۱۳۸۸ اسفند ۲۸, جمعه

په هلمندكې دقاري محمدعلي خسروي تودهرکلي دسلگونواوسيدونكولخوا وسوو.

قاري محمدعلي خسروي دپلار نوم شيخ سلمان علي دلښكرګاه ښار دكارته لګان دسيمي اوسيدونكي

































































په هلمندكې دقاري محمدعلي خسروي تودهرکلي دسلگونواوسيدونكولخوا وسوو.
قاري محمدعلي خسروي چې په دې وروستيوكې يې دسراج المنيرپه نوم دقرآن كريم سيالى چې دبيات بنيادلخواپه كابل كې جوړې سوې وې لومړى مقام خپل كړ
قاري محمدعلي خسروي چې دجمعې په ورځ هلمندته راورسيد دځايي مسولينوترڅنگ دهلمنددسلگونواوسيدونكولخواله هوايي ډگرڅخه بياترمركزي جامع جومات پورې بدرگه سواوپه هغه غونډه كې يې هم گډون وكړچې دلښكرگاه په مركزي جامع جومات كې دده دبرياپه موخه جوړه سوې وه.
په غونډه كې ويناوالودبيات بنياددغه اقدام وستايه اوله نوروبنيادونوڅخه يې هم غوښتنه وكړه چې په دې برخه كې خپلې هڅې ونه سپموي.
په دې غونډه كې دهلمند مرستيال والي عبدالستارميرزكوال وويل چې محمدعلي خسروي هغه څوك دى چې نه يوازې يې ځان بلكې ټول هلمندته يې وياړوروبخښه
ده زياته کړه دهلمندډيري هغه ځوانانونه اسلامي لاره ورکه ده چي په نشه يي توکو روږدي ،
ده وويل دهلمنددځوانانولپاره به دزده کړي پوره زمينه برابروي چي دديني علوموترڅنګ به زموږ ځوانان عصري علوموته هم پوره لاس رسي ولري .
دښاغلي ميرزكوال په ويناچې ځايي اداره نوره هم هڅه كوي چې دښوونې اوروزنې په برخه كې خپلې هڅې زياتې اودهلمندپه هره سيمه كې دديني اوعصري زده كړولپاره زمينه برابره كړي.
ښاغلي ميرزکوال وويل دهلمندوالي محمدګلاب منګل له لوري قاري علي محمدخسروي ته يوه داوسيدو ريحايشي نمره اويوستاينليک هم ورکړل سوي دي
ديني عالم شيخ تقدسي وويل محمدعلي خسروي دهلمندنه بلکي دټول افغانستان وياړدي
ده وويل ټولوځوانانوته پکار ده چي خپل راتلوونکي ته پاملرنه وکړي ترځوهرځوان مووياړلي وي
ده په همدي وخت په هلمندولايت کي ټولوکرونده ګروڅخه غوښتنه وکړه چي له دي ولايت څخه دنشه يي توکوکراوکيله ورکه کړي
ده وويل زموږډيري ځوانانو دهمدي نشه يي توکوله امله خپل شرين ژوندله لاسه ورکړي دي .
شيخ تقدسي دقاري خسروي دستايني ترڅنګ له مسولينوڅخه غوښتنه وکړه چي په دي ولايت کي دقرانکريم دزده کړي يومرکزجوړکړي ترڅوهرځوان وکولاي سي چي په ډيري اساني سره دغه ډول وياړهلمندولايت ته له ځانه سره راوړي .
دغونډي په ورستيوي کي دهلمندعلماشورا ريس مولوي خداينظر ديني عالم عبدالغفورخسروي اودځوانانواړيکواومعلوماتومرکزمشرمحراب الدين پژواک ددي سياليوپه لاره اچول يونيک کام وباله اوله مسولينوڅخه يي غوښتنه وکړه چي دغه ډول سيالي نوري هم دځوانانوترمنځ په لاره واچوي .
ديادونې وړده چې د دغو سياليو لومړى مقام له هلمند ولايت څخه قاري محمد علي او دوهم مقام د مزار شريف څخه قاري بشير او دريم مقام ، د هرات ښار اوسيدونکي قاري مسعود تر لاسه کړاو د بيات بنياد د دغو سياليو د لومړي مقام ګټونکي ته پنځه سوه زره ، د دويم مقام ګتونکي ته دوه سوه زره او د دريم مقام ګټونکي ته سل زره افغانۍ نغدي جايزې هم ورکړي.

۱۳۸۸-۱۲-۲۸ سروري هلمند

۴ نظر:

  1. محترم جناب آقای سردار محمد سروری با تشکر از اقدام نیک شما برای پوشیش خبری موفقیت قاری صاحب محمد علی خسروی که در واقع افتخاریست برای ولایت ما( هلمند )
    از خداوند طول عمر با برکت جهت خدمت رسانی به مردم
    شریف افغانستان رابرای شماکه که یک خبر نگار وطن دوست هستید می خواهی .
    برادرت
    محمد علی حکیمی
    hakimi.ms@gmail.com

    پاسخحذف
  2. محترم جناب سردار محمدسروری با تشکر از اقدام نیک وبجای تان برای پوشیش خبری موفقیت قاری صاحب محمدعلی خسروی که افتخاریست برای ولایت ما ( هلمند)
    از خداوند موفقیت روز افزون شمار را که یک خبر نگار وطن دوست هستیدرا می خواهم .
    برادرت
    محمد علی حکیمی
    یکی از باشندگان شهر لشکرگاه

    پاسخحذف
  3. دستاورد بی نظیر قاری صاحب خسروی را به تمام مومنین افغانستان تبریک و تهنیت عرض نموده از بارگاه ایزدمتعال برای خسروی صاحب عمر دراز و پُر برکت تمنا نموده و امیدوارم ایشان بتوانند شاگرد های ممتاز و شایسته ی تقدیم جامعه ی مومنین نمایند.

    پاسخحذف
  4. قاری صاحب خسروی افتخار افغانستان و تمام مسلمانان دنیا هستند. ما باید کوشش کنیم که همه مانند قاری صاحب خسروی کوشش و به مقام درک و درست تلاوت نمودن کتاب مقدس خویش (قرآن کریم)برسیم.

    پاسخحذف