۱۳۸۸ اسفند ۲۲, شنبه

دهلمندامنيه قوماندان دشنبي په ورځ دنادعلي ولسوالي دګروپي شش په سيمه كي دعاموخلګوپه هغه پراخه غونډه كي برخه واخيسته كوم چي ددي ولسوالي دولسوال ترمشري ل

دهلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاددنادعلي ولسوالي دنظم عامي دپوليسودليواقوماندان سمونوال غلام محي الدين په هلمندكي دايساف ځواكونواستازوهم ګډون درلود دشنبي په ورځ دنادعلي ولسوالي دګروپي شش يه سيمه كي يه په هغه پرخه غونډه كي برخه واخيسته كوم چي ددي ولسوالي دولسوال حبيب الله شملان ترمشري لاندي جوړه سوي وه ،
ددي غونډي اصلي موخه دنادعلي ولسوالي اواړونده سيموكي دپوره امنيت دراويستلوسره سره ددي سيمي خلګوته ديوښه ژوندكولودزميني دبرابرولولپاره ښودل سوي وو،
په پيل كي دنادعلي ولسوالي ولسوال حبيب الله شملان دهلمندامنيه قوماندان اوورسره پلاوي ته دښه راغلاستي په ويلوسره يي هغه ته دنادعلي ولسوالي دامنيتي حالاتوپه اړه هم په بيلابيلوبرخوكي معلومات وړاندي كړل ،
دنادعلي ولسوالي ولسوال حبيب الله شملان دګروپي شش دسيمي اوسيدونكوته ديوښه او ارام ژوندپه ترسره كولوسره وويل چي تاسوبايدنوربيده پاته نسي اودخپل ځان اودخپلوبچودتعليم اودهغيولپاره ديومناسب ژونددبيرته پيلولولپاره كلكه مباريزه وكړي ترڅوستاسوبچي نوردتعليم دبرخي څخه نااوميده پاته نسي ،
ښاغلي شملان همدارازدسيمي داوسيدونكوڅخه وغوښتل ترڅوراسي دخپلومځكولپاره دكيمياوي سري ترڅنګ دبيلابيلوسبزي جاتوتخمونه هم ترلاسه كړي ،
په غونډه كي دهلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاددغونډي برخوالوته دخبروپرمهال وويل چي ستاسولپاره ديوښه امنيت راويستل زموږ دنده ده خوداپه يوازيني سرنسي كيدلي ترڅودسيمي خلګ دپوليسوسره همكارنسي ،
ښاغلي شيرزادهمدارازديوسيمي لپاره دپوره امنيت راويستل دخلګوپه همكاري پوري پوره پوره تړادرلودل وه بلل ،
دهلمندامنيه قوماندان دخپلوخبروپرمهال دسيموخلګوته وويل چي پدي ورستيوكي دماين په بيلابيلوپيښوكي دملكي وګړوددژني شميره ديرش تنوته رسيدلي خوښاغلي شيرزادغوښتنه وكړه چي تاسودپوليسوسره همكاره وسوترڅونورملكي وګړودمرګ ژوبلي مخه په كلكه وه نيول سي ،
دهمدارازدسيمي اوسيدونكي ته وويل چي كچيري تاسودپوليسودناسم سلوك سره اوياهم دمخاليفونودكوم ګواښ سره مخامخ كيږي تاسوبايدديوسل اولس شميري سره په تماس كي وه اوسي ترڅوهغه پيښي ته ژرترژره رسيده ګي وسي اوتاسوددي شره څخه وژغورل سي ،
دنادعلي ولسوالي دنظم عامي دپوليسودليواقوماندان سمونوال غلام محي الدين هم دغونډي ګډونكونكوته دهرراز امنيت دراويستلواوتاسوته ديوښه او ارام ژونددزميني په برابره ولوسره دخپل ځان مسئوليت وه باله خوغوښتنه يي وكړه چي
دنادعلي ولسوالي دګروپي شش دسيمي قومي سپن ږيروپه وارسره دهلمنددامنيه قوماندان څخه غوښتنه چي پوليس بايددخلګوسره ښه ژوندترسره كړي ترڅوخلګ دخپلوپوليسوڅخه نارازه نسي ،
دغوڼدي په ورستيوكي ددي سيمي دڅوتنوقومي سپين ږيروسره سره دايساف ځواكونومشركرنل هم ددي سيمي دامنيت دلاښه ټنګښت په اړه ددي ولسوالي خلګوته پوره اتمنان وركړ،
وروسته ترغونډي دهلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاددنظم عامي دپوليسوقوماندان په نادعلي ولسوالي كي دشهيد چهارايي ، زابر ،ګروپي شش ، قاري ، دولسم ، ديارلسم نمبر ، دري ګزي ،اوهم دارنګه ديولړنوروهغه پوستوڅخه هم ليدنه وكړه چي ددي سيمي داوسيدونكودښه ژوندكولولپاره ځا يي پرځي سوي وي اودهري پوستي قوماندانان يي په نقدي مكاقاتوسره وستايل ،سروري هلمند

۱۳۸۸-۱۲-۲۳

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر