۱۳۸۸ اسفند ۲۰, پنجشنبه

ځمكني ماينونودهلمندډيرى اوسيدونكي انديښمن كړي دي. دهلمنداوسيدونكي وايي چې هره ورځ په ولسي وگړودماين چاودنې رامنځ ته كيږي چې په لسگونوولسي وگړوته پكې م


.

دغه اوسيدونكي وايي چې دامهال په هلمندكې دولسي وگړوپه وړاندې لويه ننگونه هغه ځمكني ماينونه دي چې دوسلوالوطالبانولخواپه لويولارواوسړكونوځاى پرځاى شوي چې ډيرى وخت پكې ولسي وگړوته مرگ ژوبله اوړي.
ددوى په ويناچې يوازې په تيرودوواونيوكې دهلمندپه بيلابيلوسيموكې لسگونه ولسي وگړي دهمدې ځمكني ماينونودچاودنو له امله وژل شوي اوټپيان شوي دي.
دخلكوواكس پاپ......
۱- ماينونه ټول ملكي خلك وژني موږبزگري كوله مسكينان خلك يو،۲- دمازديگرلمونځ مووكړوروسته په جومات كې راباندې دماين چاودنه وشوه اوه نفره يې زخميان كړل،۳- زه دجومات ملايم په جومات كې يې ماين راته ايښى وشاوخاشل كسانوته پكې مرګ ژوبله واوښته دمازديگرلمونځ مووكړوروسته چاودنه وشوه چې زمادواړه پښې يې پرې كړې دي.
دغه اوسيدونكي په ښكيلوخواوغږكوي چې دولسي وگړوژوندته دځانگړې پاملرنه وكړي.
بل پلوځايي چارواكي هم مني چې دامهال ځمكني ماينونودولسي وگړوژوندله گواښ سره مخ كړى دى.
دهلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزادوايي چې يوازې په تيرودوورځوكې يې دلښكرگاه اړونددباباجي اونادعلي ولسوالى كې ۲۷ماينونه كشف اوشنډي كړي اوپه تړاويې دوه كسان نيولي دي.
دقوماندان كليپ.........
زموږسره دزموږوطنوال همكاري وكړي هرځاى چې ماينونه اوښودل شوي دي ياددښمنانولخواايښودل كيږي له بده مرغه چې زموږډيرى وطنوال هره ورځ دماين په وسطه له منځه ځي نه يوازې دپوځيانوژونديې له گواښ سره مخ كړى بلكې ډيرى ملكي كسان وژل كيږي.
نوموړى دسيمې له اوسيدونكو غوښتنه كوي چې په شكمنوحالاتوكې پوليس په جريان كې واچوي ترڅودناوړه پيښومخنيوى شوى وي.

۱۳۸۸-۱۲-۲۱
هلمند سروري

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر