۱۳۹۴ آبان ۲۶, سه‌شنبه

امنیتي ځواکونودوسله والودوسلویوه لویه زیرمه نیولي ده .


راپور—۲۰۱۵—۱۱—۱۷—
دافغان امنیتي ځواکونودیولړځانګړوعملیاتوپه پایله کې دوسله والودوسلویوه لویه زیرمه نیول سوي ده .
دهلمند دامنیت امروایې دپولیسو  ۳۳۳  او۴۴۴ ځانګړوقطعوپه چاپه کې چې دمارجې ولسوالۍ په قاسم بازارکې وهلي په پایله کې یې په پراخه کچه وسلي مهمات اوچاودیدونکې توکې نیولي دي ،هغه وایې وسله والوغوښته چې پرنادعلي اومارجې ولسوالیوبریدونه له همدي سیمي منظم کړي خوموخیته له رسیدووړاندي پري چاپه ووهل سوه چې مرګ ژوبله هم ورته اوښتې ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددامنیت امروایې دملي امنیت دیوه راپورلمخي دکندهارولایت دپولیسو د۳۳۳ او۴۴۴ ځانګړقطعوپولیسودمارجې ولسوالۍ دقاسم بازارپه سیمه کې دوسله والوطالبانودوسله پریوه لویه زیرمه چاپه وهلي ده چې په پراخه کچه یې وسلي مهمات اوچاودیونکي توکې نیولي ،نوموړی وایې په زرګونه پیره لوی اوی وړي مرمۍ ، وسلي اوموټر،اوچاودیدونکې توکي نیول سوي دي .
دولایت مطبوعاتي دفترهم دمخابروراډیواسټیشن دنیولو ترڅنګ ۴ عرادي موټر،۱۰  عرادي موټرسیکل اودزرګونه پیره لویواووړومرمیویادونه کوي .

دامنیت امروایې دمارجې ولسوالۍ دلاري دخلاصیدوپه عملیاتوکې د۵ وسله والودوژل کیدوترڅنګ یوه اندازه وسلي هم دپولیسولاسته ورغلي دي ،بختیاروایې وسله والوتیره شپه دواشیرولسوالۍ پریوشمیرامنیتي پوستوبریدونه وکړه ،هغه وایې وسله والوغوښتل چې واشیرولسوالۍ ته سقوط ورکړي خوزیاته وي دوسله والودغه بریدیې له ماتي سره مخ کړاولس دوسله والوطالبانوجسدونه هم دپولیسولاسته ورغلي دي .

هغه وایې دباباجې اومارجې ولسوالیودهغه امنیتي پوستولپاره چې ددوی دلاسه وتلي وې ځانګړي پلانونه لري چې ډيرژربه یې ونیسي ،وسله والوطالبانوکه څه هم تراوسه دوسلودزیرمي په اړه څه نه دي ویلې خوطالب ویاندقاري یوسف احمدي په ګرشک اونوازدولسوالیوکې  دشپږوامنیتي پوستودسقوط او۱۱ دافغان امنیتي ځواکونودوژل کیدوخبرورکړی دی خوچارواکې یه نه منې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر