۱۳۹۳ تیر ۹, دوشنبه

هلمند; دجنګ جګړوله امله څه باندي ۳۰۰۰ کورنۍ بیځایه سوي اودسروي لړۍ یه دوام لري.

راپور-۳۰-۶-۲۰۱۴
په هلمندکي دجنګ جګړوله امله څه باندي  ۳۰۰۰ کورنۍ بیځایه سوي اودسروي لړۍ یه دوام لري.
دکډوالوچارومسولین وایې یادي کورنۍ دهلمند دڅلوروشمالي ولسواليوسربيره د مارجې اونهرسراج څخه په دې وروستيوكې د روانوجگړوله وجي بيځايه سوې چې داړنده ریاست له لوري یه سروي اوس هم په سیمه کي دوام لري .
چارواکودیوشمیرمرستندویه اداروله لوري دغیري خوارکي موادودورکړي خبرهم ورکړچي وروسته له سروي به يې پراړه کورنیوووه ویشي .
په ورته وخت کي دسري میاشتي مسولین وايې دوي موسي کلاولسوالۍ ته شل ورځي مخکي ۲۰۰کورنیوته خوراکي اوغیري خوراکي موادلیږلي چي پراړوکورنیویه هم ویشلي سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددکډوالوچارورئیس غلام فاروق نورزی وايې تردي مهاله دسنګین موسي کلا نوزاداوکجکي ولسوالیوڅځه دورستیوجګړوله امله دبیځایه سویوکډوالوشمیر۳۲۰۰ کورنیوته رسیږي چي ددوي له لوري یه دسروي چاري هم په دوام لري
دنوموړي په وينا ۲۵۰ كورنۍ لښكرگاه،يوشميركورنۍ گرشك اونورې كورنۍ د سنگين په شاوخوا كې امن سيموته کډه سوي چې سروي یه دیوه ګډپلاوي په مشرۍ دوام لري .

هغه وايې په سنګین کي اوس هم نا امني ډيره ده دوي نسي کولای هلته په دقيق ډول د بيځايه شويوكورنيوشمیرمعلوم کړي ولي زیاته وي دکوموکورنیوسروي چي بشپړه سي ورسره سم به خوارکي اوغیري خوراکي مرسته وروره سوي .
بلخواپدي ولایت کي دسري میاشت دټولني مشراسدالله مایاروايې دوي هم دسنګین اوموسي کلاولسوالیود۷۰۰ بیځایه سوکورنیولپاره دخوارکې اوغیرې خوارکې موادودمرستي چمتوالي لري چي دلاري دخلاصیدوسره سم به يې پراړوکورنیووویشي


که څه هم په شمالي هملندکي دولت اوسله والوترمنځ لس ورځي وړاندي جګړه پیل سوی ده خوتراوسه هم دجګړوله امله دبیځایه سوکورنیوسره هیڅ رازمرسته نه ده ترسره سوي اونه یې هم سروي پایته رسیدلي ده .

۱۳۹۳ تیر ۸, یکشنبه

دګرمسیرولسوال: که دخانشین اوګرمسیرولسوالیودامنیتي مسولینوترمنځ همږغي غښتلي نسي ننګوني به وزیږه وي .

راپور۲۹-۶-۲۰۱۴
دهلمندپه جنوب کي دګرمسیرولسوالۍ مسولین وايې که دامنیتي ځواکونوترمنځ همږغي غښتلي نسي امنیتي ننګوني به وزیږه وي .
دګرمسیرولسوال وايې اوس مهال دخانشین اوګرمسیرولسوالیوترمنځ سیمه کي وسله وال مخالیفن دځاي پرځاي کیدوهڅي کوي ،هغه دامنیتي ځوواکونوپرکلکي همږغي ټنګارکوي اوزیاته وي که دګرمسیرولسوالۍ ناامنه سي جنوبي ولسوالۍ به ټولي له پوره امنیتي ګواښ سره مخ سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردار محمد سروري راکوي .
دهلمندپه جنوب کې دګاونډي هیوادپاکستان سره پرپوله دپرتي ګرمسیرولسوالۍ ولسوال ایوب عمرعمري وايې دګرمسیراوخانشین ولسواليوترمنځ دوزیرابادسیمه اوس مهال بي سرنویشته پاته ده اوپه دغه برخه کي ددواړو ولسوالیودامنیتي ځواکونوترمنځ کلکي همږغي ته پوره اړیتالیدل کیږي اودم ګړی دوسله والوخوځښتونه هم په یاده سیمه کي ترسترګوکیږي .
ولسوال اندیښنه لري که یاده سیمه همداسي پاته وي لري نه دي چي وسله وال به  پکي ځالي جوړي اویادي دوي ولسوالۍ به له پوره امنیتي ننګونوسره هم مخ کړي .

نوموړي اوس مهال دګرمسیرولسوالۍ دامنیتي ځواکونوهڅي وستایلي چي په یاده ولسوالۍ کې یه دوسله والوطالبانوهرډول خوځښتونه لمنځه وړي.
ولسوال وايې که یادي سیمي ته پوره پاملرنه ونسي نوله امله يې په گرمسيركې نا امنۍ زياتيږي اود گرمسيرنا امنۍ ددې ولايت ټولوجنوبي ولسواليوته د سنگين په شان امنيتي گواښونه رامنځته کولای سي .
هڅه مووكړه چې په دې اړه د ولايت د مقام نظرهم له ځانه سره ولروخوله پوره هڅوسره سره بیاهم پدي ونه توانیدو.

د گرمسيرولسوالۍ مسؤلين په داسې حال كې ددغوانديښنوڅخه خبرورکوي چې دوه ورځې وړاندې هم شاوخوا شلووسله والوطالبانوپه دوه رنجرموټروكې چې د سرحدي پوليسوجامې يې په تن وې د نوموړې ولسوالۍ دخواجه ابادپه سیمه کي یه پرامنيتي پوسته وسله وال بريد وكړچې دیوه پولیسواووسله وال دوژل کیدوترڅنګ یوپولیس هم ټپي سو.

۱۳۹۳ تیر ۷, شنبه

دسنګین ولسوالۍ اوسیدونکي :د هلمند د سنگين ولسوالۍ جگړه اتمې ورځې ته هم وغځيده .

راپور-۲۸-۶-۲۰۱۴
د هلمند د سنگين ولسوالۍ جگړه اتمې ورځې ته هم وغځيده .
دهلمنددوالي وياند وايي دهلمند په شمالي دريوولسواليوكې دا مهال جگړه تریوبریده پاى ته رسيدلې اوپه سنگين ولسوالۍ كې لاهم امنیتي ستونزې شتون لري .
هغه وايې دیادي جگړي په ترڅ شاوخوا ۳۰۰ ملكي وگړوته مرگ ژوبله اوښتې ده،
خوبلخوابیاددي ولسوالۍ اوسیدونکي وايې اوس هم په نوموړې ولسوالۍ کي جگړه په شدت سره دوام لري نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددوالي ویاندعمرځواک وايې په موسي کلا. نوزاداوکجکي ولسوالیوکي اوس مهال جګړه پایته رسیدلې ده خودسنګین ولسوالۍ په ځینوسیموکي لاهم امنیتي ستونزي شتونلري چي پرمهال يې تر۲۰۰ زیات ملکي کسان ټپیان اوتر۵۰ تنوزیات وژل سوي دي .
خوپه دې ولایت کي دعامې روغتیادریاست یوه سرچینه دنوم دنه ښودلوپه شرط وايې دجمعي دورځي ترمازدګره پوري دلښګرګاه ښاراودولسوالیودروغتونوڅخه دجنګ جګړوله امله دویته ۳۲۸ تنه ټپيان وروړل سوي چې ۲۱ تنويې ساه وركړې ده.
که څه هم په دې ولایت کې امنیتي چارواکې دسنګین دجګړې دپایته رسیدوخبره کوي خودیادي ولسوالۍ اوسیدونکي چي دلښکرګاه ښاردایمررجنسي روغتون مخي ته راټول دي وايې اوس هم په سیمه کي خوراسخته جګړه دوام لري اوډیری مرګ ژوبله ملکي کسانوته اوړي .

په ورته وخت ددي ولسوالۍ دټولینزي شورامرستیال حاجي میراجان دټلیفون پرکرښه شمشادتلویزیون ته وویل اوس هم په سیمه کي جګړه دتیرپشان دوام لري اودشنبي په شپه هم دبوستان زوپه حوزه کي دوي امنتیي پوستي وسله والونیولې دي


دا په داسې حال كې ده چې د جمعې په ورځ نوموړې ولسوالۍ ته ځينې لوړپوړي امنيتي چارواكي هم ورغلي ووچې د سيمې د اوسيدونكوپه وينا دوى يوازې د ملي اردوله هغه لیواڅخه لیدنه کړي چې د جگړې نه لري په یوه څنډه كې پرته ده .

۱۳۹۳ تیر ۶, جمعه

Breking News. وسله والوطالبانودسرحدي پولیسوپه جاموکي په ګرمسیرولسوالۍ کي حمله کړي .

راپور۲۰۱۴---۶—۲۷--
دهلمندپه ګرمسیرولسوالۍ کي وسله ولوطالبانودجمعي په ورځ ۱۲:۳۰ پریوه امنیتي پوسته بریدکړی .
ددي ولسوالۍ ولسوال ایوب عمرعمري وايې وسله والودسرحدي پولیسوپه جاموکي چي شاوخوا۲۰ تنوته رسیده په دورنجرموټرکوسپاره وه ددي ولسوالۍ دخواجه اباده په سیمه کي یه پریوه امنیتي پوسته حمله کړي، چي یومحلي پولیس يې وژلی اویوملي پولیس يې هم ټپي کړی دی .
ولسوال وایې په دغه بریدکي دوسله والوطالبانویوکس وژل سوی اومړی یې هم ددوي سره په واکي دي هغه وايې وژل سوی کس ښکاري چي پاکستانی به وي .
دده په خبره وسله والوددښت په غاړه کي دامنیتي پوستي تربریدوروسته له سیمي نه پښي سپکي کړي
عمري وايې دوي له وړاندي معلومات درلودل چي وسله وال به پریاده امنیتي پوسته دلمنځه تلوپه وموخه پولان درلودخودامنیتي ځواکونودځوابي حملي په نتیجه کي له ماتي سره مخ اوپه تیښته بریالي سوله .
که څه هم دپولیسوپه جاموکي دوسله والوحمله کومه نه وي خبره نه ده خوپه خپل وارسره په ګرمسیرولسوالۍ کي ځکه نوي ښکاري چي په یاده ولسوالۍ ټولي سرحدۍ سیمي دسرحدي پولیسوسره په واکي دي .



دسنګین اوسیدونکي : دسنګین ولسوالۍ په روانه جګړه کي وسله وال طالبان ملكي کسان په نښه كوي.

راپور-۲۷-۶-۲۰۱۴
دسنګین ولسوالۍ په روانه جګړه کي وسله وال طالبان ملكي کسان په نښه كوي.
دغه څرګندونې دیادي ولسوالۍ اوسیدونکي په ډاکه کوي کوم چي دوي ورځي وړاندي یه له سیمي څخه پښي سپکي کړي اودکورنۍ غړي یه هم په جکړه کي وژل سوي اویاهم ټپي سوي دي .
دوي هم په سنګین ولسوالۍ کي دجګړي داساسي حل غوښتنه کوي .
په همدې حال كې ددې ولايت امنيتي مسؤلين وايي چې دا مهال سيمې د دولتي ځواكونوتركنټرول لاندې دي اوپه چاڼيزوعملياتويې پیل کړي دي ..
نورحال هملندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
دسنګین ولسوالۍ اوسیدونکي وايې دجگړې په لومړۍ اودوهمه ورځ وسله والوطالبانودوى ته له خپلوكورونوڅخه د وتلوامروكړچي دوي نه منې نوپه دريمه ورځ يې وسلوال كورونوته ورغلي اوپه ملكي خلكويې ډزې كړې دي چي پرمهال لسگونه ملكي وگړوته مرگ ژوبله اوښتې اود جگړې په سختيدوسره يې له سيمې څخه پښې سپكې كړې .

دوي زیاته وي سنګین هرکال ددي ډول جګړوشاهدوي خوغوښتنه کوي چي ددي ولسوالۍ امنیت دي پوره پاملرنه وسي اوخلک دي له پرتوستونزوڅخه وژغوري .
په ورته وخت کي دهلمندامنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی وايې که څه هم مخامخ جګړه په یاده ولسوالۍ کي پایته رسیدلي ده خوزیاته وي وسله والوطالبانوته يې درنه مرګ ژوبله هم اړه ولي ده .
قوماندان وايې وسله وال له هغوسیمونه پشاسوي دي چې څوورځې وړاندې يې په ولكه كې وي .

نوموړي وايې وسله والودخلکوداستوګني په کورونوکي په پراخه کچه ماینونه ځای پرځاي کړي دي اوامنیتي ځواکونه هڅه کوي چي ټول شنډواملکي کسانوته دژوندکولوزمینه برابره کړي .

دا په داسې حال كې ده چې د پنجشنبې په ورځ هم د سنگين ولسوالۍ يوشميراوسيدونكورسنيوته وویل په سنګین ولسوالۍ کي مخ پټي وسله وال هم ليدل سوي دي چې په ملكي مرگ ژوبله كې عملا لاس لري.

دهلمندامنیه قوماندان : دهلمندامنیتي چارواکي وايې دسنکین جګړه یې تریوحده کابوکړي ده .

 
راپور—۲۰۱۴—۶—۲۷---
دهلمندامنیتي چارواکي وايې دسنکین جګړه یې تریوحده کابوکړي ده .
ددوي به خبره دم ګړی په سیمه کي کومه خاصه ستونزه نه ترسترګوکیږي او اوس مهال په سیمه کي  تصفوي عملیات هم دوام لري
خوبلخوابیاددي ولسوالۍ اوسیدونکي ټول امنیتي ارګانونه پړه بولي چي تراوسه يې هم دسنګین جګړه پایته ونه رول او اوس هم په سیمه کي جګړه دوام لري .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه پاسوال عبدالقیوم باقي زوی دسنګین ولسوالۍ څخه دټلیفون پرکرښه شمشادتلویزیون ته وویل اوس په یاده ولسوالۍ کي جګړه تریوحده امنیتي ځواکونوکابوکړې ده .
هغه وايې په سیمه کي دامنیتي ځواکونوله لوري دماینونودشنډولوپه موخه په سیمه کي تصفوي عملیات دوام لري اوډیرژربه روانه جګړه پایته ورسوي .
خوبلخوابیاددي ولسوالۍ اوسیدونکی اودسیمه ییزه پولیسوقوماندان غلام جان اکا دټلفون پرکرښه دامنیتي چارواکوخبري ټولي رده وي اوزیاته اوس هم په سیمه کي جګړه دوام لري اوډيری کسان له خپلوکورونوڅخه کډه کولوته اړسوي دي .
دده په خبره تیره شپه هم دسنګین دولسوالۍ اوامنیه قوماندانۍ پرودانیووسله والوطالبانوحمله کړي ده چي یادي حملي ترسهارهم دوام درلود.

چارواکي دغه خبري ټولي ردوي اوزیاته وي دڅلوروولسوالیوپه جګړه کي تراوسه ۵۰۰ وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتي ده .
خوتراوسه هم پدي اړه وسله والووسله واطالبانو څه نه دي ویلي .


۱۳۹۳ تیر ۵, پنجشنبه

په هلمندکي درواني جګړي رهبري دپاکستان دای ایس ای افسران پرمخ وړي .

راپور۲۰۱۴—۶—۲۶—
په هلمندکي درواني جګړي رهبري دپاکستان دای ایس ای افسران پرمخ وړي .
دغه ټکی دهلمندوالي دپنجشنبي په ورځ په یوه خبري ناسته کي په ډاګه کړ،هغه وايې دپاکستان استخباراتي اداره دکوټي دشوراپه مرسته په سیمه کي دناامنیولپاره لمنه وهي ترڅوله دغه سیمي نه ګاونډي ولایتونوته هم ناامني وغځوي .
خوبلخوابیاددي والسوالۍ اوسیدونکي په سیمه کي دمخ پټووسلوالوطالبانودپیداکیدوخبرورکوي اوزیاته وي تراوسه يې ډیری ملکي کسان وژلي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي درواني جګړي رهبري دپاکستان داستخباراتي اداري ای ایس ای افسران اوپه کوټه کي دوسله والوطالباودشورالخواپرمخ وړل کیږي .
دهلمندوالي محمدنعیم دپنچشنبي په ورځ په یوه خبري ناسته کي خبریالانوته وویل روانه جګړه یوه سازمانددهي جکړه ده هغه تورپوري کړچي دګاونډي هیواداستخباراتي اداره درواني جګړي رهبري په غاړه لري اوغواړي ددغهوسیمودناامنیوترڅنګ ګاونډي ولایتونوته هم ناامني وغځوي .

که څه هم دیادي جګړي څخه شپږورځي تیريږي اوتراوسه هم دبیځایه سووزرګونوکورنیوسره هیڅ رازمرسته نه ده ترسره سوي خوالي وايې ولسمشرده پڼخه میلیونه نغدي افغانیومرسته کړي چي ډیرژربه يې پراړوکورنیووویشي .
په ورته وخت کي دسنګین ولسوالۍ اوسیدونکي په سیمه کي دمخ  پټووسله والویاهم نکاب پوشانودپیداکیدوڅخه خبرورکوي دوي وایې تراوسه يې په سیمه کي ډیری ملکي کسان ښځي اوماشومان هم وژلي دي اودیادي جګړي رهبري هم په سیمه کي ددوي اوپنجابي وسله والوپه ولکه کي ده .

دوي وايې اوس هم په سیمه کي جګړه روانه ده اوداسي خاص پرمختګ نه دي رامنځته سوي خوپرمرکزي دولت ژغ کوي چي دجګړي دژرپایته رسیدوترڅنګ که  دبیځایه سوکورنیوسره هم پوره مرستي ونه کړي ډیری کسان به خپل ژوند له لاسه ورکړي .
دهلمندپه شمال کي درواني جګړي دپاکستان داستخباراتي اداري ای  ایس ای دافسرانوپنجابي اومخ پټووسله والوطالبانورهبري کولونوي اندیښني راپیداکړي دي .
خوچارواکي وايې دوي په شمالي هلمندکي اوس امنیتي ستونزي راکمي کړي دي اوپوره هڅه کوي چي له ټول شمالي هلمندڅخه دجګړي لمنه ټوله کړي .


۱۳۹۳ تیر ۴, چهارشنبه

د هلمند د سنگين ولسوالۍ سربیره د جگړې لمنه دري نورولسواليوته هم وه غځیدله .

راپور-۲۵-۶-۲۰۱۴
د هلمند د سنگين ولسوالۍ سربیره د جگړې لمنه دري نورولسواليوته هم وه غځیدله .
چارواکي وايې دجګړې په سيمه كې د كوكنارود ترلاسه سويوحاصلاتود قاچاق لپاره زمينه برابرول اود هيواد شمالي سيموته دلارې خلاصول په گوته كوي.
ددوي په خبره سنگين د كندهارله يوشميرسيموسره گډې پولې لري چې وسله والوله هغه سيموڅخه خپل اكمالات كړي چې اوس مهال دهلمند په څلوروشمالي ولسواليوكې تهاجمي بريدونه راپیل سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددوالي ویاندعمرځواک دچهارشنبې په ورځ په يوه ګډه خبري ناسته كې وويل وسله والوطالبانودسنګین ترڅنګ پردریونوروولسوالیولکه موسي کلا. نوزاد. اوکجکي کي هم بریدونه پیل کړي ترڅوڅلورسره ولسوالۍ ترخپلي ولکي لاندي راولي اودغه سیمي دیوه قوي مرکزپه توګه وکاروي .
هغه پدغه جګړه کي مافیايې کړي ښکیلي وبللي اوزیاته کړه چي سیمي ته نوراضافي ځواکونه هم رسیدلي چي اوس مهال دوسله والوسره په جګړه کي راښکیل دي .

نوموړي که څه هم دتازه مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل خوزیاته يې کړه وسله والودکندهاردغورک ولسوالۍ له لاري خپل پوره اکمالات هم کړي دي .
په دغه خبري ناسته کي دولایتي شورامنشي عطاالله افغان اومدني فعال سردارمحمد همدرد ددي جګړي لوي لامل دهلمندپه شمالي سیموکي دکوکناروراټول سوي حاصلات  په ګوته کوي
ددوي په خبره وسله وال اوافیايې کړۍ هڅه کوي چي دیادجګړي نه په استفاده نشه یې توکي په اساني سره قاچاق اونوروسیموته يې ولیږدوي .
دوي شمالي ولسوالۍ ستراتژيكې سيمې وبللې اوله دولت څخه يې داوږدمهال لپاره دمنظموپلانونودجوړیدواوعملي کولوغوښتنه وکړه .

که څه هم درواني جګړي پنځمه ورځ ده خوویل کیږي تراوسه ملکي کسانوته ډیره مرګ ژوبله اوښتي ده چارواکي دیادي مرګ ژوبلي پړه پروسله والوطالبانواچوي خوله سیمي څخه ځايې اوسیدونکي بیاملکي مرګ ژوبله نه یوازي دامنیتي ځواکونودهوانونوبلکي دکورونوپه دروازوکي دوسله والوطالبانودځای پرځای سويو ماینونوله امله هم یاده وي .


۱۳۹۳ تیر ۳, سه‌شنبه

دهلمنددسنګین ولسوالۍ په روانه جګړه کي ددواړخواو ۲۸۵ کسانوته مرګ ژوبله اوښتي .

 
راپور----۲۰۱۴—۶---۲۴—
دهلمنددسنګین ولسوالۍ په روانه جګړه کي ددواړخواو ۲۸۵ کسانوته مرګ ژوبله اوښتي .
دهلمندامینه قوماندان دسیمي څخه دټلیفون پرکرښه شمشادتلویزیون ته وویل په ځینوسیموکي لااوس هم وسله وال حاکم دي خودوي یه پروړاندي عملیات راپیل کړي ترڅوټولي سیمي ترامنیتي پوښښ لاندي راسي .
خوددي ولسوالۍ دټولینزي شورامشربیادامنیتي چارواکوخبري نه مني هغه واېې اوس هم په سیمه کي درنه جګړه دوام لري اودوي دپوره ستونزوسره مخامخ دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددسنیګین ولسوالۍ جګړه پنځمي ورځي ته هم ورننه وتل اوس هم ددي ولسوالۍ ډيری سیمي دوسله والوطالبانوسره په واکي دي
دهلمندامنیه قوماندا پاسوال عبدالقیوم باقي زوی دټلیفون پرکرښه شمشادتلویزیون ته وویل دپولیسواوملي اردوله لوري په سیمه کي پراخ عملیات پیل سوي اوتردامهاله يې دسنګین لښکرګاه اوسنګین کجکي لوي لاري خلاصي کړي دي
دقوماندان په خبره تراوسه ۳۵ امنیتي کسانوته مرګ ژوبله اوښتي ده ولي زیاته وي دوسله والوطالبانو۱۰۰ کسان وژل سوي اوتر۱۵۰ زیات يې ټپي سوي هم دي .

نوموړي وايې اوس مهال دسنیګن ولسوالۍ جګړه دوي ترخپل کنټرول لاندي راویستي اوډیرژربه ټولي سیمي یوځل بیاترامنیتي واک لاندي راولي .
بلخوابیاددي ولسوالۍ دټولینزي شورامشرښادي خان دامنیه قوماندان خبري نه مني هغه وايې تراوسه کوم خاص عملیات په سیمه کي نه ترسره سوي اوس هم جګړه دوام لري .
ښادي خان دټلیفون پرکرښه وویل تر۴۵ زیات ملکي کسان وژل سوي ۶۵ نورټپیان سوي هم دي هغه وايې ۳۵۰۰ کورنۍ کډه سوي دي چي په دښتي سیمه کي  اوس مهال په سختوحالاتوکي شپي تیره وي.

نوموړي له ولایتي اداري ترڅنګ پرمرکزي دولت هم ږغ وکړچي دسنګین میشتوله سختوحالاتوڅخه دي ځان خبراوله دغه سره اوره دي ددوي ماشومان اوښځي وژغوري
خووسله والوطالبانوته دمرګ ژوبلي په اړه دوي څه نه دي ویلي ویلي ددي ډلي ویاندقاریوسف احمدي وايې دهلمندمارجي ولسوالۍ ته یه تیره شپه ددوي په زیات شمیروسله وال داخل سوي دي




۱۳۹۳ تیر ۲, دوشنبه

دهلمندپه نوزاداوسنګین ولسوالیوکي یوځل بیاپه پراخه کچه درني جګړي راپیل سوي دي .

راپور—۲۰۱۴—۶—۲۳—
دهلمندپه نوزاداوسنګین ولسوالیوکي یوځل بیاپه پراخه کچه درني جګړي راپیل سوي دي .
چارواکي وايې تراوسه پدي جګړه کي دواړوخواته درنه مرګ ژوبله هم اوښتي ده خوزیاته وي دوي یه دیوه منظم پلان لمخي دعملیاتولپاره تیاری نیسي .
ویل کیږي پدي جګړه کي چي اوس هم دوام لري ملکي کسانوته هم پکي مرژوبله اوښتي ده .
خوددي ولسوالۍ  دټولینزي شورامشروايې ډیری سیمي وسله والوطالبانوترولیکي لاندي راغلي کیداسي ډیرژرسنګین ولسوالۍ دسقوط سره مخ سي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندپه نوزاداوسنګین ولسوالیوکي دتیرودریوورځوراهیسي درني جګړي دوام لري .
ددي ولسوالۍ دټولینزي شوراریس ښادي خان وايې دسنګین ولسوالۍ ډيری سیمي اوس مهال دوسله والوطالبانوپه ولکه کي دي .هغه وايې تراوسه پدي ولسوالۍ کي ۳۵ ملکي کسان وژل سوي اوتر۴۵ زیات ټپیان سوي هم دي خوزیاته وي داهغه کسان دي چي دجنګ دسیمي څخه راایستل سوي دي .
هغه وايې اوس هم ډيری سیمي دطالبانوپه خپل واکي اخستي دي ولي زیاته وي که دامنیتي ځواکونودغه ډول کمزوري وي ډيرژربه سنګین ولسوالي سقوط وکړي .

دسنګین ولسوالۍ مرکزته نږدي په دوه کلومتري کي دجنګ له امله دلاري دبندیدوله وجي موکرۍ ورځ دلته تیره کړه هره خوادلوۍ اووړومرمیوشلک ووپه دغه ځای کي ملکي کسان هم سته خوهلمندوالي محمدنعیم په سیمه کي شمشماتلویزیون ته وویل په نوازداوسنګین ولسوالیوکي وسله والوطالبانوپه پراخه کچه حملوته زورورکړی .
هغه وايې دوسله والوطالبانوشمیرتر۸۰۰ سوه زیات دي اودوي هڅه کوي چي سنګین ولسوالۍ ترخپلي ولکي لاندي راولي .

دوالي په خبره تراوسه پدي جګړه کي ۱۳ پولیس  ۸ دملي اردوسرتیري وژل سوي او ۱۶ پولیس ټپي سوي هم دي خووالي زیاته وي دمرګ ژوبلي شمیره تردي هم لوړه ده خودکره شمیرپه اړه يې څه نه وايې .
هغه وايې ده ملي دفاع اوکورنیوچاروله وزیرانوسره يې هم خبري کړي چي ددواړوولسوالیودساتلولپاره به په سیمه کي چاڼیزعملیات وکړي .

چارواکي وايې تراوسه په دواړولسوالیوکي ۲۴ وسله وال طالبان وژل سوي ۸ ټپیان دي اویوه اندازه وسلي اوموهیمات هم دامنیتي ځواکونولاسته ورغلي دي .
خووسله وال طالبان دولتي لوریته ددرني مرګ ژوبلي داړه ولوادعاکوي .
دهلمندپه شمال کي سنګین ترټولویوه له ناامه ولسوالیوڅخه شمیرل کیږي چي تیرکال هم پرهمدي مهال دشپږومیاشتولپاره ددرني جګړي شاهده وه خوویل کیږي داځل جګړه دتیرپه پرتله ډیره قوي ده چي تراو سه يې ډیری سیمي وسله والوطالبانوترخپلي ولکي لاندي راویستلي دي .


۱۳۹۳ خرداد ۲۸, چهارشنبه

په هلمندکي دقانون دنه پلي کولوله امله دماشومانوژوندله بیلابیلوګواښونوسره مخ دی .

راپور-۱۸-۶-۲۰۱۴
په هلمندکي دقانون دنه پلي کولوله امله دماشومانوژوندله بیلابیلوګواښونوسره مخ دی .
دبشري حقونودخپلوک کمیسیون ولایتي مسول وايې اوس مهال هم  په هلمند كې ماشومانوباندې جنسي تيری،درانه كارونه اوبچه بازي هغه ستونزې دي چې دماشومانوژونديې له ننګونوسره مخ کړي دي . دوي ددغه ستونزولوي لامل دعامه پوهاوي د كچې ټيټوالى،ناوړه دودونه اود قانون نه پلي کول په ګوته کوي .
خودغه ستونزي هم چارواکي مني اوزیاته وي دمخنیوي لپاره يې هلي ځلي پیل کړي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد  سروري راکوي .
په هلمندکي دبشري حقونودخپلواک کمیسیون ځاي مسول محمدبلال صدیقي وايې تیرکال دناامنوله امله پدي ولایت کي  ۴۰ ماشومان ووژل سول او ۵۰ نورټپیان سوي دي
هغه وايې په ماشومانوجنسي تیری . درانه کارونه کول .اوبچه بازي هغه لوي ستونزي دي چي ماشومان يې دله ګڼوستونزوسره مخامخ کیدوترڅنګ له خپلوحقونوڅخه هم بي برخي دي .
صدیقي وايې تيركال له دوى سره د ماشومانوپه وړاندې د تاوتريخوالي ۳۰ قضيې ثبت سوې وي چې دوى اړونده ادداروته سپارلي دي.

دنوموړي په وینادوي به دغه برخه کي سلګونه کسانوته دعامه پوهاوي  بیلابیلوپروګرامونه ورکول سوي دي خووايې لاهم ډيره اړتیاسته .
په هلمندکي دکاراوڼولینزوچاروريس محمدنادرنوزادوال یادي ستونزي ټولي مني خووايې دمخنیوي لپاره پوره هلي ځلي راپیل کړي دي
دنوموړي په ونیااوس مهال له دوي سره ۱۲۰ تنه هغه ماشومان چي مورپلاريې دجنګونوله امله وژل سوي دي اودامهال هیڅ سرپرست هم نلري له دوي سره په روزنتون کي ترروزنې لاندې دي .

هغه وايې ددي ستونزولوي لامل دعامه پوهاوي دکچي ټیټوالی دی چي پدي برخه کي څنګه چي لاظمه وه هغه ډول کارنه دي ترسره سوی .
په دي ولایت کي یوازي ماشومان نه دي چي دقانون لمخي دي دورکول سوی حق څخه برخمن وي بلکي دوښځوپروړاندي تاونریخوالی هم یوله هغه پرتوستونزوڅخه شمیرل کیږي چي تراوسه ورته پوره پاملرنه نه ترسترګوکیږي .


۱۳۹۳ خرداد ۲۷, سه‌شنبه

هلمند:دډاکټرعبدالله پلویان دټاکنوپرکیسیون اودولتي چارواکوددرغلیوتورپوري کوي .

راپور-۱۷-۶-۲۰۱۴
په هلمنددکي دډاکټرعبدالله عبدالله پلویان دټاکنودخپلواک کیسیون پرځاي مسول اودولتي چارواکوددرغلیوتورپوري کوي .
دغوکسانودشنبي په ورځ خبریالانوته وویل په دوهم پړاوټاکنوکي په ځینوولسوالیوکي دډیرورایوکارول په ښکاره ډول سره دولتي چارواکولاس وهن اودوي په درغلیوتورنه وي .
خوددوي دادعاوکولوپراساس دولسوالیومسولینواودکمیسمیوچارواکودغه کاریوه دسیسه اوددوي شخصي نظربولي اوپه دغه برخه کي دهرډو اسنادودوړاندي کولوغوښتنه کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په دوهم پړاوټاکنوکي په هلمندکي دډاکټرعبدالله عبدالله یوشمیرپلویان وايې دټاكنوپه ورځ په نادعلي،ناوې اوگرمسيرولسواليوكې نه يوازې له تمي خلاف رايې كارول سوې بلكې په ښكاره توګه يادوسويوولسواليوولسوالانو اوامنيتي مسؤلينوپه پراخه کچه درغلى كړې اوخلك يې هڅولي چې خپلې رايې د ډاكتراشرف غني احمدزي په گټه وکاره وي .
دوى همدا رازوايي  د خپلوادعاوپه اړه كره شواهد اوسندونه په لاس نه دي ورغلي اوددې ترڅنگ د ټاكنود خپلواك كمسيون رئيس داسې كسان د مامورينوپه توگه گمارلي چې هغوى د ټاكنوپه ورځ د يوه مشخص نوماند په گټه كاروکړي ولي زیاته وي په دي اړه يې خپل شکایتونه ثبت کړي دي .

خوپه دې اړه د نادعلي،ناوې اوگرمسيرولسواليومسؤلين دا ادعاوې په كلكه ردوي اووايي كه په دغه برخه كې كراه شواهد اوسندونه وړاندې سي دوى چمتودي چې پخپله خوښه دندې پريږدي اوځانونه عدلي ارگانونوته وسپاري ولي دغه کاریوه دسیسه بولي .
مسولین وايې داچي دوي دخپل نوماندنه دخلکودرايوپه بدل کي پیسي اخستي او خلکورایه په خپله خوښه کاره ولي ده اوس يې په  دغه ډول کړنولاس پوري کړ .
په ورته وخت کي دټاکنودخپلواک کمیسیون ځاي مسول قدرت الله نقشبندي پرځان لګول سوي تورونه په کلکه ردي وي اوزیاته وي چي دټاكنود بهيردښه څارنې لپاره ېې په دې ولايت كې ۱۹۴۰ تنه د ډاكترعبدالله ناظرينواو۱۳۴۲تنه د ډاكتراشرف غني احمدزي ناظرينوشتون درلود اوهرڅه يې له نږدې څارلي دي.

هغه وايي چې ادعا كوونكي داسې شواهد اوسناد نه لري چې د دوى ادعا ريښتينې كړي نوښه خبره داده چې د ټاكنوپه ورځ د خلكواوامنيتي ځواكونوسرښندنوته پوره درناوي وکړي .