۱۳۸۸ اسفند ۱۱, سه‌شنبه

دهلمندامنيه قوماندان وايي ددي ولايت په اړونده سيمواودنادعلي په ولسوالي كي په لسګونه ډول ډول وسلي اوپه زياته اندازه چاوديدونكي توكي نيول سويدي

دهلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاددسه شنبي په ورځ خبريالانوته وويل ددي ولايت په اړونده سيمواودنادعلي په ولسوالي كي دبيلابيلوعملياتوپرمهال ګڼي وسلي اوپه زياته اندازه چاوديدونكي توكي نيول سويدي
ښاغلي شيرزادوويل دنشه يي توكوپرضددمبارزي كميسون چي دنادعلي ولسوالي ته تللي وددولت دمخالفينودمقاومت سره مخ سوچي په پايله كي دمخالفينو دري تنه ووژل سوه اوپه زياته اندازه چاوديدونكي توكي اووسلي دامنيتي ځواكونولاسته ورغلي
دقوماندان په وينا تردمهاله دامنيه قومانداني دنشه يي توكوپه وړاندي دمبارزي پوليسوپه زرګونه هكتاره ځمكه دكوكنارودناوړه كښتونوڅخه پاكه كړي اولاملين يي دقانون منګلوته سپارلي دي .
امنيه قوماندان ديوي پوښتني په ځواب كي وويل دامنيتي ځواكونوپه پياوړتياسره يي ترزياته بريده دغيرقانوني كړونومخه نيولي اوپوليسودخلكوپه بشپړه همكاري سره گڼ شمير غله چي دخلكومالونه يي غلاكول نيولي اودقانون منګلوته يي سپارلي دي
هيره دي نه وي چي دنشه يي توكوپه وړاندي دمبارزي پوليسوتيره ورځ هم دهلمندپه ګرشك ولسوالي كي په زياته اندازه اوبلن كمياوي مواد اوپنځه شپيته كيلوګرامه مايع تارياك ديوه تورن كس سره يوځاي نيولي وه .
-۱۳۸۸-۱۲-۱۱

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر