۱۳۸۸ اسفند ۱۰, دوشنبه

دهلمندولايت اداري ته دوه شپيته زره امريكايي ډالره دامتيازپه توګه وركول كيږي

دولايت مقام ادارې ته دوه شپيته زره امريكايي ډالره دافغانستان دسيمه ايزه ارګانونودخپلواكي اداري له خواوركول كيږي چي دغه پيسي به دولايت مقام لخوا دټولګټوپروژوپه ترسره كولواودسيمه ايزي حكومتداري دټينګښت په برخه كي ولګول سي ديكشنبه په ورځ مرستيال والي عبدالستارميرزكوال دهغه وركشاپ څخه ليدنه وكړه چي په ولسواليوكي ددي پيسودمصرفولواودسيمه ايزي حكومتداري دټينګښت په موخه لګول كيږي
دجوړسوي وركشاپ مسولين وايي په دي برخه كي هغه كسان په دنده ګماري چي ښه كاري وړتيا ولري اودغه پيسي په بشپړه توګه په مصرف ورسوي ترڅومودهيوادوالوستونزته په كتوسره دحل لاري چاري لټولي وي
دددولتي مسولينوپه وينادولت هڅه كوي چي دلومړي ځل لپاره په نادعلي ولسوالي كي دډي ډي پي پروګرام په لاره واچوي چي ددغه پرورګرام په ترسره كولوسره به دنادعلي ولسوالي خلكوته په زياتو برخو كي اسانتياوي رامنځته سي .
چي له دي وروسته به ددي ولايت نوروولسواليوته هم وغزول سي .
-۱۳۸۸-۱۲-۹

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر