۱۳۹۳ مهر ۸, سه‌شنبه

چارواکې: په هلمندکې د۶۹ وسله والوطالبانودوژل کیدوخبرورکړ.


راپور۲۰۱۴ـــ۹ـــ۳۰
په هلمندکې د۴۵ تنووسله والوطالبانودوژل کیدوخبرورکول سو.
چارواکې وایې دځمکنیواوهیوایې بریدونوپرمهال  په کجکي او سنګین ولسوالیو کې یادو وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دوی ژمنه کوي چې دورانې اونۍ ترپایه به دسنګین ولسوالۍ ټولې سیمي دوسله والودشتون څخه په بشپړه توګه پاکې کړي
خووسله وال طالبان اوښتې مرګه ژوبله نه منې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دوالي ویاندعمرځواک وایې دتیرو دورځوراهیسې دسنګین اوکجکې ولسوالیوپه ډیری سیموکې ځمکنې اوهوایې بریدونه دوسله والوطالبانوپرپټنځایونوترسره سوي دي چې پرمهال یې ۴۵ تنه وسله وال طالبان وژل سوي چې څوتنه یې مشهورقوماندانان دي .
نوموړی وایې دکجکې په ګندم ریز،اودباباسیموکې ایساف دوسله والوطالبانوهغه مرچلې بمباري کړي دي چې دسنګین ولسوالۍ دجګړولپاره یې عملیاتې پلانونه پکې جوړول .

دهلمند دامنیه قوماندانۍ دمطبوعاتي دفترمسول سمونیارفریداحمد عبید بیاپه یادوعلمیاتوکې د۶۹ وسله والوطالبانودوژل کیدوخبرورکوي ، دهغه په خبره ۴۵ وسله وال په کجکې ، او۲۴ یې هم په سنګین ولسوالۍ کې وژل سوي دي چې جسدونه یې هم پاته سوي دي .
دعبیدپه خبره دروانې اونۍ ترپایه به دایساف دهوایې ځواک په مرسته دسنګین ولسوالۍ ټولې سیمې دوسله والودشتون څخه پاکې کړي .
خودوسله والوطالبانوویاندقاري یوسف احمدي بیاوایې تراوسه نه په سنګین ، اونه هم په کجکې ولسوالۍ کې ځمکنې اویاهم هوایې عملیات ترسره سوي دي هغه دوسله والوطالبانودوژل کیدوخبري یوازي اوازي وبللې .



شیرین خان :سږکال دیوې کلیودانه لرونکي پنبې بیه ۴۰ افغانۍ ټاکل سوې چې دکرونده ګرولګښتونه نسې پوره کولای .


راپور—۲۰۱۴—۹—۳۰—
په هلمندکې دپنبې دپیرلولړۍ راپیل سول ،
که څه هم په دې ولایت کې تر۷اوه زره ټنه دپنبې حاصل کیږي خودبست تصدي چارواکې وایې دوی به تردري زره ټنه پنبه وپیري .
کرونده ګرپدغه برخه کې له ګڼوستونزوسره مخ دي خوغوښتنه کوي چې دولت دي دیاي تصدۍ دپیاوړي کولولپاره هڅي وکړي چې له یوې خوابه ددوی پنبه په لوړقیمت ،وه پلورل سي اوله بلې خوابه داړتیاوړکمیاوي سري هم په لاس راوړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دپنبي دپیرلودغه لړۍ دسه شنبي په ورځ پیل سوه چې پرمهال دبست دتصدۍ رئیس شرین خان وویل سږکال به دوی ټول ټال درې زره ټنه دانه لرونکې پنبه وه پیري چې دیوې کلیوبیه به یې ۴۰ افغانۍ وي .
هغه وایې که څه هم دغه نرخ دازادبازارسره سم ورکول سوی دی خوزیاته وي ددوی له لورې کرونده ګروته دهڅونې په موخه ځینې تولیدات په وړیاتوګه ورکول کیږي .
نوموړی  وایې دسږنې کال دپروسي توپیردهغوتیرونه ځکه جلادی چې کرونده ګروته یې پیسې ژرورکول کیږي .
پرهمدي مهال دپنبې کرونده ګروایې ټاکل سوی نرخ ان ددوی لګښتونه هم نسي پوره کولای ،دوی له دولت څخه غوښتنه کوي چې یادي له کرونده ګروسره مرسته وکړي اویادي هم یاده تصدي پرپښو وه دره وي ترڅودپنبې کښت پراختیاوه مومې .

 دوی پدغه برخه کې له یوشمیرخیریه ادارولخواکرونده ګروته مرستې ورکول هم پرځای ګام نه بولې
یاده دي وې چې دغه تصدې پنځه لسیزي وړاندي دمرحوم بابا ملیت دواکمنۍ پرمهال جوړه سوه که څه هم اوس یاده تصدي په بشپړه توګه فالیت کوي خوددولت نه پاملرنې اوبودیجې دنه ورکړي له امله یې کارونه په ټپه ولاړدي پداسي حال کې چې دکوکنارودکښت دلمنځه تلوترټولوښه بدیل هم داتصدي ده .

۱۳۹۳ مهر ۷, دوشنبه

دهلمنددیني عالمان اوقومي مخوردملي یوالي دحکومت څخه په دې ولایت کې سوله غواړي .


راپور—۲۰۱۴—۹—۲۹—
دهلمنددیني عالمان اوقومي مخورودسولي دپروسې پرپیاوړي کولوټنګاروکړ.
ددوی دیوي غونډي پرمهال دملي یوالي دحکومت څخه غوښتنه وکړه چې دديني عالمانوڅخه دي دسولي په پروسه کې ګټه پورته کړي ترڅویاده پوره ګټوره وبلل سي .
دیني عالمانویوځل بیاځانمرګي بریدونه حرام وبلل اودغه کاریې داسلام دبدنامۍ یولامل هم وباله .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دیني عالمانواوقومي مخورودیوي غونډي پرمهال وویل که څه هم تیرحکومت دسولي په برخه کې هڅي کړي دي ولي اغیزیې هغه ډول نه وي څنګه چې دولس تمه وه .
دوی وایې که څه هم په تیرو د۱۳ کلونوکې په بیلابیلوبرخوکې تریوه بریده کاروسوخودسولي په راویستلوکې افغان دولت پاته راغلی دی ، اودملي یوالي د حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې ترهرڅه لومړیتوب دسولي وه راتلوته ورکړي .

دیني عالمانوهمدارازځانمرګي بریدونه ،دافغان وسله وال پوځ دسرتیرووژل کیدل هم حرام وبلل .
دوی له نورودیني عالمانواومخوروڅخه غوښتنه وکړه ترڅودسولي دراتلوپه موخه پوره هڅي وکړي اوهلمندوال نوردهررازوژنوڅخه وژغوري .
ددې ولایت دیني عالمان پداسي حال کې دسولي دپروسي پرپیاوړي کولوټنګارکوي چې یوشمیرهلمندمیشت تردې مهال دسولې دعالي شوراله کړنورازي نه دي اوپه دغه برخه کې دوی پاته بولې .

۱۳۹۳ مهر ۶, یکشنبه

ستانکزی : تیروټاکنیزولانجو۴۰ سلنه کاروبارباندي منفي اغیزي کړي دي .


راپور----۲۰۱۴—۹---۲۸—
که څه هم ټاکنیزي لانجې پایته ورسیدې خوپه هلمندکې یه ۴۰ سلنه کاروبارراټیټ کړی دی .
ددې ولایت دمستوفیت چارواکې وایې یاداوږدلانجمن کړکیچ ددوی پرعوایدوهم منفي اغیزي اچولې د ي ولي بیاهم توانیدلې دي چې په نهومیاشتوکې ۸۷ سلنه مالیه راټوله کړي .
هغه پدغه برخه کې ناامنې هم یوعمده لامل بولې چې دمالیې په راټولوکې کې پاته راځې .
پدي اړه نورحال دهلمندولایت څخه  زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
 دهلمندمستوفي عبدالرشیدستانکزی وایې په تیروشپږومیاشتوکې دټاکنیزولانجواوږدوالې په دې ولایت کې پر ۴۰ سلنه کاروبارمنفي اغیزي کړي دي چې له امله یې ددوی دولس میلونه افغانیوعوایدراکم سوي دي .
هغه وایې تیرکال یې دنهومیاشتوپه موده کې ۳۷۲ ملیونه افغانۍ عوایدراټول کړي ولي سږکال یې تراوسه ۳۷۱ ملیونه افغانۍ عوایدپه لاس راوړي دي پداسي حال کې چې دمالي دوزارت له لوري دویته د۵۷۰ ملیونوافغانیوهدف ورکول سوی دی .

نوموړی وایې له یوي خواناامنې اوله بلې خواخلک دماليې په ورکړه کې له دوی سره مرسته نکوې چې یادي ستونزي یه هم ډيري کړي دي .
که څه هم دټاکنواوږدولانجودهیوادپه بیلابیلوولایتونوکې یادي ستونزي زیږه ولي خوهیوادوال دنوي منتخب ولسمشرڅخه په افغانستان کې داقتصادي بهران دژر لمنځه تلوغوښتنه کوي .

۱۳۹۳ مهر ۵, شنبه

همت :دسنګین ولسوالۍ ددائیمي امینت لپاره به پراخ عملیات پیل کړو.


راپور---۲۰۱۴—۹—۲۷—
دسنګین ولسوالۍ ددائیمي امینت لپاره به پراخ عملیات پیل کړو.
دغه څرګندونې دهلمندامنیه قوماندان چې تازه دسنګین دجګړې نه راستون سودخبریالانوسره یوه ګډه خبري ناسته کې وکړي .
هغه وایې اوس هم په سیمه کې جګړه سته ولي وسله والوته یې درنه مرګ ژوبله اړه ولې ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت چې تازه دسنګین ولسوالۍ دجګړې نه راستون سوي خبرورکړچې ډیرژربه په سنګین ولسوالۍ پراخ عملیات وکړي هغه وایې داعملیات به له نوروهغوځکه جلاوي چې سیمه به په بشپړه توګه دوسله والودشتون څخه پاکه وي اوهمدارنګه به ددائیمي امنیت لپاره به نوي امنیتي ځواکونه ځای پرځای سي .

نوموړي یوځل بیادسنګین په روانه جګړه کې پاکستانې ولسوالې ملیشې اودڅارګري ادارې کسان شکیل ووبلل هغه وایې ددې ولسوالۍ جګړه دسیمي جګړه نه بلکې یوه پراخه سازماندهي سوي جګړه ده چې دکابوکلولپاره یې افغان دولت داځل ټنګ عزم کړی ترڅویاد خونړي بریدونه پایته وره سوي .
سنیګن ولسوالۍ چې له دریومیاشتوراهیسې دپراخوبریدواوناامنیوشاهده ده خولاهم په سیمه کې ددرنوجګړواودواړولوروته دمرګ ژوبلې داړه ولوخبرونه ورکول کیږي .

۱۳۹۳ شهریور ۳۰, یکشنبه

دسنګین اوسیدونکې : دلوی لارې پرسردپراخوناامنیوله امله موژوندله ګڼوستونزوسره مخ دی .


راپور—۲۱۰۴—۹—۲۱—
دسنیګن ولسوالۍ اوسیدونکې لاهم له ګڼوستونزوسره مخامخ دي .

ددې ولسوالۍ موټرچلونکې وایې دلوي لارپرسردجګړواوماینونودچاودنوله امله له 

ګڼوستونزوسربیره لویه لاره هم دوی پرمخ په تړل کیدل یې بله ستونزه بولي ،خوچارواکې وایې په 

سنګین ولسوالۍ کې دنوتازه دمه پولیسودلیږلوسره دامنیت په هکله دپرمختګ څخه خبرورکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دسنګین ولسوالۍ موټرچلونکې دلوی لارې پرسردجګړو،دماینونودچاودنواوددې لارې دپوره ناامنې کیدوڅخه ترپوزي رسیدلې دي .

ددوی په خبره یادوناامنیوله ګڼوننګونوسره مخ کړي دي چې له یوي خواورته دکارکولوزمینه نه ده برابره سوې

 اوله بلې خواپه سیمه کې جګړي هم دوامداره سوي دي چې له امله یې هرډول کاروبارپه ټه دریدلی دی .

دهلمند دامنیه قوماندانۍ دامنیت دامریت سرپرست سمونوال محمد ویس صمیمي وایې سنګین ته یې 

دنوتازه دمه سرتیروپه لیږلوسره په سیمه کې دامنیت په برخه کې پرمختګونه راغلي دي .

دهلمنداوسیدونکې له دریومیاشتوراهیسې ناامنۍ دمرکزي دولت دنه پاملرنې له امله بولې او وایې چې مرکزي اداره ددې ولایت داوسیدونکوسره دموراومیرې چلندکوې

په هلمندکې روانه خونړۍ  جګړه پداسي حال کې دوام کوي چې هم دانن نورهیوادونه دسولې نړیواله ورځ لمانځي .

۱۳۹۳ شهریور ۲۷, پنجشنبه

عمرځواک :وروسته له دریومیاشتومرکزي دولت په شمالي ولسوالیوکې پراخ عملیات کوي .


راپور—۲۰۱۴—۹—۱۸—
له دریومیاشتووروسته مرکزي دولت دشمالي هلمندلپاره دپراخوعملیاتوتیاری نیولی دی .
دهلمندودالي ویانددپنچشنبي په ورځ په یوه خبري ناسته کې په شمالي ولسوالیوکې دپراخوعملیاتودچمتوالې خبرورکړهغه وایې دکورنیوملي دفاع دوزارتونواوملي امنیت دلوی ریاست له لوري به دیوي منظمي قوماندې لاندي یادعملیات پرمخ یوړل سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددوالي ویاندعمرځواک دپنجشنبي په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل داځل دشمالي ولسوالیولپاره دکورنیوملي دفاع اودملي امنیت دریاست له لورې دپراخوعملیاتوتیاری نیول سوی  دي ،چې ډیرژربه په یادوسیموکې په لاره واچول سي .

نوموړی وایې داځل عملیات به له ترسره سویوهغوځکه ښه وي چې رهبري یه هم له یادودریواداروسره په واکې ده .
هغه وایې په شمالي لسوالیوکې یه دوسله والودپراخوبریدونودځپلولپاره دایساف څخه دهوایې ځواک مرسته هم وغوښتله خوهغویوپدغه برخه کې هیڅ مرستې ونه کړه .

په هلمندکې دروانوجګړودپایته رسیدوپه موخه دنووعملیاتوخبرپداسي حال کې ورکول کیږي چې له یادوبریدونونه دري میاشتې اوړي چې له امله یې په سلګونه ملکې اوامنیتي کسانوته مرګ ژوبله هم اوښتې ده .



۱۳۹۳ شهریور ۲۰, پنجشنبه

دکډوالووزیر: په هلمندکې ۱۸۰۰ کورنیولپاره دمرستولړۍ پیل کړه


راپور—۲۰۱۴—۹—۱۱—
ده کډواولوچارووزیرهلمندته دخپل سفرپرمهال دڅه هم دوه زره کورنیولپاره دمرستودویش لړۍ پیل کړه .
وزیردخبریالانوسره په خبروکې وویل یادي مرستي په دي ورستیوکې دجګړواوناامنیوله امله هغه بیځایه سوکورنیوته به ورک کول سي چې مرکزلښکرګاه ته راکډه سوي دي .

خوبلخوایوشمیراړي کورنۍ وایې یادي مرستي مستحقوکسانوته نه ورکول کیږي ددوی په نوم راوړل سوي مرستي پرخپل خپلوانوویشل کیږي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد  سروري راکوي .
دکډوالوچارووزیرجماهیرانوري خبریالانوته دخبروپرمهال وویل هلمندته یې دسفرموخه له هغه  ۱۸۰۰ کورنیوسره دمرستودویش پیل کیدل و

چې په دي ورستیوکې له بیلابیلوولسوالیواوناامنوسیموڅخه مرکزلښکرګاه ته راکډه سوي دي .

هغه وایې دغه مرستې ددوی په غوښتنه دسعودي عربستان دشاهي کورنۍ لخواورکول سوي دي چې دهلمندترڅنګ به په نوروولایتونوکې هم وویشل سي .

د نوموړي په وينا په دغه مرستوکې وريجې، اوړه، غوړي،چاى، د ګازوډبې اود پخلنځي وسايل شامل دي،

خوپرهمدي مهال یوشمیراړي کورنۍ وایې راوړل سوي مرستې دكډوالوپه نوم دي خو چارواکي یه ددې پرځای چې پرمستحقوکورنیووویشې خپل خپلوانو اویاهم هغه کسانوته ورکول کبږي چې له دوی سره یې اړیکي ښي وي .

دمرستودغه لړۍ پداسي حال کې پیلیږي چې دچارواکوپه خبره یوازي دشمالي هلمندڅځه زګونه کورنۍ کډه کولوته اړې سوي دي چې ډیری کورنیوته له تیرودریومیاشتوراهیسې لومړنۍ مرستې هم نه دي رسول سوي .

۱۳۹۳ شهریور ۱۹, چهارشنبه

فیاض :دسولي دشوراسره مسایل نه شریکه کول اوپدغه برخه کې له دوی څخه مرسته نه غووښتلوجګړه اوږده کړې



راپور—۲۰۱۴—۹—۱۰—
دسولي له شوراسره په پوځي چاروکې سلاح اومشوره نه کولوجګړه دوامداره کړې ده .
په هلمندکې دسولې دولایتي کمیټې چارواکې وایې له دوی سره مسایل نه شریکه کول اوپدغه برخه کې له دوی څخه مرسته نه غووښتلوجګړه اوږده کړې اودرنه مرګ ژوبله هم رامنځته سوې ده .
ددوی په خبره که له تجریبه لرونکوکسانوسره یادمسایل شریک سي ډیرژربه روانې جګړې ته دپای ټکی کښیښودل سي اویابه هم دسولي په برخه کې پرمختګ رامنځته سي .
خوولایتې چارواکې وایې ټولې چاروته په ګډه دحل لارې چارې لټول کیږي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دسولي دعالي شورادولایتي کمیټې مشرفصل الباري فیاض وایې کومه جګړه چې اوس هم دهلمندپه شمالي ولسوالیوکې روانه ده پرته له دوی سره دمشورې کولویه پرمخ وړي چې له امله یې نه یوازي دواړوخواوته پکې درنه مرګ ژوبله واوښته بلکې ملکې کسانوته هم درانه مالي اوځانې زیانونه او
ښتي دي چې له دریومیاشتوراهیسې هم یاده جګړه پای ته ونه رسیدل .

هغه وایې دوی اوس پلان لري چې پدغه برخه کې له ولایتي چارواکوسره خپلې سلامشورې شریکې کړي چې پربنسټ به یې سوله رامنځته اویاهم روانه جګړه کابوکړای سي .
خوپه دې اړه دهلمنددوالي ویاندعمرځواک وایې دعملیاتوپرمهال له قومي مخوروسره په یادوبرخوکې سلاح مشورې اومرسته هم غووښتل سوی ده .
دهلمند دسولي دولایتي کمیټې چارواکې پداسي حال کې دملکې اونظامې اداروسره دسلاح مشوراوپدغه برخه کې دهرازمرستې ږغ پورته کوی ړچې په دي ولایت کې دروانوناامنیوله امله په سلګونه ملکې اوامینتې کسان ووژل سول .

۱۳۹۳ شهریور ۱۶, یکشنبه

په هلمندکې دسلام تري جې اونوري فایبرخدمتونه پیل سول .


راپور—۲۰۱۴—۹—۷—
په هلمندکې دسلام تري جې اونوري فایبرخدمتونه پیل سول .
دمخابراتواومعلوماتې تکنالوژۍ چارواکې وایې دیوې بلې مخابراتې پروژي ډیجټل تلیفون کارهم پیل سو
دمخابراتواومعلوماتې تکنالوژۍ وزیروایې دټولټاکنوکړکیچن بهیراومنیتې ستونزونه یوازې پرمخابراتي چاروبلکې پرنوروبرخویه هم منفي اغیزي کړې دي
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دمخابراتواومعلوماتې تکنالوژۍ وزیرامیرزي سنګین هلمندته دخپل سفرپرمهال پدې ولایت کې د سلام تري جي شبكه اوهمدا رازد نوري فايبر د جوړولوچارې یه چې وړاندي بشپړې سوې له پرانيستې سره سم خپل خدمتونه  پیل کړه .
سنګین همدارنګه دډيجيتل تيلفون د پنځه زره لينه يوې بلې دستگاه د نصب چارې هم پيل كړې چې په نږدې راتلونكوكې به بشپړه اود هلمند د اوسيدونكولپاره به خپل خدمتونه وړاندي کړي .
هغه وایې هلمندله هغه  ۲۴ ولايتونوڅخه دي چې دسلام خدمتونه پكې پیل سوي نوموړي په هيواد كې د رسنيواومخابراتي سيستم پراختيا د سيمې په كچه بيسارې وبلل.
هلمندوالي محمد نعیم بیاغوښتنه وکړه چې د سلام مخابراتې خدمتونه دي ليرې پرتوسيمواوشمالي ولسواليوته وغځول سي چې دامهال په دغه برخه کې خلك له گڼوستونزوسره مخ دي .

په هلمندکې دسلام مخابراتې شبکه پداسي حال کې خپل کارپیل کوي چې دهلمندپه ۱۱ ولسوالیوکې شته مخابراتې شبکې دشپي لمخې خپل خدمتونه په ټپه دره وي اوان داچې په یوشمیرولسوالیوکې بیخې مخابراتې خدمتونه شتون نلري چې اوس مهال یوازپه مرکزاونادعلي ولسوالۍ کې یادي مخابراتې شبکې دشپې فعالیت لرې .


۱۳۹۳ شهریور ۱۵, شنبه

دخانشین ولسوال :که پرپوله دوسله والودتګ اوراتګ مخه ونه نیول سي په هلمندکي به ناامنې دوامداره وي .


راپور—۲۰۱۴—۹—۶--
که پرګډه پوله دوسله والودتګ اوراتګ مخه ونه نیول سي په هلمندکي به ناامنې دوامداره وي .
دخانشین ولسوالۍ چارواکې وایې دپاکستان سره دلسګونولاروخلاسیدلودخانشین سربیره دجنوبې ولسوالیوپه امنیت کې ډیروالی راویستی دی .
دوی همدازا دهلمند اتيا سلنه امنيت د ديشوولسوالۍ له فعاله كيدوسره تړلى بولې .
هلمندوالي هم پرسرحدشته امنیتي ستونزي منې خووایې په دغه برخه کې هوایې ځواک ته اړیتاده
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د خانشين ولسوال سیداحمدوایې پولیس یې په واکې درنووسلو اونوروتجهيزاتود نه درلودلوترڅنګ یې په خواکې دديشوولسوالي د وسله والوطالبانواوقاچاق وړونكویوسترپناځای دی .
هغه وايي که په ديشو ولسوالۍ کي دوسلوالو او قاچاق وړونکوپرضد عمليات ونه سي او هغه لاري هم دوسلوالو پر مخ ونه تړل سي په جنوبي ولسواليو کي امنيت نه سي راتلای.

ولسوال په سرحدي سيمو کي دپوليسو لپاره دتاسيساتو، او څښاک داوبو نشتوالى هغه ستونزي بولې چي تر دې دمه يي ددولتي ځواکونودورتګ مخه ډب کړي ده.
دهلمند والي محمد نعيم وايي که څه هم په ديشوولسوالۍ کي امنيتي ځواکونو څو ځله عمليات کړي دي خو هلته پاته کيدل يي هوايي ځواک او اکمالاتوته جدي اړتیاده چي لاهم په دغه کارنه دي توانيدلي.

دګاونډي ملک پاکستان سره دهلمندګډه پوله په داسي حال کي دامنيتي ځواکونودواکه وتلي ده چي په ديشو او خانشين ولسوالیوکې دهيواد په کچه  دنادره عناصرواو روخام ډبري سترکانونه موجود دي
یوشمیرسرچينې دنوم دنه ښودل په شرط وایې درخام د ډبروله كان څخه هره ورځ وسله وال شاوخوا درى مليونه پاكستانۍ كلدارې عوايد په لاس راوړې .

۱۳۹۳ شهریور ۱۲, چهارشنبه

شیرزاد:ددوشمن نه نورګیله نه بلکې مقابله کوو.


راپور—۲۰۱۴—۹—۴—
په هلمندکې دناامنیوډیریدل دګاونډي هیوادپاکستان سره دګډي سرحدي پولي خلاسیدل دي .
دکورنیوچارودوزارت چاورواکوداومنله چې دسرحدي پولیسوڅخه یې دهلمندپه سرحدونوکې دروسته استفاده نه ده کړې چې له امله یې ناامنې ورځ په ورځ زیاتیږي .
دوی وایې وسله والودګاونډي هیوادپاکستان دګیردي ځنګل اوچاغي سیموونه په ډيری اسانۍ سره په جګړه کې دښکیلووسله والوسره یوازي دڅوساعتونوپه تیریدوسره مرسته کولای سي خوافغانان دولت دخپلوسرتیروسره هغه ډول ژرمرسته نسي کولای اونورددوښمن نه ګیله نه بلکې مقابله په کارده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دکورنیورچارودوزارت دځانګړوپولیسومشرپاسوال اسدالله شیرزاد دشمشادتلویزیون سره په ځانګړې مرکه ومنله چې یادوزارت دسرحدي پولیسوڅخه دهلمندپه سرحدونوکې څنګه چې لاظمه وه هغه ډول استفاده ترې ونه سوله چې له امله يې ناامنې پدي ولایت کې دپام وړډيرې سوې .

نوموړی وایې افغان دولت دکابله په سختوحالاتوکې په هلمندکې دخپلوسرتیروسره مرسته هغه ډول ژرنسې کولای لکه څنګه چې یه دګاونډي هیوادپاکستان څخه وسله وال له خپلوملګروسره کوي .
دی زیاته وي نورددوښمن څخه ګیله نه بلکې بایدمقابله وسي ترڅویادي ستونزي لمنځه ولاړي سي

هغه وایې دهلمنددناامنیودپایته رسیدولولوی لامل دپاکستان سره دګډي پولي تړل کیدل په ګوته کوي په وینایه که پولې همداسي پرانیستې وي جګړې به هم دوامداره وي .
که څه هم دکورنیوچارودوزارت چارواکې پدي ولایت کې ناامنې ددولت د نه پاملرنې ،دافغان امنیتې ځواکونونه ناسمه ګټه پورته کول ، دسرحدي پولیسونه په سرحدکې پرځای کارنه اخیستل بولې خوسوال دادي چې یادوستونزوته به دحل لارې چارې بله کومه مرجه لټوي .

۱۳۹۳ شهریور ۱۱, سه‌شنبه

محمود:په جنوبې هلمندکې شپږورځنې عملیات دلسګونووسله والوپه وژل کیدوپایته ورسیدل.


راپور—۲۰۱۴—۹—۳—
دلسګونووسله والوپه وژل کیدوشپږورځنې عملیات دهلمنددګرمسیراوخانشین په ولسوالیوکې پایته ورسیدل دسرحدي پولیسوچارواکې وایې وسله والودګرمسیراوخانشین ولسوالیودنیول کیدولپاره شپږمیاشتې وړاندي دپراخ برید دغه پلان جوړکړی ووچې له سختې ماتې سره مخ سوله .
ددوی همدارازوایې په یادوعملیاتوکې دوسله ولود ۳۵ مرکزونوپه بشپړه ډول دلمنځ تلوترڅنګ درانه مالي اوزیانې توانونه یې هم وراړولې دي .
په یادشپږورځنیوعملیاتوکې افغان ځواکونوته هم مرګ ژوبله اوښتې ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
 په هلمندکې د۶۰۴ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال سلطان محمود محمودي چې دیادوشپږورځنیوعملیاتومرشې ورپه غاړه وه له راستنیدوسره سم یې دخبریالانوسره په خبروکې وویل وسله والوطالبانوپلان درلودچې دګرمسیراوخانشین ولسوالۍ ترخپلې ولکې لاندي راولې چې په زیاته اندزه سپکې اودرنې وسلې چاودیدونکې توکې یه له پولې هغې غاړي نه راوړي په ډیرشمیروسله وال هم رټول سوی وه ترڅوپه پراخوبدونولاس پوري کړي .
دقوماندان په خبره داچې دوی لادبریدونولپاره اماده نه وه افغان امنیتې ځواکونوپرې عملیات ترسره کړه چې په پایله کې یې د۸۱ تنووسله والومړي دجګړې په کرښه کې پاته سول .

د نوموړي په وينا په وژل سووسله والوکې دحاجي سيلاني په نوم هغه قوماندان هم شامل وچې څه موده وړاندې د بگرام له زندان څخه راخوشي کړل سو.
 هغه وايي په دغه عملياتوكې د وسله والو ۳۵ لوی پټن ځایونه ۱۲ عرادې موټريوشميرسپكې اودرنې وسلې اوپه زياته اندازه مهمات هم ترلاسه سوي چې پرمهال یې دوه سرتیري وژل سوي اوشپږنورټپي سوي هم دي .
بایدوویل سي چې دشمالي ولسوالیودپراخوبریدونووروسته په جنوبې ولسوالیوکې یادبرید ترټولولوی بلل کیږي دچارواکوپه خبره دسیمي داوسیدونکوپه مرسته یې په لږه موده کې وسله وال له سختي ماتې سره مخ کړه .


د۲۱۵ میوندقول اردودلومړۍ تاسیسات د ۸۶ میلونوډالروپه ارزښت ګټي اخیستنې ته وسپارل سول


راپور---۲۰۱۴—۹—۲—
په هلمندکې دملي اردولپاره د ۸۶ میلونوډالروپه ارزښت تاسیسات ګټي اخیستنې ته وسپارل سول .
چارواکې وايې یادتاسسیسات دتیرودریوکلونوپه موده کې دامریکادمتحده ایالاتوپه مالي مرسته چې ټولې اسانتیاوي یه هم په پام کې نیول سوي دي  جوړسوي دي .
دغه تاسیسات د۲۱۵ میوندقول اردواړوند دلومړۍ لیوالپاره دګرمسیرولسوالۍ دډو ویرپه میدان کې یه چاري بشپړي سوي دچارواکوپه خبره دجنوبي هلمندپرامینت یادتاسیسات لوی اغیزاچولای سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دغه تاسيسات د دوشنبې په ورځ د گرمسيرولسوالۍ اړوند په ډويرسيمه كې پداسي حال کې ګټي اخیستنې ته وسپارل سول چې دافغان اوبهرنیوځواکولوړپوړوچارواکوهم برخه لرله ، د ۲۱۵ ميوند قول اردود لومړۍ لوا قوماندان بریدجنرال محمدعلي شوجاعي شمشادتلویزیون ته وویل جوړسوي  تاسيسات د ۱۳۰ بلاكونوپه درلودلوسره د تيرودريوكلونوپه موده كې د امريكا د سمندري ځواكونولخوا د ۸۶ مليونه امريكايي ډالروپه لګښت جوړاوگتې اخيستنې ته وسپارل سول.
نوموړی وای یاده تاسیسات پریوه وخت څلور زره کسان  ځايولى سي چې وړاندي تر دې یه دودانۍ دنشتوالي له امله ډیری ستونزي درلودي خو وروسته له دې به دښووني اورزني ترڅنګ دځواکونو داوسيدلو اونورو اړونده چاروکې به له هرازستونزونه خلاص وي .
داپه داسي حال کې ده چې څه موده مخکې دیادي قول اردوودانۍ هم ګټي  اخیستنې ته وسپارل سول  دملي پوځ دچارواکوپه خبره دورځي نه بلي ته يي دتاسيساتو په برخه کي ډیری ستونزي حليږي او په دغه برخه کي دمګړی خاصي ستونزي نلري .