۱۳۸۸ دی ۹, چهارشنبه




معصومه څېره كتاب له چاپه راووتسردارمحمد سروري
((معصومه څېره)) دهغه كتاب نوم دى چي دافغان خبريال اوشاعرشهيدعبدالصمدروحاني ويريني يامرثيې پكښې راغونډسوي دي.دغه كتاب چي په يوسلويوولسومخوكي چاپ سوى راټولوونكۍ يي دروېش خوندى اوترتيب كوونكۍ يي احمدنويدنظري دى.په (معصومه څېره) كي دهلمند،هيواداوپه بهركي دشاعرانوشعرونه په ښه كيفيت اوكميت چاپ سوي.عبدالصمدروحاني چي په هلمندكي دبي بي سي اوپژواك خبري اژانس خبريال وودوه كاله وړاندي دنامعلوموكسانولخوادلښكرګاه ښارڅخه وتښتول سوچي په سبايي مړۍ دبولان سيمي په لويه هديره كي وموندل سو.شهيدعبدالصمدروحاني چي دخپلوخبريالانوملګروسره ي خوراښې اړيكي درلودې دوه ودونه كړي ووه اوهلمندي خبريالانوورته دژورناليزم نابغه ويل.هغه رشتياهم نابغه ووځكه چي ښوونځۍ يي نه وه لوستې اودومره زده كړي يي نه وې كړي لكه څنګه چي دى پوهيده.نرى نرى ګوتي يي دكمپيوټرپرتڼيوداسي ښورولې لكه سل كاله چي يي زده كړي كړي وي.په خبرليكلوكي يي خورامهارت درلود اوښه شعرونه يي هم دستايلووړدي...!

۱۳۸۸ آذر ۲۳, دوشنبه

داحمدشاه بابا په ښاركي دكندهارپوهنتون دلاري پرسردملګرويوانځور


ددورنټي سيمه


اوهمدارنګه دهمدي ولايت په يوه بله داسي سيمه كي چي دهرولايت نه ورته دميلي لپاره ځوانان سپين ږيري اوالبته فاميلونه لاهم راځي ډيري داسيس كورني دي دخپل فاميله سره راځي اودلته دخپلي خوښي څوشيبي تيره وي هره خواخوشحالي وي دلته په دي سيمه كي دټولوميلوسره سره دماهي غوښي كباب اونورخواړه هم چي اړتياورته ليدل كيږي هغه موجود وي

خواږه ملګري ديوسفرپرمهال دافغانستان سرسبزه اوښكلي ولايت ننګرهارهميشه بهاركي اودهمدي ولايت دوالي ګل اغاشيرزي په نوم پاركي


۱۳۸۸ آذر ۱۶, دوشنبه

دافغانستان لپاره دبرتانياهيواددنړيوالي پرمختيادجنوبي اسيامسئول داسيايي انكشافي بانك مسئول دافغانستان لپاره دنړيوال بانك مسئول اويولړنورومسئولينواودپي


په كتنه كي راغلواستازوهلمندوالي ته ډاډوركړچي دهلمندپه بياجوړولوكي پريولړهغه پروژې چي رواني دي دبشپړيدوسره سم به يوشميرنويي پروژوي هم پلي سي ترڅوهلمندوال دهرراز ستونزوڅخه خلاص سي ،
ددي پلاوي موخه هلمندته دبيارغوني معارف اويولړهغه پرمختيايي كارونوارزونه وه چي په هلمندكي په ملكي اوپوځي برخه كې پرې كارروان دى.
دوى ژمنه وكړه چې په دي ټولوبرخوكې به ورسره پوره پوره همكاري كوي
په دي كتنه كي دواړوغاړودكارودښه ترسره كيدوڅخه خوښي وښوده چي په دي وروستيوكي پلي سوي اوياهم ترلاس لاندي دي ،
ترڅوهلمندنور دپرمختګ په لورګامونه اوچت كړي اوهلمنددجنګ جګړوڅخه په امن اوداكارترډيره بريده ترسره شوى هم دى.
په دي ګډه ليدنه كي پراداري چاروهم دغونډي دبرخوالوترمنځ پريولړاړينوموضوعاتوبحث اوخبري وسوي اوورسره جوخت لازم تصميمونه ونيول سوه ترڅوپه راتلونكي كي يوه قوي اداره جوړه اودفسادپروړاندي جدي مبارزه وكړو
، ښاغلي منګل راغلي پلاوي ته ددوي دپلانونواودنيويوپروژودپلي كولوپه برخه كي مننه وكړه اوترې په راتلونكي كي يې ديولړنورولويوپروژويادونه هم وكړه ،اوپرگډي همكاري دواړوغاړوټنګاروكړ،
همدارنګه په غونډه كي دلښكرګاه ښار اودګريشك ولسوالي ترمنځ غځيدلي سړك هم بحث وسوترڅويادسړك په پاخه اواساسي ډول جوړسي چي ددي سړك په جوړولوسره به دهلمندوالواوپه ځانګړي توګه دګريشك اوپرلاري دپرتوسيمودخلګوستونزي ترډيره ځايه حل سي
په همدې حال كې ديادي ولسوالي دبرښنا دشبكې په جوړولو هم خبرې وسوې اوټينگاريې وكړچې ياده شبكه به دسره ورغول سي چي داوس لپاره يي دتوليدظرفيت كم دي چي له جوړولوسره به يې سم ظرفيت لوړسي چي ورنه به اوه زره كورني گټه پورته كوي.
دكتني په اوږدوكي دولايت د ستراتيژي دفوډزون ياحصلخيزوسيموترنامه لاندي دپروګرام ستاينه هم وسوه چي دكلونوپه جريان كي په لومړي ځل دكوكناروپه كښت كي په زياته اندازه كمي راغلي ،
چي ددي كمښت اندازه په ټول هيوادكي په سلوكي دوه ويشت سلنه اوپه هلمندكي ددي كمښت اندازه په سلوكي دروديرش سلنه وه چي دكوكناروپه كښت كي دهلمندلپاره دالومړي ځل دي اومونږدي كمښت ته ديوزيري په سترګه ګورو،
دكتني په ورستيوكي هلمندوالي محمدګلاب منګل لخوا راغلي پلاوي ته دهلمنددحجاري اونجاري دفابريكي څخه جوړي سوي تحفي دډالي په توګه وركول سوي ،

۱۳۸۸-۹-۱۶

۱۳۸۸ آذر ۱۱, چهارشنبه

غزل




خـــــــــواشينـــــــــــي يمــــــــه په نه ليــــــــــدو
ســـــــــــري شونډي راوړه مستـــــــــي خارو
*****************************
مين دي يمه په توراوربل زه
ستاتوروسترګوكړمه پاګل زه
راځـــــــــــــــــــــه خواتـــــــه مي ښايښته ليلو
******************************
داسپن انانګي دګل پشان
ډيرخوندراكوي ستاسره لبان
زړګـــــــــــــــــي مي سي ښه ستاپه كـــــــــــــــــــتو
********************************
دزركي پشان ميده رفتار
ښائست دي زارسم كوي سنګار
ژړيـــــــــــــږمه زه په سترګــــــــــوســــــــــــــــــــرو
********************************
سردارمحمدسوم په غموبار
په مينه كي ستاسوم مينت بار
د ســــــــروري زړه وســـــــــــــــووغـــــــــــــــمو
*******************************


۱۳۸۸- دقوس دمياشتي -۱۱
سروري
*********

كلنټن پرخپل برېتانوي سيال مينه ده


د سن(The Sun) په نامه په لندن خپرېدونكې ورځپاڼې راپور ورکړچې د امریکا د باندنيوچارو وزيرې دوه شپېته كلنه هېلري كلنټن پردې اعتراف كړى دى چې پرخپل برېتانوي سيال ډېوېډميليبنډمينه ده .

سن بریتانوۍ ورځپاڼې ليكلي دي چې كلنټن په يوه ويناكې د ستاينې ترڅنګ څلورڅلوېښت كلن ميليبنډيوهوښيار،هڅاند،هيښنده،زړه ته نږدې – د دنياله غموبېغمه،زړه وړونكى اومينه ناك سړى بللى دى .

دې ورځپاڼې د مېرمن كلنټن په قول ليكلي دي هرڅوك چې ميليبنډ وويني په هغه مينېږي. كلنټن ويلي منظورمې دادى چې هغه يوهوښيار، هيښنده، زړه ته نږدې،ددنياله غموبېغمه،زړه وړونكى اومينه ناك سړى دى .

نــــــــور ښـــكلـــي پيـــدانــه كــــړې
څــــوك پـــرچـــاشــيــــدانــــه كـــړې
عشق،عشق،عشق خانه خراب دى
څــــوك مـــيــــن پـــــرچـــــانـــه كـــړې

سن ورځپاڼې د برېتانیا د باندنيوچارو د وزير ډېوېډميليبنډ له قوله ليكي چې هیلري كلنټن په خنداخندا وار كوي او لكه د لستوڼي مار داسې ده .

تمه كېږي چې د نومبرپرنولسمه په كابل كې دافغانستان د ولسمشركرزي د لوړې له مراسمو وروسته ميليبنډ له خپلې امريكايي سيالې هېلري كلنټن سره كتلي وي.

یاده دې وي چې سن ورځپاڼه عموماً دا ډول خبرونه خپروي اوځینې وخت د چارواکوخبرې تحریفوي هم