۱۳۹۴ تیر ۹, سه‌شنبه

په هلمندکې موټربم چاودنې ۵۳ کسانوته مرګ ژوبله واړول .

راپور—۲۰۱۵—۶—۳۰—
په هلمندکې موټربم چاودنې ۵۳ کسانوته مرګ ژوبله واړول .
بریدچې دموټربم په واسطه دامنیه قوماندانۍ پرودانۍ رامنځته سودونوروسله والوغوښتل چې قوماندانۍ ته داخل سي خودامنیه قوماندان په خبره دپولیسولخوایه مخه ونیول سول ،هغه وایې دوه نوروسله وال چې په سپکواودرنووسلوسمبال وه هغه هم دپولیسولخوا ووژل سول ،قوماندان وایې دیادبریدپه اړه یې لاله وړاندي معلومات درلوده چې بشپړتیاری یه ورته نیولی و.
په دې اړه نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندپرامنیه قوماندانۍ په موټربم بریدکې ملکي کسانوته دځاني زیان ترڅنګ یې ورته درانده مالي زیانونه هم واړول ،دهلمندامنیه وقوماندان وایې په بریدکې دوه ملکې کسان ووژل سول ده دوپولیسوپه ګډون پنځلس نورملکي کسان ټپیان سوي دي ،دقوماندان په خبره ترچاودني وروسته دوو نوروبرید کوونکو چي په درنواوسپکووسلوسمبال وه غوښتل یې امنیه قوماندانۍ ته ننوزي خو دپولیسو لخوا یې مخه ونیول سول اوووژل سول .

په لښکرګاه ښارکې دایمرجنسي روغتون وایې دویته دپیښه څخه ټول څلویښت کسان چې اکثره یې ښځي اوماشومان دي په ټي حالت کې  وروړل سوي دي ،خودهلمنددوالي ویادعمرځواک وایې په ننۍ پیښه کې چې دایمرجنسي روغتون ترڅنګ بست روغتون ته هم دپیښي قربانیان وروړل سوي ټول ټال  ۵۳ کسان دي چې ددوپولیسوپه ګډون ۵۱ ملکي کسان ټپیان اوهمدارنګه دوه ملکې کسان چې یونراویوه هم ښځه ده وژل سوي دي ،دسیمي عیني شاهدان اودزیان منوسووکورنیوغړي وایې بریدډیرزوره وروچې ددوی کورنه یې په بشپړه توګه ونه ړول اوهمدارنګه یې دکورنیوکسان شهیدان اوټپیان سوله .

څه موده مخکي لښکرګاه ښارته پرداخلیدونکې دروازه دلښکرګاه ښاراوکندهارپرلویه لاره دپولیسوپه پرامنیتي پوسته دموټربم بریدپه ترڅ کې یوپولیس اودري ملکې کسان ووژل سول ،اوهمددارنګه دوه ملکې کسان اودري پولیس یې ټپیان کړله .


۱۳۹۴ تیر ۸, دوشنبه

دکجکي ولسوالۍ دټولنیزي شوراغړي وایې نه پاملر به یاده ولسوالۍ دسقوط سره مخ کړي .

راپور—۲۰۱۵—۶—۲۹—
دهلمند کجکي ولسوالۍ ته نه پاملرنه به یاده ولسوالۍ دسقوط سره مخ کړي .
ددي ولسوالۍ قومي مخوراو دټولنیزي شوراغړي وایې نه یوازي دې ولسوالۍ ته غځیدلي لاره له تیري یوي میاشتي راهیسي دامنیتي اوملکي کسانوپرمخ په ټپه تړل سوي بلکې اوس هم ډیری سیمي دوسله والوپه ولکه کې دي ،دوی وایې په کجکې ولسوالۍ کې داعیش اوسله وال په ګډه پرامنیتي پوستوبریدونه کوي اوغواړي په یاده ولسوالۍ کې دبریښنابندته ځان ورسوي ،هلمندوالي دامنیتي چارواکوې سره یوځای تیره ورځ یادي ولسوالۍ ته دخپل سفرپرمهال دخبریالانوسره په خبروکې دپراخوپلانونودجوړیدوڅخه خبرورکړخودایه ونه ویل چې یادپروګرامونه په کومه برخه کې پلي کوي .هاخوابیا امنیتي چارواکې په یاده ولسوالۍ دډاډمن امنیت دراویستلوډاډورکوي .
په دي اړه نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دکجکي ولسوالۍ قومي مخوراوټولنیزي شوراغړي وایې که مرکزي دولت دي ولسوالۍ ته خپله جدي پاملرنه ونه کړي دیادي ولسوالۍ مرکزي سیمي به هم سقوط وکړي ،دوی وایې اوس مهال داعیش اوسله وال طالبان په ګډه دامنیتي ځواکونوپرپوستوبریدونه کوي ،دغه قومي مخوروایې دوی داسي معلو مات په لاس لري چې داعیش اوسله والوغواړي دولسوالۍ مرکزاودبریښنابندترخپلي ولکې لاندي راولي اودورانه ولولپاره یې ځکه خپلوبریدونوته هم زورورکړی دی .

خوهاخوابیادهلمند ملکي اونظامي چارواکې دانه منې چې ګواکې دیادي ولسوالۍ مرکزدي هم دوسله والواوداعیش لاسته ولویږي ،دوی ډاډورکوي چې دکجکې ولسوالۍ دامنیت دپراخوالي لپاره یې پلانونه ترلاس لاندي نیولي دي اوډیرژربه دوسله والوطالبانوپروړاندي عملیات هم وکړي ،چارواکې ژمن دي چې دافغان ځواکونودلاسه وتلي سیمي به ډيرژریوځل بیاوترخپلي ولکي لاندي راولي .


ویل کیږي په کجکي کې دتیري یوي میاشتي جګړي چې لاهم دوام لري تراوسه تریونیم سل ډیر وسلوال او دهغیو یوشمیر قوماندان وژل سوي دي.دپولیسو یوې سرچيني دنوم نه ښودلو په شرط يي وویل دپنځوسو په شاوخوا کي افغان سرتیري هم وژل سوي دي ،کجکي ولسوالۍ دهلمند په شمال کي دلښکرګاه څخه  شاخوا یوسل او پنځلس کیلومتره لیري دکندهار او دایکوندي ولایتونو سره ګډه پوله لري چي دم ګړی تربل هروخت وسلوالودخپلوډلیزو بریدونوهدف ګرځولي ده ..

۱۳۹۴ تیر ۷, یکشنبه

دهلمند دپوهني دریاست نوي ودانۍ ګټي اخیستنې ته وسپارل سوه.

راپور—۲۰۱۵—۶—۲۸—
دهلمند دپوهني دریاست نوي  ودانۍ ګټي اخیستنې ته وسپارل سوه.
دپوهني دریاست دچارواکوپه خبره یادودانۍ چې دیوه کال په موده کې دښارپه زړه کې دکوکه بازره په سیمه کې یه په داسي حال کې بشپړه اوګټي اخیستنې ته وسپارله چې یاده مځکه دځنیوکړیو اوچارواکولخوادغصبولودګواښ سره مخ وه ،ددوی په خبره داچې په یاده ساحه کې اوس هم ځینوکړیومځکه غصب کړي هغه به هم ډيرژرخلاصه اودیوي لیسي نوي ودانۍ به پري جوړه کړي .
په دي اړه نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دپوهني ریس وایې دغه ودانۍ چې په دوه پوړه کې جوړه سوي داداري خونوترڅنګ یې نوري ټولي اسانتیاوي هم په پام کې نیول سوي دي ، دریس په خبره یاده ودانۍ دپوهني دوزارت دبودیجې څخه دنهه ملیونه افغانیوپه لګښت په نیم جریب ځمکه کې ګټي اخیستنې ته وسپارل سوه ،دنوموړي په خبره په یاده سیمه کې دپوهني دریاست اوړونده پاته ځمکه چې اوس مهال غصب سوي ده  اوخپل سري هټي ورباندي جوړي سوي هم دي دلاسته ورتلوسره سم به پري دلیسي ودانۍ  جوړه کړي .

نوموړی وایې په دې ولایت کې ۱۵۳ ښوونځیوته ودانۍ په اساسي توګه جوړي سوي  دي خوهڅه یې داده چې څه باندي دوه سوه نورښوونځیوته چې لاهم ودانۍ نلري جوړي کړي ،خوبلخوادیادریاست مامورین وایې دودانۍ دچاپریال پراخه چټلي ،اودخپل سروهټیوپه شتون کې دوی نسي کولای چې اداري چاري پرمخ یوسي ،مامورین غوښتنه کوي چې دودانۍ داحاطې اودپاک چاپریال لپاره دي اړونده چارواکې کلکه پاملرني وکړي .


دپوهني دریاست چارواکې که څه هم یاده ستونزه منې خووایې په دغه برخه کې یه دښاروالۍ دچارواکوسره خبري کړي دي چې ډیرژربه یادسیمه دخپل سري هټیواوچټلي څخه هم په بشپړه توکه پاکه کړي .

۱۳۹۴ تیر ۶, شنبه

دخانشین ولسوالۍ اوسیدونکې دډاډمن امنیت اواداري فساددلمنځه تلوغوښتنه کوي .

راپور—۲۰۱۵—۶—۲۷—
دهلمنددخانشین ولسوالۍ اوسیدونکې دډاډمن امنیت اواداري فساددلمنځه تلوغوښتنه کوي .
دوی همدارازدیادي ولسوالۍ لپاره دملي پولیسودتشکیل دډیروالي، دبیارغاوني دکارونودپلي کیدواوهمدارنګه دښوونځیوروغتونوددجوړیدغوښتنه لري ،هلمندوالي دخپل ماموریت دپیل لومړنی سفردمرکزلښکرګاه ښارپه جنوب کې ۱۷۰ کلیومتره لري پرتي خانشین ولسوالۍ څخه راپیل کړ،والي وایې داداري فسادپرضدمبارزه ،اودښي حوکمتولي پیاوړتیایې په لومړیتوبونوکې دي .
زموږهمکارسردارمحمد سروري خانشین ولسوالۍ ته تللی نورحال په راپورکې .
دهلمنددخانشین ولسوالۍ اوسیدونکې وایې دولت په هره برخه کې له پامه غورځولي دي ،ښونځۍ ،کلینکونه ،ویالي اوزابران یې هم په بشپړه توګه ویجاړسوي دي چې له امله یې اوسیدونکې له ګڼوستونزوسره لاس اوګریوان دي ،دوی دهلمندوالي څخه دیادي ولسوالۍ دپولیسودتشکیل دډیریدو،اودبشپړه امنیت دتڼګښت غوښتنه هم کوي ،دوی ګیله درلوده چې دبیارغاووني اومنیت په ټنګښت کې دولت ورسره دموراومیري چلندکړی دی .

هلمندوالي میرزاخان رحیمي چې دخپل ماموریت لومړنی سفریې دخانشین ولسوالۍ څخه راپیل کړداولسونوسره یې دیوي غونډي پرمهال ژمنه وکړه چې ترخپله وسه به ددوی ټولوغوښتونوته جواب وایې ،والي وایې دفسادپرضدمبارزه ،اودښي حکومتولۍ رامنځته کول یې دکارپه لومړیتوبونوکې دي ،ښاغلی رحیمي دامني چې په مرکزاوولسوالیوکې اداري فسادپه تولتي اداروکې دیوه سیستم په توګه شامل سوی دی خوهغه په دغه برخه کې دخلکودکلکي همکاري غوښتنه وکړه .

خانشین ولسوالۍ دهلمند په جنوب کي دلښکرګاه څخه د ۱۷۰ کیلومتره لیري،دپاکستان دبلوچستان ایالت سره پر ګډه پوله پرته ولسوالي ده چې وسلوال په اساني سره دپولي دهاغاړي څخه راځي اودیادي ولسوالۍ پرامنیتي پوستوبریدونه کوي ،په داسي حال کې چې دخانشین په ګاونډکې دیشوولسوالۍ هم پرته ده چې دیوي لسیزي په تیردوتراوسه هم دوسله والوپه ولکه کې ده داچې په یاده ولسوالۍ کې دوسله والواوقاچاق برولوی لوی مرکزونه شتون لري نوله امله یې دخاشین امنیت هم له ننګونوسره مخ کړی دی .



۱۳۹۴ تیر ۵, جمعه

دګرشک اوسیدونکې وایې امنیت موښه دی خودبیارغاوني دکارونونه شتون او اداري فسادموجړلي ویستي .

راپور—۲۰۱۵—۶—۲۶—
دهلمنددګرشک ولسوالۍ امنیتي مسولین وایې  دخلکوپه مرسته یې امنیتي ننګونې راکمي کړي دي .
دغه ولسوالۍ چې ترډیره دشمالي ناامنیه ولسوالیوسره ګډه پوله لري دکندهار هرات پرلویه لاره هم پرته ده خوبیاهم تریوه بریده دچارواکې په خبره دخلکوپه مرسته په یې په مرکزکې امنیتي تدابرټنګ ساتلي دي ،خوهاخودیادي ولسوالۍ اوسیدونکې که څه هم دامینت په برخه کې انديښنه نلري ولي دبیارغاوني دکارونونه شتون اودپراخ اداري فسادله امله ترپورزي رسیدلي دي.
زموږهمکارسردارمحمد سروري ګرشک ولسوالۍ تللی اوپه اړه یې نورحال راکوي .
دګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان وایې داولسونودپراخي مرستي ترڅنګ یې دامنیتي اروګانونوسره دکلکي همږغۍ په نتیجه کې ترډيره دوسله والوطالبانوهغه بیلابیل بریدونه شنډکړي دي چې غواړي دهلمنددنورو شمالي ولسوالیوپه څیرداولسوالۍ هم ناامنه کړي ،هغه وایې همداداولس مرسته اودامنیتي ارګانونوترمنځ ښه همږغي ددي لامل سوه چې وسله والوطالبانوڅوځله پرامنیتي پوستوپراخ بریدونه وکړه خوبیاهم ددوی دسخت مقاوومت سره مخ اوپرشاوتمبول سول .

قوماندان وایې ددوی دبریالیتوب یوبل رازدادي چې دوسلواوتجهزاتوپه برخه کې هغه ډول ستونزه نلري لکه دنوروولسوالیوپولیس چې ورسره لاس اوګریوان دي ، په ورته وخت کې دګرشک ولسوالۍ اوسیدونکې که څه هم په ښارکې دښه امنیت څخه راضي اوخوښکاري خوزیاته وي ددوي لویه ستونزه په یاده ولسوالۍ کې دبیارغاوني دکارونونه شتون اوهمدارنګه پراخ اداري فساددی چې له امله یې دوی ترپوزي رسیدلي دي .

دوی هیله لري که په یادوبرخوکې دولت خپله پاملرنه ډيره کړي نه یوازي به دامنیت په لاښه والي کې پرمختګ راسي بلکې به داولسونومرسته دخپلوامنیتي اوملکې چارواکوسره څوبرابره نوره هم ډیره سي .


۱۳۹۴ تیر ۱, دوشنبه

په هلمندکې روانوناامنیودولت اړکړچې یوځل بیادوسله والوپرضدعملیات راپیل کړي .

راپور—۲۰۱۵—۶—۲۲—
په هلمندکې دروانوناامنیودکابوکولوپه موخه دولت یوځل بیادوامداره عملیات راپیل کړي دي .
ولایتي چارواکې وایې له تیري ورځي راهیسي یه ددې ولایت دځنیوولسوالیوپه ناامنه سیموکې دمنظموامنیتي پلانونوپه جوړیدوسره دوسله والوپرضدتصفوي عملیات راپیل کړي ترڅوپه بشپړه توګه ناامنه سیمي یورابیاترامنیتي پوښښ لاندي راولي ،دوی په روانوعملیاتوکې وسله والوطالبانوته دمرګ ژوبلي داړولوڅخه خبرهم ورکړ،په هلمندکې وروسته له هغه یوځل بیاامنیتي چارواکې دوسله والوطالبانوپروړاندي عملیات کولوته اړسوله چې په دې ورستیوکې دوسله والووطالبانوبریدونودتیرپه پرتله پکي ډيروالی راغي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندپه شمالي  اوجنووبي ولسوالۍ  مارجې اوخانشین کې یوځل بیاوسله والوطالبانوخپلوبریدونوته زورورکړی دی چې دواړه لوري یوبل ته ددرنومرګ ژوبلوداړولوادعاوي هم کوي ،دهلمنددوالي ویاندعمرځواک ددوشنبي په ورځ خبریالانوته په مرکزولسوالیوکې دطالبانودځپلوپه موخه دعملیاتودپیل څخه خبرورکړ،دنوموړي په خبره یادعملیات دکجکي ،نوزاد،دمارجې دتریخ ناور،اوسیستاني ،دخانشین ،اودسنګین ولسوالیوپه ناامنه سیموکې له تیري ورځي راهسي پیل سوي اوترهغه به دوام وکړي ترڅوسیمه ترامنیتي پوښښ لاندي راځي .

هغه وایې په روانوعملیاتوکې تراوسه افغان ځواکونه ښې لاسته راوړني لري چې په نوزادولسوالۍ کې دعامه نظم پولیسووسله والوته ددرني مرګ ژوبلي داړولوترڅنګ یې یوه اندازه وسلي هم نیولي دي دځواک په خبره په یادوعلمیاتوکې دعامه نظم یوپولیس وژل سوی اودوه نورټپیان سوي هم دي .

په هلمندکې وروسته له هغه دولت یوځل بیادوسله والوطالبانوپرضدعملیات کولوته اړسو چې په دي ورستیوکې ددې ولایت په یوشمیرولسوالیوکې وسله والوطالبانوخپلوبریدونودتیرپه پرتله خورازورورکړ که څه هم په عملیاتوکې نیمګرتیاتل دامنیتي ځواکونوترمنځ پرنه همږغي وي خودوالي ویاندوایې داځل به روان عملیات ترکلکي همږغي اوقوي رهبري لاندي دمرکزي دولت په مرسته پرمخ ځي .
ولي تراوسه هم دیادوعلمیاتوپه اړه وسله والوطالبانوڅه نه دي ویلې .



۱۳۹۴ خرداد ۲۹, جمعه

دهلمند ددولتي پوهنتون څخه ۲۷۹ تنه محصلین فارغه سوه .

راپور—۲۰۱۵—۶—۱۹—
دهلمند ددولتي پوهنتون څخه ۲۷۹ تنه محصلین فارغه سوه .
هلمندپوهنتون چې اته کاله وړاندي رامنځته سوی دی خولاتراوسه هم خپله دوانۍ نلري چې دغه چاري دمحصلینوپرزدکړوهم سوری غوړولی دی ،دپوهنتون مسولین وایې که دولت ورسره دودانۍ اوپه نوروبرخوکې مرسته وکړي یادپوهنتون به دهیواددټولودولتي پوهنتونونوسره سیال کړي ،محصلین هم ودانۍ نه جوړیدل دخپلوزدکړوپروړاندي نه یوازي لوی خنډ وباله بلکې یه دلوړوزدکړوزارت دهلمندسره دمور اومیري په چلندکولوتورن کړ،دیادولوده چې دهلمندپوهنتون داڅلرمه دوره فارغین دي
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددولتي پوهنتون مشروایې تازه دمي فارغه سوي محصلین یې دڅلوروکلونوپه موده کې په بیلابیلوبرخوکې فارغه کړي دي خوهغه ددولتي چارواکوڅخه دیادپوهنتون سره په هره برخه کې دمرستي غوښتنه وکړه ترڅویادپوهنتون دهیوادپه سطه یوعلمي مرکزوبلل سي .

هغه وایې اوس مهال نه یوازي اداري کارکوونکې بلکې محصلین دځای دنشتوالي له امله له پراخوننګونوسره لاس اوګریوان دي اومرکزي دولت بایددغه پوهنتون ته پوره پآم واړوي ،دنووفارغه سومحصلینوپه استازي توب صالح محمد وحدت دلوړوزدکړووزارت دهلمندپوهنتون سره دموراومیري په چلندکولوتورن کړ،دده په خبره له تیرواته کلونوراهیسې اوس هم هلمندپوهنتون نه خپله ودانۍ اونه هم دمصحلینولپاره لیله لري چې دغه چاري داستاذانوترڅنګ محصلینوته هم ګڼي ستونزي راپیداکړي دي.

 که څه هم دیادپوهنتون څخه دفارغینوداڅلرم ځل دی خومحصلین په بیلابیلوبرخوکې په خوراسختوحالاتوکې اوس هم په خپلوزدکړوبوخت دي چې لویه ستونزه یې دځای نه شتون دي.


۱۳۹۴ خرداد ۲۸, پنجشنبه

په هلمندکې ۸۰ معیوبوکسانوته ديوي یوي رهاشي نومري دمځکي سندونه ورکول سول .

راپور—۲۰۱۵—۶—۱۸—
په هلمندکې یوشمیرمعیوبینواومعلولینوته په لومړي ځل درهایشي نومرودویش لړۍ پیل سوه .
دمعیوبینواومعلولینودچارومسولین وایې بدبختانه چې تراوسه هم په دې ولایت کې هغه قانون ندی عملي سوی چې لمخي یه معیوبینواومعلولینوته  پکې امتیازات ورکول سوي دي ،دخودځینومدني ټولنوپه مرسته دالومړی ځل دي چې داتیامعیوبینواومعلولینوکورینوته یوه یوه رهایشي نمره ورکول کیږي ،خومعیوبین اومعلولین که څه هم ددولت دغه ګام ستایي ولي دلانورومرستوغوښتنه کوي .
نورحال دهلمندڅخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دشهدا او معلولينوآمروايي په دې ولایت کې اوه زره څلویښت دشهیدانواومعلولینوکورنۍ له دوی سره ثبت سوي دي خودمدني ټولنواوچارواکوپه مرسته دوی وه توانیدل چې داتیاکورنیولپاره دیوي یوي رهایشي نمري دځمکي سندونه په لاس راوړي ،هغه نیوکه وکړه چې په دې ولایت کې دشهدااومعلولینودهغه اوه سلنه امیتازات چې دقانون لمخي ورکول سوی لاعملي سوی ندی چې په دغه برخه کې دوی هم له ګڼوستونزوسره لاس اوګریوان دي .

هغه وایې دتیراوروان کال په لړکې تراوسه ددوی سره  ۷ سوه نورکسان ثبت سوي چې یاشهدان اویایه هم دبدن غړي له لاسه ورکړي دي ،په ورته وخت کې هغه اتیامعیوبین چې دنومروسندونه یې ترلاسه کړي دخوښي ترڅنګ وایې دوی له خپل قانوني حق څخه بي برخي سوي وه  اودولت دي معیوبینواومعلولینوته پوره پا م واړوي چې دم ګړی له ګڼوستونزوسره مخ دي .


دوی وایې پاته نورومعیوبینوته دي هم درهایشي نومرو دورکړي ترڅنګ هغویته پوره پام لرنه وسي ترڅودمعیوبینواومعلولینواړي کورنۍ له پرتولویولویوستونزوڅخه راوګرځي .

۱۳۹۴ خرداد ۲۷, چهارشنبه

په هلمندکې د۷۸ ملیونه افغانیوپه لګښت ددریوودانیوچاري بشپړي سوي .

راپور—۲۰۱۵—۶—۱۷—
په هلمندکې دپوهني دریاست اړوند د۷۸ ملیونه افغانیوپه لګښت ددریوودانیوچاري بشپړي سوي .
چارواکې وایې پریادوودانیوڅه کم ۷۸ ملیونه افغانۍ لګښت راغلی چې دډنمارک هیوادله لوري ورکول سوی دی ،دغه دوانۍ چې یوه دتخنیکي اومسلکي زده کړودانستیتوت اودوه نوري دمرکزي دارالحفاظ دي چې په جوړیدویه دزده کوونکوډيری ستونزومخه ونیول سول .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په مرکزلښکرګاه کې دتخینکي اومسلکي زدکړو دانستیتوت ،اودمرکزي دارالحفاظ دوي ودانۍ دډنمارک هیوادپه مالي مرسته د څه کم ۷۸ ملیونه افغانیوپه لګښت جوړي اوګټي اخیستني ته وسپارل سوي چارواکې وایې په یادوودانیوکې ټولي اسناتیاوي په نظرکې نیول سوي دي چې ترډیره یې ددوی دستونزومخه هم ډبه کړه ،که څه هم په دې ولایت کې لاډيری ښوونځۍ ودانۍ نلري خوچارواکې وایې ددوی اړنددري پروژي نوري بشپړيدوته اماده دي ،داته پروژوکارونه به دروژي دمیاشتي ترپایه بشپړي اوهمدارنګه به دشپاړسونوروپروژوچاري دراتلونکودریومیاشتوپه موده کې هم بشپړي سي .

دپوهني ریس وایې دوزارت څخه هلمندته په راتلونکې کال کې د ۳۱  نورو ښوونځیولپاره دودانیودجوړیدومنظوري ورکول سوي ده چې په جوړیدوبه یې ستونزي راکمي سي ،دیادولوده چې په هلمندکې د۲۱۰ ښوونځیودجملي څخه یوازي ۱۸۴ ښوونځۍ ودانۍ لري چې دیادو۳۱ ښوونځیودودانیوپه جوړیدوبه لاد۳۱  نورو ښوونځیوزده کونکي ترشنه اسمان لاندي خپلي زدکړي وکړي.


۱۳۹۴ خرداد ۲۶, سه‌شنبه

اخندزاده :وسله والوطالبانودکجکې ولسوالۍ ډیری سیمي ترخپلي ولکي لاندي راویستي دي .

راپور—۲۰۱۵—۶—۱۶—
وسله والوطالبانودکجکې ولسوالۍ ډیری سیمي ترخپلي ولکي لاندي راویستي دي .
له تیرودریوورځوراهیسي وسله والوطالبانوپه کاجکي ولسوالۍ دافغان امنیتي ځواکونوپرامنیتي پوستوخپلوبریدونوته زور ورکړی دی چې دډیری سیموپرنیول کیدوسربیره یې دملي ارودوځواکونوته مرګ ژوبله هم اړولي ده .دولایتي شوراغړی اودکجکي ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالمجیداخندزاده وایې که مرکزي دولت کجکي ولسوالۍ ته خپل جدي پام وانه ړوي دکجکي دبریښناستربندچې دامهال ترګواښ لاندي دی دوسله والولاسته به ولویږي ،خوپه ورته وخت کې دهلمنددوالي ویاندوایې په سیمه کې یوشمیرامنیتي پوستي دجګړوله امله شاتګ ته اړي سوي دي خوافغان ځواکونوته اوښتي مرګ ژوبله نه مني .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
وسله والوطالبانوداځل دکجکي ولسوالي دخپلوپراخوبریدونوهدف ګرځولي ده ،دولایتي شوارغړی اودکجکي ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالمجیداخندزاده وایې له تیرودریوورځوراهیسي په کجکي ولسوالۍ کې دوسه والوطالبانواوافغان ځواکونوترمنځ درني نښتي دوام لري چې ډیری سیمي دوسله والوطالبانولاسته لویدلي دي ،هغه وایې ددوی دمعلوماتولمخي تیره شپه ترشلوزیات دملي اردوسرتیري وژل سوي اوهمدارنګه ترپنځلوسوډیرلادرکه دي ،هغه وایې وسله والوطالبانوته سپکي اودرني وسلي هم په لاس ورغلي دي .

هغه وایې اوس مهال جګړه دکجکي ولسوالۍ دبریښناستربندته نږدي سوي ده اواندیښنه یې داوه که ژردافغان ځواکونه مرسته ونسي یادبندبه دوسله والودلاسته لویدلوسره سم به یې په ورانه ولوهم لاس پوري کړي ، په ورته وخت کې دهلمند دوالي ویاندعمرځواک هم دامني چې تیره شپه په کجکي ولسوالۍ کې ځیني امنیتي پوستي دسیمي پریښولوته اړي سوي دي خودامنیتي ځواکونودمرګ ژوبله په اړه څه نه وایې ،هغه وایې دوی دکجکي ولسوالۍ دروان حالته مرکزي دولت هم خبرورکړی دی چې ډیرژربه یې مرستي ته ورودانګي .


خوهاخوابیادوسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايې تیره  شپه یې په کجکې ولسوالۍ کې ، د ځنګل، دانخیلو، سیابندي، یانغزو او میان رودي سیمو کې ۷ امنیتي پوستې نیولي، ۲۱ دولتي سرتیري يې وژلي، او ۱۲ میله وسلې هم په لاس ورغلي ،اوهمدارنګه دسنګین ولسوالۍ دساروان کلا په سیمه کې یه هم دوه  پوستې نیولي، ۱۵ پنځلس سرتیري وژلي او ګڼې  وسلي يې ترلاسه کړي دي،خوچارواکې بیا دوی دغه ادعانه مني .

۱۳۹۴ خرداد ۲۳, شنبه

په هلمندکې دڅه باندي اوه لکه ماشومانولپاره دپولیودري ورځنی کمپاین پیل سو.

راپور—۲۰۱۵—۶—۱۴—
په هلمندکې دڅه باندي اوه لکه ماشومانولپاره دپولیودري ورځنی کمپاین پیل سو.
چارواکې وایې که څه هم شپږمیاشتي وړاندي په دې ولایت کې یوه مثبته پیښه ثبت سوي ده خودوی خپلي هڅي راپیل کړي ترڅوپه بشپړه توګه دیادویروس مخه ونیسي ،دواکسین دبرخي مسولین وایې اوس هم ناامني ددوی دکارونوپروړاندي لوی خنډ دی نوځکه په دغه برخه کي له ډيروستونزوسره لا س اوګریوان دي،دمرکزاوولسوالیواوسیدونکي واکسین ګټوربولي اودپخواپه پرتله یې سیموته دواکسین درضاکارانوورتګ هم ډیرسوی دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دافغانستان په ناامنه ولایت هلمندکې داوه لکه یولس زره اته سوه شپیته هغه ماشومانولپاره دپولیودري ورځنی کمپاین پیل سوچې عمرونه یې ترپنځه کلونوکم وي ،دواکسین دبرخي مسولین وایې دوی به دپنځه زره دوه سوه شپیته رضاکارانوپه مټ به دمرکزترڅنک هغه والسوالیوته هم ځان ورسوي چې امنیت پکي دډآډوړوي ،ددوی په خبره اوس هم په دې ولایت کې ددوی پروړاندي لوی خنډناامني ده چې نسي کولای لري پرتوسیموته دروانوجنګونوله امله واکسین ورسوي .

هغه ژمنه کوي چې تروسه به ټولوهغه سیمواوماشومانوته دپولیودواکسین څاڅکي ورسوي چې دوی ورته لاس رسی ولري ،په ورته وخت کې دمرکزاولسولیواوسیدونکي هم خوښ دي چې دتیرووختونوپه پرتله یې کورونوته دواکسین کسان ورځي اودوی هم خپلوماشومانوته واکسین ورکوي ترڅودبیلابیلوناروغیوڅخه خوندي پاته سي .

دیادولوده چې په ټول هیوادکې دپولیودوه مثبتي پیښي په فراولایت اوشپږمیاشتي وړاندي دریمه پیښه دهلمندپه خاشین ولسوالۍ کې ثبت سوي ده دروغتیاپالانوپه خبره اوس مهال یې دغه پیښه ترخپلي ولکي لاندي راویستې ده .



۱۳۹۴ خرداد ۲۱, پنجشنبه

په هلمندکې دبي وزلي له وجې په زرګونه ماشومان په درنوکارونوبوخت دي .

راپور—۲۰۱۵—۶—۱۱—
په هلمندکې په زرګونه ماشومان دمجبورۍ له وجې په درنوکارونوبوخت دي چې دغه چاري اندیښني هم راپیداکړي دي .
دبشري حقونودخپلواک کمیسیون چارواکې وایې نه یوازي چې یادماشومان په درنوکارونوبوخت دي بلکې ددوی ژوندته هم هیڅ رازپاملرنه نکیږي اوددوی حقونه په بشپړه توګه ترپوښولاندي سوي دي ،دوی داهرڅه ددولتي چارواکودنه پاملرني له امله بولي چې په دغه برخه کې یه توجوکمه ده ،چارواکودغه څرګندوني په ماشومانوددرنوکارونودمنع دنړیوالي ورځي په مناسبت په جوړه سوې غونډه کي په ډاګه کړي .
راپور.......
په هلمندکې دناامنۍ ،فقر،اوددولتي چارواکودبي پروایې له امله په زرګونه ماشومان نه یوازي دزدکړو څخه بې برخي دي ،بلکي دمجبورۍ له وجي اړدي چې درنوکارونوته مخه کړي چې په دغه برخه کې ددوی هرډول حقونه هم ترپښولاندي سوي دي ،دبشري حقونودخپلواک کمیسیون چارواکې سخته اندیښنه لري که دولت خپل جدي پام وانه ړوي ستونزي به څوبرابره ډیري سي ،هغه وایې یوازي ددوی سره اوس مهال  ۲۶۰۰ هغه ماشومان ثبت دي چې په درنوکارونوبوخت خودغه شمیره لوړه یاده وي .

هغه په هلمندکې په ماشومانوددرنوکارونولاملونه ،فقر،بي وزلي ،ناامني ،ددولتي چارواکوبي پروایې ،اودکورنیونه پوهاوی بولي چې ماشومان له خپله حقه بي برخي سوي دي ،په ورته وخت کې دکاراوټولیزوچارودریاست چارواکې وایې له دوی سره ترڅلورزره زیات هغه ماشومان ثبت دي چې په درنوکارونوبوخت خوزیاته وي لایه هم سروي نه ده بشپړه سوي ،په درنوکارونوبوختوماشومانوته په کتودهغویوبي وزلي اوغربت له ورایه ښکاري دوی وایې له ډيري مجبوري اړدي چې درانه کارونه وکړي اودخپلي کورنۍ لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیداکړي .

دوی په وړه ژبه دخپلوچارواکوڅخه داړوکورنیوپه ګوته کول اوبیاورسره دیوه اندازي مرستي کولوغوښتنه وکړه،هلمندپه هره برخه کې کارکولوته اړتیالري .ناامني ،فساد،بي عدالتي دا اودیته ورته نورمسایل دی چې دبي وزله کورنیوژوندیې له ستروګواښونوسره مخ کړی دی .


۱۳۹۴ خرداد ۲۰, چهارشنبه

په هلمندکې تربل هروخت اوس مهال خبریالان په یوه اوبل نامه دملکي اداري له لوري ګواښل کیږي.

راپور—۲۰۱۵—۶—۱۰—
په هلمندکې خبریالان ددولتي چارواکوترسخت فشاراومعلوماتوته نه لاس رسي له امله له ګڼوستونزه سره مخ کړي دي .
دوی وایې اوس هم لوړپوړي دولتي چارواکې دخبریالانوپه ځوروني لاس پورکوي ترڅودشته ستونزومخه ونیول سي ،دوی ګواښ کوي که یادي کړۍ دخپلوکړنولاس په سرنسي خبریالانی به یې په نړیواله کچه  دبیان  دازادۍ اوددیموکراسۍ د اصولو ماتوونکو په نوم رسوا کړي،په ورته وخت کې دبشري حقونودخپلواک کمیسیون مسولینوهم دخبریالانوسره دناوړه چلندله امله سخته اندیښمنه لري ،دغه څرګندوني دچهارشنبي په ورځ په لښکرګاه کې د بیان  ادزادۍ د قربانیانو په نوم په جوړه سوې غونډه کې په ډاګه سوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دازادوژونالیستان دټولني اودبشري حقونودخپلواک کمیسیون مسولین وایې ددولتي چارواکودناوړه چلند،دخبریالانوپروړاندي بیلابیلي ستونزي ،معلوماتوته دنه لارسي هغه ننګوني دي چې دم ګړی یه په دې ولایت کې خبریالان له سختوکړاونوسره مخ کړي دي ،دوی پرمرکزي دولت هم له دي کبله ږغ وکړچې  په هلمندکې دي دهغه دولتي چارواکومخه ونیسي چې دخپلوشخصي ګټوپه خاطردخبریالانوپه وزورونه اوګواښونولاس پوري کوي.

ددوي په خبره له تیرواوکلونوراهیسي درسنییز ډګرڅلور خبریالان دفساد،بي عدالتیو،اونوروناووړه کړونوله امله شهیدان سوي خولاهم ځیني ادارې دي چې دخپلوګټو،اونیمګړتیاو د پټيدو په موخه  خبریالان وګواښي،په ورته وخت کې دهلمندداطلاعات اوکلتورریس اودامنیه قوماندانۍ داستخباراتومسول بیاپه هرډول حالاتوکې دخبریالانودملاتړټنګه ژمنه وکړه ،داطلاعات اوکلتوریس دهغه خبریالانوددوسیو د څیړولو غوښتنه وکړه چې لایه هم قاتلین نه دي نیول سوي ،عبدالصمدروحاني،نوراحمدنوري ،عبدالهادي همدر،اونظرمحمدمجنونیارهغه شهیدان دي چې داولس اوخبریالانودغوښتونوسره سره یې بیاهم تراوسه دوژل کیدوعوامل په ډاګه نسوه .


یاده دي وي چې اوس مهال تربل هروخت خبریالان په یوه اوبل نامه دملکي اداري له لوري ګواښل کیږي چې دغه چاري ددې ولایت دبشري حقونو،مدني ټولنو،اوولایتي شورادوکیلانوغبرګونه هم راپاره ولي دي .

۱۳۹۴ خرداد ۱۸, دوشنبه

دبشري حقونودکمیسیون چارواکې په توقف خانواوزندانونوکې دشکنجواودزندانیانودزوروني څخه سخته اندیښنه لري .

راپور—۲۰۱۵—۶—۹---
په هلمندکې دبشري حقونودخپلواک کمیسیون چارواکې په توقف خانواوزندانونوکې دشکنجواودزندانیانودزوروني څخه سخته اندیښنه لري .
دوی وایې  داسي اسنادیې په لاس راوړي دي چې دامینه قوماندانۍ اودملي امینت په ځینوولسوالیواومرکزکې هم دزندانیانوسره نه یوزاي ناوړه چلندکیږي بلکې زنداینانوته شکنجي هم ورکول کیږي .خودهلمندامنیه قوماندان په زندانونواوتوقف خانوکې دشکنجي په اړه دبشري حقونودغه څیړنه په کلکه ردوي ،هغه ژمنه کوي که په دې اړه کره اسنادوړاندي سي عاملین به دقانون منګلوته وسپاري .
دملي امنیت ریاست هم په خپل وارسره دبشري حقونودغه راپورپه کلکه ردکړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد  سروري راکوي .
په هلمند کي دبشر دحقوقودخپلواک کمیسیون چارواکې وایې داسي اسناداومدارک په لاس لري چې لمخي یه په یوشمیرولسوالیواومرکزکې هم په زندانونوکې نه یوازي دزندانیانوسره ناوړه چلندکیږي بلکې په وهلوټکولوسربیره زندانیان شکنجه کیږي هم چې دغه چاري دوی سخت اندیښمن کړي دي.

هغه داړونده چارواکوڅخه په دغه برخه کې دقانون پلي کول اودزندانیانوسره دناوړه چلند دختمیدوغوښتنه کوي ،خوپه ورته وخت کې دهلمندامنیه قوماندان دبشري حقونودخپلواک کمیسیون دغه راپورچې ګواکې په زندانونوکې دزندانیانوسره دناوړه چلندسربیره هغوی شکنجه کیږي په کلکه ردکړ،هغه وایې که دکمیسیون سره دیادتورونوپه اړه کره اسنادوي له دوی سره دي شریک کړي چې عاملین یې په عالني ډول دقانون منلګوته وسپاري .


پرهمدي مهال دهلمند دملي امنیت دریاست لومړی مرستیال ډګرمن میرحمزه خدمتګارهم په خپلوتوقف خانوکې دزندانیانوسره ناوړه چلنداوشکنجه کول په کلکه رده وي ،نوموړی وایې دوی دبشري حقونودخپلواک کمیسیون دغه راپورله حقیقته لري بولي ،هغه هم په مرکزاوولسوالیوکې ددغه ډول راپوردخپرولودکره اسنادودورکړي غوښتنه وکړه ،که څه هم دبشري حقونودخپلواک کمیسیون چارواکې په زندانونوکې دشکنجوڅخه په لومړي ځل خبرورکوي خوزندانیانوبیا په وار وار په زندان کې له دوي سره دناوړه چلندله امله دنه خوړلوپه اعتصاب څوځله لاس پورکړی و.

۱۳۹۴ خرداد ۱۷, یکشنبه

امنیه قوماندان :په مارجې ولسوالۍ کې دوسله والوطانودیوه ډله ییزبریدمخه ونیول سول .

راپور—۲۰۱۵—۶—۸—
دهلمندپه مارجې ولسوالۍ کې دوسله والوطانودیوه ډله ییزبریدمخه ونیول سول .
دهلمندامنیه قوماندان تیره ورځ ناوخته په یوه خبري ناسته کې وویل لومړی وسلوالوطالبانودمارجې ولسوالۍ دعیبادلله دقلف په سیمه کې دوه ځانمرګوبریدکوونکوحمله وکړه ورسره سم نوروسله والوطالبانوپه بریدلاس پورکړ،هغه وایې داچې دوی لاله وړاندي معلومات درلوده نوپوره چمتوالی  یه نیولی و،چې په بریدکې دوسله والوطالبانودنادعلي اومارجې ولسوالۍ نظامي قوماندان په شمول شپږنوروسله والووژل سول ،اویوپولیس ټپي سوی هم دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان تیره ورځ ناوخته په یوه خبري ناسته کې خبریالانوته وویل دوسله والوطالبانوهغه ډله ییزه حمله یې په شاتمبولې ده چې غوښتل یې دمارجې ولسوالۍ دعیبادالله دقلف په سیمه کې پرامنیتي پوسته بریدوکړي،دقوماندان په خبره په بریدکې دنادعلي اومارجې ولسوالۍ لپاره دوسله والوطالبانونظامي قوماندان مولوي عبدالغني دشپږونورووسله والوسره ووژل سو،هغه وایې لومړی دوځانمرګوبریدکوونکوحمله وکړه چې په پایله کې یه یوپولیس ټپي سوچې وروسته نورووسله والوپه ډله ییزبریدلاس پورکړچې ترلږ خنډوروسته یې دوی بریدپه شاه وتمباوه .

نوموړی وایې دلښکرګاه اوکندهارپرلویه لاره دشهراکنډک پولیسودیرش کړۍ ماینونه هغه مهال کشف کړه چې په سیمه دو وسله والوطالبانوغوښتل ځای پرځای کړي ،هغه وایې داچې پولیس اوماین ښخونکې سره مخامخ کیږي پروسله والوخپل ماین چاونه کوي چې یوټپي اوبل یې پولیسوته ژوندی په لاس ورځي ،په هلمندکې دهواپه ګرمیدودوسله والوطالبانوبریدونوزوراخیستی دی خوامنیتي چارواکې وایې دوی دهرډول بریدونولپاره پوره اماده ګي لري ،وسله والوطالبانوهم تراوسه دیادبریدپه اړه څه نه دي ویلې .

.

۱۳۹۴ خرداد ۱۶, شنبه

په هلمندکې دشته ناخوالوترڅنګ دبشري سرغړونوکچه دتیرونهومیاشتوپه پرتله پنځه سلنه لوړه سوې ده .

راپور—۲۰۱۵—۶—۷—
په هلمندکې دشته ناخوالوترڅنګ دبشري سرغړونوکچه دتیرونهومیاشتوپه پرتله پنځه سلنه لوړه سوې ده .
دبشري حقونودځای دفترچارواکې دیادوسرغړونولاملونه دامنیت نشتوالی ،داداري فسادلوړوالی،دقانون نه پلي کیدل ،اودعامه پوهاوي دکچي ټیټوالي بشري سرغړونوته لاره هواره کړي ده ،ددغه کمیسون چارواکې وایې له همدي امله له دوی سره سلګونه دبشري حقونوسرغړوني ثبت سوي هم دي .
نوحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دبشري حقونودخپلواک کمیسیون ځای مسولین وایې په تیرونهومیاشتوکې له دوی سره ۱۵۱ بیلابیل شکایتونه اوددي ترڅنګ ۴۲۷ دښځوپروړاندي دتاوتریخوالي پیښي ثبت سوي دي ،چې دپخواپه پرتله دنهومیاشتوپه موده کې پنځه سلنه زیات والی پکي راغلی دی ،دیادکمیسیون چارواکې وایې که څه هم داوکلونوراهیسې دوی په هلمندکې خپل کارونه راپیل کړي خوبیاهم په دغه برخه دپام وړښه والی نه دی راغلی. 

نوموړی دخپلوکارونوپروړاندي دامنیت نه شتون،داداري فسادلوړوالی ،دقانون نه پلي کیدل ،بي عدالتي ،دعامه پوهاوي دکچي ټيټوالی ،ددی لامل سوچې په پراخه کچه بشري حقونه ترپښولاندي سي اولاهم ورځ تربلي پکي زیاتوالی راځي .

هغه وایې که په یادوبرخوکې دستونزومخه ونیول سي امکان سته چې دبشري حقونوپروړاندي پراته خنډونه هم لري کړل سي .دغه څرګندوني په افغانستان کې دبشري حقونودخپلواک کمیسیون ددیارلسمي کلیزي په مناسبت په جوړه سوې غونډه کې تري یادونه وسوه .


۱۳۹۴ خرداد ۱۴, پنجشنبه

دهلمندنوی والي : داداري فسادپرضدمبارزه ،اوځوانانوته دکارموندني ژمنه وکړه

راپور—۲۰۱۵—۶—۴—
دهلمندنوي والي دخپلي دندي دپیل پرمهال داداري فسادپرضدمبارزه ،اوځوانانوته دکارموندني ژمنه وکړه
نوموړی وایې غل نه یمه اودغلوپرضدبه دهلمندي اولس په پراخه مرسته پرتوناخوالوته دپای ټکی کښیږدم .په ولسي جرګې کې دهلمنددخلکواستاوزوبیامرکزي دولت هلمندته په نه پآم اړولوتورنه وي چې له امله یې دامنیتي ستونزوترڅنګ نوري ستونزي هم پیداسوي ،دوی هم دنوي والي څخه دناامنۍ،فساد او بي عدالتیو پرضد دمبارزي غوښتنه وکړه،والي دوسله والوطالبانوسره دجګړي کولوخبرداری هم ورکړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندنوي والي مرزاخان رحیمي دخپلي دندي دپیل پرمهال په جوړه سوه غونډه کې دهلمنددخلکوسره ژمنه وکړه چې داداري فساد،اوموجوده بي عدالیتو،په وړاندي به داولس په مرسته مبارزه وکړي ،هغه وایې غل نه یمه دغلوسره به جدي مبارزه اودامنیتي ننګونوپه کابوکلوکې به بیاهم ددې ولایت دخلکوپه مرسته دپرتوناخوالومخه ونیسم ،والي دخپلي دندي دپیل په مراسیموکې وویل که څوک جنګ کوي جنګ ورسره کو او که سوله کوي دوی هرډول خبروکولوته حاضردي .

په ولسي جرګه اوولایتي شوارکې دهلمنددخلکواستازومرکزي دولت په دې تورن کړچې هلمندولایت ته یې توجوکمه ده دوی وایې که څه هم په وار واریې شکایتونه کړي خوبیاهم ددوی غوښتونوته مثبت جواب نه دی ویلی سوی ،دوی هم دنوي والي څخه په هلمندکې لومړی دامنیت ،اداري فساد،بي عدالیتو،دمځکودغصب اودیته ورته په نوروبرخوکې دکلکې مبارزي اوجدي پام اړولوغوښتنه وکړه .


میرازاخان رحیمي چې دماسټري ترکچې لوړي زدکړي لري وړاندي تردي دکابل دملي امنیت دریس په توګه دنده ترسره کړي ده چې دپنجشنبي په ورځ یې دهلمند دنوي والي په توګه دسیمه ییزوارګانونودخپلواکې اداري دښارواليودانسجام دمشرله لوري دهلمنددولتي چارواکواواولسونوته وروپیژندل سو،دهملندنوي والي په داسي حال کې دنده پیل کړه چې اداري فساد،دمځکوپراخ غصب،ناامنۍ ،بي دعدالتۍ دم ګړی په دې ولایت کې خپل اوج ته رسیدلي دي .

۱۳۹۴ خرداد ۱۲, سه‌شنبه

دهلمندپه پنځوشمالي ولسوالیوکې دیوسل اوپنځه ښوونځیوڅخه یوازي نهه ښونځۍ فعاله دي .

راپور—۲۰۱۵—۶—۲—
په شمالي هلمندکې دیوسل اوپنځه ښوونځیوڅخه یوازي نهه ښونځۍ فعاله دي .
دپوهني دریاست چارواکې وایې ترڅوچې ناامنۍ وي یادښوونځي به دزده کوونکوپرمخ تړلي پاته وي ،دوی وایې دتیرمیاشتي تنخواګاني اوامتیازات یې ځکه ځنډولي دي ترڅودښوونځیواوښوونکوکره شمیره په داګه کړي ،بایدوویل سي وړاندي تردي په شمالي هلمندکې شاه اوخوایولس زره زده کوونکې په یادوښوونځیوکې په زده کړوبوخت وه .
 نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندپه پنځوشمالي ولسوالیوسنګین ،موسي کلا،کجکي ،واشیر،اونوزادکې یوسل اوپنځه ښوونځۍ په دې ورستیوکې دپراخوناامنیوله امله تړل سوي دي، چې یوازي نهه ښوونځۍ اوس مهال دزده کوونکوپرمخ پرانستي دي ،دپوهني دریاست سرپرست وایې په یادوښوونځیوکې شاه اوخوایولس زره زده کوونکې په زده کړوبوخت وه چې دناامنیودډیریدوله امله دزده کونکوشمیرلسګونوته راټیټ سوی دی ،داسي ویل کېږي چې له تیرواتومیاشتوراهیسې ترډیره دیادوښوونځیوپه نوم دښوونکوتنخواګاني ،قرطاسیه ،کتابونه ،اونوراړونده امتیازات وړل سوي اوشخصي جیبونوته لودیلي دي .


دنوموړي په خبره په موسي کلاولسوالۍ کې د۲۹ ښوونځیوڅخه ۲ ، دسنګین ولسوالۍ د ۱۸ ښوونځیوڅخه ۱،دنوزادولسوالۍ ۲۴ ښوونځیوڅخه ۱ ،دواشیرولسوالۍ ۱۴ ښوونځیوڅخه ۲،اودکجکي ولسوالۍ ۲۹ ښوونځیوڅخه ۳ دري ښوونځي فعاله دي ،هلمندولایت ته دتشکیل لمخې ټولي ۳۷۵ ښوونځي ورکول سوي دي چې یوازي په شمالي پنځو ولسوالیوکې یوسل اوپنځه ښوونځۍ  دزه کوونکوپرمخ تړلي پاته دي ،دپوهني دریاست چارواکې وایې هڅه به وکې چې دقومي مخوروپه مرسته یادي بندي ښوونځۍ بیاپرانیزي . .

دهلمند په پنځووشمالي ولسوالیوکې دیوسل اوپنځه ښوونځیوڅخه یوازي نهه ښونځي فعاله دي .

راپور—۲۰۱۵—۶—۲—
په شمالي هلمندکې دیوسل اوپنځه ښوونځیوڅخه یوازي نهه ښونځي فعاله دي .
دپوهني دریاست چارواکې وایې ترڅوچې ناامنۍ وي یادښوونځي به دزده کوونکوپرمخ تړلي پاته وي ،دوی وایې دتیرمیاشتي تنخواګاني اوامتیازات یې ځکه ځنډولي دي ترڅودښوونځیواوښوونکوکره شمیره په داګه کړي ،بایدوویل سي وړاندي تردي په شمالي هلمندکې شاه اوخوایولس زره زده کوونکې په یادوښوونځیوکې په زده کړوبوخت وه .
 نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندپه پنځوشمالي ولسوالیوسنګین ،موسي کلا،کجکي ،واشیر،اونوزادکې یوسل اوپنځه ښوونځۍ په دې ورستیوکې دپراخوناامنیوله امله تړل سوي دي، چې یوازي نهه ښوونځۍ اوس مهال دزده کوونکوپرمخ پرانستي دي ،دپوهني دریاست سرپرست وایې په یادوښوونځیوکې شاه اوخوایولس زره زده کوونکې په زده کړوبوخت وه چې دناامنیودډیریدوله امله دزده کونکوشمیرلسګونوته راټیټ سوی دی ،داسي ویل کېږي چې له تیرواتومیاشتوراهیسې ترډیره دیادوښوونځیوپه نوم دښوونکوتنخواګاني ،قرطاسیه ،کتابونه ،اونوراړونده امتیازات وړل سوي اوشخصي جیبونوته لودیلي دي .


دنوموړي په خبره په موسي کلاولسوالۍ کې د۲۹ ښوونځیوڅخه ۲ ، دسنګین ولسوالۍ د ۱۸ ښوونځیوڅخه ۱،دنوزادولسوالۍ ۲۴ ښوونځیوڅخه ۱ ،دواشیرولسوالۍ ۱۴ ښوونځیوڅخه ۲،اودکجکي ولسوالۍ ۲۹ ښوونځیوڅخه ۳ دري ښوونځي فعاله دي ،هلمندولایت ته دتشکیل لمخې ټولي ۳۷۵ ښوونځي ورکول سوي دي چې یوازي په شمالي پنځو ولسوالیوکې یوسل اوپنځه ښوونځۍ  دزه کوونکوپرمخ تړلي پاته دي ،دپوهني دریاست چارواکې وایې هڅه به وکې چې دقومي مخوروپه مرسته یادي بندي ښوونځۍ بیاپرانیزي . .