۱۳۸۹ بهمن ۱۱, دوشنبه

دمارجي ولسوالي اوسيدونكي دكوكناركركلي دمرګ سګولي ته نږدي كړي .


دمارجي ولسوالي اوسيدونكي دكوكناركركلي دمرګ سګولي ته نږدي كړي .
ددي ولسوالي اوسدونكي وايي وسلوالوطالبانوورته ګواښ كړي چي په خپلوكروندوكي دكوكناروكركيله وكړي
خوبلخوابياچارواكي وايي هغه كسان چي په خپلومځكوكي دكوكناركركيله وكړي هغه به دقانون منګولوته وسپاري اوكروندي به يي لمنځه وړي .
.
په مارجي ولسوالي كي دكوكناركرلي خلګ ديته اړكړي چي خپل ژونددلاسه وركړي ددي ولسوالي اوسيدونكي وايي وسلوالوطالبانوورته ګواښ كړي چي په خپلومځكوكي دكوكناروكركيله وكړي .
ددوي په خبره چي وسلوالوطالبانوورته دشپي لخوااختارليكونه په كوركلي كي ورته اچولي چي بايدپه خپلومځكوكي دكوكناركښت وكړي .
دسيمي اوسيدونكي وايي چي بلخوابيادولت دوي ديته اړيستي چي دخپلومځكوهغه كوكنارچي دطالبانولخواپه زورورباندي كرل سوي هغه لمنځه يوسي كنه دوي په دقانون منګلوته وسپارل سي اوكرل سوي كوكناربه يي هم لمنځه يوړل سي .
دمارجي دولسوالي دخلګوپه خبره چي دولت ددوي سره داژمنه هم كړي چي دكرل سووكوكنارداړه ولوپه بدل كه به دولت ورسره مرسته كوي ددوي زياته وي چي تردامهاله دولت ورسره هيڅ ډول مرسته نه دي كړي

دوي وايي دولت دي ددي ستونزي لپاره يوه دحل داسي لاره ولټوي چي ددوي ژوندخوندي وساتل سي .
بل خوابيادمارجي ولسوال عبدالمطليب دسيمي دخلګوداخبره ناسمه بولي چي دولت ورسره مرسته نه ده كړي دده په خبره چي دزرګونوكرونده ګروسره يي دكيمياوي سري اواصلاح سوي تخمونومرسته كړي .
ولسوال دامني چي مارجي ولسوالي كي دكوكناردكروندوپه كرلوسره به كرونده ګر دقانون منګلوته سپاري اودكوكناروټولي كرل سوي كروندي به يي لمنځه وړي .

دولسوال په خبره دوي پدي لټه كي دي چي دكوكناردكښت په وركولوكي څه ډول پلانونه په لاره واچوي
دمارجي ولسوالي دهلمندولايت يوله هغه ولسواليوڅخه شميرل كيږي چي كله ناكله پكښي دوسلوالوطالبانواودولت ترمنځ جنګ جګړي رامنځته كيږي چي په پايله كي عامووګړوته هم مرګ ژوبله اوړي .