۱۳۸۸ اسفند ۱۰, دوشنبه

په افغانستان کي دامريکامتحده ايالاتوسفيرکارل ايکن بيري له هلمندوالي سره وکتل

هلمندوالي محدګلاب منګل ديکشنبي په ورځ په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتودسفيرکارل ايکن بيري سره په يوه ليدنه کي په دي ولايت کي دبهرنيوځواکونواودولت ترمنځ همږغي وستايلي اوويي وويل چي دمارجي په روانو عملياتو کي دايتلاف قواوو او دولت ترمنځ پوره همږغي موجوده ده ځکه عميليات په پوره توګه پر مخ روان دي .
ده زياته کړه چي په دي عملياتوکي يي دملکي وګړو مرګ ژوبلي اوزيان اوښتولو مخنيوي ته زياته پاملرنه کړي.
په كابل كي دامريكا دمتحده ايالاتو سفير دخپل هيواد له لوري دافغانستان سره پركړو ژمنو ټينګار وكړ ده دهلمند والي محمدګلاب منګل هڅي وستايلي چي په دي ولايت كي دخلكو دهوسا ژوندانه ترسره كولو په موخه ترسره كړي .
نوموړي ژمنه وكړه چي دافغانستان سره په ځانګړي توګه دهلمندولايت سره په هره برخه كي مرستي كوي ترڅو په دي ولايت خلكو ته دكاركولو او هوسا ژوند كولو زمينه برابره سي.
۹/ ۱۲/ ۱۳۸۸

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر