۱۳۸۹ فروردین ۱, یکشنبه

دهلمندپه گرشك ولسوالى كې ځانمرگي بريدولسي وگړوته مرگ ژوبله واړوله.

دهلمندپه گرشك ولسوالى كې ځانمرگي بريدولسي وگړوته مرگ ژوبله واړوله.
ځايي چارواكي وايي چې بريددزرنج په نوم ديوه موټرسيكل په وسيله ترسره شوى اوموخه يې دملي اردوموټروچې هغه ترې تيرشوى دى.
ددې بريدپړه تردې مهاله چاپرغاړه نه دی اخيستى.

دهلمنددوالي وياندمحمدداوداحمدي ديكشنبې په ورځ په تيلفوني اړيكه كې وويل چې بريدديوې بجې په شاوخواكې ديادې ولسوالى په بازاركې دكندهارهرات دلويې لارې په اوږدوكې دپله پرسر ديوه موټرسيكل په وسيله ترسره شوى چې په پايله كې يې لس ولسي وگړي وژل شوي اواوه نورټپيان شوي دي.
دنوموړي په ويناچې كيداى شي دمړواوټپيانوشميره نوره هم لوړه شي ځكه چې ويل كيږي چې ځينې مړي اوټپيان دلويې بغرااوبوله ځان سره وړي دي.
بل پلودگرشك ولسوال عبدالاحدخان وايي چې نوموړي پله ته دسيدتاجدارآغاپه نوم زيارت نږدې دى اودهركال په لومړى ورځ ورباندې جنډه پورته كيږي چې په نوموړې سيمه كې دخلكوگڼه گوڼه زياته وه ،
ددې بريدپړه تردې مهاله چاپرغاړه نه ده اخيستې.
داپه داسې حال كې ده چې دنوي كال درارسيدوپه مناسبت دنوروزدلمانځنې لپاره دهيوادپه گوټ گوټ كې كلك امنيتي تدابيرنيول شوي دي اوپه نوی کال کی کی په هلمند ولايت کی دالمړی ځانمرګی بريددی چی ترسره کيږی چی قربانيان يی هم ټول ولسی وګړی دی.

سروري هلمند

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر