۱۳۹۴ آذر ۱۰, سه‌شنبه

دهلمند خانشین ولسوالۍ هم دسقوط له ګواښ سره مخ سوه .

راپور—۲۰۱۵—۱۲—۲—
دهلمند خانشین ولسوالۍ هم دسقوط له ګواښ سره مخ سوه  .
دهلمند دولایتي شورا ریس وایې دخانشین ولسوالۍ ډیری سیمي وسله والونیولي اودامهال درنه جګړه دخانشین مرکزپه پنځه کلیومترۍ کې روانه ده ،هغه وایې که مرکزي دولت اوهوایې ځواک ژرمرسته ونکړي دابه ولسوالۍ به هم دنوزاد اوموسي کلاپه څیردوسله والولاسته ولویږي ،هغه وایې دچارواکودبي پروایې له امله جګړه اوږده اوډيری سیمي وسله والوترخپلي ولکي لاندي راویستې ،دهلمنددوالي ویاندپه خانشین کې جګړه اودځینوسیمونیول کیدل هم منې خووایې تازه دمه سرتیري سیمي ته رسیدلي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم دباباجې ،اومارجې ولسوالیوجګړه پرخپل ځای ده خوتازه وسله والوپرخانشین ولسوالۍ خپلوبریدونوته خورازور وکړی چې له امله یې داولسوالۍ دسقوط سره مخ ده ،دولایتي شورارئیس محمد کریم اتل وایې دخانشین ډيری سیمي وسله والونیولي او اوس مهال درنه جګړه دوولسوالۍ په پنځه کلیومترۍ کې روانه ده ،اتل وایې داچې امنیتي چارواکې دجګړې لپاره پوره اماده ګې نلري نوځکه یې یوپه بل پسي سیمي اوولسوالۍ دلاسه وځي .

رئیس کریم اتل په هلمندکې روانه جګړه دامنیتي ځواکونودبي پروایې له امله بولي ،هغه وایې داچې دخانشین ولسوالۍ دګاونډي هیوادپاکستان دګردي ځنکل دسیمي سره ګډه پوله لري نوددولت ضد وسله وال مخالیفن په اسانۍ سره تګ اوراتګ کوي اوله هم هاغه ځایه دهلمنددجګړې لپاره تیاری نیسي .

خودهلمنددوالي ویاندعمرځواک هم دامنې چې په خانشین کې درنه روانه ده اوځیني سیمي دتاکتیکي شاتګ له وجې خوشي سوي دي خوزیاته وي تازه دمه سرتیري هم سیمي ته رسیدلي دي چې ډيرژربه عملیات هم پیل سي ، دیاده ولوده چې له شاه اوخوایوي نیمي میاشتي راهیسي دهلمندپه مرکزاونږدو ولسوالیوطالبانوخپلودرنوبریدونوته زور ورکړچې ډيرسیمي یې ترخپلي ولکي لاندي راویستي خو داجګړې له هم پرخپل ځای ده چې تازه طالبانودخانشین پرولسوالۍ خپل ډله ییزبریدونه پیل کړي چې تراوسه یې ډيری سیمي هم نیولي دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر