۱۳۸۸ اسفند ۱۶, یکشنبه

دهلمندپه جنوب كي پرتي ناوي ولسوالي په انګړكي دشنبي په ورځ ددي ولسوالي دولسوال په مشري يوه پراخه غونډه دقومونوديوالي كيدوپه منظورپداسي حال كي جوړه سو



دهلمندولايت په پنځه ويشت كيلومتري كي دپرتي ناوي ولسوالي په انګړكي دقومونوديوالي

اوپدي ولسوالي كي دټولواتباووديوالي كيدو په موخه يوه پراڅه غونډه دشنبي په ورځ دناوي دولسوالي دولسوال عبدالمناف خان په مسري جوړه سوه
په غونډه كي دناوي ولسوالي لپاره دملي قوماندان ډګروال علي احمد مفكرددي ولسوالي لپاره دامريكا دمتحده ايالاتودمرين ځواكونومشركرنل بيكراويولړنورومخه ور روسپين ږيرهم كډون كړي وو،
ددي غونډي اصلي هدف اوموخه پدي ولسوالي كي دټولوخلګوترمنځ يوالي اتفاق اوددي ولسوالي دلاپرمختګ لپاره ښودل سوي وو،
په غونډه كي لومړي قومي سپين ږيرودخپلوسيموپه اړه دناوي ولسوالي وه مسئولينوته په بيلابيلوبرخوكي معلومات وړاندي كړل ،
حميدالله خان چي دناوي ولسوالي يوقومي مشرووده په خپلوخبروكي دناوي ولسوالي دخلګوپه استازيتوب وويل چي دناوي ولسوالي ټول خلګ نورجنګ اوجګړه نه غواړي اونه هم هغه چاته ځاي وركوي ترڅوبيادتيرپشان دناوي ولسوالي خلګ نا ارمه كړي ،
ده همدارازدمسئولينوڅخه وغوښتل چي مرين ځواكونه بايدپه ويه سيمه كي پرخپل سرعمليات ترسره نكړي ولي دو ي بايددملي اوردوملي پوليسواوقومي سپين ږيروسره په تپاهوم ديوي سيمي دعملياتواوياهم دچاپي لپاره ولاړسي ترڅودعاموخلګوسره كوم زهني تشويشات پيدانسي ،
ده همدارنګه دناوي ولسوالي لپاره دلاښه امنيت ترغوښتلوسره سره دملي اوردودهڅوستاينه په ډيروښوالفازوسره وكړه ،
دناوي ولسوالي قومي مشرحيات الله خان دناوي ولسوالي پرقومي سپين ږيرواوعاموخلګوږ غ وكړترڅوراسي ټول په ګډه سره دناوي ولسوالي دبياجوړولولپاره نه ستړي كيدونكي هلي ځلي ترسره كړي ،
ده وويل چي دتيروناخوالوراتلل ناوي ولسوالي ته يوازي اويوازي دناوي ولسوالي دقومي مشرانونه همغږيتوب وه باله ،
خوغوښتنه يي وكړه چي نورراسي په ګډه سره دخپل كورپه بيا جوړه ولوكي يوبل ته لاسونه سره وركړو اودناوي ولسوالي څخه يوځل بياداسي ولسوالي جوړه كړوچي دهرچالپاره دښه او ارام ژوندكولوزمينه برابره سي دقومي سپين ږيروترخبرو وروسته دناوي ولسوالي ولسوال عبدالمناف خان ټولوقومي سپين ږيروته ډاډوركړچي دهلمندولايت اداره په پوره اتمنان ستاسوترشاولاړه ده ترڅودناوي ولسوالي اوسيدونكي يوښه اورام ژوند خاوندان او وسي ،
ناوي ولسوال په خپلوخبروكي دتارياكو وه كروندوته هم ايشاره وكړه وويل چي تاسوبايدپه خپلوسيموكي نوردي بدبوټي ته چي هميشه موږ اوتاسوته بيله غمه نورڅه نه راوړي ځاي مه وركوي ،
ښاغلي مناف خان پرقومي سپين ږيروږغ وكړ چي راسي دخپل اسلامي دولت سره يوځاي دناوي ولسوالي په بياجوړولوكي پوره پوره همكاري وكړي ترڅونوردناوي ولسوالي شريف اولس دهر راځ ناخوالوڅخه وه ژغورل سي ،
دناوي ولسوالي ولسوال دريشوت اوبډي اخيستني په اړه هم دټولوخلګوڅخه وغوښتل چي زماسره ددي ناروا اعمال په لمنځه وړولوكي پوره پوره همكاري وكړي ترڅوددي بدعمل مخه هم په كلكه ونيسو،
ده همدارازدناوي ولسوالي پرځايي طالبانوهم ږغ وكړترڅووسله پرمځكه كښيږدي اودخپل دولت سره داساسي قانون ترسوري لاندي خپل ژوندته ادامه وركړي ،
په ناوي ولسوالي كي دملي اوردوقوماندان ډګروال علي احمد مفكر دټولوخبروسره سره يي ديوسيمي لپاره يي دخلګوترمنځ يوالي اويومټي كيدل ترټولوخبرواړين وه بلل ،
ده همدارازدناوي ولسوالي اوسيدونكوته دلاښه امنيت په راويستلوكي ددي ولسوالي اوسيدونكوته دپوره پوره همكاري اتمنان هم وركړ ،
بايدوويل سي چي دناوي ولسوالي يوه دهغه ولسوالي دجملي څخه ده چي پدي ورستيوكي يي د دولتي حاكميت تربل هروخت ټنګ سوي اوخلګ يي ډيرخوښ اورازي وه

۱۳۸۸-۱۲-۱۶

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر