۱۳۸۸ اسفند ۱۰, دوشنبه

دافغانستان دجمهوررئيس دويم مرستيال محمدكريم خليلي ديوشميردولتي مسئولينواوبهرنيوځواكونوله استازوسره هلمندولايت ته دخپل يوسفرپرمهال له قومي مشرانواوځايي


دجمهوررئيس حامدكرزي دوهم مرستيال محمدكريم خليلي هلمندولايت دخپل يوسفرپه ترڅ كي ديوې غونډي پرمهال د سلګونو قومي مشرانو،ديني عالمانو،دښځواستازواوځايي چارواكوسره وكتل.
دښاغلي خليلي سره پدې سفركي دكورنيوچارووزارت امنيتي مرستيال محمدمنيرمنګل،دپيښوپرضددمبارزې رئيس عبدالمتين ادراك ،دعامي روغتياوزارت مرستيال ښاغلۍ سحر،دناټوځواكونوملكي استازۍ مارك سيډول،دناټوځواكونومرستيال جنرال فلاين اوديوشميروزارتونواستازوهم ملتياكوله.
هلمندوالي محمدګلاب منګل په غونډه كي دجمهوررئيس اودهغه له همكارانوڅخه مننه وكړه چي هلمندته يي ځانګړې پاملرنه كړې اودې ولايت ته يي دخپلوسفرونوپرمهال دمرستوژمني كړي.
ښاغلي منګل دمارجې عملياتوپه اړه وويل داچي دغه عملياتوخورابريالي دي نولدې څخه به په نوروولسواليواوسيموكي هم ګټه واخيستل سي.ده زياته كړه چي دتيريونيم كال په موده كي دهلمنددرې ولسوالۍ له مخالفينوڅخه پاكي سوي اوپكښې پراخي دبيارغوني،روغتيااوپوهني پروژي رواني دي.
ده وويل داچي دمارجې نظامي عمليات پاى ته رسيدلي نواوس دولت چمتودى ترڅوپدغه سيمه كي هراړخيزكارونه پيل كړي اوداړوكورنيوسره دمرستوپروسه جاري وساتي.
هلمندوالی وویل چی ډیرژربه په مارجه کی دپیسوپه وړاندی دکارکولوپروګرام په لاره واچوی ترڅودمارجی ټول هغه اوسیدونکی چی دامهال له بیکاری سره مخ دی ورته دکارکولوپوره زمینه برابره سی .
هلمندوالی له نړیوالو مرستندویه اداروڅخه وغوښتل چی دهلمند بیا رغونی ته ځانګړی پاملرنه وکړی
دهلمندولايتي شورارئيس محمدانور اوديني عالم شېخ تقدسي دغونډي پرمهال دجمهوررئيس ددوهم مرستيال ښاغلي خليلي څخه وغوښتل چي دادارې فسادپروړاندي كلكه مبارزي وكړي اودهلمندهغوسيموته دولتي حاكميت وغزوي چي لاتردامهال يي خلك دمخالفينوترتورسيوري لاندي ژوندلري.
ويناوالودخپلوخبرپرمهال له نړيوالوڅخه هم وغوښتل چي ددولت اوخلكوسره دي په مشوره خپل كارونه پرمخ يوسي.
شيخ تقدسي دهلمندوالي په مشرۍ دادارې څخه ستاينه وكړه اوښاغلۍ منګل يي دهلمندولايت لپاره يومناسب شخص وباله.
ودوی له راغلی پلاوی څخه وغوښتل چی په دی ولایت کی دځوانانولپاره دښوونی اوروزنی لپاره په لری اواطرافی سیموکی زمینه برابره کړی
دجمهوررئيس دوهم مرستيال محمدكريم خليلي دويناوالودغوښتني په ځواب كي وويل چي مركزي دولت هوډلري ترڅوهلمندولايت امنيت دوباره تامين اوخلكوته ټولنيزخدمتونه په ښه توګه ورسوي.
ده له ټولوهلمندوالوڅخه مننه وكړه چي په سختوشرائطوكي يي دنوروپه پرتله په ټاكنوكي زياته برخه واخيسته اودغه پروسه يي بريالۍ كړه.
ښاغلي خليلي پرقومي مشرانواوديني عالمانوږغ وكړچي دسولي دپروسې په چټكوالي كي له دولت سره مرسته وكړ ي اودخبروپوسيله مخالفين سولي ته راوبولي.
دجمهوررئيس مرستيال وويل چي جنګ دحل لاره نده خوكه څوك جنګ غواړي نوخامخابه ماته مني ،نړيوال اودولت به هوډلري چي دافغانستان دخلكوڅخه كلكه ساتنه وكړي.
ده زياته كړه دالومړۍ ولايت دى چي خلك يي له والي اوځايي ادارې څخه خوښ دي اودهغه كلك ملاتړكوي.
دغونډي په پاى كي هلمندوالي اوقومي مشرانودجمهوررئيس دوهم مرستيال اوراغلوميلمنو ته دډاليوپه وركولوهغو تود هركلۍ وكړ.
وروسته هلمندته راغلي پلاوي دهلمندوالي سره جوخت دمارجي سيمي ته پدې موخه سفروكړترڅوددې سيمي خلك اوحالت له نژدې څخه وويني.

۱۳۸۸—۱۲-۱۰

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر