۱۳۹۴ آبان ۲۴, یکشنبه

قهرمان : دملي اردوسرتیري وسله والوته تسلیم سوي نه دي تښتیدلي دي چې دیوه قوماندان په ګډون یې ۱۷ تنه اوس نیول سوي دي .


راپور۲-۱۵—۱۱—۱۵—
دملي اردوسرتیري وسله والوته تسلیم سوي نه بلکې تښتیدلي دي چې دیوه قوماندان په ګډون یې اوه لس سرتیري ونیول سول .
دولسي جرګې غړی عبدالجبارقهرمان هغه خبري ردکړي چې ګواکې دملي واردوسرتیري دي په سنګین ولسوالۍ کې وسله والوطالبانوته تسلیم سوي وي ،هغه وایې که په راتلونکوکې ددغه ډول پیښودمخنیوي په موخه کې په پوځګې مجازات اومکافاتوته جدي پاملرنه ونسي دغه ډول ستونزي به بیاهم تکرارسي ،تیره ورځ هلمندوالي داومنله چې ۶۵ سرتیري وسله والوته تسلیم سوي خونوموړي وویل سیمي ته یې یوهیئت لیږلي ترڅوداکره کړي چې داپیښه څنګه اوولي رامنځته سوي ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم  سنګین ولسوالۍ پیښه تیره ورځ تایدسوه خواوس دولسي جرګې غړی عبدالجبارقهرمان دانه منې چې ګواکې دملي اردوسرتیري دي وسله والوته تسلیم سوي وي ،قهرمان وایې سرتیري تسلیم سوي نه دي بلکي دجګړې دکرښي څخه تښتیدلي دي چې دیوه قوماندان په ګډون اوس مهال اوه لس نورسرتیرنیول سوي چې دم ګړی د۲۱۵ میوندقول رادوته لیږدول سوي هم دي .

که څه هم هلمندوالي تیره ورځ دیادي پیښي پخلی وکړخوزیاته یې کړه چې ددغه پیښې دلاښه څیړونوپه موخه یې سیمي ته یوګډپلاوی لیږلی ترڅودپیښي کره جوزیات په ډاګه کړي ،خودولسي جرګې غړی عبدالجبارقهرمان ددفاع وزارت څخه کلکه غوښتنه وکړه چې دملي پوځ په لیکوکې دي دمجازاتواومکافاتولړۍ جدي ونیسي ترڅوپه راتلونکوکې ددغه ډول پیښومخه نیول سوي وې ،

دولایتي چارواکوترڅنګ وسله والوهم تیره ورځ په سنګین ولسوالۍ کې دغه پیښه منلي وه خودولسي جرګې غړی عبدالجبارقهرمان وایې دتللي پلاوي په څیړنوکې داپه ډاګه سوه چې دملي اردودغه سرتیري  تسلیم سوي نه بلکې تښتیدلي دي چې دنیولوهڅي یې پیل سوي دي .





هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر