايتلاف ځواكونو مسئول ته وړاندي كړي دوي دنوموړو ځواكونو څخه خوښي وښوده او دنوموړو څخه يي په پخپلو سيمو كي دلازياتو ټولګټو كارونو دترسره كيدوو غوښتني وكړي.
دملي اردو سرتيرو په يوبله پاڼه كي ليكلي چي دجمعي په ورځ يي په ياده سيمه كي دپلي ګزمي پرمهال دمخالفينو لخوا يوځاي پرځاي سوي ماين كشف او شنډ كړي چي دغوړيو ديوي شل كيلو يي ډبي څخه جوړ سوي وو

۱۳۸۸-۱۲-۱۱

ددولت دوسله والومخالفينو لخوا ديوه ځاي پرځاي سوي ماين دچاودني ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله .

دهلمنددوالي وياند محمد داوود احمدي وايي دغه چاودنه ددوشنبي په ورځ دماپښين پروخت هغه مهال رامنځته سوه كله چي دملكي وګړو يوشخصي ټونيس موټر دمركزلښكرګاه دبولان ښوونځي او هديري دامنيتي پوستي ترمنځ دلوي لاري په اوږدو كي روان او پرماين وخوت .
دده په وينا په ياده پيښه كي يوملكي سپينږيري او دوه تنكي ځوانان په شهادت رسيدلي دي .همدرنكه دهمايون خصوصي شركت دساتونكو پر موټر باندي دګرشك ولسوالي تر لښكرگاه پوري دغځيدلي خامه سړك پرسر باندي ديو ځاي پر ځاي سوي ماين په چاودنه كي ددي شركت دوه ساتونكي وژل سوي او يوتن يي ټپي دي
سترمن سلطان محمد خبريالانوته وويل چي دوطن او سولي دوښمن تل په داسي شومو هدفو لاس پوري كوي چي پكي ملكي وكړي وژل كيږي

۱۳۸۸ ۱۲ ۱۰

دافغانستان دجمهوررئيس دويم مرستيال محمدكريم خليلي ديوشميردولتي مسئولينواوبهرنيوځواكونوله استازوسره هلمندولايت ته دخپل يوسفرپرمهال له قومي مشرانواوځايي


دجمهوررئيس حامدكرزي دوهم مرستيال محمدكريم خليلي هلمندولايت دخپل يوسفرپه ترڅ كي ديوې غونډي پرمهال د سلګونو قومي مشرانو،ديني عالمانو،دښځواستازواوځايي چارواكوسره وكتل.
دښاغلي خليلي سره پدې سفركي دكورنيوچارووزارت امنيتي مرستيال محمدمنيرمنګل،دپيښوپرضددمبارزې رئيس عبدالمتين ادراك ،دعامي روغتياوزارت مرستيال ښاغلۍ سحر،دناټوځواكونوملكي استازۍ مارك سيډول،دناټوځواكونومرستيال جنرال فلاين اوديوشميروزارتونواستازوهم ملتياكوله.
هلمندوالي محمدګلاب منګل په غونډه كي دجمهوررئيس اودهغه له همكارانوڅخه مننه وكړه چي هلمندته يي ځانګړې پاملرنه كړې اودې ولايت ته يي دخپلوسفرونوپرمهال دمرستوژمني كړي.
ښاغلي منګل دمارجې عملياتوپه اړه وويل داچي دغه عملياتوخورابريالي دي نولدې څخه به په نوروولسواليواوسيموكي هم ګټه واخيستل سي.ده زياته كړه چي دتيريونيم كال په موده كي دهلمنددرې ولسوالۍ له مخالفينوڅخه پاكي سوي اوپكښې پراخي دبيارغوني،روغتيااوپوهني پروژي رواني دي.
ده وويل داچي دمارجې نظامي عمليات پاى ته رسيدلي نواوس دولت چمتودى ترڅوپدغه سيمه كي هراړخيزكارونه پيل كړي اوداړوكورنيوسره دمرستوپروسه جاري وساتي.
هلمندوالی وویل چی ډیرژربه په مارجه کی دپیسوپه وړاندی دکارکولوپروګرام په لاره واچوی ترڅودمارجی ټول هغه اوسیدونکی چی دامهال له بیکاری سره مخ دی ورته دکارکولوپوره زمینه برابره سی .
هلمندوالی له نړیوالو مرستندویه اداروڅخه وغوښتل چی دهلمند بیا رغونی ته ځانګړی پاملرنه وکړی
دهلمندولايتي شورارئيس محمدانور اوديني عالم شېخ تقدسي دغونډي پرمهال دجمهوررئيس ددوهم مرستيال ښاغلي خليلي څخه وغوښتل چي دادارې فسادپروړاندي كلكه مبارزي وكړي اودهلمندهغوسيموته دولتي حاكميت وغزوي چي لاتردامهال يي خلك دمخالفينوترتورسيوري لاندي ژوندلري.
ويناوالودخپلوخبرپرمهال له نړيوالوڅخه هم وغوښتل چي ددولت اوخلكوسره دي په مشوره خپل كارونه پرمخ يوسي.
شيخ تقدسي دهلمندوالي په مشرۍ دادارې څخه ستاينه وكړه اوښاغلۍ منګل يي دهلمندولايت لپاره يومناسب شخص وباله.
ودوی له راغلی پلاوی څخه وغوښتل چی په دی ولایت کی دځوانانولپاره دښوونی اوروزنی لپاره په لری اواطرافی سیموکی زمینه برابره کړی
دجمهوررئيس دوهم مرستيال محمدكريم خليلي دويناوالودغوښتني په ځواب كي وويل چي مركزي دولت هوډلري ترڅوهلمندولايت امنيت دوباره تامين اوخلكوته ټولنيزخدمتونه په ښه توګه ورسوي.
ده له ټولوهلمندوالوڅخه مننه وكړه چي په سختوشرائطوكي يي دنوروپه پرتله په ټاكنوكي زياته برخه واخيسته اودغه پروسه يي بريالۍ كړه.
ښاغلي خليلي پرقومي مشرانواوديني عالمانوږغ وكړچي دسولي دپروسې په چټكوالي كي له دولت سره مرسته وكړ ي اودخبروپوسيله مخالفين سولي ته راوبولي.
دجمهوررئيس مرستيال وويل چي جنګ دحل لاره نده خوكه څوك جنګ غواړي نوخامخابه ماته مني ،نړيوال اودولت به هوډلري چي دافغانستان دخلكوڅخه كلكه ساتنه وكړي.
ده زياته كړه دالومړۍ ولايت دى چي خلك يي له والي اوځايي ادارې څخه خوښ دي اودهغه كلك ملاتړكوي.
دغونډي په پاى كي هلمندوالي اوقومي مشرانودجمهوررئيس دوهم مرستيال اوراغلوميلمنو ته دډاليوپه وركولوهغو تود هركلۍ وكړ.
وروسته هلمندته راغلي پلاوي دهلمندوالي سره جوخت دمارجي سيمي ته پدې موخه سفروكړترڅوددې سيمي خلك اوحالت له نژدې څخه وويني.

۱۳۸۸—۱۲-۱۰

دهلمنددښځو چارو رياست په تالار كي په دي ولايت دښځو دستونز هوارولو په موخه غونډۀ جوړه سوه .

دا غونډه چي دښځوچارو رياست په تالار كي دلسګونو ښځنيو په ګډون جوړه سوه پكي دهلمنددامنيه قومانداني كشفي مرستيال سمونوال عبدالكريم ، دښځوچارو رياست سلاكاري ميرمن كيت او يوشمير نورو مسئولينو هم برخه درلوده .
كشفي مرستيال دخپلو خبروپرمهال برخوالو ته دتيرو يوكال په اوږدو كي دپوليسو لاسته راوړني وړاندي كړي .
ده زياته كړه چي پوليس په دي ولايت كي دخلكو لپاره دډاډمن امنيت زمينه برابره كړي چي لامل يي دپوليسو دروزني دبهير پرمختګ دي .
ده روښانه كړه چي دروزني په بهير كي يي هغه پوليس چي په نشه يي توكو روږد او يا هم په جنائي جرمنو كي شكيل وه دپوليسو دليكو څخه ايستلي اودقانون منګولو ته يي سپارلي دي
ده دياد رياست دمسئولينو څخه غوښتنه وكړه ترڅو هغه ښځينه چي دپوليسو دمقدسي دندي سره مينه لري دپوليسو ليكوته وهڅوي ترڅو دخپلو خويندو لپاره دخدمت جوګه وګرځي .
دښځوچارو ريسي فوزيي علومي دغونډي برخوالو ته دخپلو خبرو پرمهال دښځينه وو يوشمير ستونزي بيان كړي نوموړي دامنيه قومانداني دمسئولينو څخه غوښتنه وكړه ترڅودښځو دامنيت په برخه كي نه ستړي كيدونكي هلي ځلي ترسره كړي
دغونډي په ورستيو كي دامنيه قوانداني لخوا دښځو چارو رياست كاركوونكوته تحفي وركړل سوي .
۹/ ۱۲/ ۱۳۸۸

دهلمندولايت اداري ته دوه شپيته زره امريكايي ډالره دامتيازپه توګه وركول كيږي

دولايت مقام ادارې ته دوه شپيته زره امريكايي ډالره دافغانستان دسيمه ايزه ارګانونودخپلواكي اداري له خواوركول كيږي چي دغه پيسي به دولايت مقام لخوا دټولګټوپروژوپه ترسره كولواودسيمه ايزي حكومتداري دټينګښت په برخه كي ولګول سي ديكشنبه په ورځ مرستيال والي عبدالستارميرزكوال دهغه وركشاپ څخه ليدنه وكړه چي په ولسواليوكي ددي پيسودمصرفولواودسيمه ايزي حكومتداري دټينګښت په موخه لګول كيږي
دجوړسوي وركشاپ مسولين وايي په دي برخه كي هغه كسان په دنده ګماري چي ښه كاري وړتيا ولري اودغه پيسي په بشپړه توګه په مصرف ورسوي ترڅومودهيوادوالوستونزته په كتوسره دحل لاري چاري لټولي وي
دددولتي مسولينوپه وينادولت هڅه كوي چي دلومړي ځل لپاره په نادعلي ولسوالي كي دډي ډي پي پروګرام په لاره واچوي چي ددغه پرورګرام په ترسره كولوسره به دنادعلي ولسوالي خلكوته په زياتو برخو كي اسانتياوي رامنځته سي .
چي له دي وروسته به ددي ولايت نوروولسواليوته هم وغزول سي .
-۱۳۸۸-۱۲-۹