۱۳۹۲ مرداد ۹, چهارشنبه

افغان دولت وايي د هلمند په سنگين ولسوالی كې د امنيت د ټينگښت هڅې كو



افغان دولت وايي د هلمند په سنگين ولسوالی كې د امنيت د ټينگښت هڅې كوو
سنګین لښكرگاه ښار په شمال كې پرته ولسوالي ده چي دتيرودوو مياشتوراپه د يخوا د درنونښتواونا امنيوشاهده ده اود دولت له پوځي عملياتوسره سره بيا هم یوشمیر سيمې يې د وسله والوطالبانوپه ولکه کي دي 
ځايي امنيتي چارواكي وايي چې يوځل بيا يې د سيمې له مخورو اوقومي مشرانوسره ترلیدنی وروسته له هغوى څخه د امنيت د ټينگښت په برخه كې د مرستې غوښتنه كړې ده.
نورحال دهامندنه زموږدهمکار سردارمحمد سروري په راپورکي
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انگاروايي چې دې ولسوالى ته يې د دوه ورځني سفرپه ترڅ كې نه يوازې له بيلابيلوامنيتي ځواكونوڅخه ليدنه كړې اود هغوى ستونزې يې په گوته كړې بلكې د سيمې له قومي مشرانواومخوروسره يې هم په دې ولسوالى كې د امنيت د ټينگښت په موخه سلا مشورې كړي دي.
د نوموړي په وينا چې په نږدې راتلونكي كې به ددې ولسوالى په ساروان كلاسيمه كې يولړامنيتي گامونه پورته كړي ترڅوله همدې سيمې څخه د سنگين د نوروسيموامنيت كابوكړي. 

هغه وايي چې تردې دمه د امنيتي ځواكونوپه گډوعملياتوكې ددې ولسوالى ډيرى سيمې د وسله والوطالبانودشتون څخه خلاصې سوې اودوى به پكې د منظم امنيتي پلان له مخې د امنيت د ټينگښت گامونه پورته كړي.
په همدې حال كې ددې ولسوالى يوشميرقومي مشران وايي كه دولت په سيمه كې امنيتي پوستې ځاى پرځاى كړي خلك په لوړه كچه ورسره همكاري كوي ځكه چې د وسله والوطالبانوشتون له گڼوستونزوسره مخ كړي دي.
داپه داسې حال كې ده چې نوموړې ولسوالي په دې وروستيوكې د كورنيواوملي دفاع وزارتونود لوړپوړوچارواكود سفرونو شاهده هم وه اود كلكوامنيتي تدابيروژمنې كړې وې خوپه دې سربيره بيا هم له سنگين ولسوالى څخه هره ورځ د جگړواو نا امنيو خبرونه وركول كيږي.


۱۳۹۲ مرداد ۴, جمعه

Breking News تازه خبره


 په هلمندکې د دایساف په هوايې برید کې تر۴۵ تنه زیات  وسله والو طلبان وژل سوي دي.
ددې ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې پیښه تیره  شپه وروسته  له هغه شوي ده چې وسله وال طالبان  دنیمروز چهاربورجک ولسوالۍ پریوې پوستي له بریده څخه دهلمند بهرامچي ته په لاره وه.
دسرچیني په حواله چې پرهمدي مهال دوسله والو طالبانو دپنځو لنډکروزر موټرو په کاروان باندي دایساف لخوا هوايې برید سوی چې په ترڅ کې يې دملک له غره سره نږدي ټول موټر تخریب او ۴۵ تنه پکې ووژل سول.
دسرچيني په ویناچي وروسته دری تنه  په دي پیښه کې ټپیان هم وو چې یو پکې قوماندان ګلبدین دی او پآکستان ته ددرملنی په موخه وړل سوی دی.
وسله وال طالبانو په دې اړه څه ندي ویلي خو ددوی دډلي یو تن ویاند قاری یوسف احمدي وايي دسنګین په لس ورځنۍ جګړه کې يې په مخامخ بریدونو او دماین په چاودنوکې ګڼ شمیرعسکر وژلي او ټپیان  کړي دي.
خو چارواکي وايي دیادي جګړي پرمهال یوازي پنځه تنه دملي امنیت سرتیري یو سیمه یز پولیس وژل سوی دی.


۱۳۹۲ مرداد ۳, پنجشنبه

په هلمند كې به له خوشي سويوسياسي بنديانوسره مالي مرستې ترسره کړو.



په هلمند كې به له خوشي سويوسياسي بنديانوسره مالي مرستې ترسره کړو.
دا څرگندونې د هلمند د والي مرستيال د هلمند د مركزي زندان څخه د ۸۰ تنو زندانيانود خوشي كيدوپرمهال وكړې.
چارواكي وايي چې په يادوخوشي سويوکسانوکي ډیری سياسي زندانيان و اوددي ترڅنگ د ۲۴ تنود بند په موده كې كموالى راغلى دى.
له هلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري نورحال راکوي .
د هلمند د والي مرستيال مسعود احمد بختورد پنجشنبې په ورځ خبريالانوته وويل چې خوشي سويوسياسي بنديانوته سربيره پردې چې د دريومياشتولپاره هره مياشت پنځه زره افغانى تنخوا وركول كيږي بلكې د شپږومياشتولپاره دوى ته د بيلابيلوحرفوي زده كړوزمينه هم برابريږي ترڅو په راتلونكي كې په مخالفت لاس پورې نه كړي اوخپل سوله ايزژوند پرمخ بوزي.
د نوموړي په وينا چې دغه چاره ددې لپاره پرمخ وړل كيږي ترڅوهغه كسان چې له بند څخه خوشي كيږي پخپلوسيموكې وسله وال مخالفين وهڅوي چې له مخالفت څخه لاس په سراود سولې له پروسې سره يوځاى سي.
هغه وايي چې د ولسمشرد ۳۳ مې گڼې فرمان له مخې د هلمند له مركزي زندان څخه ۸۰ تنه بنديان چې ډيره برخه يې په سياسي جرم نيول سوي ووخوشي سول.

بلخوا خوشي شوي زندانیان وايي كه په هلمند كې د سولې پروسه پياوړې سي نوښايي ډيرى وسله مخالفين له نوموړې پروسې سره يوځاى اوعادي ژوند پيل كړي.

۱۳۹۲ مرداد ۲, چهارشنبه

په هلمند كې د ځمكو د غصبولولړى خورازوراخیستيی .







په هلمند كې د ځمكو د غصبولولړى خورازوراخیستيی .
ددې ځمكود غصب په غبرگون كې د چهارشنبې په ورځ د لښكرگاه ښارد مختارد سيمې اوسيدونكود احتجاج پرمهال وويل چې د دولتي چارواكولخوا د دوى شخصي ځمكې غصب اوورباندې سودا گريزماركيټونه جوړيږي.
خوبلخواد لښكرگاه ښاروالى چارواكي وايي چې په لښكرگاه كې ډيرى دولتي ځمكې د خلكو لخوا غصب سوې دي.
نورحال زموږدهمکار سردارمحمد سروري په راپورکي .
دلښکرګاه ښاردمختاردسیمي اوسیدونکي وايي ددوي شل جریبه ځکمه چي اوس مهال ښه اقتصادي ارزښت لري د ښاروالى لخوا يوه كس ته وركړل سوې اود هغه لخوا ورباندې چې د لښكرگاه ښاروال هم ورسره شريك دى سودا گريزماركيټ جوړيږي.
د دوى په وينا چې دوى ددې ځمكې شرعي قباله او سندونه هم په واکي لري اود احمد شاه باباه له وخته  څخه دوى ته پاتې سوې دي.
د دوى په وينا چې اوس مهال په ښاركې دولتي ځمكې غصب سوي دي اودولتي چارواكي د خلكو شخصي ځمكې د دولتي ځمكوپه نوم ترخپل ستوني تيروي.
دوى له دولت اود پارلمان له وكيلانوڅخه غوښتنه كوي چې نورد ځمكوغصب اوغلاوته د پاى ټكى كښيږدي اوپه كلكه يې مخه ونيسي.
خوپه دې اړه د لښكرگاه ښاروال محمد فاضل صافى وايي چې ياده سوې شل جريبه ځمكه دولتي ده او۷ كاله وړاندې د وخت د مسؤلينولخوا د سودا گريزماركيټ لپاره ويشل سوې ده.

د نوموړي په وينا چې په لښكرگاه ښاركې په ډيرى دولتي ځمكود طالبانود واكمنى پرمهال د محمكولخوا د خلكوپه گټه فيصلې صادرې سوې اودولتي ځمكې يې د خلكوشخصي ملكيتونه بللي خوتردامهاله وره كره اسناد نه دي وركړل سوي.

۱۳۹۲ تیر ۳۰, یکشنبه

د هلمند په سنگين ولسوالى كې به د ښه امنيت په موخه دوې نوي ليوا گانې ځاى پرځاى سي



د هلمند په سنگين ولسوالى كې به د ښه امنيت په موخه دوې نويې ليوا گانې ځاى پرځاى سي
ځايي چارواكي وايي چې يادې سوې لیواگانې په نوموړې ولسوالى کي ځکه ځاى پرځاى كيږي ترڅويې امنيت د تيركلونوپه څيربيرته ډاډمن سي.
په همدې حال كې د نوموړې ولسوالى مسؤلين وايي چې د مركزپه گډون ددې ولسوالى په ځينوگڼ ميشتوسيموكې امنيت ښه دى خوپه ليرې پرتوسيموكې لاهم امنیتي ننګوني موجودي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند والي محمد نعيم په سنګین ولسوالي کي رسنیوته وویل چي ډیرژربه په دي ولسوالي کي د امنيتي ځواكونودوې نورې لیواگانې هم ځاى پرځاى کړي .
 والي دامني چې ددې ولسوالى د نيازۍ، جوشالي اوميان رودي سيمې د وسله والومخالفينوپه لاس كې دي خوزياتوي چې د نويولواگانوله ځاى پرځاى كيدوسره به سم نه يوازې د دولت له ولكې څخه وتلې سيمې بيرته ونيسي بلكې د سنگين د غزيدلې لويې لارې په امنيت کي به هم مثبت اغيزوكړي.
په همدې حال كې د سنگين ولسوال حبيب الله شملانى وايي چې دا مهال د سنگين مركزي سيمې له ډاډمن امنيت څخه برخمنې دي اوپه ليرې پرتوسيموكې لاهم په دې برخه كې ستونزې سته خودهڅه یي داده چې د سيمه ايزوپوليسوشميرډيراوامنيتي ستونزوته د پاى ټكى كښيږدي.
په سنګین ولسوالى كې په داسې حال كې د امنيت د ټينگښت گامونه پورته كيږي چې په یاده ولسوالی کیي د تيروڅلورمياشتوراپه ديخوا وسله والې نښتې رامنځ ته كيږي اوځينې سيمې د دولتي ځواكونوله لاسه وتلې دي.

۱۳۹۲ تیر ۲۹, شنبه

دهلمند په سنګین ولسوالۍ کې شپږ وسله وال طالبان وژل سوي دي.


 دهلمند په سنګین ولسوالۍ کې شپږ وسله وال طالبان وژل سوي دي.
په هلمندولایت کي ۲۱۵ ميوند قول اردو دعامه اړيكومسؤل ډگروال محمد رسول ځاځی وايي  په سنګین ولسوالی کې عملیات دجمعي په ورځ  د ملي اردود ځواكونولخوا پيل سوي چې تردې مهاله پكې د دووطالب قوماندانانوپه گډون شپږوسله وال طالبان وژل سوي او۱۱ نورټپيان دي.
دځاځي په خبره په دې عملياتوكې تردې مهاله د ملي اردوسرتيروته كوم زيان نه دى اوښتى.
خوبلخوادوسلوال طالبانوویاندقاري یوسف احمدي وايي په سنګین ولسوالی کي یه اته تنه افغان سرتیري وژلي دي .


په هلمندکې په بيلابيلو پيښوکې ٢٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.


په هلمندکې په  بيلابيلو پيښوکې ٢٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

دهلمند دملي امنيت يوه سرچينه وايې دشنبي په شپه  دسنګين ولسوالۍ کې مرکز ته نږدي ددوى دسرتيرو په ګزمه  چاودنه سويده چې په ترڅ کې يې پنځه  تنه سرتيري او يو سيمه يز پوليسو وژل سوى دى.
دسرچيني په وينا چې پيښه  دشپي اته  بجي رامنځته  سوي ده.
دغه راز دسنګين ولسوالی اوسيدونکې وايې دجمعي په ورځ دجګړي پرمهال دهاوان دمرميو د لګيدو له امله  يوه ميرمن وژل سوي او اته ماشومان ټپيان  سو يدي.
بل پلو ددې  ولايت ددفتر ريس محمد لعل احمدي وايې دجمعي په ورځ ناوخته  دروژه مات پرمهال په مارجي ولسوالۍ کې دخلکو په ګنه ګوڼه کې دماين چاودنه سوي ده چې په ترڅ کې يې دوه ملکي وګړي وژل سوي دري پوليسو او دري ملکي وګړي ټپيان  سوي دي.
بل خوا د سيمه اوسيدونکې وايې دمارجي په پيښه کې ٣ تنه وژل سوي او ١٣ نور ټپيان  دي چې په ټپيانوکې يو پوليس شامل دى او  نور ټول ملکي وګړي دي.
ديوه بل خبر له مخي  دهلمند دوالي وياند عمر ځواک وايې پر همدي مهال په نادعلي ولسوالۍ کې دپوليسو او وسله والو طالبانوتر منځ  په  جګړه کې يو پوليس ټپي سوى او يوملکي وګړى وژل سوى دى.
ددي پيښو په اړه  په لښکرګاه کې دايمريجنسي روغتون مسولين وايې   دمارجي له پيښي ١١ تنه ټپيان ورته  راوړل سوي دي چې يوه  ماشوم په روغتون کې ساه ورکړه او دغه راز دجمعي او شنبي په ورځ دوه مړي او اوه  تنه ټپيان نور هم له سنګين ولسوالۍ څخه ورته  راوړل سو يدي .
بل خوا وسله والو طالبان وايې په سنګين کې يې اته تنه دولتي سرتيري وژلي او شپږ يي ټپيان کړي دي او دغه  راز لښکرګاه ښارته نږدي يې ديوه لاسي بم په چاودنه کې  دوه پوليس په خپله  پوسته کې وژلي دي.