۱۳۹۴ آبان ۷, پنجشنبه

دباباجې دسیمي پر۱۰۲ جګړه ځپلوکورنیودخوراکې توکومرسته وویشل سوه .

راپور—۲۰۱۵—۱۰—۲۹—
دهلمنددباباجې دسیمي پر۱۰۲ جګړه ځپلوکورنیودخوراکې توکومرسته وویشل سوه .
دباباجې دسیمي د۱۰۲ کورنیوسره دخوراکې توکومرسته دهلمند دځوان ملي سوداګرهارون پوپل لخواترورکول سوه ،که څه هم وړاندي تردي ولایتي شورا دیادي جګړې له امله دبیځایه سوکورنیوشمیره تر۶۰۰ ډیره یاده دول خودکډوالودریاست چارواکې وایې تراوس دوی ۱۷۰ کورنیوسروې کړي اولاهم دغه سروې روانه ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دلښکرګاه ښارپرڅلرمي امنیتي حوزي دوسله والوددرنوجګړوڅخه شاه اوخوادوه اونۍ اوړي خولاهم په سیمه کې جګړه روانه ده اوډیری کورنۍ یوازي په دې توانیدلي چې یوازي خپل سرونه وباسي اودامهال له سختوستونزوسره مخ دي چې دباباجې دبیلابیلوسیمو۱۰۲ کورنیوته دهلمند دملي سواداګرهارون پوپل لخوادخوراکې توکومرسته وویشل سوه ،دغه کورنۍ دلانورومرستوغوښتونکي هم دي .

په ورته وخت کې دولایت دمقام دسکتوري خدمتونوریس وایې تراوسه ددولت له لوري دراکډه سوکورنیوسره مرسته نه ده سوې هغه دهارون پوپل څخه دمننې ترڅنګ پرنوروملي سوداګروهم ږغ وکړچې داړوکورنیوسره خپل هررازمرسته ونه سپمه وي ،مدني فعال فرهاددواري وایې داچې په دې ورستیوکې په هلمندکې تربل هروخت ناامنۍ ډيري سوي دي نواړینه ده چې ملي سوداګرهم دخپلوخلکولاس نیوی وکړي .

بل پلوپه هلمندکې دکډوالوچاروریس وایې دوی تراوسه د۱۷۰ هغه کورنیوسروې کړي ده چې دجګړې دویري یې خپل کورنه پرایښي دي خوزیاته وي لاهم دغه سروې روانه ده .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر