۱۳۹۲ بهمن ۱۰, پنجشنبه

هلمند : دبهرنیانولخواپلې سوې پروژي دكيفيت لمخي ډیري ټیيتي دي .

راپور-۳۰-۱-۲۰۱۴
په هلمند كې یوشمیرپروژې چې پخپل سرپلې سوې دكيفيت لمخي ډیري ټیيتي دي .
ددی ولایت چارواکي وايي دغه ډول پروژې زياتره د بهرنيوځواكونواومرسته كوونكولخوا بيله دي چې دهلمندولایتي اداري په جریان کي واچه وي اویاهم ورته بشپړمعلومات ورکړي پلې سوې دي.
دوي ویره لري که پدغه برخه کي لوړپوړي چارواکي پاملرنه ونکړي ښايي دا پروژې په لږوخت کي بيرته له منځه ولاړې سي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددوالي مرستیال احمدمسعودبختوروايي پدي ولایت کي کومي پروژي چي دبهرنیوځواکونواومرسته کوونکولخواپرخپل سري توګه پلي سوي دکیفیت لمخي ټیټي دي چي ددوي لپاره يي سردردجوړکړي دي هغه پربهرنیوځواکواومرسته کوونکي نیوکه کوي چي دوى ته هیڅ ډول معلومات نه ورکوي اوپخپل سرې توگه خصوصي شركتونوته وركول سوي اوپلي سوي دي .
بختوروآيي په وارواريې له بهرنيوځواكونوڅخه هم غوښتنه كړې چې ددې پروژود لگښتونواونورواړخونوپه اړه دولایت سره معلومات شریک کړي خوزیاته وي دغه موضوع گانې له دوى سره بیاهم نه دي شريكې سوي .

دنوموړي په ویناپه دغه برخه کي يه دولایتي بیارغاوني ډلي اونوروبهرنیوځواکونوسره دغه مسله جدي نیولي ده اوهیله منددي چي په دغه برخه كې پرتي ستوزي لمنځه یوسي .
دبختورپه خبره دغه ډول ټکوته بایددوزارتونوپه كچه پاملرنه وسي ترڅوپه راتلونكي كې په لوړكيفيت پروژې پلې اود اوږدې مودې لپاره تري ګټه واخیستل سي .

دا په داسې حال كې ده چې په دې ولايت كې زياتره لويې لارې،پوځي تاسيسات اوځينې نورې وړي اولوي پروژې نيغ په نيغه د بهرنيوځواكونواوميشتې ولايتي بيا رغونې دډلي لخوا پلې سوې دي چي چارواکي یه دکیفیټ لمخي ټیټي بولي .

۱۳۹۲ بهمن ۶, یکشنبه

هلمند: لسګونه تړل سوي ښوونځي دزده كوونكوپرمخ پرانيستل سوي

راپور-۲۷-۱-۲۰۱۴
په هلمندکي له څوکلونووروسته یوځل بیالسګونه تړل سوي ښوونځي دزده كوونكوپرمخ پرانيستل سوي .
د پوهنې دریاست چارواكي وايي دغه ښوونځي چې د اوو كلونوراپه ديخوا په مركزاوولسواليوكې تړل سوي ووپه دې وروستيوكې د سيمې دمخورواوټولنيزوشورا گانوپه مټ بيرته د زده كوونكوپرمخ پرانيستل سول.
دوي همدارازوايي هڅه کوي چي دغه لړۍ دوامداره وه ساتي اوپه نږدي راتلونکوکي به نوري هغه ښونځي چي دزده کوونکوپرمخ تړلي دي پرانیزي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت دپوهني دریاست اداري مرستيال محمد ولي سرحدي وايي دښوونيزكال له پيل څخه يي تردم ګړیه په ټول هلمند كې ۳۰ ښوونځي چې د ۱۳۸۵ او۸۶ كلونورا په ديخوا په مركزاوولسواليوكې تړلي پاتې وو بيرته د زده كوونكوپرمخ پرانيستل سوي دي.
هغه ژمنه کوي چي په نږدي ورځوکي به دهلمند په جنوبي سيموكې  ۱۰ نورښوونځي هم پرانيزي خوزیاته وي په شمالي سيموكې لاهم دامنيتي ستونزوله امله ې دوي نسي کولایي هغه تړل سوي ښونځي یوځل بیاپرانیزي اودغه کاردپوهني په برخه کي ددوي لپاره لویه  ننگونه ده .

د نوموړي په وينا چې وړاندې تردي شاوخوا ۱۳۰ زره زده كوونكي ښوونځيوته تلل اواوس مهال دنیوښونځیوپرانیستلوسره سم دا شميره ۱۶۳ زره زده كوونكوته لوړه سوې ده.
هغه وايي اوس هم په ټول هلمندکي ۱۳۰ ښوونخي په بیلابیلوسیموکي دزده کوونکوپرمخ تړلي پاته ده چي دخلاصون په موخه يي کوټلي ګامونه پورته کړي .
سرحدي دهلمندپرقومي مشرانواودیني عالمانوږغ وکړچي په دغه برخه کي دپوهني دریاست سره مرسته وکړي ترڅوپه ټول هلمندکي تړل سوي ښوونځي دزده کوونکوپرمخ پرانیزي .

هلمندچي چي دهیوادپه کچه لس سلنه پراخوالي لري دتشکیل لمخي ورته  شاوخوا ۳۵۰ ښوونځي وركړل سوي دي چي له جملي څخه يي ۱۳۰ ښوونځي اوس هم دناامنیوله امله تړلي پاته دي .

دهلمندچارواکي : په شمالي هلمندکي وسله وال هڅه کوي دناامنیوپه زیږولوسره دنشه يي توکوقاچاق ته لاره هواره کړه .

راپور-۲۶-۱-۲۰۱۴
دهلمندچارواکي وايي په شمالي هلمندکي وسله وال هڅه کوي دناامنیوپه زیږولوسره دنشه يي توکوقاچاق ته لاره هواره کړه .
داڅرګندوني دهلمندوالي دیکشنبي په ورځ په داسي حال کي دیوي خبري ناستي پرمهال په ډاګه کړه چي
امنيه قوماندان هم په گډون درلود.
والي هغه اوازي هم په کلکه ردکړي چي ګواکي دشمالي هلمندسیمي دسقوط سره مخ دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندوالي دیوي خبري ناستي پرمهال وویل څه موده وړاندي وسله والوطالبانودهلمندپه شمالي ولسوالیوکي خپلوحملوته زورورکړچي یادي ولسوالۍ دیوډول ناامنیوسره مخ کړي خودامنیتي ځواکونولخواددوي ټولی حملي شنډي اوله ماتي سره مخ سوله .
والي وايي وسله والودمافیايي کړیوپه مټ هڅه کوله چې سنگين ولسوالي پخپله ولكه كې راولي ترڅود هيواد شمالي سيموته د قاچاق لاره خلاصه كړي خودې موخې ته ونه رسيدل.

هلمندوالي هغه اوازي هم په کلکه ردکړي چی ګواکي دهلمندشمالي سیمي دسقوط سره مخ دي هغه زیاته وي په یادوسیموکي وسله وال له ماتي سره مخ سوي اودوي اوس مهال دجبهه يي جنګړوتوان هم له لاسه ورکړي دي .
خوپه ورته وخت کي دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انگاروايي نورکلونه به دژمي په موسم کي وسله وال دپولي نه هاخواته تلل خوپه سږني ژمي كې هم دلته پاته دي اودخپلومشرانولخواورته ویل سوي چې د جگړې دغه كرښه توده وساتي.


انګاروايي اوس مهال وسله والوطالبانودهرډول جنګ جګړوتوان له لاس ورکړي خوزیاته وی چي دځمكني ماينونوپه كارولوسره يې پدي ولایت کي خپل شتون ښودلى دى.

هلمندي خبريالان :دوژل سوي خبريال د قاتلينودجدي نیول کیدوغوښتنه وكړه

 
راپور-۲۵-۱-۲۰۱۴
هلمندي خبريالانواود مدني بنسټونواستازودوژل سوي خبريال د قاتلينودجدي نیول کیدوغوښتنه وكړه
د شنبې په ورځ په هغه احتجاجي غونډه كې چي په همدي موخه ددې ولايت د لسگونوخبريالانواود مدني ټولنودفعالینونوپه گډون جوړه سوي په ډاګه کړه .
دوي همدارازپدي دولت نه يوازې دوژل سويوخبريالانودوسيې په پوره توگه وڅيړي بلكې دنوروخبریالانووخوند يتوب ته هم كلكه پاملرنه وكړي.
دغه غونډه په داسي حال کي جوړیږي چي تیره شپه په لښکرګا کي دیوه يوځايي خبريالا مړى ترتښتول كيدو وروسته دښارپه زرړه کي وموندل سو .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
ددې غونډې گډنوالووويل که څه هم دڅلوروکلونوراپدي خودادوهم آزاد خبريال دى چې په مرموزډول د نامعلوموكسانولخوا وژل كيږي خود دولت تراوسه هم د قاتلينوپه نيولواود قانون منگولوته د سپارلوپه برخه كې پاتې راغلى .
دوي همدارازله دولته غوښتنه کوي چي دځوانمرګي نوراحمد نوري د قاتلينوپه نيولوكې كوټلي گامونه پورته كړي اوعاملینوته يي ددرني سزادورکړي غوښتنه هم وکړه
دوي په هلمندکي دشته خبریالانودخوندیتوب په اړه هم اندیښنه وښودله اوپه دغه برخه کي باید ددولتي چارواکي کوټلي ګامونه پورته کړي .
په همدي حال کي دهلمند د اطلاعات کلتوررئيس عليشا مظلومياروويل د يوه ټاكلي سوي كمسيون له لارې به د نوراحمد نوري د وژل كيدود قضيې جدي پوښتنه كوي اوتازه معلومات به درسنیواودمدني فعالینوپه واکي ورکړي .


ځوانمرګ نوراحمدنوري له تيروپنځوكلونوراهیسي په هلمند كې له یوي سيمه ايزې راډيوترڅنگ له نيويارك ټايمزورځپانې سره هم کارکاوه چې د تيرې پنجشنبې په ورځ لادركه اومړى يې په هم هغه شپه د امنيتي ځواكونولخوا دښارپه زړه کی وموندل سو.

هلمندي خبريالان :دوژل سوي خبريال د قاتلينودجدي نیول کیدوغوښتنه وكړه

 
راپور-۲۵-۱-۲۰۱۴
هلمندي خبريالانواود مدني بنسټونواستازودوژل سوي خبريال د قاتلينودجدي نیول کیدوغوښتنه وكړه
د شنبې په ورځ په هغه احتجاجي غونډه كې چي په همدي موخه ددې ولايت د لسگونوخبريالانواود مدني ټولنودفعالینونوپه گډون جوړه سوي په ډاګه کړه .
دوي همدارازپدي دولت نه يوازې دوژل سويوخبريالانودوسيې په پوره توگه وڅيړي بلكې دنوروخبریالانووخوند يتوب ته هم كلكه پاملرنه وكړي.
دغه غونډه په داسي حال کي جوړیږي چي تیره شپه په لښکرګا کي دیوه يوځايي خبريالا مړى ترتښتول كيدو وروسته دښارپه زرړه کي وموندل سو .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
ددې غونډې گډنوالووويل که څه هم دڅلوروکلونوراپدي خودادوهم آزاد خبريال دى چې په مرموزډول د نامعلوموكسانولخوا وژل كيږي خود دولت تراوسه هم د قاتلينوپه نيولواود قانون منگولوته د سپارلوپه برخه كې پاتې راغلى .
دوي همدارازله دولته غوښتنه کوي چي دځوانمرګي نوراحمد نوري د قاتلينوپه نيولوكې كوټلي گامونه پورته كړي اوعاملینوته يي ددرني سزادورکړي غوښتنه هم وکړه
دوي په هلمندکي دشته خبریالانودخوندیتوب په اړه هم اندیښنه وښودله اوپه دغه برخه کي باید ددولتي چارواکي کوټلي ګامونه پورته کړي .
په همدي حال کي دهلمند د اطلاعات کلتوررئيس عليشا مظلومياروويل د يوه ټاكلي سوي كمسيون له لارې به د نوراحمد نوري د وژل كيدود قضيې جدي پوښتنه كوي اوتازه معلومات به درسنیواودمدني فعالینوپه واکي ورکړي .


ځوانمرګ نوراحمدنوري له تيروپنځوكلونوراهیسي په هلمند كې له یوي سيمه ايزې راډيوترڅنگ له نيويارك ټايمزورځپانې سره هم کارکاوه چې د تيرې پنجشنبې په ورځ لادركه اومړى يې په هم هغه شپه د امنيتي ځواكونولخوا دښارپه زړه کی وموندل سو.

۱۳۹۲ بهمن ۳, پنجشنبه

هلمند: تیره شپه دنامعلوموكسانولخوا یوخبریال په مرموزډول سره وژل سوى دى

 
راپور۲۴-۱-۲۰۱۴
تیره شپه په هلمند كې يوخبريال د نامعلوموكسانولخوا په مرموزډول سره وژل سوى دى
دغه خبريال چې له يوې نړيوالې رسنى ترڅنگ يې په لښكرگاه كې له يوې سيمه ايزې راډيوسره هم کارکوي د پنجشنبې په ورځ له غرمې وړاندې په لښكرگاه ښاركې لادركه سوچې مړى يې د جمعې په شپه د لسوبجوپه شاوخواكې د ملي امنيت د منسوبينواوپوليسولخوا موندل سوي وو.
دوژل سوي خبريال پلاروايي دوى له چا سره شخصي دښمني نه لري اونه پوهيږي چې ددې پيښې اصلي عامل به څه وي خودقاتلینودنیول کیدوغوښتنه کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دځوانمرګ خبریال نوراحمد نوري پلار سيد نصرالدين وايي دوى له هيڅ چا سره کومه شخصي دښمني نه لري اوزوى يې په رسنيوكې دنده ترسره كوله اوله همدې لارې يې د خلكوخدمت كاوه خواوس مهال نه پوهيږي چې ځوان زوي یه د چا لخوا اوولې وژل سوى دى.

هغه له دولت څخه غوښتنه كوي چې دده د زوى قاتلين پيدا اود وژل كيدوانگيزه يې دي هم په ډاگه كړي اوددې ترڅنگ يي په هلمندکي د نوروخبريالانود امنيت لپاره دي جدي پاملرنه وكړي.
په همدې حال كې په هلمند كې د خبريالانود خپلواكې ټولنې مشرزين الله ستانكزى وايي چې نوراحمد نوري له نيويارك ټايمزترڅنگ له بست سيمه ايزې راډيوسره هم کارکوي چې مړى يې د جمعې په شپه د پوليسواوملي امنيت د منسوبينولخوا د لښكرګاه ښارموټرپلورنځيوته څيرمه يی پداسي حال کي مړي وه موندل سوچي په گونى كې اچولي وو.

نوموړى هم په جدي توګه له دولت څخه غوښتنه كوي چې دخبریالانودساتلوترڅنګ دي ددې ډول پيښوعاملين ونيسي اوله قانون سره سم دي سزا وركړي.
په ورته وخت کي د هلمندوالي محمد نعيم وايي په دې اړه يې كلكې پلټنې پيل كړې اوژمنه كوي چې په دې برخه كې له ټولوشته امكاناتوڅخه به كارواخلي اوددې پيښې عاملين به د قانون منگولوته سپاري.

په هلمند كې ترعبدالصمد روحاني وروسته دا دوهم خبريال دى چې په مرموزډول د نامعلوموكسانولخوا وژل كيږي.

۱۳۹۲ بهمن ۲, چهارشنبه

هلمند:د مارجې ولسوالۍ اوسيدونكي پرپوليسوتورلگوي چې يونهه کلن ماشوم يې په ډزوسره وواژه .

راپور۲۲-۱-۲۰۱۴
د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسيدونكي پرپوليسوتورلگوي چې يونهه کلن ماشوم يې په ډزوسره وواژه .
دغه اوسيدونكوچې د چهارشنبې په ورځ د ولايت ودانۍ مخې ته د احتجاج په ډول سره راغلي اودماشوم مړي هم ورسره وود مارجې ولسوالۍ پرملي پوليسويي تورولگاوه چې دغه ماشوم يي په ډزوسره وژلي دي .
په همدي حال کي بیاچارواكي وايي ياد سوى ماشوم د جګړې پرمهال وژل سوى خودوى په دې اړه پلټنې هم پيل كړې دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دغه اوسیدونکي وايي یادسوي ماشوم دسه شنبې په ورځ د مارجې ولسوالى په سيستاني سيمه كې هغه مهال د پوليسولخوا په نښه سوچې له نوموړې سيمې څخه دتیريدوپه حال که وه .
دوي همدارازوايی که يی ولایتي اداره غم ونه خوري دوي به خپله موضوع ترنورلوړپوړوچارواکوهم ورسوي .

دوى گواښ وکړكه ددې پيښې عاملين د قانون منگولوته ونه سپارل سي خپلولاريونونوته به دوام وركړي اوترپلازمينې به خپل لاريونونه وغځوي.
خوبلخوا د هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختوروايي له يادوسويواوسيدونكوسره يې ليدلي خووايي چې دغه ماشوم د پوليسواووسله والوطالبانوترمنځ په جگړه كې وژل سوى دى.

بختور ډاډورکوي كه چيرې پدي غه پیښه کي پوليس ښكيل وپيژندل سي د قانون لمخي نه یوازي سزاورکوي بلکي له دندي به يي هم لري کړي .

دا په داسې حال كې ده چې د سه شنبې په شپه هم د گرشك ولسوالۍ دنهرسراج په سيمه كې د يوې كورنۍ درى تنه غړي د سيمه ايزوپوليسولخوا په خپل کورکي په ډزوسره وژل سوي وو.

هلمند: په سمه توګه دقانون نه پلی کیدل په هلمندکي دملکي کسانودمرګ ژوبلي اصلي لامل دي .

راپور-۲۲-۱-۲۰۱۴
په سمه توګه دقانون نه پلی کیدل په هلمندکي دملکي کسانودمرګ ژوبلي اصلي لامل دي .
دغه څرګنده ونې د چهارشنبې په ورځ په دې ولايت كې د بشري حقونود خپلواك كمسيون سيمه ايزومسؤلينوپه يوه خبري ناسته كې په ډاگه كړې.
دوي پرامینتي ځواکونوتورولګوي چي ډیری وختونه دبشري حقونوڅخه سرغړونه کوي اوتراوسه هم پدي برخه کي چاته قانوني جزا نه ده وركول سي بلکي له یوي سيمې څخه بلې سيمې ته د دندې د ترسره كولوپه موخه بدليږي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې د بشري حقونود خپلواك كمسيون سيمه ايزمشرمحمد بلال صديقي وايي د تيرواتومياشتوپه اوږدوكې په دې ولايت كې ۸۵ تنه ملكي وگړي چې ښځې اوماشومان هم پكې شامل دي نه يوازې د وسله والومخالفينود ماينونوله امله بلكې د امنيتي ځواكونولخوا هم وژل سوي دي.
هغه پردولت تورلګوي چي تراوسه يي هیڅ یوه امنیتي کس ته دقانون لمخي جزانه ده ورکړي چي د ملكي كسانوپه ځورونه اوهمدا رازپه مرگ ژوبله كې راشكيل دي.

د نوموړي په وينا په اداروكې پراخ اداري فساد هم ددي لامل سوي چي له بشري حقونوڅخه سرغړونوته لاره هواره كړې .
صديقي زياتوي چې له دوى سره ثبت سوې شميرې دا په ډاگه كوي چې په دې ولايت كې د تيركال په پرتله پنځه سلنه د ملكي مرگ ژوبلې كچه لوړه تللي ده چي په دې وروستيوكې امنيتي ځواكونه مخامخ په دغه ډول کارونو کي شکیل پيژندل سوي دي .
خوبلخوادهلمندولایت دامینه قوماندانۍ دمطبوعاتوامرسمونوال عبدالاحدچوپان دصدیقي ادعاپه کله ردوي اوزیاته وي دهلمندپه څلوروولسوالیوکي کوم امنیتي کسان چي په غیري قانوني کړنوپیژندل سوي وي هغه يي عدلی اوقضايي اداروته ورپیژندلي دي .

دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيوكې په دې ولايت كې په بيلابيلوپيښوكې ترلسوزياتوملكي وگړوته مرگ ژوبله اوښتې چې نيمايي برخه يې دامینتي ځواکونولخوا په ډزوسره  وژل سوي دي.

۱۳۹۲ بهمن ۱, سه‌شنبه

هلمند : سيمه ايزوپوليسود يوې كورنۍ درى غړي وژلي دي

راپور-۲۱-۱-۲۰۱۴
په هلمند كې سيمه ايزوپوليسود يوې كورنۍ درى غړي وژلي دي
د وژل سويوكسانومړي د سه شنبې په ورځ لښكرگاه ته د احتجاج په ډول سره راوړي ووخبريالانوته وويل چې سيمه ايزپوليس يې د غلا لپاره كورته ورغلي ووچې ترپیژندلووروسته يي  ياد كسان وژلي دي.
په همدې حال كې ځايي چارواكي د خلكودا ادعا پرځاى بولي اووايي چې په دې تړاويې يوكس هم نيولى اود نورود نيولوپه موخه پلټنې روانې دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دوژل سوکسانودکورنیوپاته غړي وايي دنهرسراج ولسوالۍ د الكوزودښاخ په سیمه کي دسيمه ايزوپوليسود قوماندان سفرمحمد دوه ساتونكي د دوى كورته د غلا په موخه ورغلي چې يوه ميرمن په تناره كې ترې پټه اوپاتې نوركسان چې د كورخاوند،يوه ميرمن اويوماشوم دي په ډزوسره وژلي دي.

دغو كسانوگواښ وكړترهغه به خپل مړي خاورته ونه سپاري ترڅودولت يادوسويوكسانوته د دوى په مخ كې سزا ورنه كړي.
بل پلود هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختورد خلكوادعا پرځاى بولي اووايي چې د عجب ګل  په نامه يوتن نيول سوى اوبل تن په تيښته بريالى سوى دى.
د نوموړي په وينا چې له نيول سوي كس څخه دا مهال پلټنې روانې دي چې ترپلټنووروسته به له قانون سره سم سزا وركول سي .


په همدې حال كې د هلمند د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتوآمرسمونوال عبدالاحد چوپان هم مني چې په دې پيښه كې سيمه ايزپوليس ښكيل اوتردې مهاله يې په تړاويوتن نيول سوى هم دى.