۱۳۹۴ آذر ۷, شنبه

په هلمندکې دناامنیوله امله شاه اوخوالس زره ماشومان دواکسین کولوڅخه پاته سوي دي .

راپور—۲۰۱۵—۱۱—۲۹—
په هلمندکې دناامنیوله امله شاه اوخوالس زره ماشومان دواکسین کولوڅخه پاته سوي دي .
دواکسین دبرخي مسولین وایې که څه هم دورستیوناامنیوله وجې دغه ماشومان دواکسین څخه بي برخي سوي خوزیاته وي په نوروکمپاینونکې به دغه ستونزه حل کړي ،په ورته وخت کې دعامي روغتیادریاست چارواکې وایې اوس هم په دې ولایت کې دپولیوویروس شتون لري که یې پروړاندي جدي مبارزه ونسي ښایې نوري مثبتي پیښي هم رامنځته سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم په هلمندکې شاه اوخوالس زره ماشومان دپولیودواکسین څخه پآته سوي دي خودروان کال په اوږدوکې ددي ولایت په خاشین ولسوالۍ کې دپولیویوه مثبته پیښه ثبت سوي ده ،دکتلوي معافیت امروایې دوی باید ۷۹۲ زره ماشومان واکسین کړي وایې خودورستیوناامنیوله امله دوی ۷۸۲ زره ماشومانوته دپولیوواکسین ورکړی دی ،په ورته وخت کې دنړیوال روغتیایې سازمان ولایتي مشروایې دوی دلته ډيری دپولیومشکوک ویروس ترلاسه کړی چې څیړنوپه موخه یې بهرته لیږدولي دي .

دوی وایې هڅه کوي چې دعامه پروګرامونوله لاري دغه خطرناک ویروس ته دپای ټکي کښیږدي ،بل پلودعامي روغتیارریس اوس هم په دې ولایت کې دپولیودخطرناک ویروس علایم شتون لري ډاکټرعنایت الله غفاري وایې دکورنیوپه پراخه مرسته وکولای سي چې دپولیودمثبتوپیښومخه ونیسي .

غفاري وایې که دواکسین دبرخي مسولینولږه ناغیړي هم وکړي ښایې دپولیوویروس پرکم عمره ماشومانوحمله وکړي ،هلمند یوله هغه ولایتونوڅخه دی چې دپولیودیوي مثبت پیښي شاهد دی خودروانوناامنیوله امله دواکسین نه رسولودنوروپیښوویره هم راپیداکړي ده .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر