۱۳۹۳ اسفند ۹, شنبه

دهلمندپه مرکزاوولسوالیوکه به سږکال پنځه زره هکټاره دکوکناروکروندي واړول سي .

راپور—۲۰۱۵—۳—۱—
دهلمندپه مرکزاوولسوالیوکه به سږکال پنځه زره هکټاره دکوکناروکروندي واړول سي .
که څه هم دنورکلونوپه پرتله په دې ولایت کې دکوکناورکرکیله څوبرابره ډیره ده خوبیاهم دولت یوازي دپنځه زره هکټاره دکوکنارودکښتونودلمنځه تلوژمنه وکړه .
ولایتي چارواکې وایې په ورکول سوي هدف کې به لومړی دزورواکواوهغه کسانوکوکنارواړه وي چې ډيریې کرلې وي ،امنیتي چارواکې هم دکوکنارودکروندوداړه ولودکمپاین دامنیت دخوندي ساتلوډاډډورکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم په هلمندکې دنوروکلونوپه پرتله دکوکناروکرکیله څوبرابره زیاته ده خودنشه یې توکوپروړاندي دمبارزي وزارت وایې سږکال دوی په دې ولایت کې یوازي پنځه زره هکټاره دکوکناروکروندي لمنځه وړي ،مرستیال والي محمدجان رسولیاروایې داځل به لومړی دهغه کسانودکوکناروکروندي واړه وي چې زورواکې اویایه هم ډيرکوکنارکرلي وي .
په ورته وخت کې دنشه یې توکوسره دمبارزي دوزارت مرستیال انجینرمحمدابراهیم اظهروایې سږکال به په مرکزاو ولسوالیوکې ټاکل سوی هدف پوره کړې .که څه هم هرکال دکوکنارودکروندداړولوپرمهال دبیلابیلوخواوڅخه واسطه ،زورواکې ،اویاهم دبډوپه ورکولوکې دکورکنارودکروندي نه اړول کیږي خوداځل ددې ولایت دامنیه قوماندانې دامنیت امرسمونوال پاچاه ګل بختیاروایې دهرډول غیري قانونې کړنومخه به نسي اوسرغړونکې به دقانون منګلوته هم وسپاري .

په هلمندکې دنورکلونوپه پرتله دکوکنارودکرکیلې کچه څوبرابره زیاته دخوبیاهم دولت یوازي په ټول هلمندکې پنځه زره هکټاره کروندي اړه وي،په داسي حال کې چې تیرکال په ټول هلمندکې پرسل زره هکټاره ځمکه کوکنارکرل سوي وه چې دولت یې دلس زره هکټاره داړلوپریکړه وکړه خوپرهم هغه مهال یې یوازي دوه زره اوپنځه سوه هکټاره واړل سول اوپاته نورټول کوکنارخپل حاصل ته ورسیده .



دوسله والوطالبانودیوه قوماندان په ګډون ۱۲ تنوته مرګ ژوبله واښتې ده .

راپور—۲۰۱۵—۲—۲۸—
دهلمنددمارجې ولسوالۍ دسیستانې په سیمه کې دوسله والوطالبانودیوه قوماندان په ګډون ۱۲ تنوته مرګ ژوبله واښتې ده .
دهلمندامنیه قوماندان وایې داچې په تریخ ناورکې دوسله والوطالبانوپروړاندي دذلفقارعملیات دوام لرې نوله همدي امله وسله والوتیره شپه دسیستاني په سیمه کې پرامنیتي پوستوبریدونه کړي چې یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړه ،خوقوماندان وایې په دغه نښته کې دوه ملي پولیس هم وژل سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي
دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل دښوراب پوځي اډي څخه شمشادتلویزیون ته دټلیفون پرکرښه وویل تیره شپه ناوخته وسله والوطالبانودسیستاني په سیمه کې دملي پولیسوپرامنیتي پوستوبریدونه وکړه چې پرمهال یې دملاصمدپه نوم دوسله والوطالبانویومشهورقوماندان دڅلورونوروملګروسره وژل سوی اوهمدارنګه تراوه زیات وسله وال طالبان ټپان سوي هم دي .

هغه وایې داچې په تریخ ناورکې دذلفقارعملیات بریالي پرمخ روان دي نوله همدي امله وسله وال طالبان غواړي دیادي ولسوالۍ پرنوروامنیتي پوستوله دي امله بریدونه وکړي چې دلته دروانوعملیاتومخه ډب کړي ،قوماندان وایې دتیري شپي په بریدکې دوه ملي پولیس هم وژل سوي دي .
دسیستاني دسیمي څخه یوه معتبره سرچینه دنوم دنه ښودلوپه شرط شمشادتلویزیون ته وویل تیره شپه په یاده سیمه کې دملي پولیسویوې امنیتي پوستي سقوط کړی دی .خوچارواکې یاده خبره نه منې .

که څه هم تراوسه دیادي نښتې په اړه وسله والوالوطالبانوڅه نه دي ویلې خوقاري یوسف احمدي وایې تیره شپه یې په تریخ ناورکې دماین په چاودنه کې دافغان وسله وال پوځ پنځه سرتیري وژلې اوهمدارنګه یې یوزغروال موټرهم لمنځه وړی دی .

په هلمندکې یوي ښځي دکورنې تاوتریخوالې له امله ځان وژنه کړي ده .

راپور—۲۰۱۵—۲—۲۸—
په هلمندکې یوي ښځي دکورنې تاوتریخوالې له امله ځان وژنه کړي ده .
دلښکرګاه ښاردبست روغتون ریس وایې تیره شپه روغتون ته داسي یوه ښځه راوړل سوې ده چې په غاړه کې یه کې دځوړندیدوعلایم له ورایه ښکارې خولادامعلومه نه ده چې ښځې په خپله ځان وژنه کړي اوکه دکوم بل چالخواڅخه اوژل سوې ده .
هاخواددې ولایت دښځوچاروریاست ،اودبشري حقونوخپلواک کمیسون هم دپیښې خپلی کوي خودکره معلوماتولپاره یې معلومات نلرې .
نورحال دهلمنددولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د لښکرګاه کې دبست روغتون ریس ډاکتر نثار احمد بارک وایې تیره شپه دیوې میر مني جسد روغتون ته  راوړل سوی دی چې دیادې کورنۍ غړیو دوی ته ویلي دغي میر مني تیره شپه پرته له دې چې کومه ستونزه ولري ځان وژنه کړي ده ،هغه وایې طبي څیړنودا ښولي ده چې  ددغي ښځي پرغاړه رسۍ تاو سوي او بیا راځړول سوې ده ،هغه وایې دامعلومه نه ده چې وژل سوي ښخي خپله ځان وژنه کړي اوکه دکوم بل چالخواڅخه په دارځړول سوې ده .

په همدي اړه داستناف څارنوالۍ دښځو په وړاندي دتاوتریخوالي دپیښو دڅیړلوځانګړي څارنوال عصمت الله حنیف وویل دپیښي په اړه پلټني کوي ،خوزیاته وي دکورنیو غړیو ورته وویلي چې میرمنې عصبي تکلیف در لودی او تردې وړاند يې هم یو ځل دځان وژني هڅه کړي وه،بل خوا بشري حقونو دخپلواک کمیسیون  دښځو دبرخي مسولي اوددې ولایت دښځوچارودریاست حقوقي  مدیرې یاده پیښه په کلکه وغندال اوغوښتنه یې وکړه چې دیادي پیښي په اړه دي جدي پلټني وسي ،خودوی هم دخپلوپلټنوپه اړه دپیل کیدوڅخه خبرورکړ.

دهلمنددامینه قوماندانۍ دجنایې جرمونوپروړاندي دمبارزي چارواکې وایې تراوسه لامعلومه نه ده چې یاده پیښه څنګه رامنځته سوې ده خوزیاته وي ددوی پلټڼي دوام لري .
یاده پیښه په داسي حال کې رامنځته کیږي چې څوورځې وړاندي دبشري حقونودخپلواکې کمیسمون ځای مسولینوپه دې ولایت کې دښځوسره دتاوتریخوالې دزیاتیدونکوپیښوداندیښنې ترڅنګ دولایتي چارواکې څخه یې په دغه برخه کې دپوره پام اړولوغوښتنه وکړه .


۱۳۹۳ اسفند ۷, پنجشنبه

دنشه یې توکودوزارت له لوري پلې سوي پروژي بنستیزنه دي چې له امله یې هرکال دکوکناروپه کرکیله کې زیات والی راځي .

راپور—۲۰۱۵—۲—۲۶—
دنشه یې توکودوزارت له لوري دکوکنارودمخنیوي په موخه پلې سوي پروژي بنستیزنه دي چې له امله یې هرکال دکوکناروپه کرکیله کې زیات والی راځي .
دغه څرګندونې ددې ولایت قومي مخورواوپه ولسي  جرګه کې دهلمند دخلکواستازودنشه یې توکودمخنیوي دعامه پوهاوي په هغه غونډه کې وکړي چې دنشه یې توکوسره ددمبارزې دورازت مرستیال برخه لرله،خوهاخودنشه یې توکودوزارت مرستیال هم په دغه برخه کې دیوډول ستونزوخبره منې خودجمعي په  ورځ په ټول هلمندکې دکوکناروداړلودعموي کمپاین څخه خبرورکړ .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په ولسي جرګه کې دهلمندخلکواستازي اوقومي مخوروتورپوري کړچې ګواکې دنشه یې توکووزارت ،اړونده موسسات ،اوبهرنیان نه غواړي په دې ولایت کي دکوکناروکرکیلې اوقاچاق مخه ونیول سي چې له امله یې دبسټیزوپروژوپرځای تش په نوم پروژي پلې سوي او خلک یې له پراخوستونزوسره مخ کړي دي ،دوی وایې داچې کرونده ګر دمجبورې له وجې دکوکنارووکرکیلې ته مخه کړې نومرکزي دولت دې دویته بنسټیزي پروژي پلې کړي چې یادي ستونزي یه هواري سي .

دوی وایې اوس هم دکوکنارودمخنیوي په برخه کې ډیری مرسته سوي پیسې بیځایه لګول کیږي چې له امله یې په دې ولایت هرکال دیادکښت کچه لوړه وي ،په ورته وخت کې دنشه یې توکوسره دمبارزي دوزارت مرستیال محمدابراهیم اظهردامنې چې یوډول ستونزي سته ،خونوموړې دجمعي په ورځ په مرکزاولسوالیوکې دکورکناروداړلودکپماین دپیل کیدوڅخه خبرورکړ،هغه وایې داچې یادوزارت په هلمندکې دلسم نیم ملیونوډالروپه ارزښت ساختمانې پروژې يلې کړي دي خووروسته به ددوی ټولې پروژې دکرنې په برخه کې وي چې مرسته به نیغ په نیغه کرونده ګروړي .

چارواکې په داسي حال کې په دې ولایت کې دکوکنارودکمپاین څخه خبرورکوي چې له یوي خواڅخه په ولسوالیوکې تراکتوران له کاره لویدلې ،اوله بلې خواهم په دې ولایت کې امنیتي ځواکونودذلفقارپه عملیاتوبوخت دې داچې دواړاه لوی لوی کارونه به څنګه پریوه وخت سمبال سي دیته به په طمعه سو.


۱۳۹۳ اسفند ۵, سه‌شنبه

امینتي چارواکو په نادعلي ،اوترخه ناورکې د ۲۷ وسلوالوطالبانودمرګ ژوبلې خبرورکړ.

راپور—۲۰۱۵—۲—۲۴—
دهلمندامینتي چارواکې په نادعلي ،اوترخه ناورکې د ۲۷  وسلوالوطالبانودمرګ ژوبلې خبرورکړ.
چارواکې وایې داچې دذلفقارپه نوم علمیات په په بریالیتوب پرمخ ځي یوازي یه تیره ورځ دنادعلي ولسوالۍ دشنه کلې په سیمه کې چې وسله والوپریوه امنیتي پوسته بریدکړی دی وژلي دي .
دوی که څه هم ملکي ،اوپوځي چارواکوته دمرګ ژوبلې په اړه څه نه وایې خووسله وال طالبان بیادشپږوافغان سرتیري دوژل کیدوادعاوکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل وایې تیره ورځ وسله والوطالبانودنادعلي ولسوالۍ دشنه کلې په سیمه کې دسیمه ییزوپولیسوپرامنیتي پوستوبریدونه کړي چې پرمهال یې څلور طالبان ووژل سوي اوپنځه نور ټپيان سوي هم دي اوهمدارنګه څلور میله وسلي او یوه پایه مخابره  دپولیسو لاسته ورغلې ده

په ورته وخت کې د۲۱۵ میوند قول اردو دعامه اړیکو مسئول  ډګرمن محمد رسول ځاځی وايې تیره شپه يې د ذلفقار عملیاتو په دوام  دناوي ولسوالۍ دترخه ناور په ځینوسیموکې  دبیلابیلونښتوپرمهال  ۱۳ وسله وال طالبان وژل سوي اوپنځه نور ټپيان  سوي هم دي.

خوهاخوادوسله والوطالبانویاندقاري یوسف احمدي که څه هم ددې نښتي په اړه څه نه وایې خوزیاته وي په همدې ورځ په موسی کلا ولسوالۍ کې دیوه ماین په چاودنه کې څلورافغان سرتیري وژلي او درې نور ټيپان کړي هم دي .خوامنیتي چارواکې ددوی ادعانه منې . 

ذلفقارپه نوم دپیل سوعملیاتوسره سم پرهلمند،اوکندهارولایتوپه بشپړه توګه بریښناقطعه سوې ده

راپور—۲۰۱۵—۲—۲۴—
په هلمندکې دذلفقارپه نوم دپیل سوعملیاتوسره سم پرهلمند،اوکندهارولایتوپه بشپړه توګه بریښناقطعه سوې ده 
دکجکې ولسوالۍ څخه هلمند،اوکندهارولایتونوته دبریښناغځول سوي مزي له تیرونهوورځوراهیسې پرې سوي دي چې له امله یې خلک له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي ،دبریښنادریاست چارواکې وایې ترڅوچې په سیمه کې امنیتي ننګونې اومځکنې ماینونه لمنځه ولاړنسي یاده ستونزه به  همداسي دواووکړي ،هاخوابیادلښکرګاه ښاراوسیدونکې په ښارکې دډیزلي جنراتوربریښنایوازي لوړپوړي چاروکې کاره وچې له نهووروځوسره سره یې دیوه ساعت لپاره هم بریښنانه ده ورکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې له تیرونهوورځوراهیسې دکجکې څخه هلمند،اوکندهارولایتونوته دبریښناغځول سوي مزي په سنګین ولسوالۍ کې پرې سوي چې پریادوولایتونوبریښناپه بشپړه توګه قطعه سوې ده ،دهلمند دبریښنا دریاست عملیاتي مرستیال انجینر محمد نبي وايې ترهغو چې به یاده سیمه کې جګړه  پایته ونه رسیږي ، او دماینونو خطر له منځه تللی نه وي دوی نه سي کولی چي خپل دپرسونل ژوند په خطر کې واچوي، هغه وایې که امنیتي چارواکې ورسره مرسته وکړي ددریم توربین چارې به هم ډیرژرپیل سي .
خو دبریښنا دریاست یوه سرچینه دنوم دنه ښودلوپه شرط وایې دځینو لوړو پوړو چارواکو  په غوښتنه دطالبانو ترواک لاندي سیموکې په ځانګړي توګه موسی کلا، او زمیندارو اوس هم بریښنا لري.
په ورته وخت کې دلښکرګاه ښاراوسیدونکې هم دبریښنادنه درلودلوله امله دګنوستونزوسره مخ دي،دوی وایې له یوې خوایې کاروباردستونزوسره مخ سوی اوله بلې خوادڅښاک لپاره داوبونشتون هم له ستونزوسره مخ کړي دي ،دوی وایې دشپي لخوا دلوړ پوړو چارواکوکورونوته دریاست لخوا دجنراتورونو  بریښنا ورکول کیږي چې له امله یې دکجکي بریښنا له پامه غورځولې ده .


که څه هم اوس مهال دکجکې څخه هلمند،اوکندهارته ۳۰ میګاواټه بریښناورکول کیږي ،۱۵ یې دسنګین په ګډون دزمینداوراوموسي کلاولسوالیو،۱۲ یې کندهاراوپاته نوره یې لښکرګاه ښارته ورکول کیږي که دریم تروبین فعاله سي د۳۰ میګاواټه څخه به دبریښناظرفیت ۵۱ میګاواټه لوړه سي .

۱۳۹۳ اسفند ۳, یکشنبه

په هلمندکې دپولیودواکسین درې ورځنی کمپاین پیل سو.

راپور—۲۰۱۵—۲---۲۳-
په هلمندکې دپولیودواکسین درې ورځنی کمپاین پیل سو.
چارواکې وایې پرته له سنګین ،اوتریخ ناوره نوربه په ټول هلمندکې دپولیسوضدواکسین ددریوورځولپاره دوام وکړي چې په لړکې به یې تراوه لکه دډيروهغه ماشومانوچې عمرونه یې ترپنځه کلنۍ کم وي دپنځه زره رزاکارانوپه مټ واکسین کړل سي .خوچارواکوپه دې ولایت کې دپولیودیوي مثبت پیښې دثبت تیدوڅخه خبرهم ورکړ
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دپولیوضددرې ورځنی کمپاین په داسي حال کې پیل سوچې ددې ولایت په خانشین ولسوالۍ کې یوه مثبته پیښه هم ثبت سوې ده ،دعامي روغتیادریاست دکتلوي معافیت امرډاکټرعبیدالله داودزاده وایې پرته له سنګین ،اوتریخ ناوره نورپه ټول هلمندکې به دیادکمپاین په لړکې اوه لکه یولس زره پنځه سوه اته ماشومانوته چې عمرونه یې ترپنځه کلوکم وي واکسین کړل سي .
نوموړي په دغه برخه کې له ټولونهادونواوعاموخلکوڅخه دمرستي غوښتنه وکړه ترڅوپه دې ولایت کې دیادناوړه ویروس لمنه ټوله کړل سي .

هغه وایې په یاده موده کې به دپنځه زره رزا کارانوپه مټ پرته له یادو دوسیموپه ټول هلمندکې دغه درې ورځنی دپولیوواکسین دوام وکړي .
یاده دي وي چې په دوه زره دیارلسم کال کې ددې ولایت په نهرسراج کې يوه پیښه ،په دوه زره څوارلسم کې دوه پیښې یوه په نهرسراج،اوبله یې په ګرمسیرولسوالۍ کې وه چې په دوه زره پنځلسم کې هم په خانشین ولسوالۍ کې یوه مثبته پیښه ثبت سوې ده .



په هلمندکې دذالفقارپه نوم پیل سوي عملیات ددې ولایت جنوبي ولسوالیوته هم وغځیده .

راپور—۲۰۱۵—۲—۲۲--
په هلمندکې دذالفقارپه نوم پیل سوي عملیات ددې ولایت جنوبي ولسوالیوته هم وغځیده .
چارواکې وایې تراوسه یې په شمالي اوجنوبي هلمندکې دروانوعلمیاتوپرمهال ۲۸۸ کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده ،دامینه قوماندانۍ دامینت امرپه خانشین ولسوالۍ کې دهغه شپږژوندي وسلوالودنیول کیدوڅخه خبرورکړچې ورسره نیول سوي وسلي ،اوکارټونه یې هم دګاونډي هیوادپاکستان دي .
نوموړي دغه څرګندوني دیکشنبي په ورځ په یوه خبري ناسته کې له رسنیوسره وکړي .
نورحال دهلمنددولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددامنیه قوماندانۍ دامنیت امرسمونوال باچاګل بختیاردیکشنبي په ورځ په یوه خبري ناستي دذلفقارپه نوم پیل سوي عملیات خورابریالې اوګټوروبلل ،دده په خبره تراوسه یې په سنګین ولسولۍ کې ۱۵۹ وسله وال طالبان وژلې ،او۹۳ نوریې ټپیان کړي دي ،اوهمدارنګه ددوملکي وګړوپه ګډون ۱۲ پولیس ټپیان سوي هم دي ،نوموړی وایې پرهمدي مهال دتریخ ناورپه سیمه کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل سوي چې ډیری یې لوړپوړي قوماندانان دي اوهمدارنګه دوه ملي پولیس وژل سوي اوڅلورنورټپیان سوي هم دي .

هغه وایې ډیرژربه په سنګین اوتریخ ناورکې دوسله والوڅخه په نیول سوسیموکې امینتي پوستې ځای پرځای کړي ،دامنیت امروایې داچې دوی خپل عملیات دشمالي هلمندڅخه جنوبي هلمندته هم غځولي دي چې تیره شپه یې په خاشین ولسوالۍ کې شپږتنه پاکستاني وسله وال چې پاکستاني اسناد،اووسلي هم ورسره دي ژوندي نیولي .

دوی وایې داچې دامنیتي ځواکونوترمنځ کلکه همږغې شتونلري نوله همدي امله پرته له کوموستونزوعملیات پرمخ ځي اوډیرژربه ښه پایلې ولري ،وسله والوطالبانوتراوسه دیادوعملیاتوپه اړه له رسنیوسره نوي معلومات نه دي شریک کړي ،که څه هم دذلفقارپه نون دپیل سوعملیات یوه اونۍ پوره سوه خوتراوسه هم دملکې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل سوي ا .