۱۳۹۵ مهر ۱۵, پنجشنبه

اتل : په لښکرګاه ښار د بریدونو لپاره وسله والو طالبانو په دریوو ولایتونو کې له خپلو ملګرو مرسته غوښتې.

 
راپور  ۲۰۱۶—۱۰—۶—
دنادعلي ،ناوې  او مارجې ولسوالۍ هم کلابنده اودلویولارو امنیتي پوستې یې دپوځي تکتیک لمخي ټولي سوي دي .

چارواکې وایې ډيرژربه دوسله والودځپلوپه موخه عملیات کوي ترڅو دښارترڅنګ په ځینو ولسوالیوکې دروانوجګړومخه ونیسي .

 چارواکې وایې تیره شپه یې وسله والوته په هوایې اوځمکني عملیاتوکې درنه مرګ ژوبله اړولي خودکره شمیره په اړه یې څه نه وایې ، وسله والوطالبانوتراوسه دویته داوښتوتلفاتوپه اړه څه نه دي ویلي .

په لښکرګاه ښار د بریدونو ډیروالي لپاره وسله والو طالبانو په دریوو ولایتونو کې له خپلو ملګرو مرسته غوښتې، دهلمند دولایتي شورا رئیس وایي طالبانو وروسته له هغې له خپلو ملګرو د مرستې غوښتنه کړې چې  دویته درنه مرګ ژوبله واوښته خوزیاته وي افغان امنیتي ځواکونو هم کلک امنیتي تدابیر لري.

ولایتي چارواکو د نظامي شورا د پریکړې لمخي د ناوې ،ناعدلي ، اومارجې ولسوالیو د لویولارو د پرېښودو له امله  د نادعلي او مارجې ولسوالیو مرکزونه هم د وسله والو لخوا کلابند شول .

خودهلمند دوالي ویاند وایې د یادو امنیتي پوستو د راټولولو هدف په دې ولسوالیو کې د یوه منظم پلان لمخي عملیات کول دي .


په تېرو شپو کې د لښکرګاه اوسېدونکو خوبونه جګړې نا ارام کړي وو خو تېره شپه د نورو شپو په پرتله نسبتاً ارامه وه، ولایتي چارواکي یې لامل طالبانو ته په هوايي او ّځمکني عملیاتو کې درنه مرګ ژوبله یادوي، خو وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي. 

۱۳۹۵ مهر ۶, سه‌شنبه

دوسلواو مهماتونه درلودلو په هلمندکې دعملیاتوبهیرځنډولی .

2016--9--27--
دوسلواومهماتونه درلودلوپه هلمندکې دعملیاتوبهیرټکنی کړی .
دهلمندامنیه قوماندان وایې کاپي ځواکونه شتون لري خوزیاته وي دهغیودوسلواو مهماتودنه درلودلوله امله له یولړستونزوسره مخ دي چې مرکزي حکومت ورسره دیادي ستونزي دمخنیوي په برخه کې دمرستې ژمنه کړې اوډیرژربه دطالبانودځپلوپه موخه عملیات پیل کړي ، بلخوا دهلمند ولایتي شورا هم یاده ستونزي جدي بولي اوغوښتنه کوي که اړوند وزارتونه پروخت ځواکونه اکمال نکړي پاته سیمي به هم له جدي امنیتي ګواښ سره مخ سي .
Vo
د هلمند امنیه قوماندان وایې، د طالبانو پر وړاندې به هغه مهال جګړه ییز عملیات پیل کړي، چې پولیس یې وسلې او مهمات ترلاسه کړي، هغه وایي، اړوند وزاتونو ورسره د یادې ستونزې د حل په موخه د مرستې ژمنه کړې او ډیر ژر به د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي .

د هلمند ولایتي شورا بیا په نظامي برخه کې له ناسم مدیریته سرټکوي او زیاتوي، که اړوند وزارتونه پر وخت امنیتي ځواکونه اکمال نه کړي، پاتې سیمې به هم تر امنیتي ګواښ لاندې راشي .


که څه هم په هلمند کې د طالبانو د ځپلو او د ولسوالیو د بیرته نیولوعملیات په رسمي توګه نه دي پیل شوي، خو کله نا کله هوایې بریدونه او شپنۍ چاپې د افغان امنیتي ځواکونو هغه بریالي عملیات دي، چې په ډيری سیمو کې ښې لاسته راونې لري. 

۱۳۹۵ مهر ۵, دوشنبه

طالبان اوس هم دهلمند دسقوط هڅه کوي خوچارواکې وایې دمخنیوي په موخه یې کلک ګامونه اخیتسي .

۲۰۱۶--۹--۲۶--
هلمند اوس دځان نه بولي مرکزي حکومت ورسره  دمور اومیرې چلندکوي .
دهلمندولایتي شورا یوواربیا پرمرکزي حکومت له دې کبله نیوکه وکړه چې دلته دلاسه وتلوسیمودنیول کیدولپاره هیڅ پلان نلري ، وکیلان وایې دهلمند دګرمي جګړې دمخنیوي لپاره نه خومرکزي حکومت کلک تصمیم نیولی او نه هم دهلمند نظامي مسولین دجګړې دکابوکولوتوان لري ، خوبلخوا دهلمندامنیتي چارواکې وایې وسله وال طالبان پوره هڅه کوي چې هلمندسقوط خوزیاته وي دوی یې دمخنیوي په موخه کوټلي ګامونه اخیستي .


د هلمند دولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده یو ځل بیا پر مرکزي حکومت نیوکه کوي، چې له لاسه تللو سیمو د بیرته نیولو لپاره هیڅ پلان نلري، ولایتي شورا وایي، هلمند د هېواد په کچه نا امنه ولایت دی او هره ورځ په کې لسګونه خلک وژل کېږي، خو مرکزي حکومت یې هېڅ پروا نلري.

لا هم طالبان هڅه کوي، چې هلمند سقوط او د ځان لپاره یې مرکز کړي او ولایتي شورا هم د هلمند ښار د سقوط ویره لري، خو دلته دهلمندامنیه قوماندان پاسوال اقانور کینتوز ډاډ ورکوي، چې ښار ته یې د وسله والو د ننوتو مخه نیولې ده.


وکیلان وایي، که هلمند سقوط شي، نو پنځلس کلنې لاسته راوړنې به له خاور سره خاورې شي او ډیری کسان به په یو او بل نوم هم ووژل شي.

۱۳۹۵ شهریور ۱۶, سه‌شنبه

دلښکرګاه دامنیت ساتلوپه موخه به یوځل بیاامریکایې ځواکونه میشت سي .

راپور—۲۰۱۶—۹—۶—
دلښکرګاه دامنیت ساتلوپه موخه به یوځل بیاامریکایې ځواکونه میشت سي .
 چارواکې وایې درواني شپې ترپایه به یوډله امریکایې ځواکونه یوځل بیا دښاردامنیت په موخه ځای پرځای سي ، دوی دهلمندولایتي شورا که څه هم دښارامینت یوواربیا تربل وخت نازک وباله خوزیاته وي په همدي موخه به ډيرژریووار بیاامریکایې ځواکونه دښاردسقوط دمخنیوي په موخه ځاي پرځای سي.

که څه هم دالومړی ځل ندی خویووربیا دلښکرګاه ښاردامنیت په موخه اندیښنې وروسته له هغه ډيري سوې چې دطالبانودیریدونومخه دلښکرګاه ښار ددوهمي امنیتې حوزې دښاردکمربندي پوستوپرلوري سو چې ، په پایله کې یې دوه امنیتې پوستې هم سقوط سوې خو دغه چارې وکیلان هم اندیښمن کړي ،ولایتي شورا وایې ښاردتهدیدپه وروستی مرحله کې دی، خوزیاته وي ډيرژربه امریکایې ځواکونه په ښارکې ځای پرځای سي .

دهلمنددوالي ویاندعمرځواک دامنې چې تللي امریکایې ځواکونه به یووار بیا دروانې شپې ترپایه دښاردامنیت ساتلوپه موخه په ټولوهغه سیموکې ځای پرځای سي شي دامنیتي پلوه پکې ستونزي موجودي وي .


کله چې دلښکرګاه ښاردسختوجګړوروسته کلابنده سوتیره میاشت یوه ډله امریکایې ځواکونه دلښکرګاه ښاردسقوط دمخنیوي په موخه ځای پرځای سوه چې څووروځي وړاندي ووتلل خوتازه یوواربیا امریکایې ځواکونه غواړي دښار دامنیت ساتلوپه موخه ځای پرځای سي .

نظامي ځواکونه خلکواومرکزي حکومت ته ناسم معلومات ورکوي چې له یوې میاشتې راهیسي هلمندـکندهارلویه لاره بنده ده .

راپور—۲۰۱۶—۹—۶—
دهلمند نظامي مسولین خلکواومرکزي حکومت ته دناسمومعلوماتوپه ورکولودلته حالت ګواښوونکی کړ.
په هلمندکې ۲۱۵ میوندقول اردو تیره ورځ دهلمند دکندهاردلوی لارې دخلاصولوخبرورکړپه داسي حال کې چې نه یوازي دغه لاره خلاصه نسوه بلکې تیره شپه هم دجګړې شاهده وه ، دهلمندولایتي شورا ،اوعام خلک هم دانه منې چې لویه لاره دي خلاصه سوې وي دوی وایې بندي لاري له ګڼواقتصادي اونوروستونزوسره مخ کړي دي ، خوددواړوغاړوڅخه دلاري دخلاصولوغوښتنه کوي .

په هلمندکې میشت نظامي ځواکونه دهلمندخلکواومرکزي حکومت ته دخپلودندودساتلوپه موخه ناسم معلومات ورکوي چې له امله یې نه یوازي له تیري یوې میاشتې راهیسي دهلمندکندهاره لاره خلاصه نکړه بلکې دنورولارودبندیدوله امله هم لښکرګاه ښارکلابنددی ، تیره ورځ په هلمندکې د۲۱۵ میوندقول رادودهلمندکندهاردلوی لاري دخلاصولوخبرورکړخوموټرچلونکې وایې نه یوازي چې لاره نده خلاصه بلکې دوی له ګڼوننګونوسره مخ دي .

بل پلودهلمندولایتي شورا هم دامني چې نه یوازي لویه لاره بنده ده بلکې دتیري شپې دجګړې له امله امنیتي پوستې هم سقوط سوي .

هاخوا دهلمنددوالي ویاندعمرځواک وایې دلوی لارپرسردښخ کړل سوماینونوخطرختم سوی اوس ومهال دلاري دبشپړه امنیت په موخه له دوو خواو عملیات پیل سوي ترڅودغه لاره امنیت کړي .

په هلمندکې له تیریوه کال راهیسي جګړوخورازور واخیست چې ددې ولایت ډيری سیمي طالبانوونیولې چې له امله یې زرګونه کورنۍ کډه کولوته اړې سوې سربیره پردې افغان امنیتي ځواکونواووسله والوطالبانوته  درنه مرګ ژوبله واوښته خولاهم دغه جګړه ګرمه ده .



۱۳۹۵ شهریور ۱۴, یکشنبه

دهلمند دجګړه دلښکرګاه ښارتردوهمي امنیتي حوزې ورسیده .

جګړه اوس دلښکرګاه ښار تردوهمي امنیتي حوزي ورسیده له تیرودوورځوراهیسي پکې جګړه روانه ده.
چارواکې وایې دوی ورته بشپړتیاری نیولی ، خودهلمندولایتي شورا دسختي اندیښنې ترڅنګ وایې په نوروسیموکې شته ټول اضافي سرتیري دي دلښکرګاه دښاردخوندي امنیت په موخه ځای پرځای کړي ترڅودښاردسقوط مخه ونیول سي ،بلخوا دلښکرګاه ښارددوهمي امنیتي حوزې دسرکاردسیمي اوسیدونکې وایې له تیرودوروځوراهیسي دپیل سوې جګړې له امله اړسوه چې ښارته پنایوسي .


دغه کورنۍ د تیرې ورځې د پیل شوې جګړې له ویرې ښار ته پناه وړي، دوی وایې، جګړه اوږده شوه، نو ځکه یې د ځان او د کورنۍ د خونديتوب په موخه ښار ته مخه کړه .

د هلمند جګړه اوس د لښکرګاه ښار تر دوهمې امنیتي حوزې ورسیده، د هلمند ولایتي شورا وایې، له تیرو دوه ورځو راهیسې د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د سر کار په سیمه کې وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل، د ولایتي شورا منشي وایې، که د نورو سیمو اضافي سرتیري د لښکرګاه د ښار د امنیت په موخه ځای پر ځای نشي، نو د لښکرګاه ښار به هم د کندز په څیر د طالبانو لاس ته ورشي.

په داسې حال کې چې تیره ورځ هم یوې امنیتي پوستې سقوط وکړ او لا هم جګړه روانه ده، خود هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، د جګړې د مخنیوي په موخه کافي ځواکونه لري.


دا ځل طالبانو د لښکرګاه ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د سر کار په سیمه کې پر کمربندي پوستو بریدونه پیل کړي، خو د ښار څلرمه امنیتي حوزه له شاوخوا ۱۱ میاشتو راهیسې د طالبانو په ولکه کې ده .

۱۳۹۵ شهریور ۱۳, شنبه

دلښکرګاه دامنیت ساتلوپه موخه راغلي امریکایې ځواکونه تیره شپه له ښاره ووته.

دلښکرګاه دخوندي امنیت په موخه راغلي امریکایې ځواکونه تیره شپه له ښاره ووتل.
دهلمند ولایتي شورا که څه هم دوی راتګ له پیله ګټورنه باله خوزیاته تګ به یې هم کومه ستونزه رامنځته نکړي که څه هم دوی دښاردامینت په اړه جدي انديښنه نلري خوتل په څیریې دروانوناامنیوپړه پرولایتي چارواکوواچول ، چارواکې وایې امریکایې ځواکونه دښوراب په پوځي اډه کې ځای پرځای سوي چې داړتیاپرمهال به دافغان امنیتي ځواکونوهوایې اوځمکني مرستې ته ورودانګې .


تیره میاشت یوشمیرامریکایې ځواکونه د لښکرګاه ښآر د خوندي امنیت په موخه د پولیسو په ۵۰۵ بست زون کې ځای پر ځای شول، خو تیره شپه په داسې حال کې له ښاره ووتل، چې په راتګ یې دلته هیڅ کوم تغیر نه دی راغلی او نه هم کومه سیمه نیول شوې، د هلنمد ولایتي شورا وایې، د امریکایانو راتګ بې ګټې او تګ یې بې زیانه دی، وکیلان وایي، که امریکا وغواړي جګړه کابو کیدای شي، خو په باور یې اصلا  امریکا نه غواړي، چې په افغانستان کې جګړه ختمه شي.

ویل کیږي امریکایې ځواکونه به له دې وروسته په ښوراب پوځي اډه کې ځای پرځای او له هغه ځایه به افغان امنیتي ځواکونو سره په هوایې او ځمکني عملیاتو کې برخه اخلي، د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، د اړتیا پرمهال امریکایې ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي او یو شمیر به یې د بیا لپاره په لښکرګاه کې ځای پر ځای شي.


که څه هم د امریکایي ځواکونو په راتګ سره هېڅ مثبت بدلون رامنځته نه شو او بیرته لاړل، خو اوس په هلمند کې نسبتآ وضعیت ارام دی. 

په هلمندکې دتیري شپې دجګړې له امله ۳۵ وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې .

تیره شپه په هلمندکې ۳۵ وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله واوښته .
دهلمنددوالي ویاندعمرځواک وایې په څوبیلابیلوهوایې بریدونوکې دوسله والوطالبانوددوقوماندانان په ګډون ۳۵ وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله واوښته ، خوبلخوا په همدې شپه دلښکرګاه ښارددوهمي امنیتي حوزې دکمربند یوې امنیتي پوستې سقوط کړی چې دواړولوروته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې .
 .
د هلمند په مرکزي سیمو کې د تیرو وختونو په پرتله جګړه سړه شوې، خو کوم پرمختګ ندی راغلی.
دلته د جګړې د دریدو په اړه بیلا بیل نظرونه موجود دي، چې ځینې وایې، طالبان د نورو بریدونو لپاره چمتوالی نیسي، خو ځینې بیا وایي طالبان له زوره لوېدلي دي چې تازه تیره شپه یو ځل بیا طالبانو د لښکرګاه ښار د دوهمې امنیتي حوزې او د شهرا کنډک پر ځینو پوستو بریدونه وکړل، د والي ویاند عمر ځواک وایې، دوی برلاسي دي او جګړه یې مهار کړې ده.

بل پلو د هلمند ولایتي شورا وایې، د تیرې شپې په برید کې د لښکرګاه د ښار د دوهمې امنیتي حوزې یوه پوسته، چې ښار ته نږدې وه سقوط شوې او دواړو غاړو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.

وړمه  شپه دګرمسیر ولسوالۍ د بنادر په سیمه کې د سرحدي پولیسو د تورې غونډۍ قرار ګاه هم سقوط شوه .


۱۳۹۵ شهریور ۱۰, چهارشنبه

په هلمندکې دبیلابیلوسیمودجګړې درهبري کولواته تنه طالبان ژوندي نیول سوي .

راپور—۲۰۱۶—۸—۳۱—
دهلمند پولیسوهغه اته تنه طالبان ژوندي نیولي چې تازه دپاکستان دبیلابیلوجګړودرهبري کولوپه موخه لیږل سوې وه .
دهلمندامنیه قوماندان وایې یادکسان یې دهلمند کندهار ترمنځ په دښت کې دسلو،اسنادو،سره دیوه کمین پرمهال ژوندي ونیول ، قوماندان وایې یادوکسانوته په پاکستان کې دبیلابیلوجګړوکولولپاره روزنه ورکول سوې اوغوښتل دهلمندپه بیلابیلوسیموکې دجګړې درهبري کولوپه موخه ځای پرځای سي چې ونیول سوه .
دنور دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمدسروري راکوي .
په هلمندکې دجګړې درهبري کولولپاره دګاونډي هیوادپاکستان څخه راستول سوې اته طالبان ژوندي ونیول سوه ، دهلمند امنیه قوماندان وایې یاد کسان یې دهلمند کندهارترمنځ په دښت کې دیوه کمین پرمهال دوسلوواواسنادوسره یوځای نیولي، هغه وایې یادوکسانو په پاکستان کې په بیلابیلوبرخوکې جګړه ییزي زدکړي کړي  اوغوښتل یې دهلمندپه ځنیوسیموکې دجګړې درهبري کولوپه موخه ځای پرځای سي.

قوماندان وایې په نیول سوطالبانوکې ددوی دسرې قطعي قوماندان هم شامل دی ، خوزیاته وي دم ګړی ددوی پروړاندي لویه ننګونه دطالبانومخامخ جګړه نه بلکې ده هغیوځمکني ماینونه دي.

وسله والوطالبانوبیاتراوسه په دې اړه څه ندي ویلي ، په هلمندکې وروسته له ډيره وخته یوځل بیا دوسله والوطالبانومهم کسان دافغان ځواکونودیوه کمین پرمهال په داسي حال کې نیول کیږي چې پردوی تل نیوکه داوي چې له دفاعي حالت څخه تعروضي حالت ته نه ګرځي چې داعروضي حالت یې مثبتي پایلي هم لري .


په هلمندکې لسګونه پولچکونه اوپوخ سړک په ماینونوالوزول سوی .

راپور—۲۰۱۶—۸—۳۱—
په هلمندکې دمیلیونوافغانیوپه ارزښت په لسګونه پولچکونه اوپوخ سړک په ماینونوالوزول سوی .
دهلمنددټولګټوچارو رئیس وایې دروانوناامنیوله امله دهلمندکندهار دلښکرګاه اوولسوالیوټولي لاري تړل سوې چې اله امله یې په سلګونه دلوی لاروپولچکونه ، اوپوخ سړک په بمونوالوزل سوی دی چې دغه چارې په میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی ، بلخوا دهلمنداوسیدونکې له دواړوغاړوغواړي چې دعامه تاسیساتوساتنه وکړي دوی دسړکونواوپولچکونونړول داولس په زیان بولي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند کندهار او دلښکرګاه ښاراوټولوولسوالیودلارو په سلګونه پولچکونه اوپوخ سړک په بمونوالوزول سوی چې اله امله یې په میلیونونوافغانۍ زیان اړولی دی ، دهلمند دټولګټوچارورئیس وایې دام ګړی  ۲۳  پلچکونه  د هلمند- کندهار په لویه لار ۲۸ پولچکونه دباباجي او ګرشک تر منځ، ۱۴ پولچکونه دکندهار او هرات پرلویه لاراو اوه پولچکونه هم دمارجې په لاره  په ماینونو الوزول سوي چې په همدي شمیرپوخ سړک هم دماینونو دچاودنوله امله تخریب سوی دی .

هغه وایې دم ګړی دوی دعاجلوحالاتولپاره کارکوي خوکه امنیت تامین سي دوی به یې داساسي جوړولوچارې هم پیل کړي .

عبیدي وایې دلښکرګاه، نادعلي، ناوي او سنګین کجکې لارو کې هم لسګونه  پولچګونه او پوخ سړک دچاودنوله امله تخریب سوی دی خودناله وجې یې له دوی سره کره معلومات نسته ،دهلمنداوسیدونکې بیاله طالبانوغوښتنه لري ترڅودعامه ځایونودورانه ولوڅخه لاس واخلي .

روانوجګړدهلمند اوسیدونکوته په هره برخه کې زیان واړه وه ښوونځۍ ، اوکلینکونه یې هم ترې واخیسته چې تازه یې له کلونوراهیسي دخواست په پیسوجوړسوي سړکونه اوپولچکونه هم لمنځه تللي .





۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۸, سه‌شنبه

دمارجې دلاسه وتلي سیمي به ډيرژرتردولتي واک لاندي راسي .

 راپور—۲۰۱۶—۵—۱۷—
دهلمند په مارجې ولسوالۍ کې پاکستاني طالبان دحکومت سره په جګړه بوخت دي .
دمارجې امنیه قوماندان وایې دطالبانوهغه پلانونه یې شنډکړي چې دولسوالۍ مرکزي سیمي ترې ونیسي ،عبدالله خان نورزی وایې دمارجې ولسوالۍ دلاسه وتلوسیمودبیرته نیول کیدولپاره یې بشپړچمتوالی نیولی خودمشرانوامرته انظارباسي ، هغه وایې مارجه دلښکرګاه ددروازي حیثیت لري اوپه هیڅ وجه به داولسوالۍ طالبانوته په لاس ورنکړي .

په هلمندکې جګړه ولي اوږده سوې اوس د طالبانو ترڅنګ پاکستاني ملیشې په مارجې ولسوالۍ کې دامنیتي ځواکونوپروړاندي په جګړه بوخت دي ،   د مارجې امنیه قوماندان څارمن عبدالله خان نورزی وایې٬ له ټولوهڅو سره یې دطالبانوهغه پلانونه شنډ کړي چې غوښتل ېې دمارجې مرکزي سیمي ترې ونیسي .

عبدالله خان خبرورکوي چې  دم ګړی یې دمارجې ولسوالۍ  دلاسه وتلوسیمودبیرته نیولولپاره یې ټول پلانونه بشپړسوي او یوازي امرپه تمه دي، نوموړی وایې د مارجې ښار دهلمند ولایت لپاره  ددروازې حیثیت لري٬ او دوي نه غواړي چې یاده ولسوالۍ له لاسه ورکړي.


 مارجه هم دهلمندیوه له هغه ولسوالیوڅخه ده چې یوازي یې مرکزي سیمي دحکومت ترولکي لاندي دي خوقوماندان یې ډاډورکوي چې ډيرژربه داولسوالۍ یوواربیاتربشپړه دولتي واک لاندي راولي .  

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۷, دوشنبه

د پولیسو قوماندان له دندې ګوښه سو خو پخواني رازونه یې اوس رابرسیره کړل.

راپور—۲۰۱۶—۵—۱۶—
په هلمندکې له تیروشپږومیاشتوراهیسي یوازي ۱۵۴۵  پولیسوته مرګ ژوبله اوښتې ده .
هلمند اوس دلابراتوارپه ډول دی امنیتي ننګوني یې دښآرتردروازورسیدلي خومرکزي حکومت یې داساسي حل په موخه یوازي لوړي ملکي اونظامي چارواکې له دندوګوښه کوي،دهلمنددامنیت دکابوکیدوپه موخه مرکزي حکومت شپږمیاشتي وړاندي مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ دامنیه قوماندان په توګه ولیږه خوددوشنبي په ورځ سرجنګ له دندي ګوښه اوپرځای یې مل پاسوال اقانورکینتوزدنده پیل کړه ، دهلمندپخوانی امنیه قوماندان وایې دامنیتي ځواکونوترمنځ دنه همږغۍ له وجې پولیس دجګړې په لومړۍ کرښه کې دي چې یاده مرګ ژوبله ورته رسیدلي ده ،خونوي قوماندان دامنیت ډاډروکړ.

د پولیسو قوماندان له دندې ګوښه شو خو پخواني رازونه یې اوس رابرسیره کړل ، عبدالرحمان سرجنګ وایې، په دې ولایت کې همغږي نشته او پولیس د جګړې لومړۍ کرښه کې یوازې پرېښودل شوي ، سرجنګ وویل، همدغې حالت نه یوازې په هلمند کې ناامني پراخه کړه بلکې یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې څلور سوه پنځه څلوېښت پولیس ووژل شول او له زرو ډېر ټپيان شوي .

والي حیات الله حیات ته هم دغه حالت د زغم وړنه دی ، والي له ټولو امنیتي ارګانونو وغوښتل چې دحالتو کابو کولو په موخه همغږي رامنځ ته کړي.

نوي امنیه قوماندان بیا دهمغږۍ سربیره د بې عدالتۍ د لمنځه وړلو ژمنه وکړه .


له دې وړاندې هم څوځلې حکومت د هلمند حالاتو کابو کولو په موخه امنیه قوماندانان او والیان تغییر او تبدیل کړل خو خلک یې له پایلو ناخوښه دي، دمګرۍ څلور ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو ترولکې لاندې دي په پاتې نورو کې هم امنیتي ستونزې موجودې دي آن تر دې چې اوس جګړې مرکز لښکرګا ته رارسېدلي.

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۶, یکشنبه

په خانیشین او دیشو ولسوالیو کې سل ځایه خپل سرې کان کېندنې روانې دي.

راپور—۲۰۱۶—۵—۱۵—
په هلمندکې دناامنیودډيریدوسره سم په دیشواو خانشین ولسوالیوکې سل ځایه دکانونوکیدني رواني دي.
دکانونوریس وایې دناامنیودډيریدوسره جوخت په هغه سیموکې چې دطالبانوترولکي لاندي دم ګړی دکانونوداستخراج لړۍ په خوراچټکي سره پرمخ ځي ، هغه اندیښنه وښوده که حالت همداسي دوام وکړي پآیلي به یې خرابي وي ، په ورته وخت هلمند والي که څه هم ډاډورکړچې په دغه برخه کې به جدي ګامونه پورته کوي خودخلکوڅخه دکانونو،دځمکودغصب، اودځڼګلونودغصب دمخنیوي په موخه دمرستي غوښتنه وکړه ، داپداسي حال کې ده چې ددیشواوخانشین ولسوالیوپه هغه سیموکې دکانونوکیندل شروع سوي دي چې دطالبانوترولکي لاندي دي .

په هلمندکې دکانونورئیس انجینرحبیب الله حقپرست وایې وروستیو ناامنیو په کې خپل سرو کان کېندنو ته لار هواره کړې ، یوازې د هلمند په خانیشین او دیشو ولسوالیو کې سل ځایه خپل سرې کان کېندنې روانې دي، د کانونو رئیس دغه چاره داندېښنې وړبولي .

قومي مشرعبدالاحد معصومي وایې د ځمکو په غصب، ملي شتمنیو لوټ او تاریخي سیمو او اثارو په تالان کې چارواکي او زورواکي ښکېل بولي، قومي مشر عبدالاحد معصومي وایې، ددغو کسانو نومونه باید له ولس سره شریک شي.

هلمند والي هم ستونزې نه ردوي خو ژمنه یې داده چې په دې برخه کې به  جدي هڅې وکړي.

په هلمندکې دځنګلونو،تاریخي اثارو،اوکانونود ساتني په موخه دغه غونډه دسرحدونواوقبایلود ریاست له لوري جوړه سوې وه .


۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۵, شنبه

ځواک موټربم برید ۱۵ کسانوته مرګ ژوبله واړول .

  راپور—۲۰۱۶—۵—۱۴—
په هلمندکې موټربم برید ۱۵ کسانوته مرګ ژوبله واړول .
موټربم برید دشنبي په ورځ دنادعلي اومارجې ولسوالۍ پردوه لاري دسیمه ییزوپولیسوپه روزنیزمرکزکې دننه سوې چې یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړه ،چارواکې وایې ځانمرګی بریدکونکی چې په یوه سره رنګ فلډرموټرکې سپور ودسیمه ییزوپولیسومرکزته ترننوتووروسته ځان اوموټرته چاودنه ورکړه،دبریدمسولیت طالبانومنلی اوادعاکوي چې په بریدکې یې لسګونه سیمه ییزوپولیسوته مرګ ژوبله اړولي ده .

په هلمند کې دافغان ځواکونو او طالبانو مخامخ جګړو سربیره موټر بم برید شوی هغه هم د سیمه ییزو پولیسو په اکاډمۍ کې ! دغه موټر بم برید شنبه سهار د مارجې او نادعلي دو راهي سیمه کې شوی چې درې سیمه ییز پولیس یې وژلي دوه ماشومان او لس سیمه ییز پولیس یې ټپيان کړي دي.

اکاډمۍ ته د موټر بم ور وړلو ګڼې پوښتنې راټوکولي. عیني شاهدان او پولیس وایې، ددغه اکاډمۍ ساتونکو بې پروایې ددې لامل شوه چې موټر بم دغې ودانۍ ته ننوځي .

دبرید مسوولیت طالبانو پر غاړه اخیستی او ادعا کوي چې ګنو سیمه ییزو پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې، افغان ځواکونو بیا په دې وروستیو کې د هلمند په بېلا بېلو سیمو کې له لاسه وتلو سیمو د بیا نیولو په موخه د خنجرصفر دیارلس په نوم عملیات پیل کړي دي .



۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبه

دملي اردو سرتیري تور پورکوي چې مشران یې دجګړې ګټلو پرځای دشخصي ګټو په لټه کې دي.

راپور—۲۰۱۶—۵—۱۲—
دملي اردو سرتیري یې هم ناراضه کړې وایې مشران مودجګړې پرځای دپیسوپه پیداکیدوبوخت دي .
دملي اردو دغه سرتیري وایې مشران یې غم نه خوري دملي ګټوپرځای شخصي ګټوته يې ډپرپام اړولی دی ، که څه هم داداري فساد خبره نه وې نه ده خوپه نظامي برخه کې فساددسرتیروپرمرال بدي اغیزي کوي هغه څه چې خپله یې سرتیري اوس دمشرانوڅخه په تنګ سوې ، خوچارواکې بیا دانه منې چې دملي اردوسرتیري دي دپامه غورځول سوې وي .

په هر ډول حالاتو کې له خاورې دفاع کوي خو په دغه لار کې باید د چارواکو ملګرتیا رېښتینې وي!د هلمند دجګړې د لومړۍ کرښې سرتیري د ځانګړي ټبر نه خو ملي ګټې سره شریکې بولي، دوی پر مشرانو تور پور کړ چې د جګړې ګټلو پرځای د شخصي ګټو په لټه کې دي.

ددغه ولایت په جګړه کې د  فساد خبره له وړاندې موجوده ده او تل د نظر خاوندانو یاد  حالت خطرناکه بللی ، په هلمند کې دپوځ مسوولین بیا نه مني چې ګواکې له خپلې اصلې موخې اوښتي.

تورونه دادي چې د چارواکو نه همغږي، د شخصي ګټو پالل او نورې ستونزې ددې لامل شوي چې جګړه اوږده او د هلمند ډېرې سیمې د حکومت تر ولکې ووځي، خوافغان حکومت بیا د حالاتو کابو کولو په موخه د خنجر( ۰۱۳)  په نوم د عملیاتودپيل خبر ورکوي.


حکومت له اوږده ځنډ وروسته په هلمند کې د خنجر (۰۱۳) په نوم عملیات پیل کړل .


راپور—۲۰۱۶—۵—۱۱—
حکومت له اوږده ځنډ وروسته په هلمند کې د خنجر (۰۱۳) په نوم عملیات پیل کړل .
چارواکې وایې، دغه عملیات د نادعلي، باباجي، مارجې او د نهرسراج په سیمو کې تیره شپه ۸ بجې پیل شوه. چارواکي وایې، په عملیاتو کې هوایې اوځمکني ځواکونه برخه لري، خو د هلمند ولایتي شورا ګواښ کوي، که حکومت د تیر په څېر نمایشي عملیات وکړي دوی به یې پر وړاندې په لاریونونو لاس پوري کړي.

په هلمند کې له اوږده ځنډ وروسته حکومت د لاسه وتلو سیمو د بیرته نیولو په موخه له تیرې شپې راهیسې د خنجر ۰۱۳ په نوم عملیات په نادعلي، باباجي، مارجې او نهرسراج کې پیل کړل ،چارواکي وایې، په علمیاتو کې هوایې او ځمکني ځواکونه برخه لري، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دي .

خو له دې وړاندې په سنګین ولسوالۍ کې د ذوالفقار په نوم عملیات شوي وو، چې هیڅ پایله یې نه درلوده، د هلمند ولایتي شورا ګواښ کوي، که روان عملیات هم د تیرپه څیرنمایشي او د لوړ پوړو چارواکو د رتبې اخیستلو په موخه وي، دوی به یې مخه ونیسي او په لاریونونو به لاس پورې کړي.

که څه هم په هلمند کې تازه د ملا محمد رسول او ملا اخترمحمد منصور د ډلو ترمنځ په مارجې ولسوالۍ کې جګړه شوې، خو یادو ډلو تر اوسه د حکومت د دغه عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

  

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

دهلمندپه مرکزي سیموکې جګړه یوواربیا ګرمه سوې ګنګوسي دي چې لوړ پوړي طالب قوماندان یې رهبرې کوي .

راپور—۲۰۱۶—۵—۱۰—
په هلمندکې دوسله والوبریدونویوواربیازوراخیستی چې ولایتي شورا یې هم اندیښمنه کړې ده .
له تیري یواونۍ راهیسي په هلمندکې طالبانودښارپرکمربندي پوستوخپلوډله ییزوبریدونوته خورا زور ورکړی دی چې تیره شپه یې په بیلابیلوسیموکې څلورامنیتي پوستې هم نیولي دي .
داسي ویل کیږي چې طالبانودپخواني مشرملاعمرزوی ملایعقوب هم دڅوتنولوړپوړوطالب مشرانوسره ترخپل واک لاندي دهلمند شمالي ولسوالیوته راغلی ، هڅه مووکړه چې دامنیتي چارواکونظرهم ولروخوپه دغه کاربریالي نسو.

د نیولو لپاره یې لوړ پوړي طالب  چارواکي هلمند ته راغلي! هغه ادعا حقیقت ته نږدې شوې چې طالبانو کوټې شورا د هلمند شمالي برخو ته رالېږدولې ، د طالبانودپخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد زوی ملا یعقوب په ګډون پنځه لوړ پوړي طالب چارواکي په دې ولایت کې د عملیاتو مشري کوي.

د ولایتي شورا امنیتي کمېټې مشر بشیر احمد شاکر وایې، طالبانو هڅې پیل کړي چې د ښار کمربند مات او ټول هلمند سقوط کړي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه اخیستلو په شرط شمشاد ته وویل چې تېره شپه دوه پوستې په نهرسراج دوه په بابا جي او تریخ ناور سیمو کې سقوط شوي اواولس پولیس په کې وژل شوي دي ، طالبان هم د پوستو نیولو اوفغان ځواکونو ته دمرګ ژوبلې وایې خو د حکومت په نظر اخیستلو بریالي نه شو.


۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۰, دوشنبه

دمارجې ولسوالۍ په تریخ ناورکې دطالبانوپه خپل منځي نښته کې ۱۹ طالبان وژل سوي دي .

راپور—۲۰۱۶—۵—۹—
په هلمندکې دطالبانوپه خپل منځي نښته کې ۱۹ طالبان وژل سوي .
دهلمندوالي وایې له تیري ورځي راهیسي دملامنصو اوملارسول دډلوترمنځ دمارجې ولسوالۍ په تریخ ناورسیمه کې په جګړوبوخت چې تراوس دواړوغاړوته مرګ ژوبله هم اوښتې ده ، دهلمندولایتي شوراهم دطالبانوددواړډلوترمنځ دنښتي پخلی کوي خودملامنصورډلي ویاندقاري یوسف دانه مني چې ګواکې ددوی ترمنځ دي نښته سوې وي .

دملاعمرتروژل کیدووروسته طالبان پرڅوډلووویشل سوه چې دهیوادپه یوشمیرولایتونوکې یې دیوبل سره جګړې هم وکړي خوددوی داختلاف لړۍ اوس هلمند ته هم ورسیده،   دهلمندوالي وایې له تیري ورځي راهیسي دملااخترمحمدمنصو،اوملامحمدرسول دډلوترمنځ په خپل منځي نښتو  کې ۱۹ طالبان وژل شوي دي .

ویل کیږي د طالبانوله اختلافاتو افغان حکومت په ښکاره کومه ګټه نده پورته کړې خوهلمندوالي وایې ددوی ترمنځ دغه ډول اختلاف دافغان حکومت په ګټه دي، ولایتي شورا هم دغه نښتې تائیدوی او دواړو لورو ته مرګ ژوبله یادونه کوي.

دملااخترمحمد منصوردډلي ویاندقاري یوسف احمدي په تریخ ناورکې دطالبانودخپلي منځي جګړې خبره ردوي اوزیاته وي چې  ددوی اوسیمه ییزوپولیسوترمنځ نښته سوې خوهڅه مووکړه چې دملارسول ډلي دویاندنظرهم ولروخوبریالي نسو.



۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۸, شنبه

په هلمندکې حکومت دطالبانوسره دجګړې لوری بدلوي .

راپور—۲۰۱۶—۵—۸—
په هلمندکې دولت دطالبانوسره دجګړې لوری بدلوي 
دهلمندوالي وایې نوربه په هلمندکې دوسله والوطالبانوپرمهمواډو،اودوی دوسلوپرزیرمو،اوددوی پرمرکزونوچاپي ووهي ترڅودوی له پښووغورځوي ، هغه وایې اوس افغان ځواکونه داوړتیالري چې دطالبانوترواک لاندسیموکې هم چاپي ووهي اودویته مرګ درنه ضربه ورکړي .

طالبان یې د سقوط خو افغان حکومت یې د ژغورنې ډاډ ورکوي،په وروستیو کې په پرله پسې ډول د هلمند ګڼې سیمې دحکومت تر ولکې ووتې چې افغان حکومت یې بېلابېل عوامل رابرسیره او اقدمات یې وکړل، دافغان حکومت ادلون بدلون پالیسۍ پایله نه درلوده د خلکو نیوکې تر وروستي بریده ورسېدې،دا ځل په دې ولایت کې امنیتي چارواکو د جګړې تګلاره بدله کړې، اوس دوی د مخامخ جګړې پرځای د وسله والو پټنځایونه او روزنځایونه په نښه کوي.

وړاندې افغان ځواکونه په دفاعي حالت که وه خو والي وایې چې دوی په  تعرضي حالت غوره کړی، حیات الله حیات وایې، دافغان ځواکونو له سره تجهیر او روزنې وروسته یې پر وسله والو بریدونه او عملیات پیل کړي.

افغان چارواکي د خپلې دغې ادعا د ثبوت لپاره په نوزاد ولسوالۍ کې د طالبانو پر زندان عملیات بولي چې شپیته زندانیان یې ترې آزادکړل، طالبان وایې  په هلمند کې افغان چارواکي له دې لارې د خپلو مشرانو د تېر ایستلو هڅه کوي، دوی وایې، د دې ولایت جګړه یې ګټلو ته نږدې کړې


که څه هم پرهمږغۍ ټنګارکوي خو دپولیسو او پوځ مشران دیوې مسلې په تړاو دوه نظره یې ښه بېلګه ده .

راپور—۲۰۱۶—۵—۷—
امنیتي چارواکې یې اوس هم همږغي نلري دولسوالیوجګړه یې دښارترڅنډورسولې .
په هلمندکې دجګړې دوه قوماندانان یویې هم په یوه خوله ندي یویې دهوایې ځواک نه درلودلویې دکارونومخه ډب کړي خوبل وایې ترلس ډيري اولوتکي لرو ، دهلمنددپولیسومشروایې دهوایې ځواک نه درلودل یې لویه ننګونه ده چې دجګړې پرمهال امنیتي پوستوته وسلي ،مهمات ورسوي خو د۲۱۵ میوندقول رادوقوماندان وایې ترلسوزیاتي الوتکي لري اوډيرژربه پرمختللي دسپرټیکانوپه نوم نوي الوتکي هم ورکول سي ،

د هلمند جګړې اوږدېدو  یو لامل د چارواکو نه همغږي بلل کیږي خو چارواکو تل رد کړې، په هلمند کې د پولیسو او پوځ قوماندانان پر همغږۍ ټینګار کوي خو د یوې مسلې په تړاو دوه نظره یې ښه بېلګه بلل کیږي ،مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د جګړې ګټلو لپاره هوایې ځواک مهم بولي او له خبرو یې داسې ښکاري چې په دې برخه کې ستونزې لري.

په دغه ولایت کې د میوند قول اردو قوماندان د سرجنګ خلاف وایې چې تر لسو ډېرې الوتکې لري، تورن جنرال محمد معین فقیر وایې، د موجوده الوتکو سربیره به ډېر ژر نورې الوتکې هم په اختیار کې ورکړل سي.


د نظر خاوندان د پوځ او پولیسو قوماندانانو تر منځ د هوایې ځواک پر سره د نظر اختلاف په نورو برخو کې هم د اختلافاتو ښکاره بېلګې بولي، دوی وایې، کېدې سي په ډېرو برخو کې پولیسو د هوایې ځواک غوښتنه کړې وي خو پوځ رد او همداراز پوځ په عملیاتو کې له پولیسو مرسته غوښتې وي خو پولیسوردکړي وي، دوی دغه حالت خطرناکه بولي اوغوښتنه يې دا ده چې باید د هلمند جګړې کابو کولو لپاره د تغییر او تبدیل پر ځای همغږي رامنځ ته شي.

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۷, جمعه

هلمندوالي وایې دوسله والوطالبانودیوه زندانه مو (۶۰ ) تنه زندانیان خوشي کړه .

راپور—۲۰۱۶—۵—۶—
په هلمندکې دوسله والوطالبانودیوه زندانه څخه ۶۰ تنه زندانیان خوشي سوه .
دهلمندوالي وایې دغه زندانیان دنوازد ولسوالۍ په برنوزاد سیمه کې دځانګړوځوواکونودعملیاتوپه پایله کې راخوشي سوه ،والي وایې نوربه دوی دوسله والوپرزندانونواودوسلوپرزیرموهم چاپي وهي ترڅودوی له پښو وغورځوي ، دیوه بل خبرلمخي دهلمندوالي وایې تیره شپه یې دیوه هوایې برید په ترڅ دوسله والویوښوونیزمرکزهم لمنځه وړی دی .

تیره شپه دنواز ولسوالۍ په برنوزاد سیمه کې افغان ځانګړوځواکونودوسله والوطالبانوپریوه زندان چاپه ووهل چې په پایله کې یې ۶۰ تنه زندانیان راخوشي کړل ،هلمندوالي وایې په یادوزندانیانوکې ملکي اونظامي کسان سته خوڅیړني یې پیل سوي دي ،هغه وایې دچاپي وهلوپرمهال نښته رامنځته سوې ده چې طالبانوته مرګ ژوبله هم اوښتې .

هغه وایې دوی به وروسته له دې دوسله والوطالبانوپټنځایونه، زندانونه ،اودوسلوزیرمي دخپلوخاصوعملیاتویوه برخه ګرځوي ،دیوبل خبرلمخي والي حیات الله حیات وایې تیره شپه یې دنهرسراج کمپرک په سیمه کې دوسله والوطالبانوپریوه روزنیزمرکزهم هوایې برید سوی دی چې شپږپاکستاني ښونکې یې  وژل سوي  اوپه یوشمیرنوریې ټپیان سوي هم دي .


په هلمندکې وړاندي تردي هم دوسله والوطالبانوپه سیموکې ددوی پرزندانوچاپي وهل سوي اوي ددوي دزندانونوڅخه دنظامي کسانوترڅنګ ملکي کسان هم راخوشي سوي دي ، طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبه

دهلمند امنیه قوماندان په اداري فساد تورن سو.

راپور—۲۰۱۶—۵—۵— 
دهلمندامنیه قوماندان په اداري فسادتورن سو.
دلښکرګاه ښاروالي رئیس وایې ولسمشرپه هلمندکې املاکي کارونه داداري فسادله امله بندکړي وه خودهلمندامنیه قوماندان اوس دپیسوپه بدل کې خلکوته داکارکولوامروکړدی ، هغه وایې په ډيرماموریتونواوحوزوکې یې خپل کسان په همدي موخه ځای پرځای کړي دي چې دخلکوڅخه پیسي ټولي کړي ، دهلمند دامنیه قوماندان نه یوازي چې پرځان لګول سوي تورنه ردوي بلکې امنیه قوماندان پردوی تورپورکړچې په فساد ککړدي .


تېره ورځ یې پر بندېدو د لښکرګاه ښاروال اندېښنه وښوده خو نن په کې د فساد مسله رابرسیره شوه ،د ښاروالۍ شورا مشر وایې، د دغه ولایت پولیسو د پیسو په مقابل کې خلکو ته اجازه ورکړې چې املاکي چارې پیل کړي.


بارک وایې، ددې ولایت په املاکي چارو کې د فساد له امله ولسمشر امر وکړ چې دغه چارې دې تر نامالومې نېټې وځنډیږي خو پولیسو د امر خلاف اجازه ورکړې، د پولیسو قوماندان بیا نه یوازې تورونه ردوي بلکې پخپله بارک هم په فساد کې ښکېل بولي.


تېره ورځ د ښاروالۍ چارواکو دخپلو چارو پر وړاندې لویه ستونزه، پر املاکي چارو بندیز بللی و او دې ولایت ته یې د یو باصلاحیته پلاوی را استولو غوښتنه کړې وه ، د هلمند د نمرو اومارکیټونونو د وېش پر سر د فساد ستونزه له وړاندې موجوده ده آن تر دې چې پخوانی ښاروال یې څارنوالۍ ته هم معرفي شو.



۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبه

ښاروال وایې شاوخوا درې سوه میلیونه افغانۍ بودیجه لروخودپخوانیواملاکي ستونزوله امله یې نسولګولی

راپور—۲۰۱۶—۴—۵—
دلښکرګاه ښاروالۍ دچاروپروړاندي پخوانیواملاکي کارونوخنډجوړکړی .
دلښکرګاه ښاروال وایې دراتلونکې کال دپاره څه کم درې سوه میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې سوې ده خودکارونوپروړاندي یې ۷۰  سلنه خنډونه همدا پخواني املاکې کارونوجوړکړي دي ، ښاروال وایې دښاروالۍ پخوانیوچارواکورهایشي نمري اومارکیټونه دوه درې ځله پلورل سوي چې دوی یې له ستونزوسره مخ کړي دي 

ښاروال دخپلو چارو او  بودیجې لګولو پر وړاندې لویه ستونزه د املاکي چارو بندیز او جعل بولي،د لښګرګاه ښاروال وایې، شاوخوا درې سوه میلیونه افغانۍ بودیجه لري خو د پورتنیو ستونزو له امله یې نشي لګولی ،د انجینر مطیع الله بهیر پر وینا، د پخوانیو چارواکو پرمهال د ځمکو په اسنادو کې ستونزې موجودې دي او هم د تازه ځمکو وېش لړۍ ځنډېدلی .

دښاروالۍ دشورا مشر بیا له ولسمشره دغه ولایت ته د پلاوي را استولو غوښتنه کوي، بارک د ولسمشر مداخلې او پلاوي را استولو پرته دستونز کابو کول ناشوني بولي.


په هلمندکې وروسته له هغه پراملاکي چارو  دولسمشرله لوري بندیزولګیدچې تیرکال دهلمند  اوسیدونکو د لاريونونوله لارې  د ښاروالۍ په پخوانيومسؤلينواود وخت پروالي درغليوتورونه پورې کړل.

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

افغان حکومت په هلمند کې د روانې جګړې ګټلو لپاره دنورو لارو چارو لټول پیل کړل.

راپور—۳۰۱۶—۵—۲—
په هلمندکې دملي اردو دسرتیرودبیاروزني اوتجهیزولوبهیرچټک سوی دی .
په تیروڅومیاشتوکې دملي اردودڅلورکنډکونودبیاروزني اوپه درنووسلو تجهیزولوبهیروروسته له هغه چټک سوچې  دلته ناامنۍ دپام وړډيري سوې خولاهم دسرتیرودروزني لړۍ دوام لري .
چارواکې وایې په دغه کارسره به ډيرنه یوازي دافغان وسلوال پوځ مرال لوړسي بلکې به په اساني سره دلاسه وتلي سیمي ژرونیسي .

افغان حکومت د روانې جګړې ګټلو لپاره دنورو لارو چارو لټول پیل کړل ، همدې هدف ته د رسېدو لپاره یې د ځواکونو بیا روزل پیل کړي ، دغه تازه هڅې په هلمند کې پیل شوي چې نه یوازې د ۲۱۵ میوند قول اردو سرتیري به بیا روزل کیږي بلکې درنې وسلې هم په واک کې ورکوي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان وایې، د یادې لړۍ له راپلېدو سره د ملکي خلکو او ځواکونو مرګ ژوبله راټیټه او پرمختګ ډېر شوی ، قوماندان د سنګین اوباباجي عملیات د بېلګې په توګه یاد کړل .


د هلمند جګړې ګټلو لپاره دواړه لوري ډول ډول هڅې کوي ، د مالوماتو له مخې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې دافغان ځواکونو سر بیره طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ دولتي وسایط له منځه تللي او یا هم طالبانو نیولي .