۱۳۸۸ دی ۱۹, شنبه

دډنمارهيواددپرمختيااوهمكارى وزيرې دشنبې په ورځ هلمندته يوه لنډسفرپه ترڅ كې دهلمندله والي سره دليدنې پرمهال يوځل بياپرخپلومرستوټينگاروكړ.


دډنمارك هيواددپرمختيااوهمكارى وزيرې ميرمن اولاتورنيزدشنبې په ورځ دهلمندله والي سره ترليدنې وروسته په يوه خبري غونډه كې وويل چې دې ولايت ته يې دسفرموخه له هغه پروژوڅخه ليدنه ده چې دډنمارك هيوادلخوايې مالي مرستې ترسره شوې دي.
ددې په ويناچې هيواديې له افغان دولت سره د۷۵مليونوامريكايي ډالرودمرستې ژمنه كړې چې له دې پيسوڅخه به لس مليونه امريكايي ډالره يوازې په هلمندكې په پرمختيايي پروژولگول كيږي.
په دې خبري غونډه كې دهلمندوالي محمدگلاب منگل وويل چې ډنمارك هيوادوړاندې تردې هم ډيرې مرستې دپوهنې ،دگرشك دبريښنادشبكې اوله همدې ولسوالى څخه ترلښكرگاه پورې دغزيدلي سړك دجوړلوپه برخه كې ترسره كړې اوددې ترڅنگ يې دښې ادارې درامنځ ته كولوپه برخه كې يې هم مرستې ترسره كړې دي.
دده په ويناچې يوازې په تيرميلادي كال كې يادهيوااته مليونه ډالره دښوونځيواوليليودجوړولوپه برخه كې لگولي دي.