۱۳۹۰ خرداد ۸, یکشنبه

په هلمند کې د ايساف په هوايي بريد کې زموږ شل تنه بيگنا هيواد والوته مرگ ژوبله واوښته







په هلمند کې د ايساف په هوايي بريد کې زموږ شل تنه بيگنا هيواد والوته مرگ ژوبله واوښته
د هلمند د نوزاد ولسوالى د سلام بازارپه سيمه کې د امريکا د سمندري ځواکونوپه قرارگاه د سرې کلاله سيمې څخه وسلوال بريد سوى چې په ځوابي بريد کې سمندري ځواکونوله هوايي ځواک څخه مرسته غوښتې اوپه ياده سيمه کې يې له هوا څخه دوه کورونه په نښه کړي چې له بده مرغه په دې هوايي بريد کې زموږ ١٤تنه بيگناه هيواد وال چې پنځه نجونې او اوه تنه هلکان اودوې تنې ښځې دي په شهادت رسيدلي اوشپږتنه چې پکې درى ماشومان يوه ښځه اودوه تنه نورټپيان سوي دي.
د هلمنديت دمطبوعاتي دقترڅخه په يوه خپره سوي خپرپاڼه كي د ايساف ځواکونوڅخه يې غوښتي چې له دې ډول بريدونوڅخه په کلکه ډه ډه وکړي.
ددې پيښې د څرنگوالي لپاره د ولايت له لوري يوپلاوى ټاکل سوى چې ډيرژربه يې لامل په ډاگه کړي.
خودالومړي ځل نه دي چي ډاول پيښي رامنځته كيږي اواساف ځواكونه دي بيګناخلګ نه وژني






۱۳۹۰ خرداد ۴, چهارشنبه

په هلمند كې د وسلوالومخالفينوپنځه كسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى سوه









په هلمند كې د وسلوالومخالفينوپنځه كسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى سوه
دوسلوالوطالبانوپنځه كسيزه د هلمند د ملي امنيت په هڅود جگړې څخه لاس واخيست اود سه شنبې په ورځ يې په سنگين ولسوالى كې خپلې وسلې د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د هلمند والي محمد گلاب منگل اود نورودولتي ادارومسؤلينوگډون درلود د سولې پروسې ته وسپارلې.
دغه كسان چې د سولې له پروسې سره يوځاى سول ددې مراسموپرمهال يي وويل چې تيرڅلوركلونه يې د دولت په مخالفت كې تيركړي اوپه همدې موده كې يې له ورانى او وروروژنې پرته بل څه نه دي ليدلي اواوس يې هوډ وكړچې د سولې له پروسې سره يوځاى اود هيواد په بيا رغونه اوپرمختگ كې ونډه واخلي.
دا په تيروڅومياشتوكې په سنگين ولسوالى كې د وسلوالوطالبانودوهمه ډله ده چې د سولې له پروسې سره يوځاى كيږي.
په همدې حال كې په هلمند كې د ملي امنيت منسوبينود تيرې يوې اونى په اوږدوكې په لښكرگاه اوڅلوروولسواليوكې دوه ميله پيكا ماشينگنې،نهه ميله كلاشينكوفونه،درى ميله ټي ټي تومانچې،۱۳حلقې ماينونه،دوه ميله ۳۰۳برټوپكونه اوڅلورريموډ كنټرولونه په بيلابيلوپلټنوكې ترلاسه كړي دي.
د يادې ادارې سرچينې وايي چې يادې وسلې اوچاوديدونكي توكي يې د وسلوالومخالفينولخوا په هلمند كې د بدرد عملياتوله اعلان وروسته نيولي دي.

۱۳۹۰ خرداد ۳, سه‌شنبه








دهلمند والى محمد ګلاب منګل دسنګين ولسوالۍ په لاره تر و سوله وال بريد لاندې راغى خو ورته زيان نه دى اوښتى.
محمد ګلاب منګل له ىو شمير نورو چارواکو سره سنګين ولسوالۍ ته دموټرو له لارې ولاړ او هلته يې دىو شمېر بيارغونې دکارونو افتتاح وکړه او دىوه ښوونځې دبنسټ ډبره يې کىښوده
ددغه ولاىت امنيه قومندان ويلي چې په بريد کې ددولت هيڅ غړي ته زيان نه دى اوښتى خو دوسله والو ‌‎طالبانو دوه تنه يې وژلي دي
دهلمند والي وروسته تر خپل سفر په مرکز لښکر ګاه کې خبري رسنيو ته وويل چې نن سهار يې سنګين ولسوالۍ ته دموټرو له لارې سفر وکړ خو له هغې خوا دراتګ پرمهال پرې دفتيح محمد دپېچ سيمه کې وسله وال بريد وسو
والي وايي موټر يې يولس مرمۍ وخوړلې خو داچې ځغره وال وو نو له همدې کبله يې پرې اثر نه دى کړى.
محمد ګلاب منګل دهلمند له امنيه قومندان محمد حکيم انګار او دملي امنيت له ريس نظر علي واحدي سره په يوه ګډه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل چې ددغې ولسوالې سړک چې دڅلويښت کىلو مترو په شااو خواکې واټن لري په باخه او اساسي ډول جوړ سوى دى.
دى وايى دسفرموخه يې سنګين ته ددې ولسوالۍ له خلګو سره ليدنه او ديوه جومات دبيارغونې دکار بشپړىدلو تر څنګ ديوه ښوونځې دبنسټ ډبره ايښودل وو.
دهملند امنيه قومندان محمد حکيم انګار ددغې خبري ناستې پرمهال وويل چې دفتح محمد پېچک سيمه چې اوس مهال پکې دوسله والو مخاليفىنو له لوري کمين نيول سوى وو يوه حاصل خېزه سيمه ده.
انګار وايي په دغه سيمه کې دخلکو غنم او ونې ولاړى وې نو ځکه يې مخاليفين تر سخت فشار لاندې رانه وستل او په ځوابې ډزو کې دوسله والو مخاليفينو دوه تنه وژل سوي او جسدونه يي پوليسو ته په لاس ورغلي دي
قومندان وايى ددوى دکاروان هىڅ غړي ته زيان نه دى اوښتى
دوسله والو طابانو وياند قاري يوسف احمدي دپېښې پړه په غاړه واخسته او وايي چې دسنګن دفتح محمد پيچ سيمه کې يې دوالي کاروان ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۰ خرداد ۲, دوشنبه

په هلمند كې د بولان د چرگانود روزنې فارم خصوصي سكتورته وسپارل سو





په هلمند كې د بولان د چرگانود روزنې فارم خصوصي سكتورته وسپارل سو
دغه فارم د دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د كرنې اومالدارى وزيرمحمد اصف رحيمي،د هلمند والي محمد گلاب منگل،په افغانستان كې د امريكا د نړيوال پرمختيايي ادارې مرستيال باب هيلراويوشميرنورولوړپوړوچارواكوگډون درلود خصوصي سكتورته وسپارل سو.
په دې مراسموكې د كرنې اومالدارى وزيرمحمد آصف رحيمي وويل چې دالړى به د هيواد نوروولايتونوته هم وغزول سي اود همدې چرگانونسل ته به په نوروولايتونوكې پراختيا وركړل سي.
نوموړي دا مهال په هلمند كې امنيتي حالت ښه وباله اوزياته يې كړه چې د امنيت له پراخوالي سره د كوكناروپه كركيله كې هم كموالى راغلى اوډيرى كروندگرو رواكښتونوته مخه كړې ده.
نوموړي زياته كړه چې ياد فارم دامهال د هلمند د اوسيدونكوديرش سلنه د هگيواو۱۰سلنه د غوښې اړتيا پوره كړې اونوموړى فارم په ۲۰۰۷ميلادي كال كې د امريكا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مالي مرسته جوړسوى دى.
د كرنې اومالدارى وزيردا هم وويل چې دا مهال دغه فارم په هره مياشت كې ۹۰زره چرگوړي او۷۵۰ټنه د چرگانودانه توليدوي چې په لښكرگاه اوولسواليوكې د ۱۲۰پلورنځيوله لارې پلورل كيږي.
په دې مراسموكې د هلمند والي محمدگلاب منگل د امريكا له مرستوڅخه مننه وكړه اوزياته يې كړه چې د امريكا خلكواودولت نه يوازې په دې برخه كې د پام وړمرستې كړې بلكې په نوربرخوكې يې هم زياتي مرستې ترسره كړې دي.

په هلمند كې په بيلابيلوعملياتوكې د دريوقوماندانانوپه گډون ۱۱ وسلوال طالبان نيول سوي دي



په هلمند كې په بيلابيلوعملياتوكې د دريوقوماندانانوپه گډون ۱۱ وسلوال طالبان نيول سوي دي
هغه ځانگړي عمليات چې د يكشنبې په شپه د گرشك ولسوالى په سپين جومات سيمه كې د گډوځواكونولخوا ترسره سول پرترڅ كې يې د حقيارپه نوم د وسلوالوطالبانويوقوماندان له خپل يوتن ملگري سره نيول سوى دى.
نوموړى د سپين جومات اوباباجي د سيموپوځي مسؤل و.
همداراز د دوشنبې په شپه د مارجې ولسوالى اړوند د تريخ ناورپه سيمه كې هم د گډوځواكونوپه ځانگړيوعملياتوكې ملاعبدالولي له خپلودريوملگروسره نيول سوى اوپه همدې شپه په مارجې ولسوالى كې ملااكرام له خپلوڅلوروملگروسره نيول سوي دي.
نوموړي به په مارجه خلك گواښل چې له دولت سره همكاري ونه كړي اوهم يې په وسلوالوكمينونوكې فعاله ونډه درلوده.
ددې ټولوعملياتوپه لړكې ډزې نه دي سوې اونه هم پكې ولسي وگړواوگډوځواكونوته زيان اوښتى.
دهلمندولايت دمطبوعاتي دفترڅخه په خپره سوي اعلاميه كي دطالبانودبدرعمليات تش په نامه نومول سوي دي خوددي پيښوپه اړه وسلوالوطالبانوڅه نه دي ويلي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۳۱, شنبه

په هلمند كې په يوه هوايي بريد كې شپږتنه ماين ښخوونكي ووژل سول



په هلمند كې په يوه هوايي بريد كې شپږتنه ماين ښخوونكي ووژل سول
د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالى د سلام بازارپه لارې دجمعې په ورځ شپږوتنود دولت وسلوالومخالفينوغوښتل په نوموړې لاره ماينونه ځاى پرځاى كړي چې د اساف ځواكونولخوا له هوا څخه په نښه سوي اووژل سوي دي.
له ياد بريد څخه وروسته په نوموړې سيمه كې څلورماينونه د امنيتي ځواكونولخوا موندل سوي اوپه دې بريد كې بل چاته زيان نه دى اوښتى.
په همدې ورځ ددې ولسوالى د چنگولك په سيمه كې د امنيتي ځواكونولخوا د چاڼيزوعملياتوپه ترڅ كې د عبدالحي په نوم يوتن له لس كيلوګرامه تارياكوسره اود نورمحمد په نوم يوتن له يوميل كلاشينكوف اويوميل تومانچې سره نيول سوي دي.

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۹, پنجشنبه

دهلمنددملي امنيت كاركوونكولس تنه وسلوال طالبان دماينونواوچاوديدونكوتوسره يوځاي نيولي








دهلمنددملي امنيت كاركوونكولس تنه وسلوال طالبان دماينونواوچاوديدونكوتوسره يوځاي نيولي
دسرچيني په خوله پدي نيول سووسلوالوطالبانوكي دوه تنه نظامي قوماندانان هم شامل دي
دهلمندپه ګرمسيرولسوالي كي دملي امنيت دكاركوونكي له لوري دسفارپه سيمه كي لس وسلوالطالبان نيول سوي
پدي نيول سووكسانوكي دوه تنه دوسلوالوطالبانونظامي قوماندانان هريوحاجي سيلاني اوحاجي متع الله اوپاته نورو اته كسانو كي دوه تنه ټولي مشران هم شامل وه
دسرچيني په خوله ددي نيول سوووسلوالوطالبانوسره لس حلقي ماينونه اوڅلورسوه كيلوګرامه انفجاري موادهم نيول سوي .
دهلمنددوالي پوځي سلاكارعبدالعلي شمسي رسنيوته وويل وسلوالوطالبانوغوښتل چي يادنيول سوي موادلښكرګاښارته دخپلوبريدونوپه موخه راانتقال كړي چي وړاندي ترديه مخه ونيول سول
هغه وايي وسلوال طالبان په هلمندكي خپل هرډول پوځي ځواك دلاسه وركړي اودوي نسي كولاي چي په هلمندكي خپل اهدافوته ورسيږي
په هلمندكي دوسلوالوطالبانودوه مشهورقوماندانانوپيداسي حال كي نيول كيږي چي نن هم په لښكرګاه ښارباندي ددوتوغونديودراتوغه ولوسره بيره ديوماين دچاودلوله امله څلورتنه زخمي سو له وسلوالوطالبانووړاندي تردي دبدرپه نوم په ټول هيوادكي دځانګړيوعملياتودپيل خبروركړي وو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۶, دوشنبه

په ايران کې پر يو کس د ړندولو د سزا عملي کيدل وځنډيدل ددسپين غر څخه په منني

اټکل سوې وه د شنبې په ورځ د تهران په ىو روغتون کې محکمې د پريکړې سره سم د هغه سړي سترګې په تىزابو ړندې شي چې د ىوې نجلۍ پر مخ ىې تىزاب شندلې وو او هغه ىې ړنده کړې وه .
دا پرىکړه باىد شنبې په ورځ عملي سوى وى خو له تهران څخه ورکړل سوې راپورونه وايي د نامعلومو دلاىلو له مخې ددې سزا عملي کىدل وځنډول سول. دا چې بىا به دا پرىکړه کله عملي سي چارواکو کومه نوې نىټه نه ده ټاکلې .
د مجىد مواحدي په نوم په دې کس محکمې د ړندولو پرىکړه وروسته له هغې وکړه چې نوموړى دوه کاله وړاندې دې خپلې ىوې ټولګىوالې نجلۍ پر مخ د تىزابو په شىندلو اعتراف وکړ.
وىل کې کېږي چې مجىد مواحدي د امنه بهرامې په نوم نجلۍ له اوږدې مودې څخه زوروله او له هغې ىې په زوره غوښتنه کوله چې له ده سره دې واده وکړي . کله چې دې نجلۍ ددې هلک بىا بىا غوښتنو ته د نه ځواب ورکړ نو ىوه ورځ تورن دا نجلۍ د بسونو له ىو تم ځاى څخه تعقىب کړه او کله چې ورسره مخ شو نو د تىزابو ډک بوتل ىې د هغې پر مخ ور وشىنده .
د امنې په نوم دا نجلۍ چې اوس په دواړو سترګو ړنده ده او مخ ىې د کتلو نه وتلى دى وايي د تىزابو له شندلو وروسته مې داسې احساس وکړ لکه اور مې چې په سترګو پورې نښتي وي تىزاب مې په مخ او غاړه هم راغلل او کله مې چې سترګو ته لاسونه ىوړل نو لاسونه مې هم په تىزابو وسول .
دا نجلۍ ددې سزا د عملي کىدو لپاره له هسپانىې څخه تهران ته رسىدلې ، نوموړې په ىوې مرکې کې وىلي دا چمتو ده چې ددې هلک په سترګو کې د تىزابو په اچولو سره نوموړى ړوند کړي او دا کار په بشپړه توګه ددې حق دى .

هغې وىلي که داسې ممکنه نه وي نو محکمه دې ډاکتران وګوماري څو پر دې د تىزابو شىندونکى په دواړو سترګو ړوند کړي .
دا لومړى ځل دى چې د اىران محکمه د ىو چا د سترګو د ړندولو پرىکړه کوي او تر دې د مخه د دا ډول سزا بىلګه نه ده لىدل سوې .
دبښنې نړېوال سازمان او د بشري حقونو ډلو له اىران څخه غوښتي چې د سترګو د ړندولو دا سزا دې نه عملي کوي . اوس معلومه نه ده چې نن ولې اىران ددې سزا عملي کول تر نامعلوم وخت پورې وځڼدول .
اىران ، افغانستان ، هندوستان او پاکستان هغه هىوادونه ده چېرې چې په لوىو ښارونو کې د هغو کوڅه ډبو ځوانانو شمىر تر بل هر څه زىات دي چې په لارو کوڅو کې نجونو او ښځو ته مزاحمتونه کوي او د مخنىوي لپاره ىې تر اوسه د سىمې په ىو هېواد کې هم اغىزمن اقدام نه دى سوى .
په کابل او د افغانستان په ګڼو نورو ښارنو په لارو کوڅو کې هم دا ډول ځوانانو شمىر ډىر زىات دى چې د ورځې ىوه زىاته برخه ىې په لارو کوڅو کې د نجونو په زورونه تىرىږي . همدا زورونې کله ناکله د داسې پېښو سبب کېږي چې په اړه ىې خبرې هم ګرانې وي .

په ايران کې پر يو کس د ړندولو د سزا عملي کيدل وځنډيدل ددسپين غر څخه په منني

په ايران کې پر يو کس د ړندولو د سزا عملي کيدل وځنډيدل ددسپين غر څخه په منني

اټکل سوې وه د شنبې په ورځ د تهران په ىو روغتون کې محکمې د پرىکړې سره سم د هغه سړي سترګې په تىزابو ړندې شي چې د ىوې نجلۍ پر مخ ىې تىزاب شندلې وو او هغه ىې ړنده کړې وه .
دا پرىکړه باىد شنبې په ورځ عملي سوى وى خو له تهران څخه ورکړل سوې راپورونه وايي د نامعلومو دلاىلو له مخې ددې سزا عملي کىدل وځنډول سول. دا چې بىا به دا پرىکړه کله عملي سي چارواکو کومه نوې نىټه نه ده ټاکلې .
د مجىد مواحدي په نوم په دې کس محکمې د ړندولو پرىکړه وروسته له هغې وکړه چې نوموړى دوه کاله وړاندې دې خپلې ىوې ټولګىوالې نجلۍ پر مخ د تىزابو په شىندلو اعتراف وکړ.
وىل کې کېږي چې مجىد مواحدي د امنه بهرامې په نوم نجلۍ له اوږدې مودې څخه زوروله او له هغې ىې په زوره غوښتنه کوله چې له ده سره دې واده وکړي . کله چې دې نجلۍ ددې هلک بىا بىا غوښتنو ته د نه ځواب ورکړ نو ىوه ورځ تورن دا نجلۍ د بسونو له ىو تم ځاى څخه تعقىب کړه او کله چې ورسره مخ شو نو د تىزابو ډک بوتل ىې د هغې پر مخ ور وشىنده .
د امنې په نوم دا نجلۍ چې اوس په دواړو سترګو ړنده ده او مخ ىې د کتلو نه وتلى دى وايي د تىزابو له شندلو وروسته مې داسې احساس وکړ لکه اور مې چې په سترګو پورې نښتي وي تىزاب مې په مخ او غاړه هم راغلل او کله مې چې سترګو ته لاسونه ىوړل نو لاسونه مې هم په تىزابو وسول .
دا نجلۍ ددې سزا د عملي کىدو لپاره له هسپانىې څخه تهران ته رسىدلې ، نوموړې په ىوې مرکې کې وىلي دا چمتو ده چې ددې هلک په سترګو کې د تىزابو په اچولو سره نوموړى ړوند کړي او دا کار په بشپړه توګه ددې حق دى .

هغې وىلي که داسې ممکنه نه وي نو محکمه دې ډاکتران وګوماري څو پر دې د تىزابو شىندونکى په دواړو سترګو ړوند کړي .
دا لومړى ځل دى چې د اىران محکمه د ىو چا د سترګو د ړندولو پرىکړه کوي او تر دې د مخه د دا ډول سزا بىلګه نه ده لىدل سوې .
دبښنې نړېوال سازمان او د بشري حقونو ډلو له اىران څخه غوښتي چې د سترګو د ړندولو دا سزا دې نه عملي کوي . اوس معلومه نه ده چې نن ولې اىران ددې سزا عملي کول تر نامعلوم وخت پورې وځڼدول .
اىران ، افغانستان ، هندوستان او پاکستان هغه هىوادونه ده چېرې چې په لوىو ښارونو کې د هغو کوڅه ډبو ځوانانو شمىر تر بل هر څه زىات دي چې په لارو کوڅو کې نجونو او ښځو ته مزاحمتونه کوي او د مخنىوي لپاره ىې تر اوسه د سىمې په ىو هېواد کې هم اغىزمن اقدام نه دى سوى .
په کابل او د افغانستان په ګڼو نورو ښارنو په لارو کوڅو کې هم دا ډول ځوانانو شمىر ډىر زىات دى چې د ورځې ىوه زىاته برخه ىې په لارو کوڅو کې د نجونو په زورونه تىرىږي . همدا زورونې کله ناکله د داسې پېښو سبب کېږي چې په اړه ىې خبرې هم ګرانې وي .

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۵, یکشنبه





دملي امنيت منسوبينوپه هلمند كې يوه اندازه وسلې اومهمات ونيول
دغه وسلې اومهمات چې پكې يوميل پيكا ماشينگڼه،شپږميله كلاشينكوف،يوميل راكټ،يوميل ۳۰۳بر،يوميل تيك ماتيك،يوميل سل ډزې ماشنيگڼه،يوه حلقه ټي وي ډوله ماين ،يوه حلقه ريموډ كنټرول ماين او۱۲دانې د كلاشينكوف شاجورنه شامل دي د تيرې يوې اونى په اوږدكې د هلمند د ملي امنيت منسوبينوددې ولايت په گرشك اونادعلي ولسواليواومركزلښكرگاه كې د پلټنوپرمهال ترلاسه كړي دي.
له دې توكوسره د تړاوپه تورڅوك نه دي نيول شوي اوپلټنې روانې دي.

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۰, سه‌شنبه

په ټول هيواداوپه ځانګړي توګه دهلمندپه مركزاوولسواليوكي دتروراوديته ورته پيښوپردولت دخلګوباورترپښتني لاندي راويستلي



په ټول هيواداوپه ځانګړي توګه دهلمندپه مركزاوولسواليوكي دتروراوديته ورته پيښوپردولت دخلګوباورترپښتني لاندي راويستلي
دهلمنديوشميروګړي وايي كه دولت دى ټكي ته پوره پاملرنه ونه كړي نوداكاربه ډيري خرابي پايلي ولري
خودولتي چاروكي بياپه هلمندكي دهرډول ناامنيواوترورخبري نه مني وايي دايوازي دمخالفينوله لوري ګونګسي دي چي دخلګوپه زهنونوكي يه تشويش راپيداكړي
پدي اړه نور حال دهلمندڅخه زموږهمكارسردارمحمد سروري راكوي
داچي داوړي په رارسيدوسره وسلوالوطالبانوګواښ كړي چي دوي به خپلوحملواوتكتيكونوته نوي بڼه وركوي دهلمنديوشميراوسيدونكي وايي دولت پدي اړه هيڅ ډول تياري نلري اودمركزترڅنګ په ولسواليوكي چي كله ناكله تروراومرګ ژوبلي رامنځته كيږي اصلي عوامل يي دطالبانوله لوري ځانګړي پلانونه بولي
دوي وايي كچيري ددي تروراونوروپيښومخه ونه نيول سي دابه يوه لويه ستونزي راولاړه كي
دخلګو.................. واكسپاپ
اوسيدونكي غوښتنه دولت پدي اړه جدي ګامونه پورته نكړي لري به نه وي چي يوه ورځ به لوي بهران رامنځته سوي وي
خودهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګارداډول خبري ټولي ردوي وايي دوي په هلمندكي دهرډول ترورمخه نيولي اوددي كارلپاره يي خورازيات پروګرامونه هم پلي كړي
دامنيه قوماندان .............. كليپ
هغه وايي په هلمندكي داسي پيښي كله كله رامنځته كيږي خوپه وينايه چي دوي يه پرخپل وخت عاميلين نيولي هم دي
په هلمندكي دقومي مخورواودولتي مامورينووپه وژل كيدو دخلګوسره يوډول ويره راپيداسوي چي ددي ولايت په مركزاوولسواليوكي داډول پيښي خوراډيري رامنځته كيږي چي لاتردامهاله يې دكومي پيښي قاتلين هم نه دي نيول سوي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۹, دوشنبه

په هلمند كې د لومړي ځل لپاره لسگونه زندانيان له حرفوي زده كړوفارغ سول







په هلمند كې د لومړي ځل لپاره لسگونه زندانيان له حرفوي زده كړوفارغ سول
دغه ۵۸تنه زندانيانوچې د هلمند په مركزي محبس كې د بند شپې ورځې تيروي د ننه په محبس كې يې د قرآن كريم د قرائت،كمپيوټر،گلدوزى،كالي گنډلو،لاسي صنايعو،نل غزونې،پخلي،فلزكارى اوباغوانى په برخوكې حرفوي زده كړې ترلاسه كړې د دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې د هلمند والي محمدگلامنگل،د ولايتي شوراغړو،ديني عالمانو،قومي مشرانواولسگونوزندانيانوپه گډون جوړسوي ورته د فراغت سندونه وركړل سول.
په دې مراسموكې د هلمند والي محمدگلاب منگل دخپلې وينا پرمهال وويل چې يادوزندانيانوته د حرفوي زده كړوزمينه دهغه حقونوپربنسټ برابره شوې ده چې په اساسي قانون كې وركړل سوي دي اود نورو ولايتونوپه پرتله په هلمند كې د زندانيانوحقونوته ډيره پاملرنه سوې اوله حرفوي زده كړوڅخه د دوى فراغت ددې حقونوښكاره بيلگې دي.
په همدې حال كې ياد زندانيان وايي چې د هلمند مركزي محبس د تيروڅوكلونومحبس نه دى د دوى ټول حقونه په پام كې نيول سوي اوټولې هغه آسانتياوې په واك كې وركړل سوې چې د يوه انسان د اوسيدولپاره اړينې دي اودوى دامهال په زندان كې هيڅ ډول ستونزه نه لري.

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۷, شنبه

په هلمند كې ملي امنيت له دريوتنوسره زرگونه د پيكا ماشينگڼې اوكلاشينكوف مرمى نيولې دي







په هلمند كې ملي امنيت له دريوتنوسره زرگونه د پيكا ماشينگڼې اوكلاشينكوف مرمى نيولې دي
د هغه ځانگړيوعملياتوپه ترڅ كې چې د شنبې په شپه په هلمند كې د ملي امنيت لخوا د پټومعلوماتوپربنسټ د لښكرگاه ښارپه صافيانوسيمه كې په يوكورترسره سوي په ترڅ كې يې درى تنه ترهگرهريوخان محمد،عبدالباري اوآغا جان په نومونود پيكا ماشينگڼې اوكلاشينكوف له ۵۰زره مرميو،دوه ميله كلاشينكوفونو،درى پايې مخابرو،يوه عراده كرولاموټراودريوپرتلوسره يوځاى نيول سوي دي.
د ملي امنيت سرچينې وايي چې يادوكسانوغوښتل دغه وسلې اومهمات له لښكرگاه ښارڅخه ځينوولسواليوته وليږدوي چې له ليږدول كيدو وړاندې ونيول شول اود مهال ترپلټولاندې دي.
په همدې حال كې د جمعې په ورځ پوليسود هلمند د نادعلي ولسوالى د شاول په سيمه كې دوه تنه هريوفيض الله مشهورپه فيضان اومحمد عمرچې د وسلوالومخالفينواړوند كسان دي په زوريې له خلكوڅخه د عشراوزكات په نوم پيسې ټولولې نيولي دي اودا مهال ترپلټنولاندې دي.