۱۳۸۸ اسفند ۱۰, دوشنبه

ددولت دوسله والومخالفينو لخوا ديوه ځاي پرځاي سوي ماين دچاودني ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله .

دهلمنددوالي وياند محمد داوود احمدي وايي دغه چاودنه ددوشنبي په ورځ دماپښين پروخت هغه مهال رامنځته سوه كله چي دملكي وګړو يوشخصي ټونيس موټر دمركزلښكرګاه دبولان ښوونځي او هديري دامنيتي پوستي ترمنځ دلوي لاري په اوږدو كي روان او پرماين وخوت .
دده په وينا په ياده پيښه كي يوملكي سپينږيري او دوه تنكي ځوانان په شهادت رسيدلي دي .همدرنكه دهمايون خصوصي شركت دساتونكو پر موټر باندي دګرشك ولسوالي تر لښكرگاه پوري دغځيدلي خامه سړك پرسر باندي ديو ځاي پر ځاي سوي ماين په چاودنه كي ددي شركت دوه ساتونكي وژل سوي او يوتن يي ټپي دي
سترمن سلطان محمد خبريالانوته وويل چي دوطن او سولي دوښمن تل په داسي شومو هدفو لاس پوري كوي چي پكي ملكي وكړي وژل كيږي

۱۳۸۸ ۱۲ ۱۰

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر