۱۳۸۸ اسفند ۲۰, پنجشنبه

دمركزلښكرګاه اړوند دباباجي په سيمه كي پريوه ملكي كرولا موټر باندي دماين دچاودني له امله پنځه ملكي كسانو ته مرګ ژوبله واوښته .

دهلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد دپنجشنبي په ورځ خبريالانو ته وويل چي دباباجي په سيمه كي داپيښه هغه وخت رامنځته سوه كله چي يوه شخصي كرولا موټر ځاي پرځاي سوي ماين باندي ولګيد .
دده په وينا په ياده چاودنه كي دوه ملكي كسان شهيدان او دري تنه نور يي ټپيان سوي دي .
ښاغلي شيرزاد زياته كړه چي دتيرو څو ورځو په اوږدو كي يي پوليسو ددې ولايت په بيلابيلو ولسواليو او سيمو كي وه ويشت حلقي ماينونه نيولي .
دده په وينا ديادو پيښو دتور په تړاو يي دوه تنه هم نيولي چي دامهال ورڅخه پوښتني ګرويږني رواني دي .
امنيه قوماندان دټولو هلمندوالو څخه غوښتنه وكړه چي دناوړه ا عمالو په مخه نيولو كي دپوليسو سره پوره همكاري وكړي ترڅو په سيمه كي د بيګناه خلكو دمرګ ژوبلي مخه نيول سوي وي .
ديادوني وړده چي تيره ورځ هم دمارجي ولسوالي دخليفه محمد شاه چاراهي په سيمه كي يوشخصي ټونيس موټر هم پريوځاي پرځاي سوي ماين ولګيد چي له امله يي يوشمير ملكي كسانو ته مرګ ژوبله واوښته .
۲۰/ ۱۲/ ۸۸

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر