۱۳۸۸ اسفند ۱۹, چهارشنبه

دافعانستان دپوهني وزارت دهلمند ښوونكو ته دښه كاري وړتيا په موخه ستاين ليكونو او دسروزرو ميډالونه ديوي غونډي پرمهال پداسي حال وركول سول چي دمركز څخ

د چهارشنبي په ورځ دغه پروګرام دهلمند دپوهني رياست دمجلسونو په تالاركي په داسي حال كي جوړسو چي پكښي دمركز څخه دپوهني په برخه كي دراغلي پلاوي مشرالله باز جم دهلمند دپوهني ريس شيراقا صافي په ولسي جرگه كي دهلمندد خلكوښځينه استازي نسيمه نيازي او ګڼ شمير ښوونكو برخه لرله دپروګرام په لومړي سركي دهلمندد پوهني ريس شيراقاصافي په خپلو خبروكي زياته كړه چي ښوونكي دخپل هيواد اولادونو دپوهي په زيور روښانه كوي ده وويل چي دپوهني وزارت دهلمندهغه ښوونكو ته چي دخپل كارپه مودي كي ښه وړتيا ښودلي وه ستاينليكونو اودسروزرو ميډالونه وركوي ترڅو په دي برخه كي نورهم پرمختك وكړي صافي روښانه كړه چي سږكال هم دافغانستان دپوهني وزارت دهلمند ۱۵۶ پنځوس ښوونكي په ستاينليكونو اودسروزروپه ميډالونه وستايله ده له ښوونكو څخه غوښتنه وكړه چي نور هم په دي سپيڅلي وظيفي كي كوښښ وكړي تر څو ددي
بيا دمركزڅخه دراغلي پلاوي مشر الله باز جم په خپلو خبروكي وويل چي په افغانستان كي ديرش كاله جنگ اوجگړه تير سوي چي د دي جگړي پرمهال دافغانستان معارف هم بي برخي نه دي پاته سوي او درنه ځينوورته اوښتي خوده نه هيلي ښه ونه بلله اودهلمند پرښوونكو يي ږغ وكړه چي په دي برخه كي نه ستړي كيدونكو هلي ځلي تر سره كړي
جم دا هم وويل چي هلمند دپخوا پرتله دپوهني په برخه كي ښه لاسته راوړني لري او ډيري هلمندي ځوانان ښوونځيو ته ددرس وويل په موخه ځي ده په خپلو خبروكي روښانه كړه چي په افغانستان كي دپوهني په برخه كي څه نه څه ستونزي موجودي چي په نيږدي راتلونكي به ورته دحل لاري چاري وموندل سي
ورپسي په ولسي جرگه كي دهلمند دخلكوښځينه استازي نسيمه نيازي ويناو كړه او وويل چي په هلمند ولايت او ولسواليو كي زده كوونكو ته ښوونځي جوړسوي او ځوانان كولاسي چي په ښه توگه خپلي زده كړي تر سره كړي دي وويل چي په مركز كي ډيري ځوانان دهلمنددي چي په پوهتون كي زده كړي كوي
ښوونكو دمركز څخه دراغلي پلاوي د مشرتابه څخه غوښتنه وكړه چي دميډالونه اوستاينليكونو سره سره دي ورته د ريشي نمرو غم هم وخوري
دپرواګرام په ورستيو كي پرښوونكو باندي شپږ ه د ميرمسجدي خان ميډالونه او ستاينليكونو ددمركزڅخه دراغلي پلاوي اود هلمند دپوهني دمسولينو له لوري وركول سوه
سروري
۱۳۸۸-۱۲-۱۹

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر