۱۳۸۸ اسفند ۱۱, سه‌شنبه

دلښكرګاه ښاراوسېدونكي دهغه ډرېورانو څخه سرټكي دي چي بې لېسنسه په ښاركي موټرونه چلوي

دهلمند دښار ډيرى او سېدونكي په ښار كي دګړنديو موټرانو څخه ډېر نا ارامه دي دوى واي دښار په هره برخه كي داسي ډرېوران تر سترګوكيږي چي تر دې مهاله يې ترافيكي قوانين او مقررات نه دي پېژندلي.
خلګو په دې كي دملي اردو ځواكونه هم پړوګڼل چي ډېرى مهال دګڼي ګوڼي پر وخت خپل رنجر موټرونه په ډېري چټكتيا سره ګرځوي
چي له امله يې ډيري وژني او پيښي رامنځته سويدي
دترافيكي اصولو او قانوني تګلاري پر بنياد دباربري او لو يو موټرانو تګ راتګ په ښاركي منعه دى خوبياهم په لښكركاه كي لو ى او واړه موټران دملي اردو سرتيرو دګاډو سره يو ځاى ګرځي راګرځي .
دبې لېسنسه ډرېورانودجملې څخه يوشمېر دشتمنو او تجارانو زامن هم دي چي بې ځايه په ښاركي موټرونه په ډېر سرعت سره چلوي
دښار او سېدونكو دداسي كسان شتون په ښار كي غيري قانوني وبلي او دخپلو ستونځو دحلولو په موخه يې راته وويل:
كه څه هم يو شمېر خلګ دموټرانو دچټكتيا په خاطر پر پوليسو او ملي اردو تورلګوي په هم دې باب مو دښار په يوه برخه كي دسيمي دمسول څخه ددې خبرو په اړه وپوښتل هغه داخبره تايدكړه او راته وويل:
كليپ چارواكي

دهمدې ستونځو دحلولو په موخه دهلمند دترافيكو په مديريت كي يو پنځلس ورځنى وركشاپ جوړ سو چي پكښي دولتي ډرېورانو ته زده كړه وركول كيږي
دلېسنس امير حاجي عطامحمد چي خپله يې ډرېورانو ته زده وركوله وويل: په دې سره به دهغه ډرېورانو ستونځي حل سي چي ترافيكي قوانين او مقررات نه پېژني ده وويل داوركشاپ دداسي كسانو لپاره ډېر مهم دى عطامحمد زموږ دپوښتنو ځوابونه داسي راته راكړل
په وركشاپ كي يوه ډ رېور چي خپله يې هم زده كړه كوله هلمند ټلويزون ته وويل:
ديادولو وړده چي څه موده وړاندي په لښكرګاه ښاركي دملي اردو ځواكونو له خوا يوه زده كونكې په داسي حال كي په موټر زخمي سوه چي نوموړي ځواكونه په ډيري چټكتياسره په لاره روان و

۱۱_۱۲_۱۳۸۸

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر