۱۳۸۸ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

دهلمنددموسى كلاولسوالي به امريكايي ځواكونوته وسپارل شي.

دهلمنددموسى كلاولسوالي به امريكايي ځواكونوته وسپارل شي.
ځايي چارواكي وايي چې دغه گام په دې ولسوالى كې داوږدمهالي امنيت،بيارغونې اوښې حكومت دارى په موخه پورته كيږي.
دغه ولسوالي چې دلښكرگاه په شمال شاوخوا۹۰كيلومترى كې پرته ده دتيرودريوكلونوراپه ديخواپكې دافغان ځواكونوترڅنگ بريتانوي سرتيري ميشت دي چې كله كله دنښتواوماين چاودنوهم شاهده وي.
دهلمنددوالي وياندمحمدداوداحمدي وايي چې دبهرنيوځواكونومشران له افغان دولت سره په گډه پلان لري چې موسى كلاولسوالي امريكايي ځواكونوته وسپاري ترڅوهلته هم اوږدمهالى امنيت ټينگ ،بيارغونه چټكه اوښه اداره رامنځ ته شي.
داحمدي په ويناچې ستونزه داوه چې په دې ولسوالى كې بيارغونه ټكنى اوامنيت هم ډاډمن نه دى نولوړپوړوكورنيواوبهرنيوچارواكوداپتيلې ده چې ياده ولسوالي به امريكايي سرتيروته وسپاري.
ديادونې وړده چې وړاندې تردې دهلمنددگرمسيرولسوالي هم دافغان ځواكونوترڅنگ دبرطانوي ځواكونوپه لاس كې وه چې دروان زيږديزكال په لومړيوكې امريكايي سمندري ځواكونوته وسپارل شوه.
داپه داسې حال كې ده چې دزرگونوكورنيواوامريكايي سرتيروترڅنگ په هلمندكې شاوخوالس زره برطانوي سرتيري دامنيت په ټينګولواوله وسلوالوطالبانوسره په جگړه كې ښكيل دي.

سروري هلمند
۱۳۸۸-۱۲-۲۵

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر