۱۳۸۹ فروردین ۹, دوشنبه

دمارجي ولسوال وايي نن په هغه ولسوالي كي ددولتي حاكميت پنځه څلويښتمه ورځ پوره سوي خو تراوسه يوه ښوونځۍ هم نه ده پرانستل سوي


دمارجي ولسوال وايي نن په هغه ولسوالي كي ددولتي حاكميت پنځه څلويښتمه ورځ پوره سوي خو تراوسه يوه ښوونځۍ هم نه ده پرانستل سوي
دمارجي ولسوال حاجي ظاهرخان ويلي دي ډيرى سكتوري رياستونه په مارجي كي دكاركولو لپاره زړه نه ښه كوي
ده ويلي دي چي په مارجي كي امنيت ښه سو ى دى او دورځي په تيريدو دخلګو غوښتني له دولت نه ډيريږي مګر

دمارجي ولسوال حاجي محمد ظاهر نن په يوه خبري ناسته كي خبريالانوته وويل تراوسه په مارجي كي ديوه سكتوري رياست استازوهم كار نه دى پيل كړى ،
حاجي ظاهر وويل نن په مارجه كي دمشترك يا دګډو عملياتو پنځه څلويښت ورځي كيږي خو لا دمارجي خلګو ته دډيرو عامه خدمتونو ترڅنګ دښووني اوروزني درياست اړونده يوه اداره هم نه ده خلاصه سوي
دمارجي ولسوال حاجي ظاهر شكايت وكړ چي په ډيرو ويلو يي ژبي وښتيان كړي دي مګر تراوسه يوه سكتوري رياست مارجي ته خپل استازي نه دي استولي
هغه وويل تيره ورځ يي په مارجه كي دخلګو له يوې پراخي غونډي پرمهال زياتو ولسي خلګو دخپلو ماشومانو پراينده تشويش وكړ او ددولت نه يي دښوونځي غوښتنه وكړه ،
دمارجي ولسوال وويل دده دمالوماتو له مخي تر اتيا زيات معليمان په داسي حال كي خپل مياشتنۍ معاش اخلي چي حاضر نه دي چي زده كوونكو ته زده كړه وركړي
په عين حال كي دمارجي خلګ هم له دولتي خدمتونو نه راضي نه دي دوي وايي څنګه چي اټكل كيدى هغه سي يي هيلي نه سوي پوره
دمارجي خلګ وايي يوه نيمه مياشت كيږي چي مارجه دولت ونيول ، خوامنيت نه دى ټنك سوى دبيارغوني څرك نه ترسترګوكيږي او په ډيروسيمو كي لا دماينونو ويره سته خو دمارجي ولسوال وايي تراوسه لا په مارجه كي ددوي په وړاندي ننګوني سته ،هغه وايي دمارجي ډير كورنه تصفيي ته اړتيا لري ،
او لا دوي وخت نور هم لري چي دكورنو تصفيه پيل كړي هغه وويل دمارجي ډير خلګ له جنګ نه ستړي دي خو ددولت پراخو مرستو ته اړتيالري
دمارجي ولسوال حاجي محمد ظاهر وويل كه څه هم په لنډو ورځو كي پلان لرو چي دري نوي ښوونځي جوړي كړواو څلور يي ترميم كړو خو دده په خبره چي دښوونكو پوره كاري ټيم ته اړتيا سته چي دخلګو زامنوته درس وركړي
دمارجي ولسوال په كلكه وويل كه چيري هغه ښوونكي چي دولتي معاش اخلي اودندي ته نه حاضريږي مارجي ته رانسي او ماشومانو ته درس ورنكړي نو بله لاره يي پيداكړى ده چي اجيرو ښوونكو ته معاش وركړ ي او په مارجه كي ښوونځي پرانيزي
ولسوال وويل تراوسه يوازي شپيته زده كوونكي لري او هغوي هم په يوه كنډواله كي روزمره زده كړه كوي
دهيره ولو نه ده چي دافغان دولت ډيرو لوړ پوړو چارواكو دمارجي دعملياتو دپيل سره جوخت هلمندته پرلپسي سفرونه وكړه او دمارجي دګلي ګلزار جوړولو كلكي ژمني يي وكړي
خو تراوسه په مارجه كي امنيت نسته ،ښوونځي نه دي خلاص سوي او پرلارو كرل سوي ماينونه لاهم تر ډيره نه دي پاك سوي او خلګ له دولتي خدمتونونه ناراضه دي

۱۳۸۹-۱-۹
سروري هلمند

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر