۱۳۹۴ آبان ۲۰, چهارشنبه

دروانوناامنیودکابوکولوپه موخه سلګونه ځوانان دملي پولیسولیکوته شامل سوه .


راپور—۲۰۱۵—۱۱—۱۲—
په هلمندکې دروانوناامنیودکابوکولوپه موخه سلګونه ځوانان دملي پولیسولیکوته شامل سوه .
په ولسي جرګه کې دهلمنددخلکواستازی عبدالودود پوپل وایې ده دعاموخلکوڅخه غوښتنه کړي ترڅودملي پولیسوپه لیکوکې شامل سي چې زرګونه ځوانانودده غوښتنه منلي اوچمتودي چې دپولیسولیکوته شامل اوددفاع په خاطردوسله والوپرضدوجنګیږي ،هغه وایې چاته به اجازه ورنکړي چې دلته شخصي ملیشي جوړي کړي ،بل پلودوکورنیوچارودوزارت څخه دراغلي پلاوي مشروایې دوی به دټولوقاوانونوسره سم دغه ځوانان دملي پولیسولیکوته جلب کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې وروسته له هغه عاموخلکوهم دملي پولیسولیکوته دشاملیدواودوسله والوطالبانوپروړاندي دجګړي لپاره چمتوالی وښوده چې په دي ورستیوکې ناامنۍ دپام وړډيري اولاهم دوام لري ،په ولسي جرګه کې دهلمنددخلکواستازی عبدالودود پوپل وایې دناوي ولسوالۍ څخه شاه اوخواپنځه زره کسان په خپله خوښه اماده سوې ترڅودملي پولیسوپه لیکوکې شامل اودوسله والوپروړاندي وجنګیږي ،هغه وایې تراوسه څه باندي ۴۰۰ کسان امنیه قوماندانۍ ته راغلي اودغه پروسه لاهم دوام لري .

بل پلودکورنیوچارودوزارت څخه دیادي پروسي لپاره دراغلي پلاوي مشروایې دغه ځوانان به دټولوقوانیونوسره سم به دملي پولیسولیکوته شامل کړي ،هغه وایې دپروسي تربشپړیدو وروسته به ټولوته دنوروپولیسوپشان پوره امتیازات هم ورکول سي .

په ورته وخت کې دملي پولیسولیکوته نوي شامل سوي ځوانان وایې دوسله والودظلمونواوپه دي ورستیوکې دومداره جګړواړکړه ترڅوپه خپل شتون سره دملي پولیسولیکي پیاوړي کړي .

دغه کسان په داسي حال کې دملي پولیسولیکوته شاملیږي چې څوورځي وړاندي دملي شورایوه استازي وویل په تیروشپږومیاشتوکې دروانوسختودرنوجګړوله امله شاه اوخوا ۱۶۰۰ پولیس وژل سوي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر