۱۳۸۸ اسفند ۲۶, چهارشنبه

دهلمند ولايت په مركزلښكرګاه ښار كي دوه تنه ځانمرګي بريدكوونكي وروسته ترهغه ووژل سوه چي يوې بهرني موسيسي ته ورننوتل

دهلمند ولايت په مركزلښكرګاه ښار كي دوه تنه ځانمرګي بريدكوونكي وروسته ترهغه ووژل سوه چي يوې بهرني موسيسي ته ورننوتل
ځانمرګو بريد كوونكو په ښځينه چادريو كي درخشه موټرسيكل څه په استفاده لښكرګاه ته ننوتي وه
دغه بريد كوونكي د اى ار ډې په نوم ديوې زراعتي موسيسي انګړته پرډيرو سترو ديوالونو ور واوښتل ،

كه څه هم دبريدكوونكو او دولتي پوليسو ترمنځ څو دقيقي ډزي تبادله كيدى خو دهلمند دامينه قوماندانۍ پوليسو وكولى سوه چي دغه بريد په يوازي لسو دقيقو كي خاموشه كړي
دهلمند دوالي مرستيال عبدالستارميزكوال څو دقيقي وروسته دپيښي په ځاى كي رسينو ته وويل
دوي وړاندي تر دي د بريد كوونكوپه اړه مالومات درلوده ،ميرزكوال وويل پوليسو وكولى سوه چي دبريد مخه دتصور سو ى وخت نه لاهم په چټكى سره ونيسي هغه وويل دواړه ځانمرګي بريد كوونكي ووژل سوه او دموسيسي يو تن بهرني كاركوونكي يوازي په سر ډير معمولي لګيدلى دى
كه څه هم وړاندي ديته ورته بريدونه وسلوالو طالبانو ترسره كړي دي خو تراوسه لاددي پيښي په اړه كومي ډلي په غاړه نه ده اخستى
په لښكرګاه كي دعاجلو پيښو دروغتون يو تن نرس وويل داى ار ډي دزراعتي موسيسي يوه ښځينه كاركوونكي هم په دي بريد كي ټپي سوه ده چي دده په خبره حالت يي نازك دى
خو په دي بريد كي ولسي وګړو ته هيڅ ډول زيان نه دى رسيدلي
ديوه بل خبرله مخي دهلمند دامينه قوماندان سمونوال اسدلله شيرزاد وايي دګرشك په ولسوالي كي ديوه ملكي كس په كور كي چاودنه سوي ده چي دكور غړو ته زيان نه دى رسيدلي خو دقوماندان په خبره ددوي پلتڼي ښېې چي هلته يوه كس دځانمرګي بريدكوونكي واسكټ په غاړه كوي چي پري چاودلي دي او يوازي ددغه كس سر په سيمه كي پروت دى
په دي اړه نور مالومات نسته خو دپوليسو په خبره چي پلټني يي رواني دي
ديادوني وړ ده چي دلښكرګاه نني بريد ته ورته يوه مياشت وړاندي هم شپږ تنه ځانمرګي بريدكوونكي له ګڼو وسلو سره په يوه ملكي ودانۍ ننوتل او تر مازديګره يي مقاومت وكړ چي وروسته دپوليسوا وملي اوردو له لوري ووژل سول
سردارمحمد سروري دهلمند نه

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر