۱۳۹۳ آبان ۸, پنجشنبه

دکتابونواومسلکي ښوونکونه شتون هلمندي زده کوونکې له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي .

راپور—۲۰۱۴—۱۰—۳۰—
دکتابونواومسلکي ښوونکونه شتون هلمندي زده کوونکې له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي .

که څه هم دې ولایت ته لسګونه کانټینره درسي کتابونه دپوهني دوزارت څخه رالیږل سوي دي 

خوبیاهم دولسولیوزده کوونکې وایې دکتابونواومسلکي ښوونکودکموالې له امله په درسي بهیرکې له پوره خنډونوسره مخ دي .

خودپوهني دریاست چارواکې وایې له تیرې یوې اونۍ راپه دیخوایه ددرسي کتابونودویش لړۍ راپیل کړه ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت دیوشمیرولسوالیوزده کوونکې وایې داچې دښوونیزکال دوه نیمي میاشتي تیري سوي دي خولااوس هم دوی ځیني درسي کتابونه نلري چې له همدي امله یې زده کړي هم نیمګړې پرمخ ځي .

دوی زیا ته وي دلابراتواراومسلکي ښوونکونشتوالي بله هغه لویه ننګونه ده چې دوی ورسره مخ دي .

دوی غوښتنه کوي چې ددرسي بهیرستونزي دې په اساسي توګه حل کړل سي په داسي حال کې چې دهرښوونیزکال په پای کې ورته درسي کتابونه ورکول کیږي .

په ورته وخت کې دهلمندولایت دپوهني ریس عبدالمتین جعفرهم دزده کوونکوستونزي منې ولي زیاته وي دمسلکې ښوونکودستونزي دحل په موخه یې دهغیودروزنې لپاره لاله وړاندي چټک ګامونه پورته کړي دي ،

چې اوس مهال هم لسګونه کسان په دغه برخه کې په زده کړوبوخت دي ،هغه زده کوونکوته ددرسي کتابونودویش دلړۍ دپیل کیدوڅخه خبرهم ورکړ.

نوموړی وایې ترخپله وسه یې دپوهني په برخه کې دهرډول ستونزودلري کولوهڅه کړې ده .


دهلمندزده کوونکې په داسي حال کې دیادوستونزوڅخه یاده ونه کوي چې اوس هم په دې ولایت کي ترسلوډيري ښوونځۍ د زده کوونکوپرمخ تړلي پاتې دي.

۱۳۹۳ آبان ۴, یکشنبه

کرکیټ بورډ په هلمندکې دکرکیټ اکاډمي جوړه اوګټي اخستنې ته وسپارله .

راپور—۲۰۱۴—۱۰—۲۶—
کرکیټ بورډ په هلمندکې دکرکیټ اکاډمي جوړه اوګټي اخستنې ته وسپارله .

یاده اکاډمي په داسي حال کې ګټي اخستني ته وسپارل سوه چې دملي ټیم لوبغاړوترڅنګ دکرکیټ بوردچارواکوهم ګډون درلود.

دکرکیټ بورډچاروکوژمنه وکړه چې په دې ولایت کې به دکرکیټ ودیته خاصه پاملرنه کوي ترڅودنورولایتونوپشان ملي ټیم ته هم دهلمندلوبغاړي لاره پیداکړي .
بایدوویل سي چې دملي ټیم لوبغاړوشاپورځدران .میرویس اشرف .غزت الله دولت زي . اودداخلي کرکیټ دمسول ترڅنګ دکرکیټ بورډ ویاند فریدهوتک هم مله وه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دکرکیټ بورډ اجرایه وي رئیس ډاکټرنورمحمدمراددکرکیټ داکاډمي دپرانیستلوپرمهال ژمنه وکړه که ولایتي چارواکې دویته ځمکه په واکې ورکړي نوپه دې ولایت کې به دوی هم دلوبغالي دجوړیدولپاره خپلوهڅوته دوام ورکړي .

نوموړی وایې دوی هڅه کوي چې دهیوادپه نوروولایتونوکې هم دیته ورته دکرکیټ داکاډمیودجوړیدوترڅنګ یې روزنیزپروګراموونه هم په لاره واچوي .

پرهمدي مهال مرستیال  والي احمدمسعودبختوروایې دولایت مقام دکرکیټ په برخه کې هررازمرسته کولوته چمتودی ،هغه وایې همدادکرکیټ ملي لوب ډله وه چې افغا نستان یې دخپلوسیالوهیوادونوپه کتارکې راویست خوزیاته وې لاهم ستونزي لروولي دحل کولوغوښتنه کوي .

په ولسي جرګه کې دهلمنددخلکواستازې نسمه نیازۍ وایې وړاندي تردې په هلمندکې دورزش په برخه کې ډیری ستونزي وې ولي دم ګړی ورته تریوه بریده دحل لاره لټول سوې ده .

دیادولووړده چې اوس مهال په هلمندکې دنورولوبوترڅنګ هلمندي ځوانانودکرکیټ لوبې ته زیاته پاملرنه کړې ده چې له امله یې دم ګړۍ په دې ولایت کې ۴۲ دکرکیټ ډلي شتونلرې چې په یاه اکاډمۍ که به وروزل سي


۱۳۹۳ مهر ۲۳, چهارشنبه

دهلمند دنادعلي ولسوالۍ ولسوال حاجې محمدانورله دوساتونکوسره ووژل سو.

راپور—۲۰۱۴—۱۰—۱۵—
دهلمند دنادعلي ولسوالۍ ولسوال حاجې محمدانورله دوساتونکوسره ووژل سو.

ولسوال تیره شپه ناوخته دیادي ولسوالۍ دمیرزاپه څلورلارې کې هغه مهال ووژل کله چې دوسله والوطالبانوپه یوه کمین کې راګیرسو.

دنادعلي ولسوالۍ امنیه قوماندان وایې ولسوال پرته له دوی سره دمشورې کولودشپي ناوخته دخپلوساتونکوسره وتلی ووچې له یادې پیښې  سره مخ سواو ووژل سو.
زموږهمکارسردارمحمد سروري دپیښې ځایته تللی اودغه راپوریې چمتوکړی دی .

دهلمند دنادعلي ولسوال حاجې محمدانوراودهغه دوه تنه ساتونکې تیرشپه ناوخته دیادي ولسوالۍ دمیرزاپه څلورلارې کې
دوسله والوطالبانودیوه کمین پرمهال ووژل سول اویوساتونکی یه په ټپي حالت کې په تیښته بریالی سو.

دنادعلي ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن عمرجان حقمل شمشادتلویزیون ته ووی

ولسوال پرته له دوی سره دمشورې کولویوازي دخپلوڅلورساتونکوسره وتلی ووچې په یاده سیمه کې دوسله والوپه کمین راګیراو ووژل سو.


که څه هم یاده سیمه په بشپړه توګه په امن کې ده ولي قوماندان وایې وروسته له څیړنوبه دامعلومه سي چې یاده پیښه څنګه رامنځته سوې ده .

انورخان دهلمنددګرمسیرولسوالۍ اوسیدونکی وودوه دورې د هلمنددپه ولایتې شوراکې دوکالت ترڅنګ دیادي شورادرئیس په توګه اودخانشین ولسوال هم پاته سوی وو،

چې له تیرودریومیاشتوراهیسې دنادعلي د ولسوال په توګه وټاکل سوله هغه څخه دوی میرمنې ،پنځه زامن ،اودرې لورګانې پاته سوې .



۱۳۹۳ مهر ۲۱, دوشنبه

مظلومیار: دسیمه ییزه رسنیوخپل سرې نشراتواوبربنډوسندرومخه په کلکه ونیول سي .

راپور—۲۰۱۴—۱۰—۱۳--
په هلمندکې به دسیمه ییزه رسنیوخپل سرې نشراتواوبربنډوسندرومخه په کلکه ونیول سي .
دهلمندداطلاعات اوکلتورریاست چارواکې وایې نوربه هیچاته اجازه ورنکړې چې درسنیودقانون خلاف نشرات اویاهم پرخپل سرلمانځ غونډوکړې ،
دوی دسیمه ییزورسنیوله مسولینوسره دڅاردیوه ګډکمېسیون دجوړه ولوپریکړه وکړه ترڅودیادستونزومخه ونیول خوژمنه کوې چې سرغړه وونکې ته به دقانون لمخې سزاورکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندداطلاعاتواوکلتوررئیس علیشاه مظلومیاروایې ورورسته له دې به په هلمندکې دټولوسیمه ییزورسنیونشرات دقانون لمخې وي ،هغه دامنې چې تراوسه رسنیوهرڅه پرخپل سرنشرول ،دی  زیاته وي دځینورسنیوبربڼدي سندرې اودخپرونوټیټ کیفیت هغه نمګړتیاوې وې چې دوی اړه سوله چې ده مخنیوې لپاره یې ملاوتړې .

نوموړی ژمنه کوې که کومه رسنۍ دقانون خلاف خپلونشراتوته بیاهم دوام ورکړې نوسمدستې به یې دفعالیت جوازترې واخیستل سی  اونشرات به یې هم په پټه وه درول سي .
که څه هم تردیارکلن ځنډوروسته اطلاعات اوکلوتورریاست ټنګ هوډکړی چې په هلمندکې به هیڅ یوې رسنۍ ته اجازه ورنکړې چې درسنیودقانون خلاف نشرات وکړي خوپه هلمندکې دامهال درې شخصي تلویزیونونه ، او۷ راډیوګانې اوهمدارنګه ۱۶ چاپې رسنۍ فعالیت لرې، دچارواکوپه خبره دبربنډوسندروخپره ول ،دخپرونوټیټ کیفیت ،معیارپه نظرکې نه نیول اودیته ورته نورې ستونزې وې چې دوی اړه سوله چې دمخنیوې لپاره یې جدې ګامونه پورته کړې .





۱۳۹۳ مهر ۱۹, شنبه

دولتې مامورین : هلمندوالي اوښاروال په ښکاره توګه دمځکوپه چوراوپراخ اداري فسادلاس پورې کړی دی .

راپور—۲۰۱۴—۱۰—۱۲--
هلمندوالي اوښاروال په ښکاره توګه دمځکوپه چوراوپراخ اداري فسادلاس پورې کړی دی .
یوشمیردولتې مامورینو، ولایتې شورا ،اودمدنې ټولنواستازې وایې په دې ورځوکې ښاروال دوالي په امرپه ښارکې په بې رحمانه توګه دمځکودغصب اودنومروپه ویش لاس پورې کړی دی چې دمامورینوپرحق یې هم خیټه اچولې ده .

دښاروالۍ ، اوعموریاست مامورینودیوه لاریون په ترسره کولوسره دولسمشرڅخه دوالي اوښاروال دلري کولواوهغوی دقانون منګلوته دسپارلوغوښتنه وکړه .
هلمندوالي دهررازخبروکولوڅخه ډډه وکړه خوښاروال دامنې چې دپوره عدل څخه کارندی اخیستل سوی ولي زیاته وي ټولواداروته یې سهم هم ورکړی دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندوالي اوښاروال دنوې حکومت دپیل سره سم په لښکرګاه ښارکې په بې رحمانه توګه دمځکودغصب اودنومروپه ویشلولاس پورې کړی دی .
دغه څرګندونې دښاروالۍ ، اوعمومي ریاست یوشمیرمامورینواودمدنې ټولنې مشردولایتي شورادودانۍ مخیته دیوه لاریون په جوړه ولوسره په ډاګه کړې ،دوی وایې ښاروال دوالي په امرپه ښارکې دنومرودویش لړۍ راپیل کړې ده چې په وینایې ددوی حق یې په نوروکسانودپیسوپه بدل کې پلورلې دې ،
دوی دولسمشراشرف غني څخه دوالي اوښاروال دلرې کولوترڅنګ هغوی عدلي اوقضایې اداروته دورپیژندلوغوښتنه کوي .

دهلمندولایتې شورریس اووکیلان هم دخلکوخبرې منې دوی هم دولسمشرڅخه په هلمندکې دمځکودپراخ غصب په ولایت  اوښاروالۍ کې دفساداوج ته درسیدودمخنیوې اوعاملینوته یې دقانونې سزادورکړې غوښتنه کوي .

وه مې غوښتل په دې اړه دهلمنددوالې نظرهم ولروداچې خبره دنومرودویش دمځکودغصب اوپه ولایت کې دپراخ فسادوه نوهغه له هرازخبروکولوڅخه ډډه وکړه .
خوپرهمدي مهال دلښکرګاه ښاروال محمدفاضل صافی دامنې چې کیداسي دنومروپه ویش کې دپوره عدل څخه به کارنوي اخیستل سوی ولې زیاته وي دولایت ، ښاروالۍ ، اوعمومي ریاست مسولینوته یې سهم ورکړی دی .
ښاروال پرځان لګول سوي تورنه رده وې چې ګواګې هغه دمځکوپه غصب اوفسادکې ښکیل دې .

 دهلمندولایتې شورا، اودمدنې ټولنوبنسټونه دولسمشرڅخه په هلمندکې دمارکیټونو،دتیلودپمپونو،اوپه ښارکې دننه دنومرودویش پوښتنه کول غواړې ددوی په خبره داچې له یادواداروسره په مرکزکې لوړپوړې چارواکې ښکیل دي نوله همدي امله یې په ښارکې په پراخ فساد،اودمځکوپه ویش لاس پورې کړی دی .
ځایې اوسیدونکې وایې په هلمندکې له یوې خوادناامنیوله امله هره ورځ یوشمیروګړې خپل ژوند له لاسه ورکوي خوله بلې خوادچارواکودپراخوظلمونوله امله یې ژوندکول له ګڼوستونزوسره مخ دی.


۱۳۹۳ مهر ۱۸, جمعه

بختیار:دهلمندپه امنیه قوماندانۍ کې پلې ځانمرګې برید۶ تنوته مرګ ژوبله واړه ول.


 
راپور—۲۰۱۴—۱۰—۱۱—
دهلمندپه امنیه قوماندانۍ کې پلې ځانمرګې برید۶ تنوته مرګ ژوبله واړه ول.

دغه بریددشنبې په ورځ سهارشاه اوخوا اته بحې دامنیه قوماندانۍ په ورستې قرول کې هغه مهال رامنځته سوکله چې بریدکوونکې غوښته داخل سي .

چارواکې وایې بریدکوونکې دپولیسودجامونه په استفاده غوښته امنیه قوماندانۍ ته داخل سي خوکله چې یه مخه ونیول سول نوپرځان تړل سوي توکوته یې چاودنه ورکړه .

نورحال دهلمندولایت څځه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندپه امنیه قوماندانۍ کې پلې ځانمرګې بریدکوونکې یوپولیس وواژه اوپنځه نوریې ټپیان کړله .
په ټپې سوکې یواشپز،اویوهم دملي اردوسرتیری شامل دی .
دهلمندسرپرست امنیه قوماندان سمونوال پاچاه ګل بختیاروایې داچې بریدګردپولیسودرشې په تن وه نودامنیه قوماندانې ترورستې قره ول یې ځان رسولی ووچې دتلاشې پرمهال یې ځانته چاودنه ورکړه اویاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړه .

هغه وایې داچې ځانمرګې بریدکونکې څنګه دقوماندانۍ ترورسې قره وله ځان رسولای ووپه اړه به یې جدي پلټنې وکړي .

خوتردې مهاله ددې بريد مسؤليت كومې ډلې په غاړه نه دى اخيستى،

د يادونې وړده چې دوه ورځې وړاندې هم په لښكرگاه ښاركې د يوځانمرگي موټربم په بريد كې پوليسواوملكي وگړوته مرگ ژوبله اوښتې وه، ځايي اوسيدونكي له دغه ډول حالته سخت اندیښمن دي چې په ښارکې کلک امنیتې تدابیرنیول سوي خوبیاهم ځانمرګې بریدکوونکی ځان ترموهیموځایورسوې .

۱۳۹۳ مهر ۱۱, جمعه

رحمتي : په هلمندکې موداختردورځولپاره کلک امنیتي تدابیرنولي دي .


راپور—۲۰۱۴—۱۰—۳---
دهلمندامنیتي چارواکې وایې داختردښه لمانځلوپه موخه یې کلک امنیتي تدابیرنیولي دي .
ددوی په خبره ځانګړې پلانونه یې په کاراچولې ترڅودادخوشحالۍ ورځې هلمندوال بیله کومه ډاره ولمانځي .
پرهمدي مهال دامنیه قوماندانۍ له لوري دپولیسوددري سوه کورنیوسره دخارکې توکومرسته هم پیل سوه.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددامنیه قوماندانۍ دجنایې څیړنورئیس مل پاسوال محمدزی رحمتي وایې داختردورځودښه لمانځلوپه موخه یې دلښکرګاه ښاراودولسوالیودښه امنیت لپاره له څوورځوراهسیې خاص امنیتي تدابیرنیولې .

هغه وایې دهرډول ناامنیواومشکوکوفعالیتونودمخنیوي په موخه دښاراولسوالیوپه بیلابیلوسیموکې پولیسوځای پرځای سوي ترڅودهرډول ورنه کاره کړنومخه نیول سوې وي .

دیوه بل خبرلمخې دامنیه قوماندانۍ له لوري د۳۰۰ کورنیوسره دخوراکې توکودمرستودویش لړۍ هم پیل سول چارواکې وایې یادې مرستې دشهیدوسوپولیسودکورنیوغړوته ورکول کیږي .

په دغه مرستوکې هرې کورنۍ ته ۵۰ کلیواوړه ، ۲۰ کلیو وریجې ، لس کلیوغوړې ،یوه کلیوچای اویوه کلیوبوره په پام کې نیول سوې ده .

بل پلویوشمیرکورنۍ خوښې ښه یې چې دولت دوی له پامه نه دي غورځولې خوغوښتنه کوي چې نوردي په هلمندکې دهرډول وژنومخه ونیول سي .

یاده دې وي چې ورته مرستې هرکال د اخترونوپه رارسیدوسره دشهیدوسوپولیسوله کورنیوسره ترسره کیږي.

۱۳۹۳ مهر ۹, چهارشنبه

نوزادی : هلمندته دزده کونکولپاره څه کم یوملیون درسي کتابونه لیږدول سوي دي .


راپور—۲۰۱۴—۱۰—۱—
دهلمندزده کونکولپاره څه کم یوملیون ټوکه درسي کتابونه لیږدول سوي دي .

دپوهنې دریاست چارواکې په یادوکتابونکې دښوونکوددرسي لارښودنې کتابونه هم شامل دي ، 

ددوي په خبره دیادکتابوپه ورکولوسره به ده زده کونکوپه درسي بهیرکې ۹۰ سلنه ستونزي راکمې کړي .

خوزده کونکې وایې دوی اوس هم په دغه برخه کې له ګڼوستونزوسره لاس اوګریوان دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دپوهنې دریاست دخپرونوعمومي مدیرعبدالصبورنوزادی وایې دراوړل سوکتابونوشمیر۹۳۸ زره دی چې ۱۹۲ جلده کیږي اوتیره ورځ دپوهنې دوزارت له لورې دې ولایت ته رسیول سوي دي.

نوموړی وایې په یادوکتابونوکې  ۹۷۵۰ جلده دښونکودرسي لارښود، چې ۶۹۷۶۳ په پښتو،او۷۳۸۸۳ جلده یې په دري ژبه دي چې ، دلسم ، یولسم، اودولسم ټولګیولپاره دي

 اوهمدارنګه دلومړي ټولګي څخه ترشپږمه ټولګي پوري بشپړدرسي کتابونه هم شامل دي .
خونوموړی په دغه برخه کې دیولړنورستونزویادونه هم کوي .

پرهمدي مهال یوشمیرزده کونکې دپوهني دریاست دچارواکوهغه خبري په کلکه رده وي چې لمخې یه په دې ولایت کې تر۹۰ سلنه زده کوونکوته درسي کتابونه په واکې ورکول سوي دي .

ددوی په خبره لاهم ډیری زده کونکې دکتابونودنه شتون له امله په خوراسختوستونزوکې راګیردي

داپه داسي حال کې ده چې په دې ولایت کې د۱۲۰ ښوونځیودتړل کیدوترڅنګ ډیری ښوونځې ودانۍ هم نلري ددی ولایت داوسیدونکوپه خبره ده پراخ اداري فسادله امله دهلمنددپوهني بهیریې له ماتي سره مخ دی