۱۳۸۹ فروردین ۶, جمعه

لوړپوړوچارواكودمارجي ولسوالي ته سفروكړ







دافغاستان داسلامي جمهوريت دسيمه ئيزواورګانودخپلواكي ادري رئيس دبيلابيلووزارتونواستازودهلمندوالي دملي امنيت رئيس دهلمندامنيه قوماندان اوديولړنورودولتي ادارومسئولينودپنجشنبي په ورځ مارجي ولسوالي ته سفروكړددي سفراصلي موخه په سيمه كي دښي دولت داري ترڅنګ خلګوته دښه ژوندكولودزميني دبرابرولولپاره ښودل سوي وو،
خبر................................... سروري
دافغانستان داسلامي جمهوريت دسيمه ئيزوارګانودخپلواكي اداري لوي رئس غلام جيلاني پوپل دپوهني دوزارت دسوادزدكړي دبرخي مسـول الله باز جم دهيواد دبيلابيلووزارتونوداستازترڅرنګ دهلمندوالي محمدګلاب منګل دملي امنيت رئيس بريدجنرال محمدنعيم مومين دهلمندامينه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزادداستاف محكمي لوي رئيس نجيب الله غفوري او ددولتي اداروځينومسئولينودپنجشنبي په ورځ مارجي ولسوالي ته سفروكړ ،
ددي ګډپلاوي دسفرموخه په مارجي ولسوالي كي دښي دولت داري ترڅنګ دمارجي ولسوالي خلګوته ديولړنوروهغه پروژوپيل كيدل ښودل سوي وه كوم چي دمارجي ولسوالي عام اولس ورته اړتيادرلودل ،
سيمي ته په رسيدوسرسم دمارجي ولسوالي په انګړكي ددي سيمي دبيلابيلوقومونودسپين ږيروترڅنګ ددي ولسوالي ځوانانوديوغونډي پرمهال ديادګډپلاوي سره دخپلوسيمودستونزدحل كولوپه موخه وكتل ،
دمارجي دسيمي دوتنوقومي سپين ږيرودټولوراټولوسوكسانوپه نمائنده ګي په وارسره دخپلوخبروپرمهال دورپيښوسووستونزوپه اړه دي لوړپوړي پلاوي ته په بيلابيلوبرخوكي معلومات وړاندي كړل ،
وويل چي موږپه مارجي ولسوالي كي ديولړډيروسختوستونزوسره مخامخ يولكه دصحي كلينوكونودمكتبونودلويولارودويالوياكانالونودسره رغول دااويولړنوري ستونزي ددوي پروړاندي پرتي وي چي دديسمي دخلګوخبري دي ګډپلاوي په ډيرغوراودقت سره واوريدي خوخلګوددي ټولوستونزوسره سره بياهم امينت ترټولواړين ديوسيمي لپاره وه باله اووويل چي ترڅوموږته پوره امينت رانسي موږته داسي كارونه چي هغه دبيارغاوني وي هيڅ ډول كومه ګټه نلري ترڅوپوره امينت تئمين نسي ،
دقومي سپين ږيروترخبروورسته دهلمندوالي محمدګلاب منګل په خپلوخبروكي دمارجي ولسوالي ټول شريف اولس ته ډاډوركړچي ډيرژربه په ټول ولسوالي كي پوره امنيت تئمين سي ولي داوس لپاره په سلوكي نه وي سلنه سيمه ددولت تركنټرول لاندي ده خودورځوپه تيريدوسره به ټول ولسوالي ددولتي كسانوپه ولكه كي راسي چي بيابه ددي سره دخلګوهررازستونزي حل سي ،
نه به كومه بيره بيااوجودولري اونه به هم خلګ دداسي ستونزوسره مخامخ كيږي ،
ښاغلي منګل دتيرپشان بياهم ددولت پرضددمخاليفيونوڅخه وغوښتل چي نوردجنګ جګړي څخه لاس واخلي اودخپل اسلامي جمهوري دولت سره داساسي قانون ترسوري لاندي خپل ژوندته په ښه اوارام ډول ادامه وركړي خووالي همدارازدهرهغه طالب ديوځاي كيدوپه سورت كي چي دخپل دولته سره يوځاي كيږي دهغه لپاره دښه ژوندكولودزميني دبرابروسره سره دهغه سراومال به په ډيره ښه توګه ساتل كيږي اودوي دي دهيڅ ډول بيري څخه كوم تشويش نه كوي
د هلمندوالي محمدګلاب منګل دقومي سپين ږيروڅخه وغوښتل چي خپل بچي دملي اوردوملي اوملي پوليسوپه ليكوكي شامل كړي ترڅودمارجي ولسوالي خلګ دخپلي ولسوالي لپاره امنيت راولي اوخپل خلګ يي په سوله كي ژوندپيل كړي ،
والي همدارازددي ولسوالي دخلګوسره دظلم خبره هم ياده كړه وويل چي ددي سيمي دخلګوسره نه يوازي طالبانوبلكي دولتي كسانوهم دهغيوسره ظلم كړي خوښاغلي منګل ژمنه وكړه چي پدي ولسوالي كي به ملي اوردوملي پوليس اوددي ولسوالي لپاره اولسوال به ستاسوپه څوښه ټاكل كيږي ولي چي بيادتيرپشان ددي قدرمن اولس سره ظلمونه بيادسره تكرارنسي ،
په غوڼده كي دافغانستان داسلامي جمهوريت دسيمه ئيزواورګانونودخپلواكي اداري لوي رئيس غلام جيلاني پوپل خلګوته دهيواددجمهوررئيس ښاغلي حامدكرزي دسلامونودوه يلوسره سره يي هغيوته ډاډوركړچي دافغانستان اسلامي دولت نورهغه كسانوته په خپله خاوره كي ځاي نه وركوي كوم چي هغه ددي خاوري ابادول او ددي خاوري دبچيانوښه ژوندكول نه غواړي ،
ښاغلي پوپل دخلګوهمكاري ترټولوخبرواړينه وبلل وويل چي خلګ دخپل دولته سره همكاري ونكړي نه يوازي داسيمه بلكي په ټول هيوادكي سوله راويستل نامومكينه خبره ده ،
پوپل همدارازدخلګوڅخه وغوښتل چي نوربه دپرديوپه لمسون نه غوليږواوخپله خاوره به اباده ووخوده دپاكستان لاسوهنه دافغانستان په چاروكي مستقيمه وبلل ،
په سيمه كي مي دافغانستان داسلامي جمهوريت دسيمه ئيزواوركانونودخپلواكي اداري دلوي رئيس غلام جيلاني پوپل څخه دده دسفرپه اړه چي مارجي ولسوالي ته ئي كړي وه پوښتل ده راته دخپل سفراصلي موخه داسي بيان كړه وويل چي څه مودي مخكي دهيوادجمهوررئيس ښاغلي حامدكرزي چي كوم سفرمارجي ولسوالي ته كړي ووهغه دمارجي ولسوالي دخلګوسره ژمنه كړي وه ،
هغه ځواكونه چي ددوي په مكاتيبواوياهم دهستوګني په ځايونوكي ځاپرځاي سوي دي ووزي ،
اويولړنوري موهيمي دبيارغاوني هغه پروژي چي دمارجي ولسوالي دپاره تربل هركاراړيني دي هغه ترسره كړو خوكله چي مي ورځندي وه پوښته چي اياكوم هغه دبيارغاوني كارونه دي چي تاسوورته دمارجي ولسوالي لپاره دلومړي توب حق وركوي ښاغلي پوپل راته داسي وويل .....
وروسته ترغونډي دهيواددسيمه ئيزواورګانونودخپلواكي ادري رئيس غلام جيلاني پوپل دهلمندوالي محمدګلاب منګل اودمارجي ولسوالي ولسوال ظاهرخان ددي ولسوالي دټولودفترونوڅخه ليدنه وكړه اوددي ولسوالي ولسوال ته يي دنده وسپارله ټرڅوډيرژردولسوالي لپاره كومه وداني چه ده هغه دسره څخه ورغوي اوكومي هغه شعبي چي دولسوالي په اداري پوري مربوطوي هغه جوړكړي ترڅونوركاركونوكوته كومه ستونزه اونه هم ددي ولسوالي خلګوته دخپلومشكلاتودحلولولپاره بياهيڅ نوعه ستونزه رامنځته نسي ،

۱۳۸۹-۱-۶
سروري هلمند





هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر