۱۳۹۴ آبان ۱۰, یکشنبه

په هلمندکې اوس هم دپولیودخطرناکي ناورغۍ ویره موجوده ده .

راپور—۲۰۱۵---۱۱—۱—
په هلمندکې اوس هم دپولیودخطرناکي ناورغۍ ویره موجوده ده .
دعامي روغتیادریاست چارواکې وایې په مرکزاوولسوالیوکې دوی دخپلوڅیړنولمخي په اوبوکې داسي ویروس موندل سوي دي چې دپولیوویروس شتون لري خودحملومخه یې نیول سوي ده ،دوی وایې که دواکسین په برخه کې لږبي پروایې هم رامنځته سي پایلي به یې خراب وي ،په هلمندکې به دارتلونکي سه شنبي په ورځ دپولیسودواکسین کمپاین په رسمي توګه پیل سي چې څه کم اته سوه زره ماشومانوته بهدوه څاڅکي واکسین ورکول سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دعامي روغتیادریاست چارواکې وایې که څه هم ددي کال په پیل کې ددي ولایت په خاشنین ولسوالۍ کې دپولیویوه مثبته پیښه موجوده وه  خودنوروپیښومخه یې نیولي ده ،ډاکټرعنایت الله غفاري وایې  دوی په ټول هلمندکې دپولیودواکسین پررسولوټنګارکړی اوټولوسیموته یې دواکسین دغه دوه څاڅکه رسولي هم دي  خودمرکزترڅنګ په ګرشک ولسوالۍ کې دوی دخپلوڅیړنوپه مټ په اوبوکې دغه ویروس موندلی دی ،هغه وایې داچې واکسین په خپل وخت رسول سوی دی نوتراوسه هم دغه ویروس کومه حمله نه ده کړي .

هغه ټنګارکوي که دواکسین په برخه کې لږغفلت هم رامنځته سي لري نه ده چې داولایت دوپولیودنورومثبتوپیښوشاهد وه اوسي ،بل پلودکتلوري معافیت امروایې داچې ټولوسیموته په پوره توګه دپولیوواکسین ورسول سي نوپه همدي موخه یې خپله پروسه ددریوڅخه څلرمي ورځي ته هم وغځول ،هغه وایې داځل به دپنځه زره رزاکارانوپه مټ به اوه لکه دونیوي زره اته سوه پنځوس ماشومانوته دپولیوواکسین ورکول سي ،دوی په دغه برخه کې په ولسوالیوکې دملکي اونظامي چارواکودپراخي مرستي غوښتنه هم کوي .


دعامي روغتیادریاست چارواکې که څه هم دپولیودویروس څخه ویره لري خوپه دي ولایت کې تل دخپلوکارونوپروړاندي لوی خنډناامنې یاده دوي ولي دامهال دنورووختوپه پرتله  په هلمندکې ناامنۍ نوري هم ډيري سوي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر