۱۳۹۴ آذر ۷, شنبه

دمارجې ترڅنګ به په ټول هلمندکې دطالبانوپرضد پراخ عملیات پیل سي .

راپور—۲۰۱۵—۱۱—۲۸—
دمارجې ترڅنګ به په ټول هلمندکې دطالبانوپرضد پراخ عملیات پیل سي .
دپولیسود۵۰۵ بست زون قوماندان وایې دوی پلان لري چې دمارجې ترڅنګ په ټولوهغه سیموکې چاڼیزعملیات وکړي چې دامهال دطالبانوترولکي لاندي وي ،په ورته وخت کې هلمندولایتي شورادخپلوامنیتي ځواکونوسره دکلکي همکاري ترڅنګ دهغویودقربانیوستاینه  کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروي راکوي .
دتل په څيریوواربیا په هلمندکې دطالبانوپروړاندي دپراخوعملیاتودپیل کیدوژمنه وسوه ،دپولیسو د۵۰۵ بست زون قوماندان وایې دوی پریوه داسي پلان کارکړی ترڅوپه ټول هلمند کې دوسله والودځپلوپه موخه په ټولوناامنه سیموکې چاڼیزعملیات وکړي ،خودعامه نظم د ۸ لیواقوماندان دطالبانوپروړاندي دمقابلې کولوترڅنګ دپوره چمتوالي خبرورکوي .

چارواکې وایې وسله وال یې په سیمه کې له پښوغورځولي دي اودامهال یوازي ددوی پروړاندي لوی خنډمځکني ماینونه دي چې ددغي چاري دمخنیوي په موخه یې کوټلي ګامونه هم پورته کړي دي ،بل پلودهلمندولایتي شوراهم دهلمنددټولوامنیتي ځواکونوترڅنګ دعامه نظم دپولیسوڅخه دستایني په موخه دهغویوسره دخپل هررازهمکارۍ ژمنه کوي .


دهلمندپرشمالي ولسوالیوله کلونوراهیسي درنې جګړې واني دي چې له شاه اوخوادومیاشتوراپه دیخوادغه جګړې دښارڅلرمي امنیتي حوزې ،ترڅنګ ګرشک ،نادعلي مارجې ،اوان خانشین ولسوالیوته هم وغځیدې اودمهال په یادټولوسیموکې جګړه روانه ده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر