راپور-۳۰-۱۱-۲۰۱۳
په هلمند كې پوليسوسلگونه كيلوګرامه نيشه يي توکي په لاس راوړي دي .
چارواكي وايي چې ياد سوي نيشه يي توكي چي په یوه کورکي ځاي پرځاي سوي وو
د جمعې په ورځ يي
په لښكرگاه ښاركې پولیسودخپلومعلوماتوپربنسټ
نیولي دي .
دوي همداراززیاته وي چي
دهلمندپه ټولوهغه سیموکي چي امنیتي ستونزي نلري دکوکناردکښت دمخنیوي لپاره يي
کمپاینونه هم په جریان لري .
پدي اړه نورحال
دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددوالي ویاندعمرځواک
وايی شاوخوا ۵۰۰ كيلوگرامه ياد نيشه يي توكي چې ډيره
برخه يې وچ تارياك اوهيروئين دي د لښكرگاه ښاردصافيانوپه نوم سيمه كې د جمعې په ورځ
وروسته له غرمي د
پوليسولخوا ونيول
سول .
هغه وايي دغه نشه يي توکي چي
داستوګني په یوه کورکي ځاي پرځاي سوي وه په تړاوي دکورخاوندنیول سوي دي چي ورڅخه
پلټني دوام لري .
عمرځواک وايی دهلمندپه
یوشمیرولسوالیوکي اوس مهال د گډوامنيتي ځواكونوله لوري د كوكنارود كرد مخنيوي په موخه لاله وړاندي كمپاينونه په لاره اچولي دي چي تراوسه يی لسګونه كروند
گرنيولي اووروسته
ترضمانت کولوخوشي کړل سوي دي .
په ورته وخت کي د
لښكرکاه شار
د پوليسود لومړى امنيتي حوزې آمرسمونيارجان آغا وايي دغه نيشه يي توكي يې د
پټومعلوماتوپر
بنسټ نيولي چې له تورن كس سره يې يوځاى له نيشه يي توكوسره د مبارزې اړوندواداروته
سپارلي دي.
د يادونې وړده چې له تيروكلونوراپه ديخوا دا لومړى ځل
دى چې په لښكرگاه ښاركې له
یوه کوره څخه په لويه كچه نيشه يي توكي د امنيتي
ځواكونولخوا كشف اوترلاسه كيږي.