۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

هلمند:دمركزي زندان لپاره د حرفوي زده كړوودانۍ گټې اخيستنې ته وسپارل سوه.

راپور-۳۰-۴-۲۰۱۴
په هلمند كې د مركزي زندان لپاره د حرفوي زده كړوودانۍ گټې اخيستنې ته وسپارل سوه.
دکورنیوچارودوزارت دزندانونودعمومي رياست چارواكي وايي ياده ودانې چي ټولي اسنتیاوي یه پام کي نیول سوي دي دتيرودوه كلونوپه موده كې یه چاري بشپړي سوي .
پرهمدي مهال نوموړي زندان مسولین وايې وړاندي تردي زیندانیانوپدغه برخه کي ډيری ستونزي درلودي چي اوس مهال به دحرفوي زدکړوپه برخه کي دزندانیانوپراته ټول خنډونه لمنځه یوړل سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دچهارشنبي په ورځ دیادي ودانۍ دگټې اخيستنې پرمهال دكورنيوچارووزارت د زندانونود عمومي رياست د  امنيتي چارومرستيال پاسوال محمد عارف وويل د دوى د ادارې په ځانگړې غوښتنه دحرفوي زدکړومرکزدتيرودوه كلونوپه موده كې جوړاوګټي اخستني ته وسپارل سو.
دنوموړي په وینا په دې ودانۍ كې د زندانيانولپاره د كالي گنډلو،گلدوزۍ،كمپيوټر،سواد زده كړې،خطاطۍ،ديني علومو،نجارۍ،تخنيكي اونوروبرخوكې د زده كړوپوره امكانات برابره سوي دي.

پرهمدي مهال دهلمند د مركزي زندان مديرسمونوال اول خان ساپى وايي ياده سوې ودانۍ د دوه نيم مليونه امريكايي ډالروپه لگښت د انگلستان په مالي مرسته په دريوبلاكونوكې چې هربلاك ۱۷ خونې لري جوړه سوې ده.

دنوموړي په وینا وړاندې تردي زندانيانوپه يادوسويوبرخوكې زده كړې كولي چي دځاي دنه درلودلوله امله يې ستونزه خورازیاتي وي چي دیادي ودانۍ په جوړه ولوسره به يې پراته خنډونه لمنځه یوړل سي .
هڅه مووكړه چې په دې اړه د زندانيانونظرهم ولروخوله هڅوسره سره ونه توانیدو.

د يادونې وړده چې دا مهال د هلمند په مركزي زندان كې ۱۳۶۰ تنه زندانيان د بند شپې تيروي چې له جملي څخه یې ۱۸ ښځې او۱۸ يې هم ماشومان دي .

۱۳۹۳ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

هلمند:ديني عالمان وايي که سوله غواړونوپدغه برخه کي دي ريښتينې هڅې ترسره کړل سي .

 راپور-۲۹-۴-۲۰۱۴
ديني عالمان وايي که سوله غواړونوپدغه برخه کي دي ريښتينې هڅې ترسره کړل سي .
دغه څرگندونې ديني عالمانود سه شنبې په ورځ په هلمندکي دیوه دوه ورځني علمي سمينارپه ورستي ورځ په ډاگه كړې چې یادسمینارد سولې اوپيوستون لپاره د همكارې مؤسسې په مرسته جوړسوى و.
په سمینارکي دیني عالمانووویل که داسلامي اصولوپه رڼاکي رښتني هڅي ترسره کړل سي لري نده چي په دغه برخوپرتوستونزوته به دپاي ټکي کښی نه ښودل سي .
بلخوابیاځاي چارواکي پدغه برخه کي ددیني عالمانورول موهیم بولي اودمرستي غوښتنه کوي .
پدي اړه نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په یادسمینارکي ديني عالمانووويل سوله يواسلامي امردى اوكه په دغه لاره کي  د اسلامي اصولوسره سم هڅې ترسره کړل سي نوليرې نه ده چې په هيواد كې به دتلپاتې سولي دټينگښت ترڅنګ دسولي دنه راتلوپروړاندي پرتي ننګوني به هم لمنځه تللي وي .
دغه دیني عالمان وايې دوي دسولي دپیغام رسوني په برخه کي پوره هڅي کړي خوزیاته وي یوشمیركړى د خپلوشخصي گټود ساتلوپه موخه د سولې په لاره كې خنډونه رامنځ ته كوي چي یاده پروسه يې له ستونزوسره مخ کړي هم ده .

بلخوابیادهلمندسرپرست والي احمد مسعود بختوروايي ځينې استخباراتي كړۍ سته چي د اسلام ترنامه لاندې خپلې شخصي ګټوته دلاس رسي په موخه پوره هڅي کوي چي دم ګړیه په افغانستان کي دسړي جگړې دغه اوربل ساتلى دي .


نوموړي له دیني عالمانوڅخه وغوښتل ترڅوپه دې برخه كې په پوره توگه خپل رسالت اداو نه يوازې د اسلام په رڼا كې د سولې گټې په جنګ کي ښكيلوخواوته وره سوي  بلكې دي هغه ځوانان چې نالوستي دي د زده كړې په لوروهڅوي څوبهرني کړي نالوستي ځوانان دخپل هدف په موخه ونه کاروي .

هلمند:په دوجلاجلاپیښوکي ۱۷ وسله وال مخالفینوته مرګ ژوباه اوښتي ده .

خبر-۲۹-۴-۲۰۱۴
په دوجلاجلاپیښوکي ۱۷ وسله وال مخالفینوته مرګ ژوباه اوښتي ده .
دهلمندولایت  دامنیه قوماندانۍ دمطبوعاتوامرسمونوال عبدالاحدچوپان وايې لومړی پیښه ددوښنبي په ورځ ناوخته دموسى كلا ولسوالۍ په سياچواوكندل سيمه كې رامنځ ته سوې چې وسله والوطالبانود پوليسوپه پوسته بريد كړى چې په ځوابي بريد كې درى وسله وال طالبان وژل سوي او۸ نورټپيان سوي هم دي.
هغه وايي پر همدې مهال په سنگين ولسوالۍ كې هم وسله والوطالبانود عامه نظم پرامنيتي پوستووسله وال بريدونه كړى چې په ځوابي بريد كې شپږوسله وال طالبان وژل سوي اود دوى يوشميروسلې اويوه عراده سراچه موټردپوليسولاسته ورغلي دي .
د نوموړي په وينا په دغه نښتوکي کي امنيتي ځواكونوته كومه مرگ ژوبله نه ده اوښتې.

خووسله والوطالبانوهم تردې مهاله پدي اړه څه نه دي ویلي .

۱۳۹۳ اردیبهشت ۸, دوشنبه

هلمند:قومي مشران وايي جهادي مخوردي خپل مخالفتونه راتلونكونسلونوته نه پريږدي.

 
راپور-۲۸-۴-۲۰۱۴
دهلمندقومي مشران وايي جهادي مخوردي خپل مخالفتونه راتلونكونسلونوته نه پريږدي.
دوي دغ څرګنده وني دوشنبې په ورځ د ثورد اتمې د لمانځ غونډې پرمهال په ډاگه كړي چي جهادي مشران دي نوشته مخالفتونوته دپاي ټکي کښیږدي اوپه پوره صداقت دي دهیوادپه بیاجوړونه اوپرمختګ کي پوره ونډه واخلي .
پرهمدي مهال دولتي چارواکوبیامجاهدین دجهاددبریاوروسته دافغانستان دستونزوپه لمنځه تلوکي پاته راغلي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په دغه لمانځ غونډه کي دهلمند سرپرست والي احمد مسعود بختوروويل دمجاهدینویوالی اوددوي قرباني دشوروي ديرغل پروړاندي دستایلووړدي خوزیاته وي پدي ونه توانیدل چي په هيواد كې شته ستونزوته د پاى ټكى كښيږدي اوهيواددپرمختګ په لورګامونه واخلي .

دنوموړي په وینادمجاهدینوقربانیونه يوازې افغانستان له يرغل څخه وزغوري بلكې د نړۍ نورهيوادونه يې هم د روسي دتیري کولو څخه په امن کړه .
پرهمدي مهال دغونډي ویناوالوغوښتنه وکړه چي نوردي جهادي مشران خپل منځي شخړي لمنځه یوسي اودراتلونکونسلونولپاره دي دیوه پرمختللي افغانستان په بیاجوړه ولوکي دخپل دولت سره پوره مرسته وکړي .


ددوي په وینادروسي دپوځ له ماتي وروسته جهادي مشرانودخپل منځي مخالفتونوله امله افغانستان دورانۍ په لوري کش کړچي دډیری بګناه هیوادوالوویني هم وبهيدې.

۱۳۹۳ اردیبهشت ۷, یکشنبه

هلمند: دثور۷ دافغانانولپاره یوه ترټولوبده اویوه کرغیړنه ورځ وه .

 
راپور—۲۰۱۴—۴—۲۷--
دثور۷ دافغانانولپاره یوه ترټولوبده اویوه کرغیړنه ورځ وه .
دغه څرګندوني په هلمندکي یوشمیرمجاهدینودیوي غونډي دجوړه ولوپرمهال وکړي اوزیاته يې کړه پدي ورځ دافغانستان په ملیونونوانسانانوخپل ژوندله لاسه وکړاویاهم ددي ورځي له امله ډیری افغانان دګاونډي هیوادونودظللمونومیلمانه سوله ،
دوي همدارازپرافغان دولت هم ږغ وکړچي دجهاداومقاومت پرمهال دمعیبوسوکسانوکورنیوغړوته دي کلکه پاملرنه وکړي ترڅوشته ستونزوڅخه په امن کي وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د۱۳۵۳ کال دثورپر۷ دروسي سرولښکرودخپلوداخلي همکارانوپه مټ پرافغان خاوره دتیري په موخه حمله وکړه چي په زرګونه افغانان ووژل سول اوددي ترڅنګ په زرګونه يې بی کوره معیوبین اوپه همدغه ډول وګاونډي هیوادونوته کډه کولوته اړسوله .
دغه ورځ په هلمندکي دمجاهدینوله لوري دیوي غونډي برمهال په کلکوټکوسره وغندل سول اوپرافغان دولت يې ږغ وکړچي اوس هم په دولت کي یوشمیرهغه کسان شتون لري چي دافغانانوپه وینویه لاسونه سره دي نه داچي دقانون منګلوته سپارل سوي دي بلکي ورته په لويوپستونکي دندي هم ورکول سوي دي

دوي همدارازغوښتنه کوي چي دولت دي مجاهدین له پامه نه غورځوي همدامجاهدین وه چي نه یوازي یه افغانستان ته خپلواکي ورکړه بلکي دلویې روسي له خیټي هم ډيری ملکونوخپله ازادي ترلاسه کړه .


هلمند; تراوه زره زیاتي رايې باطلي اعلان سوي اواته پنځوس محلونه قرنطین سوي هم دي .

راپور—۲۰۱۴—۴—۲۷-
په هلمندکي تراوه زره زیاتي رايې باطلي اعلان سوي اواته پنځوس محلونه قرنطین سوي هم دي .
ددي ولایت دشکایاتودکمسیون چارواکي وايې تراوسه يې پدي ولایت کي د۱۵ محلونوټولي رايې باطلي اعلان کړي دي خوزیاته وي کیداسي دغه شمیره نوره هم لوړه سي .
ددوي په خبره په غه محلونوکي ۱۰ دولایتي شورااو۵ هم دریاست جمهوري دنوماندانودي
بلخوادټاکنودولایتي دفترچارواکي وايې که دوهم پړاوته ټاکني وه غځول سي دوي هم پوره تیاري لري .
نورحال دهملمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي دشکایاتوداوریدلودکمسیون ځاي مسول رحیم ګل علی خیل وايې تراوه زره دزیاتورایودباطیله کیدوداعلان ترڅنګ يې پنځلس محلونه هم کرنطین کړي دي چي لس يې دولایتي شورا اوپنځه محلونه دریاست جمهوري دنوماندانودي .
دنوموړي په وینا  داو۳۷ نورومحلونودرایودبیاشمیراوپه دغه محلونوکي ددرغلیودشک په کولویه مرکزته راپورهم ورکړي چي ۱۰ يې دریاست جمهوري او۲۷نوريې دولایتي شورادنوماندانودي خوپه وینايې تراوسه مرکزي دفترورته پدي اړه څه نه دي ویلي .

علی خیل وايې دنوروولایتوپښان دویته هم دیوشمیرنوماندانودپلویانوله لوري په غیري مستقم ډول سره اخطارونه ورکول سوي خوهغه داونه ویل چي یاداختارورکوونکي دکوم نوماندپلوي دي .
په ورته وخت کي دټاکنودخپلواک کمسیون دولایتي دفترویاندشفیع الله ساپی وايې که ټاکني دوهم پړاوته ولاړي سي دوي په هلمندکي دتخنیکي اړخه هرډول تیاري لري خویوشمیرکمبوتات لري خوهغه پدي معني نه دي چي ددوي پروړاندي دي یوه ننګونه وي .

په هلمندکي دټاکنودکمسیون ترڅنګ امنیتي مسولین هم پوره ډاډورکوي که ټاکني دوهم پړاته ولاړي سي  دوي پدي ولایت کي پوره امنیتي تبدابیرنیولي اودتیرپشان به بیاهم ټاکني په امنیتي فضاکي پایته وره سوي





۱۳۹۳ اردیبهشت ۶, شنبه

هلمند ;د دولتي پوهنتون ځمكه د غصب له جدي گواښ سره مخامخ سوي ده.


راپور-۲۶-۴-۲۰۱۴
په هلمند كې د دولتي پوهنتون ځمكه د غصب له جدي گواښ سره مخامخ سوي ده.
په دې ولايت كې د دولتي پوهنتون اومدني ټولنواستازي وايي د ولسمشرد ځانگړي فرمان له مخې د دولتي پوهنتون لپاره د لښكرگاه ښارپه زړه كې ځمكه ځانړي سوې خواوس مهال د نيشه يي توكوپر وړاندې د مبارزې وزرات لخوا ورته ودانۍ له ښارڅخه لري په یوه ځانګړې سیمه کي جوړيږي.
دغه ودانۍ ته شاوخوایونیم ملیون امریکايې ډالره دنيشه يي توكوپه وړاندې د مبارزې وزارت لخوا ځانګړېسوي دي .
نورحال هلمندولایت څځه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند د دولتي پوهنتون اومدني ټولنواستازي وايي د پوهنتون د ودانۍ لپاره په لښكرگاه ښاركې ۷۵ جريبه ځمكه د ولسمشرد ځانگړې فرمان اود وزيرانود شورا په تصويب ورکول سوي خودم ګړي دپوهنتون لپاره ودانۍ دښارپه یوه څنډه کي جوړيږي چې د ځايي چارواكولخوا یاده سیمه په نښه سوې ده.
د دوى په وينا ياده ۷۵ جريبه ځمكې څخه شاوخوا لس جريبه ځمكه اوس مهال غصب سوې اوپاته نوره له جدي ګواښ سره مخامخ ده .

په ورته وخت کي ددي ولایت دنيشه يي توكوپروړاندې د مبارزې ریس محمد لعل عزيزي وايي د دولتي پوهنتون د ودانۍ لپاره يونيم مليون امريكايي ډالره منظورسوي چې د دوى د ادارې لخوا وركول كيږي.

دده په خبره یاده موضوع يه دوزارت سره شریکه کړي اووزارت له دوي څخه په دغه برخه کي پوره معلومات غوښتي چي په نږدوورځوکي به يې چاري بشپړي اوپایلي به يې په ډاګه کړي .

په هلمند كې یوطالب قوماندان په خپل منځي نښته كې ووژل سو.


خبر-۲۶-۴-۲۰۱۴
په هلمند كې د وسله والوطالبانوپه خپل منځي نښته كې د دوى يوقوماندان ووژل سوي .
د هلمند د والي وياند عمرځواك وايي ياده سوې پيښه ددې ولايت د نادعلي ولسوالۍ په عصمت بازارسيمه كې د جمعې د ماښام د لمانځه پرمهال رامنځ ته سوې چې په پايله كې يې د ملاجانان په نوم د وسله والوطالبانويوتن قوماندان له يوملگري سره وژل سوى دى.
هغه وايي ملاجانان په دې وروستيوكې د بگرام له زندان څخه خوسي شوى واووروسته يې د كوټې له شورا څخه د نادعلي ولسوالۍ د امنيه قوماندان تش په نوم نومول سوي وو.
خوپه دې اړه تراوسه وسله والوطالبانوڅه نه دي ويلي.

۱۳۹۳ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

هلمند د ناوې ولسوالۍ مسؤلين وايي مركزي دولت دې ولسوالۍ ته پوره پاملرنه نه ده كړې.


راپور-۲۴-۴-۲۰۱۴
د هلمند د ناوې ولسوالۍ مسؤلين وايي مركزي دولت دې ولسوالۍ ته پوره پاملرنه نه ده كړې.
د چارواكوپه خبره په داسې حال كې چې څوكاله وړاندې ولسمشرپخپله دې ولسوالۍ ته د سفرپرمهال دسړک اوپریښنادورکړي ژمنې هم وكړې خوهغه ژمنې تراوسه لاهم نه دي عملي سوي .
دوى له دولت څخه په کلکه غوښتنه کوي چې خپلوژکړوژمنوته دي دعمل جامه وروغوندي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند د ناوې ولسوال عبدالمناف وايي څوكاله وړاندې ولسمشردې ولسوالۍ ته دخپل سفرپرمهال ژمنه وكړه چې نه يوازې به د نوموړې ولسوالۍ لويه لاره په پاخه اواساسي توګه جوړوي بلكې ورته دبریښناپه برخه کي پرتي ستونزي به يې هم لمنځه یوسي خوتردې مهاله يوازې د ولسوالۍ نيمايي سړك په پاخه ډول سره جوړسوى اوپاتې ژمنې تراوسه پورې نه دي عملي سوې .

ولسوال زیاته وي درسنيوله لارې داهم اوري چې ناوه د لومړى درجې ولسوالۍ په توگه پيژندل سوې خوهغه امكانات نه دي وركول سوي چې لومړۍ درجې ولسواليوته ځانګړي سوي وي .

هغه وايي په دي ولسوالۍ كې په بشپړه توگه امنيت ټينگ سوى د سيمې د اوسيدونكودپريكړي سره سم يې په تيرودوه كلونوكې یه دكوكنارکروندي هم نه دي كرلي خوله دې سره سره بیاهم دې ولسوالۍ ته پوره پاملرنه نه ده ترسره سوي .
دناوي دولسوال ددغه نیوکواودشته ستونزودمخنیوي په موخه مووه غوښتل چي دولایت نظرهم له ځانه سره ولروخوهغوي په دې اړه له هررازڅه ویلوڅخه ډه ډه وكړه.

۱۳۹۳ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

هلمند; دکوکناروداړه ولوکمپاین خپل هدف ته دنه پوره کیدوامله په لوي توپیرپایته وره سیدي .

راپورـــ۲۰۱۴—۴—۲۳-
په هلمندکي دکوکناروداړه ولوکمپاین خپل هدف ته دنه پوره کیدوله امله په لوي توپیرپایته وره سیدي .
چارواکي وايې ټاکل سوي وه چي سږکال به لس زره هکټارکرل سوي دکوکناروکښتونه واړول سي خودشته ستونزوله امله يې یوازي ۲۲۰۰ هکټاره کرل سوي دکوکناروکښتونه لمنځه وړي دي .
دوي زیاته وي داړونده وزارت نه پاملرنه . دولسمشرۍ اوولایتي شوراګانوټاکني .اودخرابي هواله امله يې ونه سوه کولای چي ورکول سوي هدف پوره کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمنددافغانستان یوله هغه ولایتونوڅځه دي چي په سلوکي اتیاسلنه دکوکناروکروندي پکښي کرل کیږي چي له ځانه سره يې ناامني هم زیږه ولي ده دچهارشنبي په ورځ دهلمنددوالي ویاندعمرځواک اودنشه يې توکوسره دمباریزي ریس محمدلعل غزیزي په یوه ګډه خبري ناسته کي وویل دهلمنداداره ونه توانیدله چي دیادوزارت له لوري دکوکنارودکښتونودلمنځه تلوورکول سوي هدف ته ځان وره سوي .
دځواک په خبره یوي خواټاکني . اوله بلي خودمرکزدنه پاملرني له امله ونه توانیدله چي پدي ولایت کي دي لس زره هکټاره دکوکناروکښتونه لمنځه یوسي .

هغه وايې دکوکنارو دکمپاین پرمهال نښتواوچاودنو یوازي  ۵ پولیسو اویو دملي اردو سرتیری وژلی او دملي اردو دیوه  سرتیري په ګډون دملي امنیت  یو سرتیری ټپي سوی هم دی.
پرهمدي مهال دنشه يې توکوپروړاندي دمبارزي ریس محمدلعل عزیزي وايې لویه ننګونه ناامني وه چي په دي ولایت کي دکوکناروپه کرکي دپام واړزیات والي راغلي اوترڅنګ ددولت وسله والومخالفینوکرونده ګردکوکنارووه کښتونه هڅیول يې یوبل لوي لامل بولي چي پدي ولایت کي دکوکناروکښت زیات وو.

نوموړي پروزارت هم نیوکه وکړه چي پروخت کي امکانات ددوي به واکي نه دي ورکړي چي دغه کارهم ددوي پرکارونومنفي اغیزي کړي .
دیادوني وړده چي تیرکال په ټول هلمندکي یولک هکټارکوکنارکرل سوي وه چي اته زره يې لمنځه یوړل  سول اوپاته ۹۲ زره هکټاره يې خپل حاصل ته وره سیدل چي دتیرکال په پرتله سږکال  پنځه ویشت سلنه دکوکناروپه کښت کي زیات والي هم راغلي دي چي دوزارت څخه دلس زره هکټاره هدف څخه یوازي ۲۲۰۰هکټاره کرل سوي وکناراړول سوي .

۱۳۹۳ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

هلمند: په امنيه قوماندانۍ كې وروسته له ډيره وخته د ريزرف قطعه بيا له سره جوړه سوه .

راپور۲۲-۴-۲۰۱۴
د هلمند په امنيه قوماندانۍ كې وروسته له ډيره وخته د ريزرف قطعه بيا له سره جوړه سوله .
امنیتي چارواکي وايي اوس مهال په نوموړې قطعه كې سلگونه پوليس سرتيري اوافسران شامل دي چې په لښگرگاه ښاراونوروسيموكې به په بيړنيوحالاتوكې ترې كارواخيستل سي .
دوهمداراززیاته وي وړاندې تردي نوموړې قطعې د گوتوپه شميركسان درلودل اوچارې يې هم ترډيره پورې نه یوازي چي نيمگړې وې بلکي یه پروخت دکومي پیښي مخنیوی هم نسوه کولای.
نورحال دهلمندڅخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وايي که څه هم په ددې ولايت کي دريزرف قطعه موجوده وه اويوازې يې ترلسوزيات كسان درلودل خوپه وینايې نه يې سوه کولای چي د اړتيا پرمهال ستونزوته پرخپل وخت د پاى ټكى كښيږدي.
هغه وايي اوس مهال يې نوموړې قطعه يوځل بيا فعاله كړې چې ټول پكې د پوليسواوافسرانوپه گډون شاوخوا ۷۱۰ كسان شامل دي چې كولى سي په هرډول حالاتوكې د نوروامنيتي ځواكونومرستې ته په بيړنيوحالاتوكې ورودانگي.

دنوموړي په وینادراتګ سره سم د پوليسوپه ليكوكې د ځينونيمگړتياود له منځه تلوپه موخه پوره هڅي راپیل کړي ترڅوپه نږدې راتلونكوکي قانوني پولیس له هرډول فساد څخه خوندي د هلمند اوسيدونكوته وړاندې كړي.
قوماندان دهلمنداوسیدونکوته ډاډورکوي چي اوس مهال په مرکزي سیموکي په پوره توګه امنیت خوندي دي اوپه کوموسیموکي چي امنیتي ستونزي شتونلري دلري کولولپاره يې پوره هڅي راپیل کړي دي .

دامنیتي مسولینوله لوري دغه ګام پداسي حال کي پورته کیږي چې دا مهال د هلمند له ټولوسيموڅخه بهرني ځواكونه دشوراب په پوځي اډه کي راټول سوي اوددې ولايت امنيتي چارې يوازې د افغان امنیتي ځواكونولخوا سمباليږي.