۱۳۹۴ آذر ۹, دوشنبه

سرجنګ:روانه اونۍ به دباباجې اومارجې ولسوالیودلاسه وتلوسیمودنیولولپاره پراخ عملیات وکړو .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۱—
روانه اونۍ به دباباجې اومارجې ولسوالیودلاسه وتلوسیمودنیولولپاره پراخ عملیات وکړو  .
دهلمندامنیه قوماندان وایې دده په مشرۍ به دښار دڅلرمي امنیتي حوزي اومارجې ولسوالیوټولي هغه سیمي به ونیول سي چې وسله والونیولي وې ،هغه وایې دمرکزپه سطه یې لوی پلانونه جوړکړي دي چې روانه میاشت به دعملیاتواوتعروضي بریدولرۍ شمالي ولسوالیوته هم وغځوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم دښارڅلرمه امنیتي حوزه پنځه څلویښت ورځي مخکي  وسله والوطالبانوترخپلي ولکي لاندي راویسته وه خواوس یې دولت دباباجې ترڅنګ دمارجې دهغه سیمودنیولوژمنه کوي چې دوسله والوپه ولکه کې دي ،امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وایې درواني اونۍ ترپایه به په مارجې اوباباجې کې دلاسه وتلي سیمي یوواربیاونیسي .

 قوماندان وایې داچې مارجې ولسوالۍ ته لاره وسله والوپه ټپه تړلي ده نودوی دهوا له لاري دیادي ولسوالۍ مرکزته مهمات اوډوډۍ رسولې ده اوډیرژربه دوسله والوپروړاندي پراخ تعروضي بریدونه وکړي ،هغه وایې دهواپه سړیدواوددوی ترمنځ ژوراختلافات دوسله والولیکي له ماتي سره مخ کړي دي چې ډيرژربه سیمه ددوی له شتون څخه پاکه کړي .


دیادولوده چې له شاه اوخوا یوي نیمي میاشتي وروسته اوس دولت دباباجي اومارجې ولسوالیودهغه سیمودنیولوهڅي پیل کړي دي چې وسله والوطالبانودخپلوډله ییزوبریدونووروسته په واکې واخیتسې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر