۱۳۹۳ مرداد ۵, یکشنبه

والي :په هلمندکې دکمکي اخترلپاره کلک امنیتي تدبیرنیول سوي دي .


راپور-۲۷-۷-۲۰۱۴
په هلمندکې دکمکي اخترلپاره کلک امنیتي تدبیرنیول سوي دي .
ددي ولایت چارواکې وایې داچې په شمالي سیموکي ناامنۍ زورواخیست نه وسله والودلښکرګاه ښارترڅنګ په نوروسیموکي هم دناامنیوهڅي کوي خوامنیتي چارواکوپوره اماده ګي نیولې ترڅوداختردخوشحالۍ ورځي په ډاډمنه توګه ترسره سي .
که څه هم امنیتي چارواکې دکلکوامنیتي تدابیرودنیول کیدوخبرورکوي خوداختردرارسیدوسره سم دماین اوموټرسیکل بمي چاودني ډیري سوي دي چې مرګ ژوبله ډيری ملکي کسانوته اوړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندوالي محمد نعیم دیک شنبي په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل وسله والوطالبانوپه شمالي هلمندکي دناامنیودزیاتیدوسره سم یې دمرکزي سیموپه ناامنیولاس پورکړی دی اوغواړي لښکرګاه ښارته دغه لړۍ وغځوي .
هغه وایې نه یواځي یه دکمکي اختربلکي دمرکزي سیمودپوره امنیت لپاره چمتوالی لري ترڅوداخترورځي په ډاډمنه امنیتي فضاکي پای ته وره سوي .

دوالي په خبره دسنیګن ولسوالۍ دجګړي دوامداره کیدل دنشه یې توکودمافیایې کړیولخوا وسله والوطالبانوته وسلي ،تجهزات اوپیسي ورکول کیږي چې په سیمه کې ناامنۍ دوام پیداکړ.
دنوموړي په وینادیادي جګړي وروسته وسله والوپه مارجې اوخانشین ولسوالیوکې هم تهاجمي حملې وکړې ترڅودغه سیمي هم دشمالي هلمندپشان ناامنه کړي خوله پوره ماتي سره مخامخ سوله .
داپه داسي حال کې ده چې دتیرې یوې اونۍ راپه دیخوادلښکرګاه ښار،دنادعلي، اومارجې ولسوالیوپه ځینوسیموکې دموټرسیکلونو،اوموټربم چاودنۍ ،دماشومانوتښتول ،او وسلوالې غلاوي ،زیاتې سوي چې دښارډیری اوسیدونکي یه خوراسخت اندیښمن کړي دي .

۱۳۹۳ مرداد ۴, شنبه

په هملندکې یوشمیري دولتي ادارې په پراخ اداري فسادکې ډوبي دي


راپور-۲۶-۷-۲۰۱۴
په هملندکې یوشمیري دولتي ادارې په پراخ اداري فسادکې  ډوبي دي .
پدي ولایت کې دبشري حقونودخپلواک کمیسیون ځایې چارواکې وایې له دوي سره لسګونه قضیې هم ثبت سوي دي خوچارواکوپدي اړه کوم خاص ګام ندي پورته کړی .
هغه وایې دهمدي اداري فسادله امله ډیری هملندي وګړي له ګڼوننګونوسره هم مخامخ دي .
خوبلخواچارواکې هم منې چې تریوه بریده په دولتي اداروکې فسادشتونلري خوزیاته وي په هغه کچه هم ندی چې یاد بنسټ یې یادونه کوي .
پدي اړه دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري نورحال راکوي .
په هلمندکې دبشري حقونودخپلواک کمیسیون ځايی مشرمحمدبلال صدیقي وایې اوس هم پدي ولایت کې په یوشمیردولتي اداروکې دپراخ اداري فساد له امله ډیری کسان له سختوکړاونوسره مخ سوي دي .
هغه وایې په همدي اړوندله دوي سره لسګونه قضیې ثبت سوي خوپرخپل وخت یې  له اړونده چارواکوسره  شریکې کړهم دي خوتراوسه یې دفسادپه مخنیوي کې کوم مثبت ګام نه دی پورته سوی.

خوپرهمدي مهال دهلمند دوالي ویاند عمرځواک پدي ولایت کې داداري فسادشتون منې خوزیاته وي په هغه کچه نه دی کوم چې دبشري حقونودخپلواک کمیسیون چارواکوادعاکړي ده
هغه وایې ولایتي اداره هم کراره نه ده ناسته اوپه تیرودوکلونوکې یه یوشمیرفسادکونکي قضایې اداروته ورپیژندلي دي هم دي .

ځواک وایې دولایت اداره پوره هڅه کوي چې دټولواداروڅخه دفسادلمنه ټوله اودکوموکسانوسره چې کره شواهدپیداکړي پرهم هغه مهال به یې دقانون منګلوته وسپاري .
په هلمندکې داداري فسادسربیره ، دنشه یې توکوقاچاق ، پراخي ناامنۍ اورواني جګړي هغه لويې ننګونې دي چې هلمندمیشت اوسیدونکي په سختوحالاتوکې ورسره لاس اوګریوان دي .

۱۳۹۳ مرداد ۲, پنجشنبه

دهلمند دخانشین ولسوالۍ دهراړخه دولت له پامه غورځولې ده



راپور۲۴-۷-۲۰۱۴
دهلمند دخانشین ولسوالۍ دهراړخه دولت له پامه غورځولې ده .
ددي ولسوالۍ اوسیدونکې وايې دنوروولسوالیوپه پرتله ورته هیڅ رازپاملرنه نده سوي اودامهال له پوره ننګونوسره مخ ده .

خوددي ولسوالۍ مسولین هم مني چې په سیمه کې دناامنیوله امله په بیلابیلوبرخوکې هیڅ رازمرسته نه ده سوې خوزیاته وي هڅه به وکړي چې پدغه برخه کې پرتې ستونزي لمنځه یوسي اودخلکواړیتاوته جواب ووایې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسر دارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دخانشین ولسوالۍ اوسیدونکي وایې داچې یاده ولسوالۍ دګاونډي هیوادپاکستان سره پرګډه پوله پرته ده دولت باید ورته په هره برخه کې پوره پاملرنه وکړي خودم ګړیه په بشپړه توګه له پامه غورځولې ده .
ددوي په خبره اوس هم په سیمه کې دروغتیایې اسانتیاترڅنګ دماشومانولپاره ښوونځي هم نلري دبیارغاوني په برخه کې هم هیڅ کارندي ترسره سوی خوداهرڅه په سیمه کې دناامنیوله امله بولي چې دواړي خواوي هم دملکي کسانومرګ ژوبلې ته هیڅ راز توجونکوي .

ددوی په خبره پدغه برخه کې ورسره دولت دموراومیرې چلندکوي هغه ځکه دنورولسوالیواوسیدونکوته په هره برخه کې کارسوی ولي ددي ولسوالۍ اوسیدونکې دڅښاک پاکواوبوته هم لاس رسی نلري .
خوپرهمدي مهال دخانشین ولسوال سیداحمد دخلکوخبري پرځای بولې اوزیاته وي دناامنیوله امله په یوشمیرسیموکې ددوی کارونه په ټپه دریدلې دي
دده په خبره داچي خانشین ولسولۍ دتشکیل لمخې ۱۳ ښوونځي لري خودتیرکال راپديخوایه پنځه نوي ښوونځې هم فعاله کړي دي چې دپرانیستل سوښوونځیوشمیراوس لسوته رسیدلی دی .

نوموړي دسیمي داوسیدونکوڅخه په هره برخه کې دمرستي غوښتنه وکړه ترڅودپوهني روغتیااونوروبرخوکې هم ددوی لپاره وړخدمتونه وړاندکړي .
خانشين دلښکرګاه ښارپه جنوب کې په  ۱۷۵ کلیومترۍ کې ډيورنډ پولې ته څیرمه پرته ولسوالي ده چې په دې وروستيوكې یه یوشمیرسیمې دناامنیوشاهدې وې .

۱۳۹۳ تیر ۳۱, سه‌شنبه

په هلمندکې دولسوال په ګډون دري نورطالبان ژوندي ونیول سول


راپورــ۲-۱۴—۷—۲۳--
په هلمندکې دولسوال په ګډون دري نورطالبان ژوندي ونیول سول .
دهلمندولایت دمطبوعاتي دفترڅخه رسنیوته په لیږل سوي خبرپاڼه کې راغلي تیره شپه په موسی کلا ولسوالۍ کې دافغان امنیتي ځواکونو په ګډ کمین کې 

دباغران لپاره  دطالبانو لخوا تش  په نوم ټاکل سوی  ولسوال ملا اختر محمد  له دري نورو  وسله والو طالبانو سره ژوندی نیول سوی دی.
دخبرپاڼي دخبرلمخې له نیول سوي طالبانو سره یو شمیر وسلي هم افغان افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
خوتراوسه هم پدي اړه وسله والوطالبانوڅه ندي ویلي .







په هلمندکې ۱۸ وسله وال طالبان وژل سوي دي .


خبر-۲۳-۷-۲۰۱۴
په هلمندکې دملي اردو په عملیاتواودایساف په یوه هوایې بریدکې  ۱۸ وسله وال طالبان وژل سوي دي 
پدي ولایت کې د۲۱۵ میوندقول اردومطبوعاتي دفتررسنیوته په لیږل سوې خبرپاڼه کې وایې دسه شنبي دسنګین والسوالۍ دبارګزي په کلي کې دملي اردود ځانگړوځواكونوكنډك عمليات ترسره كړي چې پرمهال یې ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژل سوي اوپرهمدي ورځ  دوه تنه وسله والوطالبان   په نادعلي ولسوالۍ كې دملي رادودځواکونوسره په مخامخ نښته کې وژل سوي دي .
دخبرپاڼي دخبرلمخې دچهارشنبې په شپه د نهرسراج د الكوزوشاخ په سيمه كې د ايساف په یوه هوايي بريد كې د يوقوماندان په گډون درى وسله وال طالبان هم وژل سوي دي.
خبرپاڼه که څه هم په یادونښتوکې دملي اردوځواکونوته دزیان دنه اووښتولوخبره کوي
خوسله والوطالبانوهم تراوسه پدي اړه څه نه دي ویلي .

په هلمندکې دګاونډي هیوادپاکستان سره پرپوله وسله والوطالبانوخپل فعالیتونه زیات کړي دي .


راپور-۲۳-۷-۲۰۱۴
په هلمندکې دګاونډي هیوادپاکستان سره پرپوله وسله والوطالبانوخپل فعالیتونه زیات کړي دي .
ددي ولایت دسرحدي پولیسوچارواکې وايې وسله والودخپلوپلانونولمخې په سرحدي سیموکې هم دسنیګن اونوزادولسوالیوته ورته پراخ بریدونه اوناامنۍ رامنځته کړي
خودسرحدي پولیسوله سختوغبرګونونوسره مخامخ سوله چې اوس مهال هغه سیمي چې ولسوالوطالبانوخپل فعالیتونه پکې ترسره کول په بشپړه توګه دهغویودشتون څخه پاکې سوي دي .
زموږهمکارسردارمحمد سروري دهلمندولایت څخه راپور راکوي .
دهلمندولایت په خانشین ولسوالۍ کې دګاونډي هیوادپاکستان سره پرپوله وسله والوطالبانوخپل فعالیتونه زیات کړي دي .
په هلمندکې ۶۰۴ سرحدي زون قوماندان مل  پاسوال سلطان محمدود محمود وایې دشمالي ولسوالیودجګړې سره سم وسله وال طالبان دپولې دهاغاړې څخه دخانشین په ولسوالۍ کې دسرحدي پولیسوپریوشمیرامنیتي پوستوپراخې حملي پیل کړي چې دغوحملودري ورځې دوام وکړاوبریدکوونکې یه په شاتمبولې دي
دده په خبره په هغه سیموکې یه هم چاڼیزعملیات کړې چې وسله والوپکې شتون درلود.

دنوموړي په ویناداچې دوسله والوطالبانودپراخوحملولپاره سرحدي پولیسوامادګې درلوده نوله همدي مله یې دهغویوټول پلانونه شنډاوله ماتې سره یې مخ کړه
هغه وایې دوسله والودیادوپراخوحملوهدف له همدي سیمونه ناامنۍ ددي ولایت نورولسوالیوته غځول وه خومخه یې ونیول سول .
دنوموړي په ویناداچې هلمند دګاونډي هیوادپاکستان سره ګډه پوله لري ډیری وختونه وسله وال دپولې په اوږدوکې تربریدونواوتخریبي اعمالووروسته بیرته دګډي پولې نه هغې خواته خپلوپناځاینوته ستنیږي
دا په داسې حال كې ده چې د خانشين ولسوالۍ ته څیرمه  بهرامچه پرگډه پوله هغه سيمه ده چې ددي ولایت د اوسيدونكوپه خبره دنيشه يي توكود قاچاق وړونكواووسله والوطالبانوترټول سترپټنځایې بلل کیږي .

نورزی :دولایتي ادارې دنه همکارۍ اوپراخولاس وهنوله امله مستحقوکورنیوته مرسته نه رسیږي .


راپور۲۰۱۴—۷—۲۲-
دولایتي ادارې دنه همکارۍ اوپراخولاس وهنوله امله مستحقوکورنیوته مرسته نه رسیږي .
دهلمند دکډوالودریاست چارواکې وایې ددې ولايت د شمالي ولسواليوهغه قومي مشران چې كلونه وړاندې راكډه شوي د اوسنيوجگړوله امله د بيځايه شويوكورنيومرستې ترلاسه كوي چې له همدې امله د مرستولړۍ یه دا مهال له ستونزوسره مخ کړۍ ده .
دوي انديښنه لري که یاده لړۍ دوامداره سي له یوي خوابه مرسته کوونکې ادارې خپلي مرستي ودره وي اوله بلي خوابه له جنګه تښتیدلي کورنۍ له پوره ننګونوسره مخ سي .
خوچارواکې که څه هم دغه ستونزه دناسمي همږغۍ له امله بولي خوژمنه کوي چې مرستې به پراړوکورنیوووي شل سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند د كډوالوچارورئيس غلام فاروق نورزى وايي هغه مرستې چې د دولت اوخيريه ټولنولخوا ترسره كيږي په لښكرگاه كې يې هغه قومي مشران ترلاسه كوي چې كلونه وړاندې د همدې تجارت لپاره دلته راغلي دي،هغه پرولایتي ادارې هم نیوکه وکړه چې ددې پروسې د روڼتيا لپاره د ولايت لخوا ځينې قومي مشران دوى ته ورپيژندل سوي خوياد مشران په لوى لاس دغه مرستې په يوه اوبل نامه د خپل ځان لپاره ترلاسه كوي.
هغه وايي كه ياده سوې لړۍ په همدې ډول دوام وكړي په سيمه به كې د اړوکورنیوستونزې نورې هم ډیري سي چې وروسته به لوی ناورین هم رامنځته کړي خوغوښتنه کوي چي ولایتي اداردي ورسره پوره مرسته وکړي .
ده راولاړي سوي ستونزي په اړه دهلمندوالي محمدنعیم هم په دغه پروسه کې پراخې ستونزي منې خوزیاته وي دسیمي مخوریې په دي موخه ټاکلې ووچې دمستحقوکورنیوپه پیژندلوکې له دوي سره مرسته وکړي ترڅویاده پروسه په شفافه توګه ترسره سي .

دنوموړي په وینادهم معلومات ترلاسه کړي چې دمرستودویش پرمهال نه همږغي رامنځته سوې ده خوهڅه به وکړي چې دغه مرستې په پوره روڼتیاپراړوکورنیووویشې .
پدي ولایت کې دهررازمرستوپرسرهمیشه یوډول نه یوډول ناندرې رامنځته کیږي چې مرسته اخیستونکې پردولتي چارواکوله دي امله تورلګوي چې ګواکې ددوي په نوم راوړل سوې مرسته پرخپل خپلوانوویشې خوچارواکې بیادوي دڅوځله مرسته اخیستلوپه تورتورنه وي .

۱۳۹۳ تیر ۳۰, دوشنبه

دهلمنددامنیه قوماندان پرموټریزکاروان موټربم چاودنه سوې .


راپور-۲۱-۷-۲۰۱۴
دهلمند دامنیه قوماندان پرموټریزکاروان موټربم حمله سوي خوهغه ترې روغ رمټ وتلی دی .
په دغه بریدکې ۲ کسان وژل سوي او۱۵ نورټپیا سوي هم دي .
چاودنه دوشنبې په ورځ د لښكرگاه ښارپه ختيځه څنډه د كندهارهلمند په لويه لاره د پوليسوپه هغه كاروان رامنځته سوچې سنگين ولسوالۍ ته روان ووچې ځان وژونکې خپل موټردپولیسودموټرسره وجنګاوه اوییاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت دامنیه قوماندان پرموټریزکاروان هغه مهال موټربم چاودنه رامنځته سوله کله چې سنګین ولسوالۍ ته پرلاره ووخوامنیه قوماندان له دغه بریده روغ رمټ وتلی دی .
دموټربم دغه بریدغرمه مهال شاو اوخوا۳۰. ۱۱ بجي دهلمند کندهاردلويې لارې پرسرهغه مهال رامنځته سوله کله چې دګرمسیرولسوالۍ دامنیه قوماندانۍ اړونده پولیس دسنګین ولسوالۍ په روانوعملیاتوکې دکډون په موخه ران وو.
دهلمنددوالي ویاندعمرځواک وايې په بریدکې يوتن ملكي وگړى اويوپوليس وژل سوي او۱۵ نورچې ډيره برخه يې پوليس دي ټپيان سوي دي.
خوپه لښکرګاه کې دایمریجنسي روغتون وایې دويته له نني بریدڅخه وروړل سوي ټپیان ۷ ملکي او۱۳ پولیس هم دي
په پیښه کې دګرمسیرولسوالۍ دلومړۍ حوزې امردوهم څارن محمداسماعیل وایې همدا موټريې چلاوه چې ځانمرګې بریدکوونکې خپل موټرمخامخ ورسره جنگولى .
په پیښه کې عیني شاهدان وايې چاودنه ډیره زوره وروه اوشاه اوخواسیمه کې یه دملکې کسانوته دمرګ ژوبلې ترڅنګ مالي زیانونه هم اړولې دي .

که څه هم په سنګین ولسوالۍ کې دوسله والوطالبانوپروړاندي چاڼیزعملیات دوام لري خوچارواكي وایې دپولیسودغه موټریزکاروان نوموړې ولسوالۍ ته روان وچې دلارې په اوږدوكې دموټربم بريد سره مخامخ سو.

۱۳۹۳ تیر ۲۸, شنبه

دهلمند دشمالي ولسوالیودناامنیولمنه په چټکۍ سره ترمارجې ولسوالۍ هم ورسیده


راپور—۲۰۱۴—۷—۲۰-
دهلمند دشمالي ولسوالیودناامنیولمنه په چټکۍ سره ترمارجې ولسوالۍ هم ورسیده .
ددې ولسوالۍ مسولین وایې که څه هم دیادي ولسوالۍ دتریخ ناورپه سیمه کې دوسله والوامینتي ګواښونه موجودوه خواوس مهال په همدې اودسیستاني په سیموکې تازه حرکتونه پیل کړي دي ،دوي همدارازیادخوښتونه دسنګین دناامنیوسره تړلي بولي .
خوزیاته وي دتریخ ناورسیمه دښارترڅنګ ددریوولسوالیولپاره امنیتي ګواښونه پیداکولای سي .
پرهمدي مهال امنیتي چارواکې هم دوسله والوخوځښتونه مني ولي زیاته دمخنیوي لپاره یې منظم پلانونه په کاراچولي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دشمالي ولسوالیودورستیوناامنیولړۍ دمارجې ولسوالۍ ترلمنې هم ځان ورساوه .
دمارجې ولسوال احمدشفیع سولمل وایې دهلمند په شمالي ولسواليوكې د وسله والوطالبانودپراخوحملوڅخه وروسته دم ګړی دمارجې ولسوالۍ په تريخ ناوراوسيستاني سيموكې د وسله والوطالبانوتازه راپیداسووخوځښتونوخورا اندیښمن کړی دی .
هغه وایې كه څه هم دتريخ ناورسیمه له پخوا نه نا امنه وه خودنوو نا امنيو زياتيدل کولای سي دمارجي .نادعلي ناوې ولسوالیوسربیره لښکرګاه ښارهم ناامنه کړې .
هغه وایې له څه مودې راپدیخوادمارجې په یوشمیرسیموکې وسلوالوخپل بریدونه ډيرکړي دي خوامنیتي ځواکونوهم ورته کلکه ماته ورکړې ده ،خوزیاته وي دغوسیموته بایدپوره پاملرنه وسي  .
بل پلودهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت چې دتریخ ناورسیمه یې له نږدي کتلي دامني چې اوس مهال وسله والوطالبانوپکښي تازه خوځښتونه شروع کړي دي خوډاډورکوي امنیتي ځواکونه هم دهرډول بریدونولپاره پوره امادګي لري .

دمارجې ولسوالۍ په کال ۲۰۰۹   او ۲۰۱۰  په هلمندکې دوسله والوطالبانوترټول سترپناځایې ووچې دهمدي کال دپیبروري دمیاشتي ۱۳ دشااوخوا۱۵۰۰۰  افغان امنیتي اودامریکاسمندرې ځواکونودمشترک په نوم پراخ چاڼیزعلمیات ترسره کړل چې په سیمه کې یه امنیت تریوه بریده کابوکړخودسیمه ییزوپولیسوپه جوړیدوسره په مارجې ولسوالۍ کې امنیتي حالت په بشپړه توګه دډاډ وړسوخواوس مهال یوځل بیادتازه ناامنیودراپیداکیدوسره یې دهرچاه پام ځان ته اړه ولی دی .

دسیمه یزوپولیسوقوماندان: که ورسره دوسلواوموهیمات مرسته ونسي ددولت سره به پریکون اعلان کړي


 
راپور—۲۰۱۴—۷—۱۹-
دهلمنددسنګین ولسوالۍ دسیمه یزوپولیسوقوماندان وایې که ورسره دوسلواوموهیمات مرسته ونسي ددولت سره به پریکون اعلان کړي .

ددوي په خبره دجنګ په لومړۍ کرښه کې قرارلري خودوسله والوطالبانوپه اندازه نه هم وسلي اونه هم موهیمات ورته رسیږي نوله همدي امله کواښ کوي 

که یه ددغي ستونزي مخه ونیول سي یابه سیمه پریږدي اویابه هم دوسله والوطالبانوسره یوځای سي ترڅوژوندیې ژغورل سوی وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندناارامې سنګین ولسوالۍ دسیمه ییزوپولیسوقوماندانان وایې داچې اوس مهال سیمه ییزپولیس دجنګ په لومړۍ کرښه کې قرارلري 

اومرګ ژوبله یه هم زیاته ده  نوپرهمدي اساس ددولت څخه په کلکه غوښتنه کوي که ورسره دوسلواوموهمیاتومرسته ونکړې پریکون به اعلان کړي .
دسیمه ییزوپولیسودغه قوماندانان زیاته وي که یه غم ونه خوړل سي یابه دندي پریږدي ایابه هم په سیمه کې دوسله والوطالبانوسره یوځای سي اودغه کارله ډیري مجبورۍ يه کوي .

ددوي په خبره که څه هم په سیمه کې وسله وال په ډيرکم شمیردي ولي زیاته وي وسلي اوموهیمات یې خورازیات دي اودوي یه دنه امکاناتوله وجي دمقابلي توان نلري .

خوپرهمدي مهال دهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت هم دسیمه ییزوپولیسودغه ستونزه پرځای بولي هغه وایې دناسمي رهبرۍ له امله سیمه ییزوپولیسوته پرخپل وخت وسلي اوموهمیات ندي ورکول سوي
دنوموړي په وینادسیمه ییزوپولیسولپاره یې وسلي اوهمیات هم اماده کړي دي چې ډيرژربه دهغویوپه واکې ورکړي .

هغه  دسیمه ییزوپولیسوداعاشي اوددوي لپاره ددرنووسلوپه واکې دورکولوژمنه هم وکړه اوزیاته کړه چې دملي اومحلي پولیسوګډي امنیتي پوستې به هم جوړي کړي ترڅوپه ګډه ددوښمن دهرډول حملو دمخنیولپاره پوره امادګي ولري .

دسنګین ولسوالۍ روانه جګړه څلورمې اونۍ ته هم ننوته پداسي حال کې چې په یاده ولسوالۍ کې زرګونه امنیتي کسان هم شتون لري خوامنیه قوماندان چې تازه یې دنده پیل کړي ژمنه کوي چې ډیرژربه په سیمه کې ټولي امنیتي ننګونې لمخه لري کړي داچې پراته خنډونه به کله لمنځه ځي دیته به په طمه سو.

۱۳۹۳ تیر ۲۵, چهارشنبه

په هلمندکې دمخامخ نښتې پرمهال ۲ وسله وال طالبان ووژل سول .


راپور—۲۰۱۴—۷—۱۶—

په هلمندکې دمخامخ نښتې پرمهال ۲ وسله وال طالبان ووژل سول .
ددي ولایت د۲۱۵ میوندقول اردومطبوعاتي دفتررسنیوته په لیږل سوې خبرپاڼه کې وايې دیادي قول اردوددریمې پلې لیواجزوتامونودوسله والوطالبانوسره په مخاخ جګړه کې چې دلښکرګاه ښاراړونده دپوپل زوپه سیمه کې رامنځته سوه ۲ وسله وال طالبان ووژل سول چې جسدونه یې هم په سیمه کې تري پایته سوي دي .
خبرپاڼه زیاته وي وژل سوي وسله وال طالبان بهرنیان دي .
دخبرپاڼي دخبرلمخي ۱۱ کړی ماینونه هم په سیمه کې کشف اولمنځه وړل سوي دي .
دخبرپاڼي دوینالمخي پرهمدي مهال دمارجې ولسوالۍ کې دیوه کمین پرمهال یوتن دیومیل کلاشکوف او۳۰ کلیوتاریاکوسره لاس په لاس نیول سوی دی چې وروسته یې دملي امنیت کارکوونکوته سپارلی هم دی .
خبرپاڼه وايې په مخامخ جګړه کې دملي اردوځواکونوته کوم زیان دی اوښتی .
خوتراوسه هم پدي اړه وسله والوطالبانوڅه ندي ویلې .


                                                     
                                                                                                                      

             

دهلمند دملي امنیت ریاست پرسلګونوبیځایه سویوکورنیوخوراکي مرسته وویشل .


راپور-۱۶-۷-۲۰۱۴
دهلمند دملي امنیت ریاست پرسلګونوبیځایه سویوکورنیوخوراکي مرسته وویشل .
چارواکې وايې یادي مرستې دملي امنیت دعمومي ریاست دمشرتابه لخواورکول سوې چې دهلمند دسنګین . نوزاد. موسي  کلا. اوکجکي ولسوالیودورستیوناامنیوله امله دبیځایه سويوکورنیوغړوته ورکول سوې
پرهمدي مهال دمرستواخیستونکي که څه هم خوښ دي خوزیاته وي دولت دي په سیمه کي دښه امنیت زمینه برابره کړي چي له روانوستونزوڅخه په امن کي سي .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دملي امنیت دریاست له لوري دچهارسنبي په ورځ ددي ولایت دسنګین . موسي کلا. نوزاد.اوکجکي ولسوالیودورستیوناامنیوله امله دبیځایه سویو ۵۴۵ کورنیوباندي خوراکې مرسته وویشل سوه .
دیادومرستودویش پرمهال دهلمنددوالي مرستیال احمدمسعودبختوروايې دغه مرستې ددې ریاست داعاشي څخه ورکول سوې دي چي ددي ادارې دیوه پلاوي له لوري دیوي اونۍ په موده کې دبیځایه سویوکورنیوسروي بشپړه اوپرمستحقوکورنیووویشل سول .

دنوموړي په ویناپه دغومرستوکې غوړي ،اوړه ،وریجې،چای ،بوره اولوبیاشامله ده چې دهرې کورنۍ غړوته تریوبریده بسنه کوي هغه وايې که څه هم په سیمه کې اوس هم جګړه سته خوزیاته وي ددوي دسروې ټیمونه لګیادي ترڅوځپل سوي کورنۍ مشخصې اوهغویوته به هم دغه ډول مرستې وره سوي .
پرهمدي مهال اړې کورنۍ وایې که څه هم یادي مرستې ددوي لپاره بسنه نکوي خوزیاته وي دوېته دي په سیمه کي دپوره امنیت زمینه برابره کړي ترڅویوځل بیااړنسي چې دناامنیوله امله خپلي سیمې خوشي کړي

که څه هم په هلمندکې دورستیوناامنیوله امله دچارواکوپه خبره تراوسه ۳۵۰۰ کورنۍ بیځایه سوې دي خولاواس هم ډيری کورنیوته دجنګونواومځکي ماینونوله وجي هیڅ رازلومړنۍ مرستې هم ندي رسول سوي چي اوس یادي کورنۍ په خوراسختوحالاتوکي ژوندکوي .

سارواني : دسنیګن ولسوالۍ ملکې اداره په ټپه درلیدلې ده .


راپور—۲۰۱۴—۷—۱۶-
دسنیګن ولسوالۍ ملکې اداره په ټپه درلیدلې ده .
ددې ولسوالۍ مسولین وایې دناامنیوله وجې یه ټول ملکي مامورین خپلوکورونوته لیږلې دې

 اواوس مهال هیڅ ډول ملکي خدمات نه وړاندي کیږې چې دغه کارهم دخلکوپروړاندي ډيری ستونزي رامنځته کړي دي .

بلخواددې ولایت اوسیدونکې بیاپه ولسوالیوکې دملکي مامورینونشتون تردې ښه بولي چي دخلکوپرمخ دولسوالیودروازي تړلې پاته وي .

هڅه مووکړه چې پدي اړه دلایتي چارواکونظرهم ولرخوهغویوپه یادولسوالیوکې دملکي مامورینودنشتون په اړه دڅه ویلونه ډه ډه وکړه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند د شمالي ولسوالۍ سنیګن ملکې اداره په ټپه دریدلې ده .
دسنګین ولسوال سلیمان شاه سارواني وايې دورستیوناامنیواوپراخوجنګونوله امله یې دملکې اداروټول مامورین تللې اواوس مهال پدې ولسوالۍ کې هیڅ رازملکي خدمتونه نه وړاندي کیږې اویوازې ولسوال اودهغه مرستیال شتون لري .
هغه وایې په دغه برخه کې ډيری ستونزي ځکه لري چې دامهال دخلکوهراړخیزو ستونزوته له همدي وجي هیڅ لاس رسی نلري .

ولسوال وایې که دغه لړۍ دوامداره سي پدغه برخه کې به ستونزي نوري هم ډيری سي اودم ګړی ددولت اوملت ترمنځ هرډول اړیکې دملکي مامورینودنشتون له وجي پرې سوي دي .
خوددي ولایت یوشمیراوسیدونکې بیا وايې دهلمندپه سنګین . نوزاد. موسي کلا. اوکجکي ولسوالیوکې ملکې ادارې سقوط دي خودولایت چارواکې دنوم بدي لوجي وايې ددوي ملکي مامورین په ولسوالیوکې شتونلري .
دوي وایې که دولت خپلي ملکي ادارې نسي فعاله کولای نوولسوالۍ دي دوسله والوطالبانوپه ولکه کې ورکړي ترڅودروانومرګ ژوبلومخه ونیول سي .

ومي غوښتل پدي اړه دولایت دمقام نظرهم ولرم خودهلمنددوالي ویاندعمرځواک دټلیفون پرکرښه وویل وروسته له معلوماتوبه پدې اړه دولایت نظرڅرګندکړې چې وروسته له پوره تماسوسره سره بیاهم هغه پدي اړه څه ونه ویل اوان ټلیفون ته يې  هم جواب ورنکړ.
داسي ویل کیږي دشمالي هلمندپه ټولوولسوالیوکې دورستیوناامنیونه مخکي هم ملکي اداري په بشپړه توګه نه وي فعاله چې له امله یې په یادوولسوالیوکې ملکي کسان له پوره ننګونوسره مخ کړي دي .