۱۳۸۸ اسفند ۲۰, پنجشنبه

دهلمندامنيه قومانداني د تروريزم اوولايت دمقام امنيتي پوليسوپه ګډه دلښکرګاه ښاردصافيانوپه سيمه کي تيره شپه لس بجي په يوه کورکي چاوديدونکي توکي اويوماين

تيره شپه ناوخته لس بجي دامنيه قومانداني دتروريزم مديريت پوليسودولايت مقام له پوليسوسره يوځاي دلښکرګاه ښاردصافيانوپه سيمه كي ديوه كوردتلاشي پرمهال دسپکوواودرنووسلو مرمي په داسي حال کي موندلي چي دښځينه ووپه جاموکي يي ځاي پرځاي کړي وي .
دامنيه قومانداني دتروريزم مديرسمنوال خان الماس په سيمه کي خبريالانو ته وويل چي ددقيقومعلوماتوله مخي يي دصافيانود سيمي په يوه کورکي چاوديدونکي توکي نيولي اوهمدارنګه د همدي کورمخي ته يوځاي پرځاي سوي ماين كشف اوله منځه يه يوړي
ده وويل پوليسويي هغه ماين هم خنثي کړي چي مخالفينوديوه سرك په سرځاي پرځاي كړي وو.
ديادوني وړده چي په دي ورستيوکي په هلمندکي کشفي امنيتي ارګانونودسيمي داوسيدنکوپه مرسته ډيرى هغه دسيسي خنثي کړي دي .
كوم چي دپيښي په رامنځته كيدو سره به زيات شمير بيګناه ښاريان دمرګ ژوبلي سره مخ سوي واي .
۲۰/ ۱۲/ ۸۸

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر