۱۳۸۹ فروردین ۸, یکشنبه

سمونوال اسداالله شېرزاد دزابل دامنيه قومندان په توګه وټاكل سو.


سمونوال اسداالله شېرزاد دزابل دامنيه قومندان په توګه وټاكل سو.
ديكشنبي په ورځ دهلمندامنيه قوماندان درخصتيدوپه موخه يوه پراخه غونډه جوړه سوه چي پكښي دهلمندوالي ،دولايتي شوراوكيلانو،ددولتي ادارومسولينوپه سلګونوقومي مشرانواوزيات شميرژورناليستانواوپوليسوګډون كړي و.
دهلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزادچي دڅه مودي راپه ديخوايي په هلمندكي دامنيه قوماندان په توګه دنده ترسره كړي ترډيره بريده يي دامنيت په كابوكولوكي مثبت رول لوبولي اوپه دي لاره كي يي كوټلي ګامونه پورته كړي وه
هغه مراسيم چي ديكشنبي په ورځ دامنيه قومانداني دجلساتوپه تالاركي نيول سوه امنيتي مسولينواوقومي مشرانودښاغلي اسدالله شيرزادهڅي وستايلي چي په پوره توان يي ددي ولايت داوسيدونكودژونددهوسايني اوخدمت په لاره كي ترسره كړي وي .
دامنيه قومانداني كشفي مرستيال عبدالكريم وويل دكومي مودي راپه ديخواچي ښاغلي شيرزادپه دي ولايت كي دامنيه قومانداني مسوليت په غاړه اخيستي دپوليسوليكي پياوړي سوي امنيتي ساحه پراخه سوي اوډيري سيمي ددولت دمخالفينودشتون څخه پاكي سويدي ..
هلمندوالي محمدګلاب منګل زياته كړه دسمونوال اسدالله شيرزاددواكمني پرمهال پوليس په مسلكي زده كړوسمبال اودپوليسولپاره ښوونيزمركزونه جوړسوي چي اوسمهال هم پكښي پوليسوته زده كړه وركول كيږي
دده په وينادمګړي دپوليسواوخلكوترمنځ په بشپړه توګه داعتماداوباورفضاموجودده چي په زياته اندازه دجرايمومخه نيول سوي اودخلكوستونزوته دپاي ټكي ايښودل سويدي
والي همدارازسمونوال اسدالله شيرزاديومنلي شخصيت وباله اوزياته يي كړه چي ده دخپلي كاري وړتياله مخي په هلمندكي دامنيتي چارو په سمون كي مثبت اوبنسټيزګامونه پورته كړيدي ...
دملي امنيت ريس بريدجنرال محمدنعيم مومن اودولايتي شوراريس محمدانورپخپلوخبروكي داسدالله شيرزادميړانه وستايل چي دهيواداوخلكودمال اوعزت په خوندي ساتلوكي نه ستړي كيدونكي هلي ځلي ترسره كړيدي اوټول ولس يي دترسره سوخدمتونونه منندويه دي
وروسته دايساف اومرين ځواكومشرانوخبري وكړي اودده ترسره سوكړونه په هكله يي معلومات وړاندي كړه .
ښاغلي شيرزاد دټولودولتي مسولينواوخلكونه مننه وكړه چي دده سره يي دكارونوپه ترسره كولوكي مرسته اوهمكاري كړي ده اوداټول پرمختګونه اولاسته راوړني يي دخلكونيغه همكار اوننګه وبلله

دغونډي په ورستيوشيبوكي سمونوال اسدالله شيرزادته دهغه دښه كاري وړتياله مخي دغونډي ټولوګډونوالوستاينليكونه اوتحفي وركړي اوورته يي په راتلوونكي دنده كي دلابرياليتوب هيله وكړه.

۱۳۸۹-۱-۸
سرووي هلمند

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر