۱۳۸۸ اسفند ۱۱, سه‌شنبه

دباباجي په سيمه کي به ډيرژرپرمختيايي پروژي په لاره واچول سي ترڅو دسيمي خلکوته دکارکولوزمينه برابره سي .

هلمندوالي محمدګلاب منګل ،ملي امنيت ريس بريدجنرال محمدنعيم مومن اودهلمندامنيه قوماندان سمنوال اسدالله شيرزاد لښکرګاه اړونده دباباجي په سيمه کي ددي سيمي له قومي مشرانو سپين ږيروديني عالمانواودسيمي دخلکوپه يوه غونډه کي برخه واخيسته .
هلمندوالي محمدګلاب منګل په دي سيمي کي دخلکوپه غونډه وويل
ډيرژربه دباباجي په سيمه کي ګڼي پرمختيايي پروژي په لاره واچوي ترڅو دسيمي خلکو ته دکارکولوپوره زمينه برابره سي
هلمندوالي وويل دباباجي دسيمي دځوانانواوماشومانولپاره دښوونځيودروازي خلاصوي.ترڅودهيواد راتلوونکي نسل له ښووني اوروزني څخه بي برخي پاته نه سي
اوپه دي سيمه کي به روغتيايي مرکزونه خلاصوي ترڅودباباجي اوسيدونکي ټولوروغتيايي اسانتياوو ته پوره لاس رسي ولري .
هلمندوالي زياته کړه ډيرژربه دهلمندمرکزلښکرګاه اوباباجي ترمنځ غزيدلي سړک په پاخه اواساسي جوړولوچاري پيل سي
ده وويل دباباجي خلک ډيرځوريدلي دي او اوس ترهرڅه نه وړاندي سولي اوملي يووالي ته زياته اړتيالري ده وويل که په سيمه پخپله اوسيدونکي سولي ته زمينه مساعده نه کړي نوسوله دامينتي ځواکونو په ډيروالي سره نه سي راتلاي
ښاغلي منګل په هلمندوالوږغ وکړچي له خپل اسلامي دولت سره يوځاي سي اود قومي ځواک څخه په کار اخيستني سره له سيمي څخه ترهګروريښي له منځه يوسي .
دهلمندامنيه قوماندان سمنوال اسدالله شيرزاد دباباجي له خلکوڅخه وغوښتل چي خپل سالم بچيان دپوليسوليکوکي شامل کړي
امنيه قوماندان وويل دسيمي دخلکوپه غوښتنه يي دباباجي سيمي ته يي روزل سوي پوليس ليږلي
ترڅوپه سيمه کي له بهرنيوځواکونوسره يوځاي دامنيت ټينګ ګړي
شيرزاد وويل دباباجي په سيمه به ټولي هغه کروندي له منځه وړي چي پکښي دکوکنارو کرکيله پکښي سوي وي
ده وويل همداکوکناراونشه يي توکي دي چي په سيمه کي ناارامي رامنځ ته کوي اوله دي څخه ترهګرخپلي چاري سمبالوي .
دهلمندملي امنيت ريس بريدجنرال محمدنعيم مومن له افغان طالبانوڅخه غوښتل چي هيوادله ويجاړي څخه لاس واخلي او دسولي له پروګرام سره يوځاي دهيوادپه ابادولوکي دافغانستان له اسلامي دولت سره يوځاي کاروکړي
ده وويل په دي وروستيوکي ددولت مخالفينو له بيلابيلولاروڅخه داسلام اوپښتنولي په نامه تبلغات وکړل چي ټولي هڅي يي امنيتي اوکشفي ارګانونوپه خپل وخت خنثي اوعاملين يي دقانون منګلوته وسپارل .
ده وويل له دي نه وروسته په باباجي اونوروسيموکي دتروريستانوپه ضدخپلي هڅي نوري هم ګړندي کوي اوهيچاته به اجازه نه ورکوي چي زموږ دبيګناهيوادوالوژوند نا ارامه کړي
په ولايتي شوراکي دباباجي دخلکواستازي عبدالله جان دباباجي دخلکوپه استازيتوب له دولت څخه مننه وکړه چي دباباجي سيمه يي دتروريستانوله منګلوڅخه خلاصه کړي دي.
دباباجي قومي مشرحاجي داورخان له مسولينوڅخه وغوښتل چي ورته په سيمه دښووني روزني اوروغتيايي اسانتياوي برابري کړي اوله امنيت سره يوځاي په باباجي بيارغوني کارونه پيل کړي ترڅوبيکارځوانانوته دکارزمينه برابره سي .
ديادوني وړده چي څه موده وړاندي په باباجي اواوړنده سيموکي دوسله والومخالفينوپه ضد چانيزعمليات پيل سوي وه چي دامهال دباباجي اواوړنده سيمي ددولت وسله والومخالفينوڅخه په پوره ډول خلاصي سوي دي .

۱۳۸۸-۱۲-۱۱

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر